د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولی دکندهار امنیتی مسوُلین خپله استعفا نه ورکوی؟

ننګيالی زابل
17.06.2008

ولی دکندهار امنیتی مسوُلین خپله استعفا نه ورکوی؟

څومره دشرم دخبره ده چه په یو هیواد کی یو محبس ماتیږی اوټول مجریمین بیله دی چه خپل دکړی جرم مجازات ووینی او په تیښته بریالی کیږی،
دشرم خبره خو څکه ده که مونږ ددی محبس وموقیعت ته وګورو او د ۳۷ هیوادونو خواکونوته وګورو او هغه پرمختللی وسایلو ته وګورو کوم چه ددولت یا دنړیوالو ځواکونو په لاس کی دی، خو په نورو هیوادونو کی چه کله داسی یو پیښه رامنځ ته کیږی مخکی له دی چه خلک دخپل امنیتی ارګانو دمشرانو نه داستعغا غوښتنه وکړی دغه مشران خپله استعفا ورکوی اوځان دخپلو خلکو او قانون په وړاندی دروی او خپل برخه لیک خپل قانون ته سپاری،
اوس نوتاسو قضاوت وکړی چه دا محبس په کومه ساحه کی موقیعت لری ، دا محبس دکندهار دښار د۶ ناحیی دسرپوزی په سیمه کی دکندهار هرات پرلویه لار پروت دی چه دمحبس ته نژدی د ۲ یا ۳ کلومتری کی مختلفی امنیتی پوستی او قرارګاه وی پرتی دی، نو سوال دادی چه څرنګه په دومره زیات شمیر کی مسلح کسانو ودی محبس ته ځان ورسوی ایا دامسلح کسان داسمان نه دمحبس په سیمه کی راکښته شول او که دا کسان جادګران وه چه تاسو نه لیدل چه دوی دراکټونو ،کلاشینکوفونو سره دسلګونو په تعدادکی وښار ته داخلیدل نو که داخلک نه داسمانه راکښته سویدی اونه هم جادوګران وه نو بیا دکومی لاری ومحبس ته ورسیدل که دښار دخوانه راځی دمحبس په لور نو دډنډ پرچوک دمحبس نه دیو کلومتر په فاصله کی امنیتی پوسته پرته ده ، که دهرات دخوانه راځی نو دمحبس نه د۲ کلومتره په فاصله کی دجندرما لیوا پرته ده ، که دزاړه ښار دخوانه راځی دمحبس نه د یوه کلومتر په فاصله کی دزاړه ښار پر سړک د کندهار د ۶ امنیتی حوزی دپولیسو آمریت پروت دی ، که دمیر بازار دلوری راځی هلته هم دامنیتی پولیسو پوسته پرته ده ،که دمحله جات دخوانه راځی هلته هم امنیتی پوستی پرتی دی ،که دمحبس دشا دخوا نه راځی کومه چه دعباس اباد په نامه یادیږی هلته هم امنیتی پوستی شته ،خوخیر یوه هم نه ولیدل ولی چه دا مسلح کسان داسمان نه را کوز شوی وه راځو محبس ته په محبس کی هم په لسګونو پهره داران او ساتونکی موجود وه آیا داټول پهره داران په مرکزی دروازه کی ناست وه؟ دمحبس پرڅلورو کونجونو پاخه او ډبرین برجونه دی او دمحبس لویدیځ کونج کی دسړک خوا ته یوه بله اضافی پوسته وه چه هغوی هم دمحبس دساتنی دنده لرله نو که وسلوالو مرکزی دروازه په بمونو والوزول نو هغه ساتونکی چه دمرکزی دروازی نه لری وه کوم چه دمحبس په څلوروهسکوبرجونو کی ناست وه هغه ساتونکی چه په محبس کی یی دننه دنده لرل هغه اضافی پوسته چه دچاودنی دځای نه لری پرته وه داټول په دغه وخت کی چیرته پټ شوی وه آیا دا دپزی پری کیده نه دی چه ددومره امنیتی پوستو امنیتی وسایلو اوتجهیزاتو او د ښار په منځ کی موقیعت په درلودلوسره یوڅوکسان راځی او دافغانستان دیومرکزی ولایت په مرکزکی یومرکزی محبس ماتوی او ټول خونخواره درنده ګان را ایله کوی؟ چه شاید څه کسان به بیګناه هم هلته بندیان وه چه زما مطلب هغه کسان نه دی ، او یوه بله دشرم خبره خو لا داهم ده چه حمله په داسی وخت کی ترسره کیږی چه دشپی شروع وی بازارونه دخلکو نه ډک وی خلک دماخوستن لمانځه ته ځی او دښار په ګوټ ګوټ کی دډزو اوازونه ترساعتونو پوری اوریدل کیږی او د ملی اردو مشر بیا وایی چه زه پوره یو ساعت وروسته خبریږم دکندهار امنیه قومندانی بیا هم ډیره موده پس خبریږی په دادومره پرمختللی زمانه کی چه په یو تلیفونی تماس سره ددنیا ګوټ ګوټ خبریږی ، دا هم پریږده راځو ناټو او ایساف ته چه وایی مونږ دلته دامنیت دراوستلو لپاره راغلی یو او بی ضرورته وخت کی ددوی دهلیکوپترو او د نوروچورلکو اوازونو خلک دخواږه خوبه ایستلی او دومره ټیټ پروازونه کوی چه ماشومان خو څه کوی غټان هم ددوی دچورلکو داوازونو نه بیریږی ، خو چه په کومه شپه ورته اړتیا لیدل کیدل نو بیا یوه هم په دوربین کی نه معلومیدل ، که په دغه شپه یو څو چورلکی راغلی وای اوکمانډویی عسکر یی په هره هغه سیمه کی کښته کړی وای کوم لورته چه بندیان او وسلوال وتښتیدل اول خو دسپوږمی شپه وه هرڅه دلری نه معلومیدل او بیا که په کومه سیمه کی تیاره وای هلته یی روشندازونه غورځولی وای او دملی اردو او ملی پولیسو سرتیرو ټولی دوتلو اوننوتلو لاری محاسره کړی وای ایا دا به شونی وا ی چی ټول بندیان او وسلوال په تیښته بریالی شوی وای ، په پښتو کی یو متل دی چه وایی جنګ سوړ سو میری تود سو ، نو اوس چه هغوی پاکستان ،ایران یا هغه سیمو ته ورسیدل چه هلته تش په نامه ملی اردو یا ملی پولیس سږمی هم نشی ورښکاره کولای دوی یی پلټنه کوی او اوس دبیګناه خلګو کورونه یا موټرونه بمباروی ، ځکه خو وایی چه په آس یی زور نه رسیدی نو پرپالانه یی راواچول .

وشرمیږی چه امنیت مو نشی نیولای ولی بیا پر دغو څوکیانو ناست یاست ، دخدایه وویریږ ی ولی دامظلوم او کړیدلی اولس نور کړوی تاسو خو ښه عصری ژوند لری خو دلته خلګ دماښام په ډوډی پوری حیران دی ، ددی نه ټولی نړی ته دامعلومه شوه چه نه دغه اوسنی پولیس نه اردو او نه دهغوی مشران دخپل وطن سره مینه لری بس په دی فکر کی دی چه څنګه یوه څه خوشمړی پیسی پیدا کړم په هره روا او ناروا لار چه وی او ددی وطن نه پښی سپکی کړم ، اوس که طالبانو ته وګورو هغوی هم ددی خاوری بچیان دی او دهغوی زړورتیا ته وګوری اوستاسو بی غیرتیا ته وګوری چیرته چی ۵ کسه طالبان وی ستاسو ۵۰ کسه وسلوال هغی سیمی ته نشی ورتللای ولی چه طالبان سرتیره دی او هغوی دمرګ پروا نه لری اوستاسو په قول چه په دغو طالبانو کی پاکستانی پنجابیان هم شته نوبیا تاسو څنګه پښتانه یا افغانان یاست چه پنجابیان ستاسو نه دلاوره دی او هغوی دخپل سر نه تیریږی ستاسو په ملک کی او تاسو په خپل ملک کی دسر نه نشی تیریدلای نو دا معلومیږی چه تاسو دخپل هیواد سره نه بلکی دخپلو شخصی ګټو سره مینه لری ، رشوت او اداری فساد خپلی انتها ته رسیدلی دی او ددی مسوُلیت هم ددولتی چارواکو په غاړه دی ولی چه داسی معاش خپلو مامورینو اوښونکوته ورکوی چه په هغه باندی خو دیوډیری کوچنی کورنی دوچی ډوډی مخه هم نه نیول کیږی ، په محکموکی عادلانه پریکړی نه کیږی قاضیانو اوڅارنوالانو صاحبانو خو درشوت راټولو لپاره داسی مټی رانغښتی دی چه که یو سړی لس بیګناه کسان هم وژلی وی خو پیسی ولری او دوی ته پیسی ورکړی بیا خیر خیریت دی نه تا کړی نه ماکړی او که کوم یو غریب چه دوی ته پیسی نشی ورکولای نو هغه که بیا پرسړک باندی پرچپه لاس باندی باسیکل تیرکړی وی نو باید یو پنځه کاله خوسزاشی.

بس اخیری خبره می داده چه هرهغه څوک چه ددی هیواد بچی وی او ددی هیواد دسوکالی لپاره کار کوی الله دی توفیق ورکړی الله دی کامیابه کړی ، اوهرهغه څوک چه ددی هیواد په خرابی خوشحاله وی الله دی دین او دنیا دواړه ورخطا‌ء کړی.
http://www.benawa.com/kandahar.php?id=18979


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more