نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بېان ازادي ېو وار بېا د ځوانې وينې باج ورکړ
13م ميلمه
09.06.2008
[color=darkred:62d34f7bbc]محمود کوچى[/color:62d34f7bbc]
له کابله
[color=yellow:62d34f7bbc]د روحاني په مړينه بېلابېل غبرگونونه ښودل شوي [/color:62d34f7bbc]
د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د بي بي سي د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني په مړينه د خبريالانو خپلواکه ټولنو او بېلابېلو دولتي او نا دولتي ادارو د خبر پاڼو په خپرولو سره غبرگونونه په داگه کړي او د هغه وژنه يې د خبريالانو کورنۍ ته ستره ضايعه بللې ده .
دغو ټولنو په افغان حکومت غږ کړى چې په افغانستان کې دې د خبريالانو د خونديتوب لپاره کوټلي گامونه پورته کړي او د پېښې په اړه دې هر اړخيزې پلټنې پيل او عاملين دې يې د قانون منگولو ته وسپاري .
د بي بي سي راډيو د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني وژنې په کور دننه او بهر کې د يو شمېر ټولنو غبرگونونه راپارولي دي .
د خبريالانو د نړيوال مرکز، د خبريالانو د ملاتړ ټولنې، د سوېلي اسيا د خبريالانو ټولنې سفما، د بې پولې ژورنالېستانو ټولنې، د افغان پارلمان يو شمېر غړو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو خبرپاڼو کې د ارواښاد روحاني وژنه په کلکه غندلې او هغه يې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ سره ښکاره دښمني بللې ده .
په کابل کې د خبريالانو د نړيوال مرکز مشر رحيم الله سمندر وايي سره د دې چې تر دې مهاله د ښاغلي روحاني د وژلو پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې ،[color=yellow:62d34f7bbc] خو باوري دى چې په دې کې به هغه وسله والې کړۍ لاس ولري چې د ريښتينو رپوټونو له خپراوي نه په وېره کې دي [/color:62d34f7bbc]:
'' زه فکر کوم چې تر اوسه پورې ځانگړو کړيو او اشخاصو تر دې دمه د دې پېښې مسووليت نه دى منلى، خو يوڅه چې معلوم دي هغه دا دي چې په افغانستان کې داسې وسله والې ډلې شته هغه په دولت کې وي او يا له دولته بهر تل له حقايقو سره مخالفت کوي، هغوى تل د حقايقو د انعکاس پر وړاندې درېږي، ښايي دغه ډول جنايت کاران په دغې پېښې کې ښکېل وي . ''
بل لور ته د خبريالانو د ملاتړ ټولنه سره له دې چې د صمد روحاني وژنه غير انساني عمل بولي، خو وايي چې دغه شان وژنې به د سيمه ييزو خبريالانو په چارو ناوړه اغېز وشيندي :
'' د ژورنالېستانو د دفاع کمېټه د روحاني وژنه چې هر چا تر سره کړې وي ، غير انساني او غير اسلامي عمل بولي ولو که پر هره مفکوره او عنوان ترسره شوى وي هغه غندي، خو زه فکر کوم چې دا به په سيمه ييزو ژورناليستانو منفي اغېزه وکړي او په هغو سيمو کې چې دغه شان گواښونه شته هغوى به له خپله کاره واټن واخلي . ''
دا رنگه د افغانستان د ملي شورا ځينو غړو د روحاني وژنه په کلکه وغندله او د ولسي جرگې د درېيمې ليکې پارلماني ډلې پر حکومت غږ وکړ چې د دغې وژنې عاملين دې ژر تر ژره د قانون منگولو ته وسپاري .
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د خبريال روحاني په وژنه غمرازي څرگنده کړې او ليکلي يې دي چې ښايي په دې کې د هغو کړيو لاس وي چې د قاچاق کونکو او د قانون د دښمنانو لاس وي، د اطلاعاتو او کلتور وزير کريم خرم وايي چې د روحاني په وژنه به د نورو ژورناليستانو غږونه په ستوني کې نه يوازې چې وچ به نه شي، بلکې په باور يې د خبريالانو هڅې به تر پخوا نورې هم گړندۍ شي :
'' موږ ډېر خواشيني يو، او ټولو ژورنالېستانو، ليکوالانو او روڼ اندو ته تسليت وايو، افغانستان په يوه سخته مبارزه کې ښکېل دى، دغه مبارزه بايد په دغه شان اعمالو له منځه ولاړه شي او نه به دغه غږ په مريو کې وچ شي، بلکې دغه مبارزه به نوره هم گړندۍ او د خبريالانو اراده به نوره هم پياوړې کړي . ''
په افغانستان کې د صمد روحاني وژنه لومړۍ نه ده، تر ده وړاندې هم يو شمېر افغان خبريالان د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي، تېر کال په همدغو شپو ورځو کې د يو بل افغان خبريال اجمل نقشبندي سر په هلمند ولايت کې پرې شوى و .
[size=9:62d34f7bbc]ېادونه : له بی بی سی ډاټ کام څخه په مننه - دېارلسم مېلمه[/size:62d34f7bbc]
ډاکتر څپاند
11.06.2008
د هر افغان مړينه ټولو افغانانوته يو ستر ناورین دی،په خاصه توګه د هغو
افغانانو مرګ چه د خپلي پوهی او سواد په جرم وژل کيږی٠
مګر باید چه يوه خبره په ياد وساتو او هغه دا چه د بی بی سی اد ددی په ډول هره
دستګاه دامپریالیزم،استعمار او د غريبو ملکونو دښکيلاک په خاطر کار کوی٠
هر څوک چه پدی ادارو کی پکار بخت دی هغوی د ښکيلاک ګرو نو کران او
جواسيس ګڼل کيږی ٠ د ستروا شخاصو وژل يو تصادفی او ساده کار ندی٠همدا
د ژورناليست تر نامه لاندی جواسيس د ملی او امپريالیزم ضد قوتونو ادرسونه
دBBCاو داسی نورو استخباراتی دستګاهو په وسيله و امپريالزم ته په ګوته
کوی او هغه دی چه ملی عناصر په ډيره بيرحمی سره نابودیږی٠
13م ميلمه
15.06.2008
[quote:d33d36193a="Sapand Safi"]د هر افغان مړينه ټولو افغانانوته يو ستر ناورین دی،په خاصه توګه د هغو
افغانانو مرګ چه د خپلي پوهی او سواد په جرم وژل کيږی٠
مګر باید چه يوه خبره په ياد وساتو او هغه دا چه د بی بی سی اد ددی په ډول هره
دستګاه دامپریالیزم،استعمار او د غريبو ملکونو دښکيلاک په خاطر کار کوی٠
[size=24:d33d36193a][color=yellow:d33d36193a]هر څوک چه پدی ادارو کی پکار بخت دی هغوی د ښکيلاک ګرو نو کران او جواسيس ګڼل کيږی[/color:d33d36193a][/size:d33d36193a] ٠ د ستروا شخاصو وژل يو تصادفی او ساده کار [size=24:d33d36193a]ندی٠همداد ژورناليست تر نامه لاندی جواسيس د ملی او امپريالیزم ضد قوتونو ادرسونه دBBCاو داسی نورو استخباراتی دستګاهو په وسيله و امپريالزم ته په ګوته کوی [/size:d33d36193a]او هغه دی چه ملی عناصر په ډيره بيرحمی سره نابودیږی٠[/quote:d33d36193a]
دو تۀ څه ېايي، يو ور خو يي بېه وګېره، ظليمه!!!!!![size=24:d33d36193a][/size:d33d36193a]