د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

رښتیا رښتیا اودروغ دروغ

اور- بل
11.06.2008

له هر محترم لوستونکي نه درې تَلسټې پوښتنې :

هسې خو ماته انسان یوبرابر او مساوي بریښي ، ولې دا خبره تر کومه ځایه حقیقت لري؟ نو رښتیا رښتیا اودروغ دروغ ګرانه، ته راته صاف او رښتیا ووایه :
آیا دا منې او پخپله  تاته  یو افغان او پنجابی ، حلالي او حرامي، هندو او بی دینه سره یوشي او برابر دي ؟؟؟ که نه وي دلیل دې څه دی؟؟؟؟


Ghairat
11.06.2008

ټک مې دې پرې تیر وي، خو پوښتنې به رانه ځکه نه کوئ چې دا يواځې داند او فکر خبره نه ده،بلکې احساس هم په کې دخیل دی :
ماته د افغاني وطندوستۍ( پاتریوتیزم ) او اسلام پالنې له امله هر بل مسلمان تر پنجابي ،اوهر بی دینه افغان تر هندو ښه او تر [color=white:26836fffe3]پنجابی بیا هم بتر [/color:26836fffe3]ښکاري ! خو که پنجابیان زمونږ وطن پښتونستان په مونږ وسپاري او بخښنه هم وغواړي د مسلمان ګاونډي ورور په توګه به هغه ناز ورکړم چې احمد شاه با با ورکړی و . په دې اړه پوښتنه نه ، خوڅه اندکتنه لرئ ؟


ډاکتر څپاند
11.06.2008

غيرت صيب ستاسو نظر دوياړ او احترام وړ دی٠
په رښتيا هم هرڅوک چه ځان افغان ګڼی نو ځما دسترګو تور او تر هر چا راته 
ګران دی٠زما افغان کاپرپر هر غیر افغان په زرګونو واره شرف لری او ځما د افتخار وړ دی٠


..Ahmadzai
11.06.2008

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

[quote:a4314b8135] زما افغان کاپرپر هر غیر افغان په زرګونو واره شرف لری او ځما د افتخار وړ دی٠[/quote:a4314b8135]

بي اصافه :كافر كافر وي اګر كه ستا ورور هم وي, خو كه طاقت دي نه كيږي صفاپه ډګر ووايه چې له إسلام څخه تير ېې خو له افغانيت نه نه تيريږې.
افغان او إسلام سره تړلي كافر افغان نشي كيدلى, د كافر سويه او مرتبه له حيواناتو ځناورو او څارويو څخه هم ښكته ده.
خداى دې افغان داسې نه سپكوي او نه شرموي چې څاوروي په مرتبه او سويه كې ترې لوړ وي
پنجاپيانو كې خو لا إنسانان او مسلمانان سته, اګر كه اكثريت يې بې دينه بيغيرته خلك هم دي.
خذلت أبا جهل أصالته ***** وبلال عبد جاوز السحبا

[color=darkred:a4314b8135]قال الله تعالى : (فإذا نفخ في الصور فلا أنساب بينهم يومئذ ولا يتساءلون )[/color:a4314b8135]

[color=green:a4314b8135] وفي الترمذي عن ابن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلّىالله عليه وسلّم خطب بمكة فقال : يا أيها الناس إن الله قد أذهب عنكم عُبِّيّة الجاهلية وتعاظمها بآبائها ، فالناس رجلان : رجل برٌّ تقيٌّ كريم على الله ، وفاجرٌ شقيٌّ هيّنٌ على الله ، والناس بنو آدم ، وخلق الله آدم من تراب ،[/color:a4314b8135] [color=darkred:a4314b8135]قال تعالى : ( يا أيها الناس إنّا خلقناكم من ذكر وأنثى وجعلناكم شعوبا وقبائل لتعارفوا إن أكرمكم عند الله أتقاكم إن الله عليم خبير ) .[/color:a4314b8135]
[color=#444444:a4314b8135]قال الله تعالى (( يا ايها الناس اتقوا ربكم واخشوا يوما لا يجزي والد عن ولده ولا مولود هوجاز عن والده شيئا )).[/color:a4314b8135]
نو محترمو وروڼو خويندو بهتري په تقوى كې ده نه په نسب كې, بلال رضي الله عنه تور حبش غلام وو او هشام إبن الحكم (ابو جهل) د قريشو خان او سيد وو, راځۍ تاسې پرې حكم وكړۍ چې دوۍ كې كوم يو بهتر او ښه سړى وو.
په درنښت
احمدزى


Ghairat
11.06.2008

سپاند صيب ته سلامونه !
تاسو زما ليکنه يوځل بيا وګورئ، هلته يوه جمله نږدې دغسې وه:
[color=yellow:359065b011]ماته ... ..هر بی دینه افغان تر هندو ښه او تر پنجابی بیا هم بتر ښکاري ، خوهربل مسلمان تر پنجابي غوره ګڼم ![/color:359065b011]
هوکفرا واسلام دهر چا خپل دي، خو ددواړوتر منځ دبي تفاوتۍ څرګندونه د منلو وړ نه ده . که ستاسو په څېرهر افغان ته افغان مهم واي، يقينأ نه به يي د شوروي اونه به يې د پاکستان سره دافغانانو په سر ونو سودا اوتجارت کړي واي. خوافغانيت چاته هم مطرح نه و . په دې نيمګړتيا کې اسلامي عقيده دتل په څېر يواځينۍ پانګه وه چې په زور او برکت سره يي افغان ولس د شوروي غوندې لعنتي زبر ځواک په ګنډو کړ .


Re: رښتیا رښتیا اودروغ دروغ

mehman
11.06.2008

[quote:4ae6b318e4="غوټۍ وربل"]له هر محترم لوستونکي نه درې تَلسټې پوښتنې :

هسې خو ماته [color=blue:4ae6b318e4]انسان[/color:4ae6b318e4] یوبرابر او مساوي بریښي ، ولې دا خبره تر کومه ځایه حقیقت لري؟ نو رښتیا رښتیا اودروغ دروغ ګرانه، ته راته صاف او رښتیا ووایه :
آیا دا منې او پخپله  تاته  یو افغان او پنجابی ، حلالي او حرامي، هندو او بی دینه سره یوشي او برابر دي ؟؟؟ که نه وي دلیل دې څه دی؟؟؟؟[/quote:4ae6b318e4]

بلی اگر از درجۀ انسانیت نزول نکنیم من در آغاز همه را یکسان دوست دارم ! خوب هر طایفه خوب است و بدش بد! یک حرامی چه گناه کرده که حرامی به دنیا آمده است؟
این تصادف است که یکی به حیث افغان یا مسلمان و دیگری به حیث هندو و غیره تولد میشود!

بنی آدم اعضای یکدیگر اند
که در آفرینش ز یک گوهرند

چو عضو بدرد آورد روزگار
دیگر عضو ها را نماند قرار

تو کز محنت دیگران بی غمی
نشاید که نامت نهند آدمی

با تقدیم حرمت



ع کريم حليمي
12.06.2008

درنو او مکرمو خويندو او وړونو 
تاسو ټولو ته پتمني غوټۍ وربل ،غيرت صاحب ،سافي صاحب ،جلال احمدزي
او مېلمه مهمان ته خپل سلامونه وړاندي کوم السلام عليکم و رحمه الله 

خورکۍ بيا دي شور ولټاوه او ځوانان دي تاوده ،سره، او شنه کړه ، او په داسي 
کښي چه طبيعت هيڅ وخت mass production ندۍ کړی ! دا يوازي د انسان 
پر کمزورۍ دلالت کوي چه  توليد mass production وي 
دا طبيعت دې چه هيڅ وخت ئې داسي څه ندي خلق کړي چه يو د ها،بل سره 
مساوي وي ٠ 
ستاسو لکچي له ياده وتلي چه : په طبيعت کښي مساوات نسته 
 [quote:af46267b1c]هسې خو ماته انسان یوبرابر او مساوي بریښي [/quote:af46267b1c]
خير ! بيا به هم دا و مونږ لوستونکو ته واضح که چه له کومي نګاه 
که له حقوقو خبره وتلې وي ، هيڅ شئ د بله سره مساوي نشته پر دې ليدلو 
عالميانو کښي !
که خبره د حقوقو وي نو کندهاري خره ،  هم يو معين حقوق لري ، او کافر خو 
فها 
او دا ستاسو نص چه مۍ هر څه سره راواړاوه او پرله پورته کښته مي کړۍ 
نص دي سم نه رامعلوميږي ، نص دي لږ طويل دۍ ، نو له ټول نص څخه مي 
دايوه جمله درته راوايستل 
د ګونګو ليکنو دمتن مفهوم همېشه د ليکوال په بطن کښي وي ، نو مشکله ده 
چه ما غوندي او ډوَلْ سړي دي ستاسو په مطلب ښه پوهېدلی وي 

په ډېر درنښت او حرمت 
 


larghonay1
12.06.2008

سلامونه!
غوټۍ خورې تاسو دوه سره جلا موضوعګانې بحث ته وړاندې كړي دي. د اصل له مخې ټول انسانان سره برابر دي . ځكه په ټولو يو ډول خدايي احكام فرض دي خو دا چې ځينې يې مني او ځينې يې نه مني دا جلا خبره ده.
همدا راز هر انسان پر بل حقونه لري خو د كافر او مسلمان د حقونو تر منځ توپير شته ځكه چې د هغوى د عقيدو تر منځ توپير دى. كه مسلمان ومري پر بل يې جنازه حق ده خو د كافر جنازه خو هسې هم ته پوهېږې...
كه دا بحث يو څه عاطفي وڅېړو نو بيا د كافر او مسلمان توپير نشته ځكه كه مونږ په دې عقيده و اوسو چې كافر به د قيامت په ورځ د اور په لمبو كې وي نو تاسو فكر وكړئ كه په همدې دنيا كې ستاسو پر وړاندې يو سپى په اور كې ولوېږي په زړه به مو څه تېرېږي؟ همدا راز كه يو كافر انسان د قيامت په ورځ جنم ته ځي نو له مسلمان څخه پوښتنه كېږي چې دعوت دې ولې ورته نه ؤ كړى.
همدا راز په اسلامي احكامو كې هم كه په يو اسلامي هېواد كې كافر هم مېشت وي نو هغوى خپل انساني حقونه لري.
خو په نژدې والي كې روښانه ده چې مسلمان بل ته تر كافر ډېر نژدې وي ځكه كه د يو چا دوه ملګري يا شريكباڼي وي چې يو يې كافر وي او بل مسلمان نو له كافر شريكباڼي سره يوازې د انسانيت او شراكت رشته لري خو د مسلمان سره د انسانيت، شراكت او اسلاميت رشته لري چې هغه د چا خبره مسلمان تر كاپر به دى.
يانې ښه او غوره دى.
خو زما په نظر له نيمچه او ناپوه مسلمان څخه چې نه په خپله ګټه او تاوان خبر وي او نه د بل تر دې بيا كافر ښه دى ځكه مونږ يې په لار او لور پوهېږو او خپله لار ورسره معلومولى شو.
په درنښت ستاسو لاروى


Re: رښتیا رښتیا اودروغ دروغ

jakarr
12.06.2008

[quote:ef01f3e75d="غوټۍ وربل"]له هر محترم لوستونکي نه درې تَلسټې پوښتنې :

هسې خو ماته انسان یوبرابر او مساوي بریښي ، ولې دا خبره تر کومه ځایه حقیقت لري؟ نو رښتیا رښتیا اودروغ دروغ ګرانه، ته راته صاف او رښتیا ووایه :
آیا دا منې او پخپله  تاته  یو افغان او پنجابی ، حلالي او حرامي، هندو او بی دینه سره یوشي او برابر دي ؟؟؟ که نه وي دلیل دې څه دی؟؟؟؟[/quote:ef01f3e75d]

بانوی گرامی را سلام واحترام،
بجواب سوال شما باید بگویم که با حرفهای آقای مهمان کاملا موافقم،البته با اضافه ی چند :

پنجابی وافغان برایم منحیث افراد تفاوت ندارند و بمثابۀانسان دارای مقام مساوی اند، البته در آمیزش انفرادی اشکار خواهد شد که چقدر باهم ساخته و بافته می توانیم، این خصوصیت های فردی او (ما) ست که درجه ی شخصیت را تعیین می کند، نه خصوصیت اتنیکی، هکذا حلالی وحرامی، این دیگر یعنی چی؟ ا
گر او آدم نیک کردارو یا مثلا دانشمند، هوشیار ، هنرمند ، داکتر وغیره باشد؟ واگر منظور شما این باشدکه وی هیچ چیز دیگر نباشد وتنهاحرامی باشد، من تصور اینچنین یک موجودی را اصلا کرده نمی توانم و اگر هم باشد، این خصوصیت وی برای من هیچ دلچسپی نخواهد داشت .
هندو و مسلمان هم همینطور، این مسلمان می تواند میرزا غالب و میرزا بیدل و یا خوشحالخان باشد که طبعا اوصاف دیگری شخصیت ایشان را تمایز میدهند و من ایشانرا دوست دارم و یا هم مثلا این مسلمان می تواند اسامه بن لادن، الظواهری و .... باشد که ازشان نفرت دارم . بهمین ترتیب آن هندو میتواندگاندی،نهرو، موکیش و یا جگجیت سنگ باشد که ارزش های خودرا دارند - بنا ، من طرفدار برخورد انفرادی با انسان مشخص می باشم و میکوشم از کلی سازی وبه اصطلاح همه را در یک دیگ جوشاندن ابا ورزم .

مسئله ی در نظرداشت منافع ملی(جیوپولیتیک، سیاسی، اقتصادی، فرهنگی ) با این یا آن همسایه ، کشور و ملیت چیزی دیگر یست که از نظر من با این سوال رابطه ی مستقیم ندارد.

با عرض حرمت


رښتینی
12.06.2008

که زموږ کوم ملګري دهندوانو ياپنجابيانو په ويب سايټونوکي
برخوال وي مهرباني دي وکړي دغوټۍ خور پوښتنه دي هوري هم
وړاندي کړي بيابه زموږ ، هندوانواوپنجابيانونظريات غوټۍ ته
په لاس ورکړو هغه دي بيا دا نظريي په کوم امريکايي يا فرنګي
ويب کي مطرح کړي اوله پايلي دي موږ هم خبرکړي :) :)

[code:1:6c674fa074]له هر محترم لوستونکي نه درې تَلسټې پوښتنې :

هسې خو ماته انسان یوبرابر او مساوي بریښي ، ولې دا خبره تر کومه ځایه حقیقت لري؟ نو رښتیا رښتیا اودروغ دروغ ګرانه، ته راته صاف او رښتیا ووایه :
آیا دا منې او پخپله تاته یو افغان او پنجابی ، حلالي او حرامي، هندو او بی دینه سره یوشي او برابر دي ؟؟؟ که نه وي دلیل دې څه دی؟؟؟؟[/code:1:6c674fa074]


و.افغان
12.06.2008

[quote:bfd9087e6d="حامد"]که زموږ کوم ملګري دهندوانو ياپنجابيانو په ويب سايټونوکي
برخوال وي مهرباني دي وکړي دغوټۍ خور پوښتنه دي هوري هم
وړاندي کړي بيابه زموږ ، هندوانواوپنجابيانونظريات غوټۍ ته
په لاس ورکړو هغه دي بيا دا نظريي په کوم امريکايي يا فرنګي
ويب کي مطرح کړي اوله پايلي دي موږ هم خبرکړي :) :)
[code:1:bfd9087e6d]له هر محترم لوستونکي نه درې تَلسټې پوښتنې :

هسې خو ماته انسان یوبرابر او مساوي بریښي ، ولې دا خبره تر کومه ځایه حقیقت لري؟ نو رښتیا رښتیا اودروغ دروغ ګرانه، ته راته صاف او رښتیا ووایه :
آیا دا منې او پخپله تاته یو افغان او پنجابی ، حلالي او حرامي، هندو او بی دینه سره یوشي او برابر دي ؟؟؟ که نه وي دلیل دې څه دی؟؟؟؟[/code:1:bfd9087e6d][/quote:bfd9087e6d]

ډیره ښکلې تبصره !
ګران حامد صاحب! ډیر دې وخندولم.
:lol: :lol:

.


pattang
12.06.2008

ټول چېټي لګيا يې داشغالګرو په هکله او دهغوی د مخونو او دکرزي نولي ،
دجنګي جنايتکارانو، په څېزايې کوروپت رژيم اود ګوډاګېو پرمخونو ولې تبصرې
نکيږي چې هندوان او پنجاپيان او نور مو راګير ګړي دي٠
زه دهغو خلکو مخ نشم ليدی چې زما وطن يې اشغال کړی دی او د هغوی ناولی
مخ نشم ليدی چې اشغالګروته مخبري کوي او امرونه يې په ځای کوي او يا يو
ځای کار ورسره کوي٠



ع کريم حليمي
12.06.2008

مکرمي خورکۍ بيا مي سلامنه ومنه !
[quote:82b6f20047] حلالي او حرامي، هندو او بی دینه سره یوشي او برابر دي ؟؟؟ که نه وي دلیل دې څه دی؟؟؟؟[/quote:82b6f20047]
حلالونی يعني حلالي او حلالي په منعا د يو تشريفاتي او شريف شخص چه
 غل هم نه وي ،په مقابل کښي ئې بل ته چه ادب نه لري او تشريفاتي بېخي 
له لوړه سره نه وي او غل هم وي دې شخص ته بيا حرامي ويل کيږي 
تاسو د دې دوو خلکو ترمنځ فرق نسۍ کولی ، او که مو غوښته چه بحث پر 
وکړۍ ؟؟
پاته سوه خبره د هندو او بېدينه :د دې دوو تر منځ هم د چين ديوال ولاړ دۍ 
اسماني اخلاق هم بېدينه ښه نه ګڼي ، او د سړک او کوڅو اخلاق هم بېدينه 
ته ښه نوايي ، له بازاره وځه او ووزه خو له نرخه مه وزه 
هو ! طبعا به يو 15 % خلک وي چه له نرخه به وتلی وي ، بېدينه به ښه ګڼي 
خو دا ١٥ بيا پخپله هم بېدينه دي ، غله څه کوي خپل ملګري زياته وي 
نوربه بيا سره ګډيږي  که رب غوښته او که ژوندي وو د خيره 
په درنښت  


sabawoon azadkhial
13.06.2008

زه د مهمان او جکړ د ليکنو سره همنوا يم او وايم انسان انسان دی او بايد انفرادي ورباندې قضاوت وشي. يو بې دينه سل برابره ترهغوديندارو چې د منافقت ږيرې لري او دزرګونو شريفو مسلمانو وطنوالو ويني يې توی کړي غوره دی. که څوک بې دينه دی نو کيدی شی چې په کومه بې دينه کورنۍ کې پيداشوی وي نو داخو دهغه ګناه نه ده. خدای پخپله هغه خلق کړی دی. دمثال په ډول که کوم يوبې دينه روسی په کوم لابراتوارکې ناست وي، داسې درمل جوړوي چې نن زما اوستا ناروغان پرې رغيږي ولي بايد موږ ته د ملاعمر، ملا ګلبدين ، ملا رباني، مسعود، دوستم او داسې نورو څخه چې درغولو پرځاي دوژلو مسلکيان دي نژدي او غوره نه وي. ترهغه ځايه چې په ټولنه کې مزاحمت نه ايجادوي او دبشريت په ګټه وي، بې ديني يی له ما پورې څه اړه لري؟؟ تراوسه خوموږ ته دغو ديندارو ژوند دوزخ ګرځولی دی.
که په دي عقيده يو چې خداي د ټولو مخلوقاتو عالم او خالق دی نو بيا خو دانسانانو ګناه نه ده چې يو عاقل، بل کم عقله، يو هندو، بل مسلمان، بل بې دينه او داسې نور دې دنيا ته راوړي. موږ ته بايد ټول يو برابر وي په دې شرط چې یودبل ازادي او حقوق ترپښو لاندې نه کړي . دغه ازادي او حقوق بشري ټولنو د قوانينو او اخلاقو په چوکاټ کې مشخص کړي دي.
مذهبي او نژادي تعصب غيراخلاقي عمل دی او په واقعیت کې غير اسلامي هم دی ځکه دهغه چا په وړاندې مخالفت دی چې خدای په خپله خوښه پيدا کړي دی.


اور- بل
13.06.2008

درنو لوستونکو!
ستاسو له ګڼ ګډون څخه ډیره مننه !
محترمو!
کله چې مونږ انسان تعریفوو نو له ډیرو بیلابیلو اړخونو څخه یې چې یو له بل څخه یېبیلوي مخ اړوو او یواځې هغه اړخونه یې په پام کې نیسو چې سره یوشی ،ګډ او مشترک وي، تر څو په دې ټوګه زمونږ تعریف له هر انسان سره مطابقت ولري !
پر دغه سطحه مې د مهمان صیب له خوا د سعدی صیب وړاندې شوی نظم ډیر خوښ شو.
خو لکه څنګه چې محترم او مکرم استاد حلیمي صیب په ګوته کړې په طبیعت کې هیڅ شی سره مساوي نشته، دا په دې معنی چې له مساوي اړخونو سربیره بیل بیل اړخونه هم لري او له ټولګړتوب څخه بیلګړتوب یا له عام نه خاص ته اوړي!
په دې خاصه(بیلګړې) پوړۍ کۍ افغان پاکستانی ، هندو او مسلمان سره یوشی نه دي، دوی د ټولګړي انسان بیلګړي استازي یا د عام انسان خاص نماینده ګان دي او به همدې ډول فرد فرد بیا ددغو بیلګړو او خاصو انسانانوڅخه په فردي معیارونو سره څه نور هم توپیر یا ځانګړتیا پیدا کوي ۰ نود حلیمي صیب له وینا سره په سمون د ځانګړویاافرادو په توګه انسانان وي که حیوانات او که نور موجودات په خپلو منځو کې سره یوشی نه دي، د خاصو یا بیلګړو په توګه یې ډیر څه سره یو شی او شریک دي ، خو توپیرونه هم لري، ولې د ټولګړو په توګه ټول سره یو شي او هر چیرې یو انسان دی! نو هغه دریځ سم دی چې وايي له کوم کتن ـ ګوډ او زاویې څخه، په کومه سطحه او د کوم اندګور له مخې یوه سکالو څیړل او مطالعه کیږي .
په معرفت او پیژندنه کې د ټولګړتیا، بیلګړتیا او ځانګړتیا دریواړه سطحې اړینې اومهمي دي، که په بیل بیل فرد او ځانګړتیا بسنه وکړو هر څه به مو لیدلي وي خو هیڅ به مو نه وي پیژندلي ! که په ټولګړتیا بسنه وکړو ، پوهه به لرو خوهیڅ تشخیص به په کې نه وي ، تنوع ، رنګونه او رنګینۍ، بیلګړنې او ځانګړنې به نه لري او د چا خبره په هر څه به (د عمومیت ) یوه ماله راکاږو. له دې نه هم څرګندیږي چې د د ټولګړي او ځانګړي تر منځ د بیلګړي خاصه کړۍ په معرفت او پیژندنه کې ډیره مهمه ده چې دواړه سره هم وصلوي او هم یې توپیروي!
دا په داسې حال کې ده چې ددریواړو کړیو اړاو تړاو پیژندلو ته معرفت وايي او که زمونږ او ستاسې حکم او قضاوت دریواړه اړخونه سره په اړاو تړاو کې تفکیک او پیژندلي وي سم قضاوت به مو کړی وي!څکه هر مشخص شی ، موجود او سکالو دریواړه اړخونه لري، او ددریواړو اړخونو په درلودلو سره بډای او غني وي ، لږ ټولګړي، ښیسته ښه بیلګړي او تر ټولو زات ځانګړي اړخونه لري او د پیژندنې په عملي او تیوریک بهیر کې باید مونږ د ټولګړتیا له مجرد او سپیره ډډ او ساقې له له اړخ څخه د بیلګړتیا خاصو پاڼو او ښاخونو ته او له هغه ځایه د ځانګړتیارنګینو ګلونو او خوندورو میو ته ور پورته شو نوپه دې ډول به مو د پیژندنې د هرې سکالو ونه او بوټی په بشپړ ډول خپل کړدی او پیژندلی وي ۰
مونږ دې نتیجې ته رسیږو چې د عام انسان په پیژندنه څه نه کیږي، خو له دې عامې پیژندنې پرته د انسان پیژندنه ناممکنه ، نیمګړې او اوبو وړې ده، مثلآ افغان ، هندو او مسلمان او نور به هیځ معنی ونلري چې انساني مساوات یې ونه پیژندل شي، خوبرعکس ددې اړخ مطلقول او بسنه پرې کول د معرفت او قضاوت په مزل کې د خپلو پښوپریکول او د پیژندنې بهیر قطع کول دي!
ځکه مونږ د افغانانو په توګه خپل ملي مسایل لرو او ایران او پاکستان هم خپل خپل ملي مسایل لري، ددوی او زمونږ هیوادونه بیل بیل او خاص موقیت لري او په یوه منطقه کې ګډ او متضاد علایق هم سره لرو چې زمونږ بیلګړتیا په ګوته کوي : دلته نور دا مطرخ نه ده چې پنجابی د انسان په توګه څومره او څشی دی، په هغې سطحه خو

[color=white:8514e6f0a0]بني ادم اعضای یک دیګراند ، پس افغان وهندي ز یک جوهر اند! [/color:8514e6f0a0]

خو ددوه بیلو هیوادونو او دوه بیلو ملتونو په سطحه افغان او پنجابی یوشی نه دی
او دملي حقونو مسله ددوی دخاص افغانی او پنجابي هویت معیار او لاینفک جز دی ! مونږ د پنجاپی سره د خپل افغاني هویت د رسمي پزندنې په سر جګړه لرو:
تر څو چې زما خاوره، زما ولس زما نور افغاني ورونه په اسارت او ولکه کې ساتي، تر هغه پورې زما افغانیت او زما پښتونولي زما د وطن مینه او زما ملي ناموس نقضوي او په رسمیت یې نه پیژني ، نو ځکه زه هم پنجابی زما دخاورې د لاندې کونکي او ځمکني بشپړتیانقضونکی غاصب په توګه پیژنم ! دلته خو به هم ظالم اومظلوم یو شی بلل کفر وي که څنګه؟ مونږ باید د ګاونډیو هیوادونو په توګه یواځې د انسان په توګه نه، بلکې د بیل هیواد او بیل ملت په توګه هم سره مساوي شو، د ظالم او مظلوم تضاد او غیرامساوات له منځه وباسواو دا یواځې د پښتونستان په ازادۍ او تر اټکه د افغاني خاورې د بیرته لاسته راوړلو سره کیږي !
تر هغې پورې افغان مظلوم او پنجابی ظالم دی، او ظالم او مظلوم سره برابر ګڼل
ناممکن دي! نو انسانان تر هخغه وخته سره مساوي دي تر څو چې یو پر بل ظلم نه کوي، په همدې چوکاټ کې هم ددیني او هم فردي حقوقو مساوات مراعات کیدای شي او په همدې چوکاټ کې د پتنګ صیب نیوکه هم حلیدای شي، که پنجابیان پر افغانانو خپل حق وسپاري، بیا به یې ناروا تمه ورکه او د طالبانو له ملاتړ څخه به هم لاس واخلي، بیا به دې ته اړتیا هم نه وي چې پاکستان طالب د مرکزي حکومت او امریکا خپل جنګي جنایتکاران ددغه جګړې ددوام له پآره په قدرت او څوکیو ونازوي!
بیا به په وطن کې نه طالب وي او نه نور جنګي جنایتکاران، او نه هم جنګ جګړه او امریکایان !

ومن الله التوفیق



ع کريم حليمي
15.06.2008

ګراني دانشمندي خور غوټۍ وربل ورسته تر سلام او دعا ، خدای دي وکړي
چه ستاسو په شان  ،معادلي او مشابه نوري خوندي هم راپېدا کړي٠ 
دانشمندي خور !
که ستاسو خوښه وي ، چه د طبيعي مخلوقاتو سره د مساوي  جمله کار نسي 
بهتره به وي چه : شان ، معادل او دمشابه  جملي کار او استعمال سي 
ولي چه: مساوي د نمبرونو لپاره کارول کيږي ٢ + ٤ = ٦ 

په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more