د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زما سلامونه هم ومنئ

Herisch
20.06.2008

زما سلامونه هم ومنئ
له يو څو مودی راهيسې زه هم ستاسي د فوروم ليکنې لولم٠ د ښکنځلو ، سپکو سپور ، ناز او نخرو ، شړلو او ټکولو ترڅنګ ځنی محدودې ښې ليکنې هم لري٠ خو څنګه چې افغانانو يو وار اتحاد کړی چې نور به سره وحدت نتړو، نو همدا حالت په همدې فوروم کې سم صحي ښکاري٠
د دې د پاره چې دغه حالت ته د پای ټکی کېښودل شي،اړين ده چې د حوصلې نه کار واغستل شي٠ دا به ښه وي چې د شړلو او پرېښودلو پر ځای د دعوت او همکارئ لاره خپله کړو ٠تاسي د دې ولس باسواده برخه ياست خو برخورد مو يو له بله سره  ډير ماشومانه دی٠ ستاسي نه هيله کوم چې ټول شړل شوي دې بېرته دعوت شي او هغوۍ چې مرور دي بېرته دې راشي٠ 
دا لږ غوندې ژوند د دې ارزښت نلري چې د سياسي ، ايديولوژيکي او ديني اختلافاتو د پاره په جګړې او دعوا تېره شي٠ پښتانه ټول سره ورونه دي ، که مسلمان دي او که يهود ، که بېدينه دي او که ملحد، که په دې او يا په هغې هيواد کې ژوند کوي٠
زه په خپله نه د افغانستان او نه د پاکستان پښتون يم، زه د جرمني د پښتنو نه يم او غواړم جرمنی پښتون پاتې شم٠ خو بيا هم زه ستاسو همژبی يم او همدا د ملګرتيا او ورورګلوۍ د پاره کافي ده، ځکه خو زه تاسي ټول دې  ته دعوتوم چې سره يو شئ او د حوصلې او متقابل احترام لاره خپله کړۍ تر څو چې د دې فوروم په ليکنو کې تنوع منځ ته راشي٠
په خدای مو سپارم


Re: زما سلامونه هم ومنئ

pattang
20.06.2008

[quote:2c7a4a6142="Herisch"]زما سلامونه هم ومنئ
له يو څو مودی راهيسې زه هم ستاسي د فوروم ليکنې لولم٠ د ښکنځلو ، سپکو سپور ، ناز او نخرو ، شړلو او ټکولو ترڅنګ ځنی محدودې ښې ليکنې هم لري٠ خو څنګه چې افغانانو يو وار اتحاد کړی چې نور به سره وحدت نتړو، نو همدا حالت په همدې فوروم کې سم صحي ښکاري٠
د دې د پاره چې دغه حالت ته د پای ټکی کېښودل شي،اړين ده چې د حوصلې نه کار واغستل شي٠ دا به ښه وي چې د شړلو او پرېښودلو پر ځای د دعوت او همکارئ لاره خپله کړو ٠تاسي د دې ولس باسواده برخه ياست خو برخورد مو يو له بله سره  ډير ماشومانه دی٠ ستاسي نه هيله کوم چې ټول شړل شوي دې بېرته دعوت شي او هغوۍ چې مرور دي بېرته دې راشي٠ 
دا لږ غوندې ژوند د دې ارزښت نلري چې د سياسي ، ايديولوژيکي او ديني اختلافاتو د پاره په جګړې او دعوا تېره شي٠  خو بيا هم زه ستاسو همژبی يم او همدا د ملګرتيا او ورورګلوۍ د پاره کافي ده، ځکه خو زه تاسي ټول دې  ته دعوتوم چې سره يو شئ او د حوصلې او متقابل احترام لاره خپله کړۍ تر څو چې د دې فوروم په ليکنو کې تنوع منځ ته راشي٠
په خدای مو سپارم[/quote:2c7a4a6142]

[quote:2c7a4a6142]پښتانه ټول سره ورونه دي ، که مسلمان دي او که يهود ، که بېدينه دي او که ملحد، که په دې او يا په هغې هيواد کې ژوند کوي٠
زه په خپله نه د افغانستان او نه د پاکستان پښتون يم، زه د جرمني د پښتنو نه يم او غواړم جرمنی پښتون پاتې شم٠[/quote:2c7a4a6142]

[color=white:2c7a4a6142]Herisch خانه Hallo ,
ورور ه دملحد او يهود سره به دې پښتنو وروري امکان ونلري ، څکه چې دپښتانه
مقدسات په اسلام او پښتنولي کې دي ، که يې وروري يې کولی نو ولي يې له
خلقيانو او نوروملحدينو سره وروري ونکړه ! ٠ ته چې کوم خوب ويني هغه دغربي
نړۍ خوبونه دي او هغه نړۍ ده چې له مونږ څخه هرڅه اخلي او اخيستې يې هم دي ٠
يوه کرغېړنه خبره دې بله ليکلې او هغه داده چې ته " نه د پاکستان پښتون يې اونه
دافغانستان بلکې دجرمني پښتون يې" دلته داسې مالوميږي چې په هغه ملک کې
چې ستا مور ، پلار او نيکونه خښ شوي دي هيڅ کومه مانا درته نلري ،خدای دې
ونکړي چې له هغو څخه نه يې چې په سلګونوانسانان يې مستقيم او يا غيرې
مستقيم په افغانستان کې وژلي اوازار کړي وي ، اول روسې ته تښتېدلي او بيا
غرب ته پټ راغلي او سياسي پنا ه يې اخيستې وي٠
زماپه ښار کې ډېر مردار خواره شته ، په کلنوکلنو په روسيه کې وو،الوادونه يې
روسي وايې خو کله چې طالبان په قدرت راغلل دوی غرب ته له روسې څخه
دطالبانوله لا سه ( اېماني او اخلاقي دروغ ) دوی دلته غرب ته راوتښتېدل او
دطالب له برکته يې پناه واخيسته٠
زما لپاره دجرمني پاسپورت يواځې د سفر اسانتياده ، نه د هويت او اصليت
نوی اساس او update ،:
که له کوزه که له بره څه يې کوز څه يې بر زه پښتون يم مسلمان

که له کوزه که له بره زه پښتون يم مسلمان
............................................................. هرګړۍ پردې وياړم د سرو زرو يم پېزوان ٠

کار دخپل خو خبرې او عمل دې پښتانه نشي منلی٠ [/color:2c7a4a6142]


باتور
20.06.2008

هريشه ستړی مه شې !!

په دې خو دي پوه کړو چې نه د افغانستان او نه د پاکستان پښتون يې. . په دې مو هم پوه کړه چې له دې څلورو خواوو نه ( مسلمان، يهود، بې دينه او ملحد ) چې ستا په اند سره وروڼه دې، ته په کومه خوا يې؟

يهود خو په افغانستان کې زما په اند بلکل نه شته، بې دينه او ملحد شته، څوک پټ او څوک ښکاره، فيصدي يې د ( صفر اعشاريه صفر يو ) په شا او خوا کي ده . . مطلب دا چې په يوه مطلق اقليت کې دي . .

دا چې تاسو ليکلې چې راځۍ د دعوت او همکارۍ لاره غوره کړو . . دا ښه خبره ده. . زما له خوا ټولو ته دعوت ور وړاندې کړه چې له خپلو دينداره وروڼو سره چې تقريباً په سلو کې ٩٩،٩٩ برخه تشکيلوي همکاري وکړې . .

ليکن د همکاري مطلب که دا وي چې يو وړوکۍ اقليت دې د مطلق اکثريت په ښه او بدو لوبې وکړي او په هغو ټولو خپله تګلاره عملي کړي، بيا خو دا بد کار څه چې خود کشي ده. .

اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي .

په درنښت


Herisch
21.06.2008

پتنګ او باتور ته شلام

په دې کې شک نشته چې د پښتون وروري ديهود  سره نکېږي٠
 ځکه يهود  نه په افغانستان باند تېرې کړی اونه يې د ښځو  واک ورته غوښتی او نه يې ورته تاريخي  اثار لمنځه وړلي٠ 
هغه چا سره چې پښتون ملګرتيا کړې ، هغه هميشه په پښتون باندې
 پورته شویدی٠لکه عرب سره ملګرتيا ، روسيې سره ملګرتيا،امريکې سره ملګرتيا،
 پاکستاني سره ملګرتيا ٠٠٠
علت يې دا دی چې يهود، مسلمان،بېدين،او ملحد پښتانه سره يو ندي٠ کنې هيڅ څوګ به په پښتون پورته کيدلی ونشي٠
دا چې ځنې خلګ دعوا کوي چې افغانان ٩٩ فيصده مسلمان دي دومره
مهمه خبره نده ، ځکه يو چالاک يا هوښيار سړی کولی شي چې سل
احمقان او نادانان وغولوي٠
نو په فيصدي باندې افتخار کول د وهښيارو خلګو عادت نه وي٠
بله خبره دا چې زه د کمونستانو په قدرت رسېدو سره جرمني ته
راغلی او دا ځای زما هيواد دی٠ په استراليا او ارجنتاين کې هم له
ډيره پخوا پښتانه ژوند کوي چې د ګان په نامه يادېږي٠
دوی خپله ژبه لکه ځنې پښتانه چې په افغانسان کې ژوند کوي هېره
کړې خو په خټه پښتانه دي٠ همداسې زه هم علاقه نلرم چې په 
افغانستان يا پاکستان کې ژوند وکړم٠  خو نغواړم چې پښتو مې د
هيره وځي٠
نو تاسي خو هم د پښتونستان پښتانه نه ييئ، ځکه افغانستان يو دري
ژبی هيواد دی او پاکستان يو اردو ژبی٠ نو پتنګ خانه خبرې دې يواځې
تشې خبرې دي او د پام وړ څه پکې نشته٠
بل دا چې تاسي واييئ چې پښتون يهود سره وروري نکوي٠ نوپښتانه
خو په خپله په اصل او نصب کې يهود دي٠ او په دې هکله ډير شواهد
شته٠ نو هغه څوګ چې د پرديو د پاره خپل قوم سره دښمني ، هغه به تل
يواځې پاتې او هر ملګري باندې چې باور وکړي ، هغه يې له شا نه تمبه
کوي٠
نو د پښتنو بقا په اتحاد کی دی او  دين سياست او ايديولوژې بايد د دې 
اتحاد خنډ ونګرزي٠ او هغه خلګ چې په دې ندي پوه شوي ، هغه هغه
٩٩ احمقان دي چې يو هوښيار يې غولولی او استعمالولی شي٠
په خدای مو سپارم
 


باتور
21.06.2008

هريش خانه يو وار بيا سلام !!

مخکې له دې چې دا ٩٩ احمقان ستا دې هوښيارو خبرو ته ځواب درکړي. . ته يو وار لږ څه زحمت ورکړه اړ د نورو بابولالو تر پيل د مخه زما مخکنۍ پوښتنې ته يو لنډ ځواب وليکه . .

اوړه يو موټ نه لري ، تنور ئې پر بام جوړ کړی .

په درنښت


مازدیګر
21.06.2008

هریش؟؟؟ په خیرونه

بلکه داسی به ووایم چې بیا ستړی مشې
زړګیه دلیل هلته ویل کیږی چې چرته بحث کیږی او ته خو ظالمه څوک خپل هرکلي
ته هم نه پریږدې هم هاغه زړه ببو لاله دي له هم هاغه ځایه بیا شروع کړي چې له کومه
ځایه څوک خوله در وتړي .
پښتو پښتو کوې خو دپښتانه له خوی خصلت نه نا خبره یې له راتلو سره سم په ناپړیتو پیل وکړی او تر هغه دی کش ورکړی یی چی تر څو..............
له سل ځله هم زیات ویل شوی چې دادبحث فورم ده ته بیا سترګی پټي کړی
خوله وازه کړی او دبحث په ځای کنځل پیل کړي نو پښتانه خو درانه خلک دې
که دیهود غوندي سپکو خلکو ته هم کنځل وکړې اوبیا ترې دا طمع کوې چې
هغوۍ دي درته دعايي خیر وکړی نو دخپل لیونتوب علاج وکړه...



ع کريم حليمي
21.06.2008

زه هم خپل ايمانداره وړونوته سلام وايم 
يهود په همسايګي کښي پر موږ حقوق لري ، موږ ته اجازه نسته چه ظلم پر وګړو
که چيري ، يهود ظلم وکړي پر کوم قوم ، نو مظلوم دا حق لري چه خپله دفاع  
وکړي ، په داسي ډول چه د عصر غوښتنه وي ٠ 
د فلسطين دخاوري اوسېدونکي (عيسويان ،مسلمانان ) له يهود سره سخته 
دوښمني لري ، د دې ښمنۍ ريښه سياسي ده ،
 (صِرَط الَّذِينَ أَنْعَمْت عَلَيْهِمْ غَيرِ الْمَغْضوبِ عَلَيْهِمْ وَ لا الضالِّينَ)
موږ يهود نه يو ، داچه يهود وايي چه پښتانه د يهودو يو ښاخ دی ، که داسي 
ئې راواخلو نو د مدينې منورې عرب خو په سل کښي 80 يهود سوه 
نو دا مانا نه لري چه عرب او پښتانه يهود دي ، که يو څو قدمونه شاته 
واخلو نو خو بيا ټول د يوه ادم اولاده يوو ، او سرادار عالم خو بيا د اسماعل
عليه السلام له اولادې څخه دی ٠  


pattang
21.06.2008

هريشه! زړه مې ستا خبرو ته ډېر ډک وو، غوښتل مې چې درباندې تش يې کړم ٠
خو وروسته راته څرګنده شوه چې کوشان د هريش په پوست کې نوتلی دی ٠
کوشانه زه دې پېژنم چې په هر نوم ليکنې وکړې ٠
يهوديت او ملحديت دې په ستا مباک وي.

درته[quote:05496ea8d0="Herisch"]پتنګ او باتور ته شلام

په دې کې شک نشته چې د پښتون وروري ديهود  سره نکېږي٠
 ځکه يهود  نه په افغانستان باند تېرې کړی اونه يې د ښځو  واک ورته غوښتی او نه يې ورته تاريخي  اثار لمنځه وړلي٠ 
هغه چا سره چې پښتون ملګرتيا کړې ، هغه هميشه په پښتون باندې
 پورته شویدی٠لکه عرب سره ملګرتيا ، روسيې سره ملګرتيا،امريکې سره ملګرتيا،
 پاکستاني سره ملګرتيا ٠٠٠
علت يې دا دی چې يهود، مسلمان،بېدين،او ملحد پښتانه سره يو ندي٠ کنې هيڅ څوګ به په پښتون پورته کيدلی ونشي٠
دا چې ځنې خلګ دعوا کوي چې افغانان ٩٩ فيصده مسلمان دي دومره
مهمه خبره نده ، ځکه يو چالاک يا هوښيار سړی کولی شي چې سل
احمقان او نادانان وغولوي٠
نو په فيصدي باندې افتخار کول د وهښيارو خلګو عادت نه وي٠
بله خبره دا چې زه د کمونستانو په قدرت رسېدو سره جرمني ته
راغلی او دا ځای زما هيواد دی٠ په استراليا او ارجنتاين کې هم له
ډيره پخوا پښتانه ژوند کوي چې د ګان په نامه يادېږي٠
دوی خپله ژبه لکه ځنې پښتانه چې په افغانسان کې ژوند کوي هېره
کړې خو په خټه پښتانه دي٠ همداسې زه هم علاقه نلرم چې په 
افغانستان يا پاکستان کې ژوند وکړم٠  خو نغواړم چې پښتو مې د
هيره وځي٠
نو تاسي خو هم د پښتونستان پښتانه نه ييئ، ځکه افغانستان يو دري
ژبی هيواد دی او پاکستان يو اردو ژبی٠ نو پتنګ خانه خبرې دې يواځې
تشې خبرې دي او د پام وړ څه پکې نشته٠
بل دا چې تاسي واييئ چې پښتون يهود سره وروري نکوي٠ نوپښتانه
خو په خپله په اصل او نصب کې يهود دي٠ او په دې هکله ډير شواهد
شته٠ نو هغه څوګ چې د پرديو د پاره خپل قوم سره دښمني ، هغه به تل
يواځې پاتې او هر ملګري باندې چې باور وکړي ، هغه يې له شا نه تمبه
کوي٠
نو د پښتنو بقا په اتحاد کی دی او  دين سياست او ايديولوژې بايد د دې 
اتحاد خنډ ونګرزي٠ او هغه خلګ چې په دې ندي پوه شوي ، هغه هغه
٩٩ احمقان دي چې يو هوښيار يې غولولی او استعمالولی شي٠
په خدای مو سپارم
 [/quote:05496ea8d0]


Herisch
22.06.2008

تاسي ته چې منطق پاتې نشو نو  په چټياتور سر کوئ٠ د دې فورم اډمين
ته دا پته شته چې زه کوشان نيم٠ د دې ارزه او بازاري خبرو نه تېر شئ
او حليمي صيب غوندې په موضوع وغږېږئ٠ او پتنګه دا ښه کار ندی چې 
ته کله د باتور او بيا د پتنګ تر نوم ليکنې کوې٠
زه د يو ناظر په حيث غير له حليمي صيب نه نور ټولوته چې په موضوع
ليکنې کړي صفر ورکوم٠ په ريښتيا هم چې د دې فوروم سويه داسې نده
څنګه چې ما کر کړی و٠ 
بل دا چې کوشان په بل ښار کې ژوند کوي او زه په بل٠ زه کوشان 
پېژنم ، هغه يو ډير هوښيار او زړه ور پښتون دی او زه ورسره دلته
په کلن کې د پښتنو په يوه مشاعره کې اشنا شوم او هغه دا يادونه
وکړه چې په ټول افغان کې ليکنې کوي٠
زما برداشت ستاسي د فوروم نه دا دی چې تاسي بل کار نلرئ غير له
دې ، دا کوشان دی او هغه کوشان دی او دا وهاج دی او هغه وهاج دی 
او دا پتنګ دی او هغه پتنګ دی .
 ځنې پر محتوا ليکنې مې چې ستاسي په فوروم کې ولوستلې، هغه هم
 اکثر يې د کوشان ، حليمي ،ميلمه، غيرت، غوټۍ،مامد حسن،  او 
څو نور ليکوالان دي٠
تاسي په يو فوروم کې سره جوړ نه راځئ٠ تمامه ورځ همدا ارزه خبرو
پسې ګرځئ٠ دا نو بيا د شک ځای ندی چې ، جاکړ لاړه، ١٣ ميلمه لاړه
عظيم لاړه،او ځنې نور هم ووېستل شول٠ نو دا چې پښتون هر څوک 
ځپي علت يې دا دی چې تاسي غوندې خلګ هم د پښتنو په جمع کې 
حسابېږي٠ 
لږ غوندې هوښيار شئ او دا سطحي خبرو پسې مګرځئ ، او داسې
موضوعات مطرح کړئ چې د دې فوروم سويه کناراب ته ونرسېږي٠
 


باتور
22.06.2008

هوښيار خانه !!

لږ دې د خبرو سر او بيخ ته پام کوه. . . دلته ـ شوله يخ نه کده ـ چې داسې بي منطقه خبرو ته دې ملا تړلې . . له يوې خوا ليکې چې :

د دې فورم اډمين
ته دا پته شته چې زه کوشان نيم٠

او له بلې خوا بيا وايې چې :

پتنګه دا ښه کار ندی چې
ته کله د باتور او بيا د پتنګ تر نوم ليکنې کوې٠

هوښيار خانه!!

که اډمين ته دا پته وي چې ته او کوشان يو شخص نه ياست، نو بيا به حتماً دا هم ورته پته وي چې باتور او پتنګ يو شخص نه دې . .

په هر غار ګوتي مه منډه ، پسات به در وسي .

په درنښت.


Herisch
22.06.2008

باتوره ، ايا ته د دې توقوع لرې چې زه تاته ځواب درکړم؟؟


باتور
22.06.2008

ستا د ځواب د راتلو په انتظار . . . . . د انتظار هره شيبه مې تر تا ځار


pattang
22.06.2008

انډيواله ته دفوروم په مانا او مفهوم تر اوسه پورې نه پو هېږې٠

[quote:907bd4cda0="Herisch"]تاسي ته چې منطق پاتې نشو نو  په چټياتور سر کوئ٠ د دې فورم اډمين
ته دا پته شته چې زه کوشان نيم٠ د دې ارزه او بازاري خبرو نه تېر شئ
او حليمي صيب غوندې په موضوع وغږېږئ٠ او پتنګه دا ښه کار ندی چې 
ته کله د باتور او بيا د پتنګ تر نوم ليکنې کوې٠
زه د يو ناظر په حيث غير له حليمي صيب نه نور ټولوته چې په موضوع
ليکنې کړي صفر ورکوم٠ په ريښتيا هم چې د دې فوروم سويه داسې نده
څنګه چې ما کر کړی و٠ 
بل دا چې کوشان په بل ښار کې ژوند کوي او زه په بل٠ زه کوشان 
پېژنم ، هغه يو ډير هوښيار او زړه ور پښتون دی او زه ورسره دلته
په کلن کې د پښتنو په يوه مشاعره کې اشنا شوم او هغه دا يادونه
وکړه چې په ټول افغان کې ليکنې کوي٠
زما برداشت ستاسي د فوروم نه دا دی چې تاسي بل کار نلرئ غير له
دې ، دا کوشان دی او هغه کوشان دی او دا وهاج دی او هغه وهاج دی 
او دا پتنګ دی او هغه پتنګ دی .
 ځنې پر محتوا ليکنې مې چې ستاسي په فوروم کې ولوستلې، هغه هم
 اکثر يې د کوشان ، حليمي ،ميلمه، غيرت، غوټۍ،مامد حسن،  او 
څو نور ليکوالان دي٠
تاسي په يو فوروم کې سره جوړ نه راځئ٠ تمامه ورځ همدا ارزه خبرو
پسې ګرځئ٠ دا نو بيا د شک ځای ندی چې ، جاکړ لاړه، ١٣ ميلمه لاړه
عظيم لاړه،او ځنې نور هم ووېستل شول٠ نو دا چې پښتون هر څوک 
ځپي علت يې دا دی چې تاسي غوندې خلګ هم د پښتنو په جمع کې 
حسابېږي٠ 
لږ غوندې هوښيار شئ او دا سطحي خبرو پسې مګرځئ ، او داسې
موضوعات مطرح کړئ چې د دې فوروم سويه کناراب ته ونرسېږي٠
 [/quote:907bd4cda0]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more