د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستاسې په زړه پورې لېنکونه

ډاکتر وطنمل
08.06.2008

درتولوستونکو السلام علیکم ورحمت الله!

په دې ځای کې هغه جالبې تـڼــۍ (لېنکونه ) ځای په ځای کړئ چې ستاسې په اند یې لوستل اړین ،ګټور وي اوډیر معلوماتي ارزښت ولري ۰


13م ميلمه
09.06.2008

[quote:580873d002="Sapand Safi"]ياره نو څه در ته ووايم، دالينک ته می په ډیر هوس سره سر وواهه که کورم چه د هغی
لوبی ننداره ده چه هند له انګريز نه او افغانانو د انګريزانو د تالې څټو څخه زده کړی٠
دا هيڅکله يوه افغانی لوبه نه وه، زه ئې حتی د يوی دقيقی لپاره هم کتلی نشم٠[/quote:580873d002]

څپاند صافي صېبه،
کومه لوبه (سپورټ ) ستاسو په نظر افغاني ده ، چې مونږ هم پوه شو؟

فټبال (خالصه انګريزي اختراع)، واليبال، باسکټبال، بوکسنګ، کاراټه، او داسې نورې په سلهاوو المپېايي لوبې درواخله.

زما په خېال کرېکټ هم همداسې ېوه لوبه ده، چې زمونږ له بخته افغانان په دې وروستېوکلونوکې په کې تکړه شوي او د ګټلو وېاړ هم رابخښي. له بده مرغه په نورو سپورتونو کې لا تر اوسه نړېوال معېار نشو پوره کولی، نو ولې پرې ( په جرزي کې د کرېکټ د لوبو په اتلوالي) خوشاله نشو؟؟؟

په درناوي


ihtesham
10.06.2008

[quote:3b99274797="Sapand Safi"]ياره نو څه در ته ووايم، دالينک ته می په ډیر هوس سره سر وواهه که کورم چه د هغی
لوبی ننداره ده چه هند له انګريز نه او افغانانو د انګريزانو د تالې څټو څخه زده کړی٠
دا هيڅکله يوه افغانی لوبه نه وه، زه ئې حتی د يوی دقيقی لپاره هم کتلی نشم٠[/quote:3b99274797]

د ده په نيزد د يو بل وژل او سرونه پرېکول هم افغاني او هم اسلامي لوبه ده.


pattang
10.06.2008

تاسې خپلې غرې يوار پاکې کړۍ ، دهغه کار مخنيوی بيا اسانه کار دی٠
د مردارې په ځاله کې خو تاسې ژوند کوۍ، خبره چېرې ده او ته يې کومې خواته
بيا يې ٠

[quote:38e3824656="ihtesham"][quote:38e3824656="Sapand Safi"]ياره نو څه در ته ووايم، دالينک ته می په ډیر هوس سره سر وواهه که کورم چه د هغی
لوبی ننداره ده چه هند له انګريز نه او افغانانو د انګريزانو د تالې څټو څخه زده کړی٠
دا هيڅکله يوه افغانی لوبه نه وه، زه ئې حتی د يوی دقيقی لپاره هم کتلی نشم٠[/quote:38e3824656]

د ده په نيزد د يو بل وژل او سرونه پرېکول هم افغاني او هم اسلامي لوبه ده.[/quote:38e3824656]


ډاکتر څپاند
11.06.2008

پداسی حال کی چه زه شخصا د ډيرو سپورتی لوبو مينوال يم مګر دکريکټ او رګبی
تماشه ماته هيځ خوند نه راکوی٠ دا به شايد د "جينريشن ګيپ"وی٠کله چه ماسپورت پيژندلی نو توپبازی،خوسی،اوبيا واليبال ،باسکتبال او فوټبال هغه لوبی وی چه زموږ په محيط او ماحول کی لوبيدي.زما لپاره دالوبی د عنعنوی او ملی لوبو حيصيت لری او هيڅ بيګانګی پکی نه احساسوم٠پداسی حال کي چه زه ٣٧ کلن وم چه په لمږنی ځل می کريکټ وليد او هيڅ خوند پکي نه وه.
اوس چه بحث پریشوی غواږم يو بل حقيقت هم په ليکه کړم:
پداسی حال کی چه انګریزان ځان د فوټبال مخترع او ددی لوبی زانګو بولی مګر تاريخی شواهد داادعا نه تايدوی٠
پاداسی حال کی چه امريکا، کاناډا،استراليا,هند و پاکستان او جنوبی افريقا د انګلسس مستعمری وی،اودانګريز کړه وړه پدی هيوادو کی مروج دی مګر په تعجب سره ليدل کیږی چه نوموړو هيوادو کی د فوټبال مينوال ډير کم دی٠ بلعکس
جنوب امريکا او شمالی ،غربی افريقا چه د هسپانی او فرانس مستعمری وی،هلته
دفوټبال لوبه يوه ملی لوبه ګرزیدلی ده. :roll: :roll:
 
زما په ان انګریزانو د هند او افغانستان د
"ډنډه کلک"لوبه کاپی او ديوڅه تغيراتو په راوستو ئی کريکټ بللی٠
په دی بايد اعتراف وکړم چه نوی نسل به دکريکټ سره ډیره علاقه او مينه ولری
مګر ماته دايو بله استعماری اووارداتی لوبه ښکاری!


هلمند
04.08.2008

يارانو ما هڅه وکړه چي دا لينک زه هم وګورم خو بريالى نه سوم
خو بيا هم يو نوى شى به وي ښه کار يې کړى دى چي پر ليکه کړى يې دى او دا د هر چا خپل زوق دى چمبرخيال د هر چا خپل خيال


ډاکتر وطنمل
22.10.2008

له سلامونووروسته :
له سپاند ساپي اود بحٍث له ټولوګډونوالوڅخه مننه چې نه یواځې لوبه یې وکتله بلکې خپل اندګورونه یې هم پرې څرګند ګړل!
ورونو!
هره لوبه لومړی صرف یوه لوبه ده،په دویمه درجه د یوټاکلي ولس یا هیواد لوبه ده اوآن په دریم ګام بیا د اړونده هیواد د ښه یا بد حکومت د انګیرنویا ارزښتونو سره تړاولري .
زمونږله پاره د افغاني لوبډلې نړیوالې بریاوې اواتلولۍمهمې دي چې په  دغې لوبې کې یې په برخه شوې دي ۰
هو،دا لوبه زمونږملي لوبه نۀ،خویوه نړیواله لوبه ده اوپه نړیوالولوبوکې یواځې برخه اخیستل هم د ویاړ وړ وي او بریالیتوب خو یې غټه خبره ده! هغه خوښي چې په دې لوبه کې زمونږ دملي لوبډلې په دغوبریاو آن دافغاني ښځو،خویندواومیندو په شمول د ټول افغان ملت په برخه شوې ده په ‌ذهني او شعور په سطحه دملي ګډون ،ملي وحدت اوملي احساس د پاللو سبب ګرځېدلې ده .
اوداچې که ددوښمن په وسله دوښمن ته ماته ورکړل شي نوتر دې ښه خبره بله چیرته ده؟ که دا لوبه انګلیسي هم ده خو آیا د جرسي په ټاپوکې انګلیسانویا انګلیسي ژبوته ماته ورکول د افغانانوله پاره د ویاړنې وړنه ده؟
افغاني لوبغاړو  کوربه ولس  او کوربه لوبغاړو ته خپل لوړ افغاني معنيات او اخلاق مينه  او محبت هم وښوده  او هغوی ، حتی رقيبو لوبډلو ددوی دښه  تاثير لاندی دوی ته  په دوستانه غږ سره ويل چې  لوړ دې وي افغانستان ٠  ډيرو ننداره کونکو ته د خپلو حکومتونو د تبليغ په خلاف  دا څرګنده شوه چې 
پښتانه ترهګر نه دي ، بلکې مينه ناک ، باشهامته او او پاک احساسه خلک دي ٠    
هو ، دا لوبه طالبانو له خپلو بادار پنجابیانوڅخه افغانستان ته راوړه خوکه یوه ورځ د پاکستان،هند اود هغوی د پخواني بادار انګلستان لوبغاړوته هم په کې ماته ورکړو،آیا بیا به سپاند صیب خپله خوښي په پړوهم را ټینګه کړي ؟ والله اعلم !


ډاکتر څپاند
23.11.2008

جالب او سرګرمونکی لينک
http://au.youtube.com/watch?v=zUMl7uWUOU8&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=OwFxomU-GBg&feature=related

v=zUMl7uWUOU8&feature=relatedh?v=zQ0GqozgnS0&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=jyuFJQ_QvlQ&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=WmzRmb0samY&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=KAI3Dsv68B8&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=FJl6K7cFiXg&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=JQb0zUzZNBw&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=vfdxbWItk2A&feature=related

http://au.youtube.com/watch?v=SLZleMS4FEc&feature=related[color=red:6ffb3e9da3][/color:6ffb3e9da3]


..Ahmadzai
23.11.2008

محترمو
السلام عليكم

[quote:d497c010e2]مګر ماته دايو بله استعماری اووارداتی لوبه ښکاری![/quote:d497c010e2]

زه په خپل وار سره دې باره كې د سپاند صاحب خبرې تأيدوم.
كركيټ په دنيا كې صرف أو صرف بعضې هغه ملتو كې رواج ده چې د أنګريزانو غلامي ېې كړې وي نه ټولو كې.
أو چون زمونږ ځوانانو د أنګريزانو غلامانو سره ډير وخت تير کړ نو ډ غلامانو دا لوبه ېې دلته ورسره راوړه.
د نورې دنيا أكثر ملتونه ككټ نه پېژني أو نه ېې خوښوي.
كه پاكستان كې فوټبال رواج واى نو حتماً زمونږ غښتليو ځوانانو به پکي أوس لاس ته راوړنې لرلی.
زما په شخصي نظر
كركټ د پنجابي كلتوري يرغل يوه پخه نښه ده.
په درنښت
احمدزى


ډاکتر څپاند
01.12.2008

http://pendar.forums1.net/forum-f13/topic-t644.htm


ډوکتر څپاند
08.12.2008

جالب او سرګرمونکی لينک


!

باتور
09.12.2008

جالب او په زړه پوري لينکونه !

خبره په کرېکټ کي وه، لېکن د سياست خوا ته کش سوه . . خير . . .

د وطن د سياستوالو جالب لينک :

http://www.youtube.com/watch?v=DpcOdq9-HLg&feature=related

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more