وطن پال او نور ګټور شعرونه
وطنه زما تنه!
      ډاکتر وطنمل
      25.07.2002
    
[color=darkblue:70adc93f04][size=24:70adc93f04]     د ډاکتر محمد صديق اباسين يو نظم     
                         .....................................دوطن ترانه.................................     
وطنه     زما    تنه    زما   روح     زما     بدنه::::::::::::::: دپلار نيکه په څېر به دې ساتمه له دوښمنه                            
............................................وطنه زما تنه     وطنه زما تنه......................................                        
زما پلـرنۍ  خـاورې  ته زمـا  دسـترګو تورې::::::::غيرت يم زېـــــږولی سـر به جارکړم درنه مورې                    
.....................................وطنه زماکورې... وطنه زما مورې............................................
له سرو زرو نه زياته ده که تيږه ستا دغر وي:::::::::: قربان دې شم وطنه درنه جاردې زما سر وي
که زه د ستا بچی يم سراومال به لتا جارکم:::::::::::: داخل به  دې دسيالو هېوادونو په قطارکم
خدمت ته دې ولاړ يم هم په سر او هم په مال::::::::: رسوم به دې په علم، په  تخنيک او په کمال
ګلبڼ   به   درنه   جوړ کم   د  ګلونو  ګلـبـدنه:::::::::::: دپلارنيکه په څېر به دې ساتمه له دوښمنه                              
............................................. وطنه زما تنه      وطنه زما تنه............................................
 چې مست کمه تاريخ دې کارنامې به زما ګورې::: غيرت يم زېږ ولی سربه جارکـړم درنه مورې
..............................................وطنه زما کورې     وطنه زما مور ې.......................................
اوبه خاوره  هوا دې جوړه شوې  له  غيرته:::::::::::::: سرمشق دازادۍ يې ته ، سيمبول د حريته
زما ډول و سينګار يې زما  نوم  زما عزته::::::::::::::::: ناموس زما دپلار يې زما کور د شرافته
ته کور د لوی افغان يې  هېوادونو کې اوچته:::::::::ای لوی  افغانستانه  د  دنيا په  مخ  جـنـتــه
زمونږ  غرونه سيندونه  شنې درې او شين چمنه:::دپلار نيکه په څـېر به دې ساتـمه لـه دوښـمنـه
............................................. وطنه زما تنه                  وطنه زما تنه......................................   
امو نه ( اباسـين )  پورې د شنو ځمريانوکورې::::: غيرت يم  زېږولی  سر به جار کړم درنه  مورې  
..............................................وطنه زما کورې       وطنه زما مورې ........................................[/size:70adc93f04][/color:70adc93f04]