نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دځوانانواسلامي ، جهادي احساس دقدروړده !
ابومحمدحنفي
04.06.2008
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
سره لدې چې صليبي اشغالګرواوددوى مزدورانوکلکه اراده درلوده چې دافغانستان دخاورې ، طبعي منابعو ،ملي شتمنيو ، اوځمکني موقعيت نه په سياسي ، فوځي اواقتصادي استفادې سربيره به دافغان مسلمان ولس ديني غروراو داصيل افغاني فرهنګ بيخکني کوي ، په نوى نسل اوپه خاصه توګه په ځوانانوکې به داسلامي احساس اودهيوادداستقلال ګټولوجذبه اوددفاع روحيه ځپي اوپرهغوبه دغرب بې پرتوګه اوفاحش فرهنګ تحميلوي ، چې په دې برخه اشغالګرو له حده زياتې هڅې ، لګښتونه ، تبليغات ، اوبيلابيل شيطاني نيرنګونه اوفريبونه په کارواچول ، دتشوبشري حقوقوشعارونه يې ډال اوسپرکړل ، دبيان ، ژبې اوعقيدې دازادى نارې يې پلمه کړې ، دبيارغونې اوتجديدپالنې پوچې ژمنې يې تکرارکړي اودعام ذهنيت اوفکرد تيرايستلواواخلا لولولپاره يې هغه چاته چې ددوى دغلامى زنځيرونه يې په غاړه کې اچولي ووڅه ډالراوامتيازات ورکړل ، اودخپلې نوکرې ميډياپه توسط يې داشغال له قدمه وړاندې دبريواعلانونه وکړل اونيږدې تراووکلونوپورې يې ددغې ميډياپه څپوکې له نړۍ نه دخپلو عيني شکستونواوځاني تلفاتوپه اړه ښکروردروغ وويل ، خودلوى اوتواناڅښتن ( ج ) نصرت دومره غالب اوله افغان مجاهدوولس سره شامل حال وو، چې له جنګي ناکاميو برسيره يې داهم ونشوکړاى چې دافغاني فرهنګ اواسلامي احساس درک اوبصيرت له عام وولس او له تاندواوبادرکوځوانانونه پردى اوکډه کړى
مونږ وينوچې داشغالګرواوددوى دګوډاګيانوله هررازکلابنديو، محدوديتونو، د بند، زولانواودبګرام اوګوانتنامودقفسونوله ګواښونو سره سره په ځوانانوکې دجهاد، ننګ اوتورې هيلې اوارادې لوړې اوڅپاندې دي
مونږ وينوکه دطالب اومجاهدپه نامه دخداى ددين عسکرپه عملي ميدان کې دصليب داشغالګرولښکروپه وړاندې خپلې قيمتي ککرې ځاروي ، په غرونواورغونوکې شپې اوورځې تيروي اوداسلام دابدي دښمنانوژامې ورکږوي ، خوپه اوارې ، ښارونو، کلو، بانډو اوپوهنتونونوکې په سوونوڅه چې په زرګونو داسې ځوانان په هرولايت کې شته اوکرارکرارځان ښکاروي چې داشغالګروهرقدم څاري ، داسلام اوافغاني رواياتوپه خلاف دهغوله هريوه کفري چال اوفريب نه پرده پورته کوي ، پرخلاف يې مظاهرې ترسره کوي ، احتجاجي غونډې ، جهادي مشاعرې ، اوديني محافل جوړوي اوپه لوړکومې يرغلګروته اخطارونه ورکوي
دافغانستان اسلامي امارت دولس اوځوانانودغه ټولې هڅې اوجهادي خوځښتونه دقدروړبولي اوپه خاص ډول دننګرهارپوهنتون دزرګونومجاهدومحصلينوهغه ورستي جرئت اواحساس ته دعقيدت پيرزوينې وړاندې کوي چې دوه ورځې وړاندې يې دخپلواسلامي حقوقواومکلفيتونوپه سرله اجيروچارواکوسره په نره مبارزه وکړه اوديوې سترې احتجاجي غونډې په ترڅ کې يې ترې و غوښتل چې هغه يوشميرمحصلين چې دجهادي احساس اوفکرپه جرم له پوهنتون نه خارج بلل شوي ژرترژره بيرته داخل اواجيرچارواکي په پوهنتو ن کې ديني اواسلامي اصطلاحاتو اواقداروته ارومرودرناوى اواحترام وکړي [color=green:95fde25d19][/color:95fde25d19][size=18:95fde25d19][/size:95fde25d19][b:95fde25d19][/b:95fde25d19]