نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا د كوم نوي بدلون پيلامه خو نه ده؟
larghonay1
22.06.2008
د ټول افغان پاڼې د بحث فورم درنو ليدونكو سلام!
كه له سرسري بحث نه تېر شو او يو څه جدي پرې وغږېږو چې د اڅو سر په سر پېښې لكه د غوايي د اتمې د مجاهدينو د ورځې لمانځلو غونډه ګډوډول، ورپسې د حزب اسلامي د يو لوړپوړي چارواكي له بنده پرېښودل، د ګلبدين حكمتيار د راڅرګنديدلو اوازې، د كندهار له زندان نه د زرو په شاوخوا كې طالب بنديانو خوشې كېدل، په پښتونخوا كې د موجودو طلبانو په اړه ولسمشر كرزي احساساتي وينااو د بش له خوا يې تاييد، تېره ورځ په خوست او وزيرستان كې د سكټ ميزايلو او توپونوويشتل راويشتل. ايا دا ټول خو بيا د كوم نوي بدلون يا د امريكې د نوي پروګرام كومه پيلامه نه ده؟
كه له احساساتي او بې ځايه توندو ويناوو پرته څوك پرې څه وليكي ښه به وي!
مننه
ستاسو لاروى
pattang
22.06.2008
لرغونۍ صېب سلا مونه !
وروره داټول دکوڅې او بازار speculations دي ، ساده به نه اوسو.
بهير خو 6 کاله بې جرمه لکه ملا ضعيف بندي وو نو اشغالګرو به نور
څه په بنديخانه کې ځای پرې ډکاوو اوهم په دې اميد که چېرې ددوی لپاره
, له بنده وروسته پروپاګنده وکړي٠
کوم اساسي شی چې مونږ يې غواړو (محکوم پښتانه )دهغوی دازادي په
لورې به هيڅ ګام هم پورته نشي ٠ دا کار بايد اول شوی وی اوس ناوخته ده
دپښتنو ازادي نه افغانستان (فاړسو ژبي او هم يو شمېر پښتانه ) غواړي
اونه پاکستان ٠ نو څه دې وشي ? هغه پښتانه چې دا ازادي غواړي (لر اوبر)
بايد نورې لارې وسنجوي ، زه يې خپله دلته په پا ڼه کې له يادولو څخه معذرت
غواړم٠ دډېورند کرښه به داشغالګرو په دوره کې همداسې پاته وي٠
1. سيناريو :
که په پاکستان زور راشي طالبان به له ډېورند هغې خواته جدي بند کړي
دطالبانو سره به چين روسيه ..... خپلې مرستې کوي او جنګ به دوام لري
(ما اوس غزني ته تليفون کړی وو جنګونه له پخوا ډېرشوي دي ، غلا ، انسان وژنه
،د يوې بوجۍ قيمت 5000 افغانۍ ده ما چې حساب کړی دوځلې نظر جرمني ته
قيمته ده ) .
2 ٠ سيناريو :
که فرضا طالبان بيخي له منځه ولاړ شي نو لنډه غر او جنګي جنايتکارن به د cia
په مشری حکومت کوي نه به دين پاته شي نه پښتو٠
په دواړو کې دپښتنو کټه نشته ، کوزه به اوردو وايې بر به فاړسي ،په کرار کرار
به پښتانه له منځه ځي٠
که چېرې ځينې داسي وايې ، که طالب نوي نو د اولسواکۍ له لارې به
پښتانه خپل حقوق واخلي هغوی / هغه ډېره لويه سهوه کوي ٠ دا ځکه چې په
افغانستان کې د ديموکراسي کلتور نشته ٠ تر څو چې ټولنه دا کلتور زدکوي
ډېر کم پښتانه به خاص پاته وي ، ټول به په بل کلتور کې حل وي٠
دپښتنو لپارهداسې مشر په کاردی چې هغه کلک خط کش کړي لکه نور يې
چې کوي، خو متاسفانه پښتون دغلامي او مخبري ، اجنټي په کارو کې لګيادی
او مزې (کلتوري ، فرهنګي ، اقتصادي ، تخنيکي .....) نور قامونه کوي٠