نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په مومند ایجنسي کې طالبان ښځو ته د بورکو امر کوي او په تیرا کې د موسیقۍ دوکان الوزولی دی
Lotfollah
23.06.2008
حمزه مومند ٣ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-23 08:36:00 م
رسنۍ وایي چې طالبانو په مومند ایجنسۍ کې ښځو ته امر کړی دی چې نور به په برقع (بورکه) کې ګرځي او که بې بورکې وګرځېدلې نو سزا به ورته ورکړي. سیمه ییزو طالبانو د مومند ایجنسۍ په بېلا بېلو برخو کې لیکلي اعلانونه خپاره کړي دي او له ښځو یې غوښتنه کړې ده چې نور به په پټو [کرکېله] کې کار نه کوي او که واده، ډاکټر، یا بازار ته ځي نو ځان ته نه شي تللای او ضرور به د خپلو سړو سره یو ځای ځي.
له بله پلوه د کوهاټ په تیراه بازار کې سیمه ییزو طالبانو د موسیقۍ د کیسټو یو دوکان په بمونو الوزولی دی او درې کسان یې ټپیان کړي دي چې د دوکان څښتن هم پکې شامل دی. ځايي خلک وایي چې برید کونکي په موټرسایکلو سپاره ؤ او مخونه یې پټ کړي ؤ.
د یادونې وړ ده چې په پښتونخوا (صوبه سرحد) کې امنیتي حالات ورځ په ورځ خرابېږي او سیمه ییز طالبان پیاوړي کېږي. اوس د پېښور په ښار کې هم د طالبانو او په ځانګړې توګه د باړې د سیمې مشهور طالب (منګل باغ ) پلویان لیدل کېږي. ټول افغان ته عیني شاهدان وایي چې د پېښور د ارباب روډ په سیمه کې یې د منګل باغ کسان په ګاډو کې سپاره لیدلي دي چې د طالبانو بیرغونه یې په خپلو ګاډو زړولي ؤ.
http://www.tolafghan.com/home/detail/10253
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[quote:bd6df94ec2]او له ښځو یې غوښتنه کړې ده چې نور به په پټو [کرکېله] کې کار نه کوي [/quote:bd6df94ec2]
د وحشت استازو طالبانو د ښونځیو په سوځولو او ښوونکو په وژلو بسیا ونکړه اوس بیا د خپلې واکمنۍ په څېر پر مظلومو ښځو کوتک اخلی او آن د کرکیلی له کارونو څخه یې هم منع کوي !
Re: په مومند ایجنسي کې طالبان ښځو ته د بورکو امر کوي او په تیرا کې د موسیقۍ دوکان الوزولی دی
pattang
23.06.2008
lotfollah خانه !
په کوم ځای کې لوی شوی يې ? په پښتنو کې او هم په تا جکو کې په کليو اوبانډوکې داپه سلګونو کلنو زوړ رواج دی ، ښځه چې چېري ځي بايد نارينه
ورسره وي ، ياني له ٧ کالو پورته ٠ زه خپله هم په سلګونو ځلې تلی يم ٠
نو ولې له خپلو عنعناتو اوړې ? پردۍ عنعنه خوند درکوي ?
هو دمکتبونو په برخه کې با يد له طالبانو سره جدي خبرې وشي زه يې پلوي
نکوم که ريښتيا دوی مکتبونه سوځوي ٠
ټولنه بايد تر اسلامي معقولو شرائطو لاندې په مخ لاړه شي ، ټوپونه وهل
غلط کار دی نتيجه نه ورکوي٠
[quote:9aedbc335f="Lotfollah"]حمزه مومند ٣ / ٤ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-23 08:36:00 م
رسنۍ وایي چې طالبانو په مومند ایجنسۍ کې ښځو ته امر کړی دی چې نور به په برقع (بورکه) کې ګرځي او که بې بورکې وګرځېدلې نو سزا به ورته ورکړي. سیمه ییزو طالبانو د مومند ایجنسۍ په بېلا بېلو برخو کې لیکلي اعلانونه خپاره کړي دي او له ښځو یې غوښتنه کړې ده چې نور به په پټو [کرکېله] کې کار نه کوي او که واده، ډاکټر، یا بازار ته ځي نو ځان ته نه شي تللای او ضرور به د خپلو سړو سره یو ځای ځي.
له بله پلوه د کوهاټ په تیراه بازار کې سیمه ییزو طالبانو د موسیقۍ د کیسټو یو دوکان په بمونو الوزولی دی او درې کسان یې ټپیان کړي دي چې د دوکان څښتن هم پکې شامل دی. ځايي خلک وایي چې برید کونکي په موټرسایکلو سپاره ؤ او مخونه یې پټ کړي ؤ.
د یادونې وړ ده چې په پښتونخوا (صوبه سرحد) کې امنیتي حالات ورځ په ورځ خرابېږي او سیمه ییز طالبان پیاوړي کېږي. اوس د پېښور په ښار کې هم د طالبانو او په ځانګړې توګه د باړې د سیمې مشهور طالب (منګل باغ ) پلویان لیدل کېږي. ټول افغان ته عیني شاهدان وایي چې د پېښور د ارباب روډ په سیمه کې یې د منګل باغ کسان په ګاډو کې سپاره لیدلي دي چې د طالبانو بیرغونه یې په خپلو ګاډو زړولي ؤ.
http://www.tolafghan.com/home/detail/10253
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[quote:9aedbc335f]او له ښځو یې غوښتنه کړې ده چې نور به په پټو [کرکېله] کې کار نه کوي [/quote:9aedbc335f]
د وحشت استازو طالبانو د ښونځیو په سوځولو او ښوونکو په وژلو بسیا ونکړه اوس بیا د خپلې واکمنۍ په څېر پر مظلومو ښځو کوتک اخلی او آن د کرکیلی له کارونو څخه یې هم منع کوي ![/quote:9aedbc335f]
Re: په مومند ایجنسي کې طالبان ښځو ته د بورکو امر کوي او په تیرا کې د موسیقۍ دوکان الوزولی دی
Lotfollah
23.06.2008
[quote:d094873e45="pattang"]
Lotfollah خانه !
په کوم ځای کې لوی شوی يې ? په پښتنو کې او هم په تا جکو کې په کليو اوبانډوکې داپه سلګونو کلنو زوړ رواج دی ، ښځه چې چېري ځي بايد نارينه
ورسره وي ، ياني له ٧ کالو پورته ٠ زه خپله هم په سلګونو ځلې تلی يم ٠
نو ولې له خپلو عنعناتو اوړې ? پردۍ عنعنه خوند درکوي ? [/quote:d094873e45]
د سلام وروسته پتنګ صاحب داسې ښکاری چې رپوټ مو دقیق ندﺉ لوستلئ ! په رپوټ کې راغلي:
[color=blue:d094873e45]اقتباس
طالبانو په مومند ایجنسۍ کې ښځو ته امر کړی دی چې نور به په برقع (بورکه) کې ګرځي او که بې بورکې وګرځېدلې نو سزا به ورته ورکړي[/color:d094873e45]
په هغه ځای کې چې زه لوی شوﺉ یم پټیو او باغونوته ښځې برقع نه پر سر کوی، زمونږ ښځې ټکري پر سر باغونو ته ځي! زمونږ په کلي کې ټول د خپل دي او څوک د چانه مخ هم نه پټوي !
[quote:d094873e45="pattang"]
هو دمکتبونو په برخه کې با يد له طالبانو سره جدي خبرې وشي زه يې پلوي
نکوم که ريښتيا دوی مکتبونه سوځوي ٠
ټولنه بايد تر اسلامي معقولو شرائطو لاندې په مخ لاړه شي ، ټوپونه وهل
غلط کار دی نتيجه نه ورکوي٠ [/quote:d094873e45]
پر دې کې خو هېڅ شک نشته چې طالبانو تر اوسه په سلهاو ښونځي سوځولي دي . کله چې پر دې اعتراف کوﺉ چې د ښونځيو سوځولو پلوی نکوﺉ نود پښتنوسیمو کې د بې سوادو لښکرولوئیدو ته په پام سره ولیکئ ، خپلو ملګرو طالبانو ته په صراحت ولیکئ چې د خدای په لحاظ د ښونځیو سوځولو څخه ډډه وکړي .
په درنښت
Re: په مومند ایجنسي کې طالبان ښځو ته د بورکو امر کوي او په تیرا کې د موسیقۍ دوکان الوزولی دی
pattang
25.06.2008
ګوره خبرې مه کږه وه !
خپلې ترلې دکلې ښځې مخ نه پټوي ، خوله بل قامه را واده شوې خپل مخونه پټوي٠
دوهم چادر ي د پښتنو رواج نده ، ټيکری يې رواج دی ، دغه نالتي شی له بله ځايه
راځي ..................
ولې دومره بي عقل يې ? دپتنګ له ملا عمر او حقاني سره بي سيمه تليفون جاري ده
شپه او ورځ له جرمني څخه خبرې ورسره کوي٠
زما لپاره پښتو، خپلواکي ا او اسلام مهم دي ، هر څوک چې صادقه دفاع ترې کوي
ورسره ولاړ يم٠
[quote:a17fd3ccb9="Lotfollah"][quote:a17fd3ccb9="pattang"]
Lotfollah خانه !
په کوم ځای کې لوی شوی يې ? په پښتنو کې او هم په تا جکو کې په کليو اوبانډوکې داپه سلګونو کلنو زوړ رواج دی ، ښځه چې چېري ځي بايد نارينه
ورسره وي ، ياني له ٧ کالو پورته ٠ زه خپله هم په سلګونو ځلې تلی يم ٠
نو ولې له خپلو عنعناتو اوړې ? پردۍ عنعنه خوند درکوي ? [/quote:a17fd3ccb9]
د سلام وروسته پتنګ صاحب داسې ښکاری چې رپوټ مو دقیق ندﺉ لوستلئ ! په رپوټ کې راغلي:
[color=blue:a17fd3ccb9]اقتباس
طالبانو په مومند ایجنسۍ کې ښځو ته امر کړی دی چې نور به په برقع (بورکه) کې ګرځي او که بې بورکې وګرځېدلې نو سزا به ورته ورکړي[/color:a17fd3ccb9]
په هغه ځای کې چې زه لوی شوﺉ یم پټیو او باغونوته ښځې برقع نه پر سر کوی، زمونږ ښځې ټکري پر سر باغونو ته ځي! زمونږ په کلي کې ټول د خپل دي او څوک د چانه مخ هم نه پټوي !
[quote:a17fd3ccb9="pattang"]
هو دمکتبونو په برخه کې با يد له طالبانو سره جدي خبرې وشي زه يې پلوي
نکوم که ريښتيا دوی مکتبونه سوځوي ٠
ټولنه بايد تر اسلامي معقولو شرائطو لاندې په مخ لاړه شي ، ټوپونه وهل
غلط کار دی نتيجه نه ورکوي٠ [/quote:a17fd3ccb9]
پر دې کې خو هېڅ شک نشته چې طالبانو تر اوسه په سلهاو ښونځي سوځولي دي . کله چې پر دې اعتراف کوﺉ چې د ښونځيو سوځولو پلوی نکوﺉ نود پښتنوسیمو کې د بې سوادو لښکرولوئیدو ته په پام سره ولیکئ ، خپلو ملګرو طالبانو ته په صراحت ولیکئ چې د خدای په لحاظ د ښونځیو سوځولو څخه ډډه وکړي .
په درنښت[/quote:a17fd3ccb9]
Re: په مومند ایجنسي کې طالبان ښځو ته د بورکو امر کوي او په تیرا کې د موسیقۍ دوکان الوزولی دی
Lotfollah
25.06.2008
[quote:1ff6896eb7="pattang"]
دوهم چادر ي د پښتنو رواج نده ، ټيکری يې رواج دی ، دغه نالتي شی له بله ځايه
راځي ..................
[/quote:1ff6896eb7]
نو چې دومره پوهېږې د هغو کسانو څخه څنګه دفاع کوې ، چې چادری په زوره پر مظلومو ښځو تطبیقوي؟
کوم چا آن د کال 2005 د مارچ په 22 مه درته ډېر پر ځای لیکلي وو:
[color=blue:1ff6896eb7]اقتباس
پتنګه ياره تا خو بيخي شرمول راخيستي. نپوهيږي څه ليکې څه وايې اوڅه غواړې . لکه دشړومبو مچ په هربحث کې په پټو سترګو وردانګې. هربحث خرابوې هربحث کې اخلال واردوې ، ته پوهيږې څه ليکې؟ يا يوازې دې ته خوښ يې چې نوم دې دفورم په هره خونه کې راښکاره شي او بس. او يا دې هدف دهرې موضوع اخلالول دي؟ ستا په ليکنو کې هيڅ سويه نشته. ته لا ښکارې چې کلينر يې خو موټرواني کوې نو اول سم موټر زده کړه بيا ډريوري کوه. داوس له پاره يوازې لوستونکی پاتې شه اوکوم وخت وروسته چې دې سويه لږ لوړه شي نو بيا ليکنې شروع کړه. دخلکووخت مه ضايع کوه ځکه چې وخت ډير قيمتي دی.او يا دې باراوبستره وتړه د فورم د ټوکو ټکالو برخې ته کډه وکړه. کولی شي د هوتک او لړمون خوړيني سره دې وخت ښه تيرشي. هغوې هم داستا په څير په اول کې ګوزارونه کول خو اخريې حيا وکړه ،لاړل، او اوس غرض نه کوي.[/color:1ff6896eb7]
Re: په مومند ایجنسي کې طالبان ښځو ته د بورکو امر کوي او په تیرا کې د موسیقۍ دوکان الوزولی دی
pattang
26.06.2008
له ځانه لېونی مه جوړوه!
په طالبانو کې هر قسم خلک شته ، طالبانو دکوچيانو شځو
ته چې مخ به يې لو څ اوټيکری به يې په سر وو هېڅ خبره نکوله او دا واقعت له هرچا
څخه پوښتلی هم شې٠
دوهم دارانقل کړې ليکنه دې د هغه سوټې ده چې له هغه څخه ولا که هيڅ شی جوړشي
هغه به اوس له اشغالګرو او لاسپوڅيو سره کار کوي او په دالروکې به بړغوچې
وهي ، د هغه دا خبره نه خوښېده : " مرګ په لاسپو څيو ، اشغا لګرو او نظاريانو" ٠
زه نورې ډېرې خبرې نه پسې ليکم خو دا لوده خان دفوروم په مفهوم هم ندی پوه شوی :
زما هدف د افغانستان سياسي حالات دي او هرڅوک چې دا موضع وړاندې کوي زه
يا مخالفت کوم او ياګټه ور څخه اخلم او هم دادی د فوروم کلتور ٠
په نورو موضعاتو کې زه لاس و هنه نکوم ٠ نو ستا دانډيوال خبرې خوشې د هغه
لودګي ښکاره کوي ،خوشې لکه زاړبوی ، بوی يې راغی خو دحقيقت بادهغه
بيخي ورک که٠
ه[quote:2e4a784e1b="Lotfollah"][quote:2e4a784e1b="pattang"]
دوهم چادر ي د پښتنو رواج نده ، ټيکری يې رواج دی ، دغه نالتي شی له بله ځايه
راځي ..................
[/quote:2e4a784e1b]
نو چې دومره پوهېږې د هغو کسانو څخه څنګه دفاع کوې ، چې چادری په زوره پر مظلومو ښځو تطبیقوي؟
کوم چا آن د کال 2005 د مارچ په 22 مه درته ډېر پر ځای لیکلي وو:
[color=blue:2e4a784e1b]اقتباس
پتنګه ياره تا خو بيخي شرمول راخيستي. نپوهيږي څه ليکې څه وايې اوڅه غواړې . لکه دشړومبو مچ په هربحث کې په پټو سترګو وردانګې. هربحث خرابوې هربحث کې اخلال واردوې ، ته پوهيږې څه ليکې؟ يا يوازې دې ته خوښ يې چې نوم دې دفورم په هره خونه کې راښکاره شي او بس. او يا دې هدف دهرې موضوع اخلالول دي؟ ستا په ليکنو کې هيڅ سويه نشته. ته لا ښکارې چې کلينر يې خو موټرواني کوې نو اول سم موټر زده کړه بيا ډريوري کوه. داوس له پاره يوازې لوستونکی پاتې شه اوکوم وخت وروسته چې دې سويه لږ لوړه شي نو بيا ليکنې شروع کړه. دخلکووخت مه ضايع کوه ځکه چې وخت ډير قيمتي دی.او يا دې باراوبستره وتړه د فورم د ټوکو ټکالو برخې ته کډه وکړه. کولی شي د هوتک او لړمون خوړيني سره دې وخت ښه تيرشي. هغوې هم داستا په څير په اول کې ګوزارونه کول خو اخريې حيا وکړه ،لاړل، او اوس غرض نه کوي.[/color:2e4a784e1b][/quote:2e4a784e1b]
و.افغان
26.06.2008
[quote:26d7f6edb1]رسنۍ وایي چې طالبانو په مومند ایجنسۍ کې ښځو ته امر کړی دی چې نور به په برقع (بورکه) کې ګرځي او که بې بورکې وګرځېدلې نو سزا به ورته ورکړي. سیمه ییزو طالبانو د مومند ایجنسۍ په بېلا بېلو برخو کې لیکلي اعلانونه خپاره کړي دي او له ښځو یې غوښتنه کړې ده چې نور به په پټو [کرکېله] کې کار نه کوي او که واده، ډاکټر، یا بازار ته ځي نو ځان ته نه شي تللای او ضرور به د خپلو سړو سره یو ځای ځي. [/quote:26d7f6edb1]
ګرانو ورونو!
سلامونه او نیکې پیرزونې مې ومنۍ،
طالبانو کې رنګا رنګ خلکو وو، او دې، ځینې په کې داسې تنکې کم عمره ځوانان وو، چې خپله
يي کلمه نه شوه درستولې، اونه يي په معنا پوهیدل، خو په لویو لارو کې به يي دعزت خلک راګیر کړې
وو، بې عزته کول به يي، او قمچینې به يي ورته نیولې وې،
دطالبانو دډیرو ښیګڼو سره سره په دغه بدیو او متحجره افکارو مونږ سترګې
نشو پټولې، او که پټې کړو نو دا به ځمونږ دینې او وطني رسالت سره خیانت وي،
هو طالبانو ښځې دبرقې په سر په کیبلونو وهلې دي،
خو برقه هیڅ شرعي لباس نه دې، حجاب شرعي لباس دې، چې ښځه باید ځان پټ کړې، که په لوي زړوکې وي، او که په مروج حجاب باندې ، که چیرې يي لاسونه
او مخ ښکاره وي، نو شرعا هیڅ پروا نه لري، البته باید زینت يي نه وي کړې، او نه يي عطر استعمال کړي وي،
که دښځې مخ پټول په اسلام کې فرض واي، نو بیا سړوته دسترګو دښکته اچولو امر څه معنی؟؟
قل للمؤمنین یغضوا من ابصارهم ویحفظوا فروجهم،
یو صحیح حدیث نشته، چې په هغه کې ښځې ته امر شوې وي، چې مخ دې پټ کړې، او نه یو قرآني آیت په دې باب کې شته دې، عام طور سره دښځو په حجاب امر راغلې دې،
نبې کریم صلی الله علیه وسلم یوه ورځ اسماء رضي الله عنه ولیدله چې نرۍ جامي
يي اغوستې وې، نو ورته ويي ویل: چې هر کله انجونې محیض ته ورسیږي، (بالغي شي، ) نو پکار ده چې دمخ او لاسونو پرته يي دوجود بله برخه ونه لیدل شي.
بل صحيح حدیث دې چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته په حجة الوداع کې یوه ځوانه انجلې دشرعي پوښتنې لپاره راغله، او دنبی کریم صلی الله علیه وسلم سره په اوښ باندې شاته الفضل بن عباس رضي الله عنه ناست چې هغه هم ځوان وو، نو دغې جلکۍ او الفضل بن عباس یو بله ته کاته شروع کړل، نو کله چې الفضل بن عباس ورته وکتل نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم به يي مخ بلې خوا ته واړوه،
له دې حدیثه ښکاره معلومیږي، چې هغه وخت کې دځینو ښځو دمخ لوڅول موجود وو، او دا هغه وخت وو، چې دحجاب آیتونه هم تر دې دمخه نازل شوي و و، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم له دغه حج څو میاشته وروسته څخه وفات شو.
هو په عربي ځینو قبیلو دمخ کلک پټول رواج دې، حتی دا اوس په سعودي کې یوه داسې قبیله شته ، چې ښځې يي تر مرګه پورې له خپلو خاوندانو نه مخونه پټوي، او که چیري يي خاوند دمخ لیدلو کوښښ وکړي، او یا يي وویني، نو ډیر ژر ترینه طلاق اخلي، چې دارنګه واقعه پروسږکال پیښه شوه، یوه سړي له خپل واده څخه څو لسیزي وروسته کوښښ وکړ چې دخپل ښځې مخ دهغې دخوب په وخت کی لوڅ کړي او ويي ګوري، دا وه چې ښځه يي پرې له خوبه راپاڅیده او له خپل خاوند څخه يي طلاق وغوښت.
نو دطالبانو دا کار چې په مخ ښکاره کولو يي ښځې په قمچینو وهلې یو ظالمانه او غیر شرعي کار وو.
بله خبره دکور څخه دبهر وتلو خبره ده،
دلته دوه خبرې دي،
لومړۍ دا چې شرعا ښځه له محرمه پرته له دریو ورځو په اندازه دسفر کولو منعه شوې ده، معنا دا چې که سفر له دې نه کم وي، نو وتل ورته روا دي، دا یوه خبره
بله خبره دامن ده، که چېرې دیو ساعته یا دوه ساعته سفر په لړ کې ښځه خوندیتوب
نه حس کوي، نو پکار ده چې پرته له محرم څخه چیرته لاړه نه شي، ځکه چې محرم
ورسره وي، نو دمردارو خلکو سترګې ترې هم لیرې وي.
پاکستاني طالبان که جهاد غواړي نو په دې څیزونو جهاد نه کیږي، بلکه لا دمسلمانانو او داسلام بدنامۍ ته لیڅې رانغاړې، که هغوي جهاد کوي، نوکوښښ
دی وکړي چې دهغه لوجستیکو توکو مخه په پاکستان کې ونیسې، کوم چې ځمونږ دافغان مسلمانانو دوژلو لپاره د پاکستاني اډو، لوي لارو، او درسمي نظارت لاندې افغانستان ته وړل کیږي.