د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مرکې وروستنۍ ټوټه

ننګيالی زابل
18.06.2008

٣٠-ځواب :
نه په زور ولسونه تابع کيداى شي اونه ټيکنالوجي هره جګړه ګټلى شي ، په کوم ولس کې چې دداسې ځوانانوکمى نه وي چې هغه ددښمن په وړاندې په ځان پورې بمونه هم تړلى شي په هغه ولس اوهېوادکې خپله واکمني منل يوغلط تصوردى ، انګريزان اوبياروسان دلته دهمهغه وخت له درنې وسلې اوټيکنالوجي سره راغلي وو، څه وخت دلته پاتې هم شول خوپايله يې ډېره شرمونکې وه ، داوخت يرغلګريوازې په تبليغاتي ډګرکې غښتلي دي ځکه چې ټوله ميډياورسره ده ، که دهغوى ټولې ناکامۍ په بشپړه ډول په سمه توګه اعلان شي اوپټې نشي زه فکرکوم بيابه له هيچاسره هم ددوى دناکامۍ په اړه کوم شک پاتې نشي . پای

عبدالله احسان : ښاغلئ قاري محمد يوسف احمدي ، دا چي د لراوبر افغانستان د ويبپاڼي سره مرکې کولو ته حاضر سواست د زړه له کومي مننه کوم .
په لراوبر افغانستان کي د جګړې د بندېدو او لراوبر افغان ولس د نېکمرغۍ او پرمختګ په هيله


Re: د مرکې وروستنۍ ټوټه

pattang
18.06.2008

ننګيالی صېب ستا دهم کور دودان وي او دعبداله احسان هم
الله د خير درکړې ، دغسې طالبان بايد ملت ته خبرې وکړي او چوپه
خوله پاته نوي ، داچې څوک يې څرنګه مني هغه بله خبره ده ٠

[quote:f1f125eda6="ننګيالی زابل"]٣٠-ځواب :
نه په زور ولسونه تابع کيداى شي اونه ټيکنالوجي هره جګړه ګټلى شي ، په کوم ولس کې چې دداسې ځوانانوکمى نه وي چې هغه ددښمن په وړاندې په ځان پورې بمونه هم تړلى شي په هغه ولس اوهېوادکې خپله واکمني منل يوغلط تصوردى ، انګريزان اوبياروسان دلته دهمهغه وخت له درنې وسلې اوټيکنالوجي سره راغلي وو، څه وخت دلته پاتې هم شول خوپايله يې ډېره شرمونکې وه ، داوخت يرغلګريوازې په تبليغاتي ډګرکې غښتلي دي ځکه چې ټوله ميډياورسره ده ، که دهغوى ټولې ناکامۍ په بشپړه ډول په سمه توګه اعلان شي اوپټې نشي زه فکرکوم بيابه له هيچاسره هم ددوى دناکامۍ په اړه کوم شک پاتې نشي . پای

عبدالله احسان : ښاغلئ قاري محمد يوسف احمدي ، دا چي د لراوبر افغانستان د ويبپاڼي سره مرکې کولو ته حاضر سواست د زړه له کومي مننه کوم .
په لراوبر افغانستان کي د جګړې د بندېدو او لراوبر افغان ولس د نېکمرغۍ او پرمختګ په هيله[/quote:f1f125eda6]


momtaz
20.06.2008

دطالبانو رهبري شورااووياند قاري صاحب يوسف ته!

ان الصلوة تنهی عن الفحشآء والمنکر
اليس فيکم رجل رشيد

قاري صاحب دغه پورتنی جزء د ايات کريمه دوه اصول رانغاړي چې يو يې فحشاء او بل منکرات دي. له لومړي جزء څخه خو به ان شاءالله چې مصؤون ياست، ولې له دې بل جزء څخه چې منکرات دي څه نه شم ويلای چې البته انتحاري بمونه، سړي تښتول، وژل يا بېرحمه حلالول، د زندان الوځول او ورسره په څنګ کې د جنايي بنديانو خوشې کول، درواغ ويل او داسې نور به په منکراتو کې رانغاړل کېږي.
اول خو کې د که د کرزي اداره يوه مفسده او پليته اداره نه وای، نو تاسو به بيا سر نه راپورته کولو. د افغانانو په ځورونه او نيونه کې هېڅوک د بهرنيانو ملاتړ نه کوي او نه يې سلوک د مننې وړ دی. که اداره فساد او اختلاس نه وای، نو څنګه کېدای شي چې تاسو دې وسله د زندان دننه انتقال کړئ او هلته يې ځای پرځای کړئ. که ادارې چېرې صحيح معاش خپلو مامورينو ته ورکولی، نو د دې خبرې مجال نه وو چې ته دې وسله هلته ځای پرځای کړې. په دې خو هم پوه يې چې الراشي والمرتشي کلاهما فی النار او دا کار بې رشوته او اخلاسه نه دی شوی.
الله جل جلاله او مخبر صادق رسول کريم صلی الله عليه وسلم هېڅکله درواغ نه وايی او نه په درواغو متصف کېدای شي، بلکې د درواغو په اړه په ډېره صريحه توګه وايی چې فنجعل لعنة الله علی الکذبين او د حديث له پلوه خو درواغ ويل يو له دريو علامو د نفاق نه راځي. بله دا چې په تاسو داسې پوی څوک شته چې دا مسايل د اصولو په چوکاټ کې ارزيابي کړي. هسې يوه پوښتنه درڅخه کېږي چې ايا تاسو د خپل قاريتوب په څنګ کې فنون ويلي او که تنها حفظ مو کړی او بس خلاص. د فنونو د اصولو له مخې هر خبر احتمال د صدق او د کذب دواړو لري، نور خو خپله پوهېږې.
قاري صاحب زه په ايماندارۍ ويلای شم چې که الله تعالی زموږ يو وخت لمونځ هم قبول کړي، نو موږ به ان شاءالله چې له دغو نواهيو او منکراتو څخه بچ او خوندي پاتې شو ځکه چې د الله تعالی ګرنټي موجوده ده. دا چې موږ اوس پخپلو کړو وړو باندې وياړو ايا کله مو له ځان څخه پوښتلي دي چې ايا د جواز او نه جواز، د حل و د حرمت په اړه يې څومره متيقن يو. ايا په داسې محتاط به مسايلو کې به د عمل پرځای احتياط څنګه وي او مرجح خوا به يې کومه يوه وي، نو بيا عمل ته وردانګل به پرځای کار وي.
قاري صاحب ستاسو په ځواب کې چې د طالبانو رهبري شورا بايد د ملت د دې پوښتنې ځواب ووايی لږ شکمن شوم او هغه دا چې په هغه تېر خبر کې چې د ٢٠٠٨ د جون په ٢١ مه خپور شوی چې دكندهار د لوي محبس څخه بنديان څنګه وتښتېدل؟ زه به يې هغه متن تاسو ته دلته راوړم:
طالبان وايي چي ددوي ملګرو لدې وروسته پرمحبس يرغل وروړاو دننه دمحبس دروازي يي په راكټونوووېشتلې اوماتي يي كړې، دطالبانوپه ويناچي په محبس كي له دوي سره لږ مقاومت وسواو له لږ ځنډوروسته يي دټول محبس واك په لاس كي واخيست، طالبان وايي چي لومړي يي دخپلوبندي ملګرو(سياسوبنديانو) د كوټوقلفونه مات كړل اوټوله طالب بنديان يي خوشي كړل، دطالب قوماندان په ويناچي خپلوملګروته يي امروكړچي طالب بنديان په امن له محبس څخه وباسي، طالبان وايي لدې وروسته يي دجنايي بنديانوقلفونه هم مات كړل اوهغوي يي هم خوشي كړل، همدارنګه يي دښځودمحبس قلفونه مات كړه اوهغوي يي هم خوشي كړل، دطالبانوپه ويناچي دوي له ټولوجنايي بنديانوڅخه وغوښتل چي له دوي سره تريوه ځايه بايد خامخاملګري وكړي اوله هغه وروسته بيا ددوي اختياردي، طالبان وايي چي دوي پوره ۴۵ دقيقي په محبس كي په ډيرډاډسره عمليات وكړل اوټول بنديان يي چي ددوي په وينا شميريي ۱۴۰۰ تنوته رسيدي خوشي كړل.
هغه جنايي بنديان چي دلته يي تاسوته خبري وړاندي كوودوه ډوله دي ، لومړي هغه جنايي بندي چي په تيښته بريالى سويدي، دغه جنايي بندي بېنواويبپاڼي ته وويل چي هغه وخت موږسخت وبېريدوچي كله دمحبس مخته يوه درنه چاودنه رامنځته سوه ، دغه بندي وايي چي ترچاودني لږوخت وروسته بله چاودنه هم وسوه اوبيانودراكټونواوماشيندارو سختي ضربي پيل سوي ، دلته ولاړپوليس ډيرحيران اووارخطاوو هغوي ددروازې خواته ولاړل اوبياموونه ليدل چي څه سول ، له ۱۵ دقيقو وروسته طالبان محبس ته راغلل او يوه يي په لوړږغ وويل چېري ياست داسلام غازيانو!! ؟ دلته دسياسي بنديانوله كوټوڅونفرو ورږغ كړل چي دلته يوغازيانو،، بياطالبان ورغلل دسياسي بنديانودكوټوقلفونه يي په برچوماتول خونه يي سواي ماتولاي ، وروسته يي په ډزودغه قلفونه مات كړل اوټوله طالبان يي له كوټوڅخه راوايستل، كله چي طالبانو خپل ملګري ټوله وايستل دجنايي بنديانوخواته راغلل اوزموږ قلفونه يي هم رامات كړل اوموږيي هم له ځانه سره بوتلو... كله چي ترزاړه ښاروه ورسېدو بيايي راته وويل چي اوس نوتاسواو اختيار! كه زموږ سره ځى اوكه نه ، دغه بندي وايي چي مافيصله وكړه چي خپل كورته ولاړسم ، اودادي اوس دخداي په فضل په خپل كوركي ناست يم.
قاري صاحب زه چې کله دغه خبر لولم، نو ستاسو دغه اوسنۍ او هغه پخوانۍ خبره مې په شک کې اچوي. پوښتنه دا ده چې تاسو د ټول محبس واک پخپل لاس کې واخېست، نو دا بنديان درڅخه ولې خوشې شول. زه دا به درسره ومنم چې خپل بنديان مو خوشې کړل او دا مو ښه وکړل. ولې دا نور بنديان خو د فعل عمد په ترځ کې خوشې شوي، نو بيا ولې ځانته برائت ورکوې؟
راځه چې عندالله يې سره سپينه ووايو. دا به درسره ومنم چې ځه په داسې حالت کې خو کنترول سخت دی، نو دا کنترول خو ستاسو په لاس کې وو. تاسو خو خپل ملګري راخلاصول، نو دا نور ولې خوشې شول؟ دا خو ستاسو په لاس کې کار وو او دا په سره ليک کې ليکل شوي څه وايی؟ په ايمان يې ووايه چې د خدای په نزد به څه ځواب ووايی! ګوره له الله جل جلاله وورېږه او له هغې ورځې ووېرېږه چې[color=blue:7fdfc6c56a] يوم يفر المرء من اخيه وامه وصاحبته ...[/color:7fdfc6c56a] الخ. څه فکر کوې چې څوک به دې بيا په درد وخوري؟ نه هېڅکله نه، نو بيا مو ولې اخروي پېټی دومره ځانته دروند کړ؟ ايا د خدای جل جلاله په نزد به ستا دغه ځواب د قناعت وړ وي، نه هېڅکله نه او هلته خو به بيا درباندې خپل اندامونه هم ګواهي وايی، نو ته پخپله فکر وکړه چې دا کار ښه شوی او که بد؟ خو قاري صاحب ته بايد په دې پوه شې چې [color=blue:7fdfc6c56a]والله لايهدی القوم الظلمين [/color:7fdfc6c56a]ګوره چې الله تعالي نمرود ته د ابراهيم عليه السلام سره به مقابله کې ورته صحيح ځواب ونه ښوولو چې درته خو په ياد دي چې [color=blue:7fdfc6c56a]فبهت الذی کفر[/color:7fdfc6c56a]. ستا دغه ځواب د عندالله او عندالرسول په نزد د مننې وړ نه دی. ځکه چې تعدی پکې ستاسو له خوا راغلې او هغه دا چې هلته خو ستاسو له خوا عمل په دې اړه انجام شوی. تاسو ورغلي ياست او دا خلک مو راخوشې کړي. والله اعلم
ايا موږ له نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه غوره يو چې هغه مکه مکرمه فتحه کړه، او د ننوتو په وخت څومره د عاجزۍ دوعا، ثنا او حمد د الله تعالی يې وويلو. را به شو موږ مجاهدينو او بيا تاسو ښاغليو ته چې کوم عمل او وينا زموږ سره درست ده. نن ورځ خو پر جرم او ګناه اعتراف او پرې افتخار زموږ عادت ګرځېدلی دی او همداسې د خلکو پر وژنه او بېرحمه حلالونه. د ظالم سره مرسته کول او ازادول دا چې تاسو کړي او که ستاسو د عمل په نتېجه کې ازاد شول او وتښتېدل د دې هم اصولي مساله تا ته پخپله معلومه ده ځکه چې طالب يې اوديني معلومات هم لرې. ايا ته به د دې ايات کريمه په مقابل کې څه ځواب ووايی چې[color=blue:7fdfc6c56a] وتعاونوا علی البر والتقوی ولاتعاونوا بالاثم والعدوان[/color:7fdfc6c56a]، نو دا راخوشې کول بالفعل او يا ستاسو د عمل په نتېجه کې به د ظالم سره مرسته نه وي که څنګه؟ نو چې ته خپله الهي احکامات تر پښو لاندې کوې، نو څه فکر کوې چې د الله د رحمت موجب به شې او کنه ځواب به يې تا ته معلومه وي؟
زه دومره درته ويلای شم کله چې زموږ دغو جهادي ډلو ټپلو د ظلم لاره خپله کړه، نو نه يوازې دا چې دوی د رب العلمين، بلکې د خلکو په نزد هم منفور شول او تاسو يې پرې رامسلط کړئ او اوس چې تاسو دې کار ته د عدالت د تامين او انفاذ لپاره سرښندنه کوئ، او بيا دغه مجاهده مو د يو ناروا او له ظلم ډک عمل سره مخلوطه وي، نو فکر نه کوم چې الهي نصرت مو په نصيب شي او له همدغې ورځې څخه مو د بخت ستوری پرېوتلو. الله جل جلاله ته هېڅکله له ظلم او ناروا ډکې مجاهدې نه دي قبولې او نه يې خوښوي. نور پرې قاري صاحب تاسو خپله فکر او سوچ وکړئ.
[color=red:7fdfc6c56a]اميد دی چې مشر ملا صاحب به هم په دې مساله سوچ وکړي. خو وړاندې دې نه ځي کله چې وده کېږي او استراحت ته ځي او بړستن يا کمپله پر سر راکش کړي. يو دی شي او يو خدای او خپل عقل سليم يې ترمينځ درېيمګړی شي او همداسې ستا هم، نو بيا يې ثواب او عقاب سره پرتله کړئ. خپله مجرم اعتراف کوي [/color:7fdfc6c56a]چې [color=blue:7fdfc6c56a]موږ يې له ځان سره بوتلو... كله چي تر زاړه ښاروه ورسېدو بيايي راته وويل چي اوس نو تاسواو اختيار! كه زموږ سره ځى اوكه نه؟ او بيا ته وايی چي موږ په دې برید کي خپل ۴۰۰ ملګري راخوشي کړي او نور ۶۰۰ بندیان هم د محبسه څخه ووتل[/color:7fdfc6c56a] . چي خوشي کیدل او وتل دوې بیلي معناوي لري. له دې داسې څرګندېږي چې هېڅ فنون دې نه دي لوستي. زما به اند ښه به داوي چې يوځل تاسو په دين کې ځان پوه کړئ او بيا دې مجاهدې ته راودانګئ، نو فاعتبروا يااولی الابصار!
[color=white:7fdfc6c56a]قاري صاحب زه دومره درته وايم چې له خدايه ووېرېږه! د الله جل جلاله وعده او نصرت هېڅکله درواغجن او ظالم ته نه رسېږي. طالب، ملا، عالم ، پير ومرشد، قاري او مجاهد في سبيل الله چې درواغجن او ظالم شي، نو له نورو خلکو څه ګيله ده؟[/color:7fdfc6c56a] نور دې خپله خوښه چې يې منې او کنه؟ زموږ له خوا خو تاسو دواړو ته هغه اسلامي رسالت ورسول شو.

اللهم اهدنا سبل السلام، امين
په درنښت

سيدحسين پاچا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more