د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څوک چې دپخواني شوروي اتحاداشتباوې تکراروي ، انجام به يې هم هماغه وي !!

ابومحمدحنفي
04.06.2008

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

څوک چې دپخواني شوروي اتحاداشتباوې تکراروي ، انجام به يې هم هماغه وي !!

وړمه ورځ په کابل دروسي سفيرله افغانستان څخه دپخواني شوروي اتحاددړومبي کنډک دفوځونودوتلودورځې په مناسبت له خبري رسنيوسره په خبروکې وويل : داچې پخواني شوروي اتحاددخپل يرغل پرمهال په اتيايمه لسيزه کې دافغانانو، ديني اوملي اقدار نه ووپيژندلي ، ددغه هيوادټولنيز جوړښت اوجغرافيوي اهميت يې له پامه غورځولى وواوديوڅوګوډاګيانولاپواوشاپو،شورويان دټول افغان ولس له ارادواوغوښتنوناخبره اوياپه تياروکې ساتلى وو ، انجام يې له شک پرته ستره داسې ماتې وه چې يواځې په افغانستان کې خلاصه اومحدوده پاتې نشوه ، بلکې ددغه شکست پايلو دټول شوروي اتحادجوړښت وننګاوه، دنړى له مخه يولوى فوځي اوسياسي بلاک محوه شوه اوپه ميراث کې يې يواځې يوه روسيه پاتې شوه، دروسي دسفيرپه وينااوس دپخواني شوروي اتحادناکامې تجربې او پرمخ پرتې اشتباوې کټ مټ ، په افغانستان کې امريکااوناټوتکراروي ، دوى دافغانانوديني اودوديزو ارزښتونوته په سپک نظرګوري ، ړندې بمبارى کوي ، عام ولس کړوي ، اودخلکواقتصادي ستونزوته پام نه اړوي ، چې ښايي پايلې به يې دشوروي اتحادله انجامه کمې اولږنه وي

په رښتياهم که دامريکايانواويرغلګرايتلاف تيرو(٧) کلنوجناياتواوله وحشت نه ډک سياست اوناوړه چلندته يې وکتل شي ، نه داچې داستبداد، جرم اوجنايت کچه يې دپخواني شوروي اتحادديرغل له کلونواوترخوشپواوورځونه شاته اوکمه نده ، بلکې له افغان ولس اوله ټاټوبي سره يې دښمني اوغداري څوچنده زياته اوډيره ده، ځکه که شورويانودافغانستان ملي خپلواکى غصب کړې وه ،دعام ولس قتل عام ، ځور، شکنجې اوازارولوته يې ملاتړلې وه ، بيلابيل ګوډاګي رژيمونه يې دخپلې اړتيااوخوښې په داييرې کې جوړ اودکابل تخت ته رسولي وو، اودټولوپريکړواوتصاميمونيولوځاى په کابل دشوروي سفارت وو، له هغه ځايه به دوزيرانو، واليانواونورودولتي پوستونولپاره دعزل اونصب احکام صادريدل ، دمهمومسايلوپه باب به هلته غوراوپريکړې ترسره کيدې اودسفارت شوروي مشاورين به دګوډاګيورژيمونولپاره دفرامينوصادرولونيږدې اومخامخ سرچينې وي

اوس هم دکابل امريکاپلوى ګوډاګى رژيم هيڅکله داجرئت اوتوان نلري چې په خپل سر ، دبګرام دامريکايي ډګروالانواويا په کابل کې دامريکايي سفارت له هوکړې اومشورې پرته احکام صادرکړي اجرائت ترسره کړي ، اوياڅوک مکافات اويامجازات کړي ، تردې چې که امريکايي سفير دوزيرانوپه شوراکې مخامخ ګډون نکوي ، خودمجلس په اجنداارومروخبريږي اوپوهول کيږي چې داځل ولسمشر !دغه يولړمسايل تصويبول غواړي ، که چيرې هاغه مسايل په امريکايي نبض ولاړوي اوله خپلوحدودوولسمشر تجاوزاوتيرى نه وي کړى دسفارت له لوري اجازه ورکول کيږي چې دوزيرانوپه شوراکې پرې بحث وشي اوکه برعکس وي نوبياله سره هغه مواد اجازه نلري چې په اجنداکې ونيول شي ، لکه په دې ورستيوکې چې خپله کرزي دخپل حيثت په اړه دکابل پوهنتون دمحصلينوغونډې ته په ويناکې په خپله قضاوت وکړاوپرده يې پورته کړه ، چې ده هيڅکله په زړه کې نه وه تيره کړې چې دولسمشرى په کرسى به کومه ورځ کيني اودى په روزګان کې ووچې دده په خبره له امريکااوبون نه يوشميربين المللي دوستانوده ته تلفون وکړ چې دى يې ولسمشرټاکل شوى

نواوس دې په خپله کرزى اودده دادارې اوبانډملګري اوخواخوږي فيصله وکړي چې دکوم نظام نقشه اوزيربناپه بهرکې جوړه اورامنځته شي ، ولسمشريې په خپله مني چې خارجيانودغه منصب ته ټاکلي کنه دى اوولسمشرى ، ډيره سره ليره وه اوبياددغه ادارې اوسنى ارزښت ، قوت اومفهوم هم ښه تحليل اووتلل شي چې دولايت يووالي هم دخارجيانوله سلااومشورې پرته کرزي نشي ټاکلى اوبدلولى ، لکه چې څه موده دمخه دکاناډادبهرنيوچارووزير، دکندهاروالي يوشريراونااهله کس وباله اوله کرزي يې وغوښتل چې ژريې بدل کړي ، خودکندهارپه اصطلاح والي رسنيوته په ډاګه وويل چې دى دامريکايانوپه خوښۀ دغې دندې ته ګمارل شوي ، له هغه نه امريکايان ډيرخوښ دي، نوځکه يې له دندې دليرې کيدوچانس کمزورى دى، اودالمان دمشهورې ورځپاڼې دتيرې اونى له يوه راپورنه خوهيڅوک انکارنشي کولاى چې ددغه هيوادداستخاراتوادارې په ډيروياړاوافتخاردغې ورځپاڼې ته ويلي چې دکابل ادارې نيم په نيمه وزيران ددوى جاسوسان اوددوى په ګټه کارته ګمارل شوي اوکومه ويره ورنه نلري
موددغه ټولوحقايقو، تجربواوشاليدونوپه رڼاکې حکم کولاى شو، چې که بل هرټاټوبى خارجي يرغل اودهغوى دجبرپه نتيجه کې راغلي کوم ګوډاګي رژيم ته غاړه کيږدي اوورته تسليم شي ښايي امکان ولري ، خودافغان ولس په باتوراواسلامي ټاټوبي کې خوهيڅکله تاريخ نه ثابته کړې اونه به هم انشاالله تعالى ثابته کړل شي چې دلته دې اجيرنظامونه ومنل شي اويادې هم داشغالګروجبراووحشت ته څوک غاړه کيږدي ، نودکابل اوسني واکمن اوبادران يې باييددروسي دسفيرورستى ټکي اوخبرې په غورولولي اوکه لږ درک اوشعورهم ولري شايدچې په رڼاکې به يې دخپل راتلونکي لپاره ښه تصميم اومناسبه پريکړه غوره اوانتخاب و کړي

[size=18:70617873c7][/size:70617873c7][color=green:70617873c7][/color:70617873c7][b:70617873c7][/b:70617873c7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more