د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مچ که د ډينګو مياشه !!

بابړ
18.06.2008

افغانان، پاکستان ته د مچ هومره اهمیت هم نه لري. د ډیلي ټایمز کارتون
http://www.tolafghan.com/home/detail/10213

نن د پاکستان یو اخبار ‌ډيلي ټا یمز د ولسمشر کرزي د څرګندونو په هکله - چې په کې یې په پاکستان کې د ترهګرو تعقیبول خپل حق ګڼلی و - کارتون خپور کړی دی. په کارتون کې کرزی د یو مچ په شکل رسم شوی دی چې د پاکستان په پوزه ناست دی. په کارتون کې د پاکستانیانو غرور او افغانانو ته سپک نظر روښانه دی .
----------------------------------
اخترو ليکي :

ددې پنجاپانو ايمان داري او د خپلي خاوري نه د هغوی دفاع خو لا دپخوانه د هندوانو سره مالومه شوې وه کله چې جنرال ټيکه خان د اويازرو عسکرو سره و هندوانو ته تسليم شو شرقي پاکستان يې باېلود او د بنګال مظلوم ولس خپل دېش ، بنګله دېش يې ورځني جوړ کړ . دغه پنجاپيان چې نن يې پرای ايس ای باندير ډډه لګولې او دانګرېز انواو سعوديانو معاش خوره دي، په خپل شيطانت او حرامزاده ګي کې به تکړه وي خو د مخامخ جګړې ايمان نلري هغه هم بيا د باتوره افغانانو سره .
دغه بده ورځ خو پنجاپيانو په خپل شيطنت سره زموږ په وطن کې را وستېده او دا دېرش کاله کيږي همدغه وايي چې موږ د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوو او موږ دافغانستان هوسايي او نيکمرغي غواړو!خو دا چې څه کوي هماغه د ( ګاونډی اشنا) واقعيتونه دی چې اوس يې ان اته ګوني هم پېژني !!
خبره پر کارتون او مچ راغله . بلې پنجاپيان به دافغانانو و جمهوررئيس ته هر څوک چې وي مچ وايي اوداسي فکر به کوي چې هغه ته سپکاوی شوی دی خو يوځل که د نړۍ والي ټولني ملاتړ ورسره ملګری سو نو دامچ به د ډينګو په مياشي واوړي او پاکستان به ددې سيمي دنخشې نه در ايسته و غورزوي . دا د سرطان دانه بلکه د ډينګو مياشي ځني جوړيږي !!
دا مچ نه خو تر هغه ﻻ ډېر کوچنۍ ، د ډينګو مياشه ده !!


momtaz
18.06.2008

د کرزي ګواښ د پښتونخوا د خپلواکۍ لامل ګرځېدای شي!

http://www.tolafghan.com/home/detail/10219

محمدکریم نور

٢٨ / ٣ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-06-17 23:27:00 م

کله چې ښاغلي کرزي د ولسمشرۍ لوړه وکړه، نو له دې سره سم د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا، دا فغانانو ساتنه او د افغانستان د اساسي دوی (قانون) د پلیتابه دنده ور پر غاړه شوه۰ د دې پازوالي (مسئولیت) سرته رسول او یا هم ورته کله نا کله پاملرنه د دې سبب شوه چې ښاغلی کرزی موده وړاندې د مرتدانو او ترهګرو چټلستان په دې وګواښي چې که چېرې دوی پر افغانخاوره او افغان ماشومانو خپلو ځناوریزو بریدونو ته پایښت ورکړي، نو افغانان به خامخوا د خپلې خاورې ساتنه وکړي، او دغه پاکستاني دولتي ترهګري به وځپي۰ هر ګوره، په هره بیه او هر چېرې چې وي۰ ښاغلی کرزی د خپلې لوړې پر بنسټ دغه پاکستاني ترهګرۍ ته باید ځواب ووایي، ځکه نن سبا د ترهګرۍ ځپل یو نړیوال منلی آردی۰

خو پوښتنه دلته پیدا کېږي، چې ښاغلي کرزي ولې او د کومو لاملونو پر بنسټ دا هوډ اوس اوس په داسې حال کې وکړ چې د لستوڼي مارافغانان داسې چیچلي چې ډېر پاڼوګر به یې دوا ونه شي کړای۰

دا چې امریکا او ملګرو یې د افغانستان مځکنی او هوایي حریم په واک کې لري، نو د دې ساتنه باید هم پر غاړه واخلې۰ کېدای شي چې له دې امله امریکا د پاکستان په خاوره خپل د ترهګرۍ ضد بریدونه د افغان دولت په نامه لا ګړندې کړي۰ له یوې خوا به دوی خپلې اړیکې له پاکستان سره ساتلې وي او له بلې خوا به یې هم ترهګري ځپلې وي، -که دا کار شونی وي- او هم به یې افغان دولت ته خپل تور مخ سپین وي چې ګواکي د افغانستان ساتنه هم کوي۰ په داسې حال کې به د افغانانو او پاکستان تر منځ ستونزي نورې ژورې او ځواکمنې ولې وکړي، خو دا ډېره د خوابدۍ وړ خبره نه ده، ځکه چې پاکستان هېڅ وخت له افغانانو سره ملګری نه دی او نه به یې هم کوم وخت د ښو اړیکو غوښتنه وکړي۰ نو افغانان به ولي د ښو اړیکو په تمه وي او ولې به هره ورځ د خپلو بچیانو سرته ناست وي؟

د ناټو یا امریکا شوني بریدونه چې د افغان دولت په نامه به یې سرته رسوي، دا ناوړه پایلې لري چې په دې حملو کې به خامخوا ملکي کسان هم وژل کېږي، ځکه چې لوېدیز ځواکونه خو په پټو سترګو بمونه غورځوي۰ د پښتونخوا اوسیدونکي چې ډېر له وړاندې د پنجابیانو په پروپاګنډا کې راګیر دي، دا به وانګېري چې ګواکي د افغان دولت مطلب یوازې د پښتنو ځپل دي او بس-هېره د نه وي چې اوس یې په پښتو رسنیو کې بیا تبلیغ پیل کړی چې ګواکې افغان دولت د پښتنو لپاره په پاکستان کې ستونزې جوړوي او پښتانه ځپي۰ له دې سره سم به یو ځل بیا د افغان دولت او پښتونخوا تر منځ داسې کړکېچ راممنځته شي چې حل به یې اسانه کار نه وي۰

نو ځکه لازمه ده چې په خپله د پښتونخوا اوسیدونکي لمړۍ ځانونه د پنجابیانو له لومو خلاص او بیا په خپل وار سره د پاکستاني ترهګرو پر وړاندي جګړې، سر ښندنې او زغم ته ځانونه تیار کړي۰ افغان دولت بېزاوه (مجبور) دی چې د پښتنو له سرښندنې سره سمه غاړه یوسي او له دوی سره هره مالي او ځانې مرسته وکړي، خو په دې آړ چې د پښتنوخوا اوسېدونکي ځانونه پر خپل ټاټوبي افغانستان پورې اړوند کړې او د ککړو پنجابیانو غلامي او بولني ته نور سر ټیټاوی و نه کړي۰

له داسې یوه ملي پښتني پاڅون سره سم به نه یوازې افغان څیرلی ملت راټول او یو شي، بلکې همداسې به د لوېدیزو او کفري ځواکونو له ژغ او سپارې څخه ځان خلاص کړي۰ نه به د پښتونخوا او نه هم د کندهار او هملند بچیان د اور په لمبو کې سوځي او نه به هم دښتې لیلې په وینو سره وي۰

د خپلواک پښتونستان په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more