نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کارپوه صاحب ته څو يادونې
ننګيالی زابل
17.06.2008
کارپوه صاحب ته څو يادونې
دحافظ سعيد په قلم
بسم الله الرحمن الرحيم
دروان ميلادي کال دمي دمياشتي پر١٧مه نيټه، دمصردشرم الشيخ په تفريح ځاي کښي،دمنځني ختيځ داقتصادي ودي اوپرمختګ په هکله په جوړه شوي دري ورځنۍ غونډه کښي، دحامدکرزي ګډون اوهلته دامريکادجمهورئيس(بُش)،دمصرد جمهوررئيس (حسني مبارک)،دپاکستان دصدراعظم(يوسف رضاء ګيلاني)اونوروعربي مشرانو سره په ليدنه ،کتنه باندي د امريکاږغ (اشناراډيو) دخبرو اترو پروګرام همدي موضوع ته ځانګړي کړي ؤ.دپروګرام کوربه "مير ويس حميدي"،ميلمانه ورسره دکرزي وياند"همايون حامدزاده"اوپه امريکاکښي داوهايودپوهنتون استاداودمنځني ختيځ دچاروکارپوه ډاکټر"عالم پايند" ؤ،مګر دکرزي وياند"حامدزاده"حاضرنه شواوښاغلي عالم پايندپوښتنوته ځوابونه ويل .
لومړۍ پوښتنه دپروګرام کوربه، حميدي مطرح کړه:
پوښتنه : پا يند صاجب! تاسوته بهتره معلومه ده،چي په امريکاکي ډيرخلک انديښنه لري چي له افغانستان سره زموږله ډيرو مرستوسره سره، بياهم هلته ورځ تربلي بي امنيتي،مخدره مواد،غلاوي اورشوت زياتيږي اوحتي مخالفين لاپسي غښتلي کيږي؟
جواب : داسى هم نده چي په افغانستان کښي هيڅ نه دي شوي،دوي لويي جرګې جوړي شوي،دولسمشري اوپارلمان ټول ټاکني ترسره شوي،اساسي قانون جوړشو،لويي لاري جوړي شوي،ښوونځي بيرته فعال شول،افغانستان اوس دطالبانودوخت افغانستان نه دي. هغه مهال خوافغانستان هيواد نه،بلکي يوه ساحه وه،ددولت ددري ګونوقواووڅخه يوه هم موجوده نه وه.
دمخلص په نام يوه اوريدونکي پوښتنه وکړه ،چي دطالبانوپه وخت کښي ښه حکومت ؤ،ښه امنيت ؤ،غلاوي نه وي،رشوت نه ؤ. خومتاسفانه چي ددي خبروڅخه وروسته دمخلص صاحب تيليفوني کرښه غوڅه شوه.عالم پايند"دغاړي په تازه کولوسره"جواب ته ځان چمتوکړ اوويي ويل: طالبانوبه په عام محضرکښي دخلکولاسونه،پښي اوسرونه غوڅول،هغوي به يي غرغره کول،په خلکوکي يي ترهه خپروله،يوڅومدرسي يي جوړي کړي وي،لومړي يي پښتانه بي وسلي کړل،ځکه چي ددوي په ضديي پاڅون کاوه،واک اواختياردالقاعدي سره ؤ،نورهيڅ هم نه وو،افغانستان هيواد نه، بلکي يوه ساحه وه.
په افغانستان کښي دطالبانودحکومت څخه دمخکي حالاتو څيړني اوشنني ته ځکه اړتيانه ليدل کيږي،چي ټو پکيا نو په لويو لارو پوستي جوړي کړي وي،په رڼا ورځ به يي نه يوازي دهيوادوالو پرځان ،مال،عزت اوناموس تيري کاوه، بلکي د ښځو د تيانو پري کول،دخلکوپه سرونوکښي دميخونو ټک وهل او دمړو نڅول، هغه ورځنۍ پيښي وي ،چي زه فکرنه کوم،چي څوک دي ورباندي خبرنه وي .
دامريکاميشت افغان(په اصطلاح)دمنځني ختيځ دچارودکارپوه"عالم پايند"دغونامعقولواوبي بنسټو څرګندونو (اوتو،بوتو) ته په پام سره دهغه څخه څوپوښتني :
ايادټوپک سالارانوشړل اودوسلوټولول دافغان مظلوم ملت ارمان نه ؤ؟
اياطالبان هرولايت ته دورتګ په مهال، دولسي خلکولخواپه پراخ هرکلي نه بدرګه کيدل؟
الله تعالى (ج)په خپل کلام، قرآن عظيم الشان کښي فرمايي :
(يايهاالذين امنواکتب عليکم القصاص في القتلى ... الخ )
ژباړه :اى هغوکسانوچي ايمان مو راوړي دى "اى مؤمنانو"فرض کړى شوي دي،پرتاسي باندي قصاص(برابروالي)په وژل شويوکښي(که عمداًوي) "سورت البقره ١٧٨"
(ولکم فى القصاص حيوة ياولي الالباب لعلکم تتقون) "سورت البقره ١٧٩"
اوتاسى لره په قصاص کښي "لوى"ژوندون دي،اى دعقلونوخاوندانو!ددي لپاره چي تاسى ځان وساتي"له ناحقووينوڅخه ."
اياښاغلي پايند! پورته مبارکواياتونوته په پام سره، قصاص اوحدودجارى کول"لاسونه،پښي اوسرونه پرى کول اوغرغره کول" دالله تعالي (ج)حکمونه دي ،که دطالبانوترهه؟
ايادعاليقدراميرالمؤمنين په يوه فرمان په ټول هيوادکښي تارياک بندنه شول؟
ايادملامحمدعمر"مجاهد"په يوه فرمان به دلوړپوړو چارواکو تقرراوتبديلي نه کيدله؟
ايادعلماوو(اهل حل وعقد)شوري ټولي پريکړي نه تصويبولي ؟
ايايوه ازاده، پراسلامي قوانينومتکي قضائيه قوه موجوده نه وه ،چي الهى حدودبه يي ان پرحکومتى چارواکوهم تطبيقول؟
اياطالبانوافغانستان دحتمي تجزيي څخه خلاص نه کړ؟
اياطالبانودهيوادپر"٩٥"فيصده خاوره حاکميت نه درلود؟
ايادطالبانودحکومت په ټوله دوره کښي،کوم بهرني مجا هد (د القاعدي غړي)کومه رسمي دنده ترسره کړي اويايي دکوم افغان کورتلاشي کړىدي ؟
ايادصليبي اشغالګروقواوودبي ٥٢ډوله الوتکواوکروز توغنديووتروزرولاندي،تش په نامه لويي جرګي کوم تار يخي، سياسي اوټولنيز ارزښت درلودلاى شي؟
اياپرلويولارودخلکوپه زوره راکښته کول ،له خوښي پرته يي، دنوم ليکني (ثبت نام )کارډورکول،په روغتون کښي دنوم ليکني کارډڅخه پرته دناروغانو نه داخليدل،دنوم ليکني کارډ دنه درلودلو په جرم دشديدوناروغانوخارجيدل اوان په ښارونوکښي دهيوادوالودګرځيدوراګرځيدوپرمهال،دنوم ليکني کارډدنه موجوديت په صورت کښي بنديانيدل،داپورته"مشت نمونۀ خروار"بيلګوته په کتلوسره،اياموږمنتخب ولسمشراومنتخب پارلمان لرو؟
ايادبيارغوني ترنامه لاندي صليبي يرغلګروپه دا اوه کلنه موده کښي،حتي يوه کارخانه جوړه کړي ده،چي لږترلږه دزروتنوبي وزګاره هيوادوالوديوي ګولي ډوډۍ ګټلوسرچينه وي ؟
اياهره ورځ مونږ دصليبي وحشي قواووله لاسه دلسګو نو هيوادوالو دشهادت ،ژوبلولواوبنديانولوشاهدان نه يو؟
اياهره شپه يرغلګرځواکونه، داسلامي اوافغاني عنعناتو او دودونوپه خلاف، دکړيدلوافغانانوکورونه نه پلټي؟
اياپه ټوله نړۍ کښي ديومنتخب ولسمشربهرني ساتونکي ښودلاي شي؟
ايادښاغلي پايندپه اصطلاح (دمنتخب ولسمشر)فرمان کابل څه،ان دارګ په ګاونډکښي چليږي؟
اياډيرځله مودماشوم تښتونکو،لاره وهونکواوقاتلانو دنيولواعلانونه اوبيابيرته ژرترژره دخوشي کيدلوخبرونه اوريدلي نه دي؟
ايامنتخب پارلمان مويوه ورځ دهيواد دخپلواکۍ اودولس د ارامي په هکله بحث کړي دى؟
دهمدي پارلمان ديوي مشهوري غړي "ملالۍ جويا"هغه څرګندوني رايادي شوي، چي ويل يي: ددي پارلمان نه غوجله ځکه ښه ده،چي په غوجله کښي خر،اس اواوښ څري،چي لږترلږه خوخلک و رباندي سپريږي اوبارونه پري وړي ،راوړي .
خلاصه داچي،طالبانودستراوځواکمن څښتن تعالى (ج)په مر سته، دخپلوسرونوپه قربانيواودملت دغوڅ اکثريت په ملاتړ، د هيوادپر"٩٥" فيصده خاوره دځوريدلوهيوادوالو،يونيم مليون شهيدانو،کونډواويتيمانودارمانونوممثل بشپړاسلامي،ازاد، يوموټي اومرکزي امارت قايم کړ،چي پدي تروږمۍ ځپلي خاوره کښي د داسي ځلانده لمردراختلوساري ان دپيړيوراهيسي نه ليدل کيږي،چي دانصاف،امن،سوکالي،ازادي،صداقت اوامانت روښانه پلوشي يي پرټول هيوادخپري شوي اودهيواد د خپلواکي اوازادي دښمنان يي د"شب پرکانو"په څيرپه توروشپوپسي په تيښته مجبورکړل .
هاي افسوس! چي د"٢٠٠١"کال دسپټمبرد"١١"مي نيټي دپيښي په بهانه، نړيوال صليبي استکبارداسلامي امارت ديومخيزي نا بودي په تکل، پرافغانستان يرغل وکړاودسګشويانو،ټوپک سالارانواوکمونستانوڅخه يي يوه داسي ګډوله (اداره) رامنځته کړه،چي دافغانانودهراړخيزي تباهۍ ترڅنګ يي مذهبي،قومي،سمتي اونژادي تعصبونه هم راپورته کړل،مګرله نيکه مرغه افغانان ددوي په شومواهدافوښه خبر شول اويوځل بيايي دخپلونيکونو او پلر ونوپه څير،توري دتيکوڅخه راويستلي اوداسلام اووطن په د ښمنا نويي هغه کاني وکړي، چي هغه دچا خبره، دوتلولاري يي ځني ور کي کړي .
http://www.alemara.110mb.com