نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان خو وايي: چې دخداي لپاره استشهادي عملیات کوو، نو دا امریکايي فوځیان دڅه لپاره خودکشيانې کوي؟
و.افغان
08.06.2008
طالبان خو وايي: چې دخداي لپاره استشهادي عملیات کوو، نو دا امریکايي فوځیان دڅه لپاره خودکشي کوي؟
دامریکايي فوځیانو په صفونو کې دځانوژنې څلورمه برخه په عراق کې رامنځ ته شوې.
یو امریکايي رپورټ اشاره کړې ده، چې دامریکايي فوځیانو په صفونو کې دځان وژنې کچه تر تیر کال 2006 ۱۳٪ په سلو کې نوره هم زیاته شوې ده.
فوځې چاراکو ویلي دي چې په ځانته ۲۰۰۷ م کال د ۱۱۵ یوسلو پنځلس ځانوژنو شاهد وو، چې تیر کال ۲۰۰۶ م کې ۱۰۳ امریکايي فوځیانو ځانونه له خپله لاسه وژلې و و.
په رپورټ کې راغلې دي، چې دځانوژنو څلورمه برخه په عراقي مناطقو کې واقع شوې ده.
۲۰۰۷ م کال امریکايي فوځیانو ته تر نورو کلونو ډیر سخت وو، او امریکايي قربانیان په دغه کال په افغانستان او عراق کې زښت زیات وو.
دا ځانوژنو دغو متفرقه حالاتو کې هغه حالات هم شمیرل شوې کوم چې دامریکايي فوځیانو په صفونو کې، په فوځې غیر جګړيي ځایونو، او احتیاطي کنډکونو کې پیښ شوې دي.
دځانوژنو حالات دامریکايي فوج په صفونو کې ورځ په ورځ زیاتیږي، له کومې ورځې امریکا په افغانستان اوه کاله مخکې، او پر عراق پنځه کاله مخکې یرغل کړې دی.
احصائیي وايي، چې په ۲۰۰۶ م کال ۱۰۲ امریکایي فوځیانو ځانونه دخپله لاسه وژلې وو، او په ۲۰۰۵م کال ۸۵ امریکايي فوځیانو ځانونه وژلې وو، او په ۲۰۰۴ کال بیا ۶۷ امریکايي فوځیانو خپل ځانونه وژلې وو.
دځانوژنې حالت تیر کال ډیر زیات شول، سره دې چې دامریکي حکومت دامریکايي فوځیانو په نفسي صحت، او عقلي صحت ډیر کوښښونه شروع کړي دي، ځکه چې امریکايي فوځیان دعسکري خدمت دمودې داوږدوالې له کبله تر سخت فشار لاندې راغلې دي.
له هغو تمرینونو څخه چې فوځیان يي په خپلو قرارګاوو کې سرته رسوي، یو خاص پروګرام دې، چې هغه ته دځان وژنې سره دمبارزي نوم ورکړ شوې دي، همدارنګه پروسږکال ټول فوځیان معاینه شول تر څو دهغوي نفسي مشکلات وپيژندل شي.
همدارنګه دامریکي وزارت دفاع له درې سوو څخه زیات ډاګټران ګمارلي دي، کوم چې په عقلي صحت او نفسي مشکلاتو په حلولو کې تخصص لري.
د۲۰۰۲ م کال او ۲۰۰۵ م تر منځ بیا دامریکايي فوځیانو دځان وژونکو شمیره ۱۴۴ ته رسیدلې وه.
http://www.henawhenak.com/board/showthread.php?t=11608