د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا دقانون دولت ټولو قوانینو ته غاړه ایښودلاي شي!!؟

و.افغان
03.06.2008

په ګران افغانستان باندې دامریکايي یرغل په اړه حقوقي تحلیل:
په داسې حال کې چې ټوله نړۍ لا تر اوسه په افغانانو باندې دامریکايي ړندو بمباریو په اړه هک حیرانه بریښي، دډیرو نړیوالو څارونکو په ذهنونو کې ددغه بمباریو او ړندو عملیاتو په اړه له پیله څخه رنګا رنګ پوښتنې را ولاړي شوي دي، چې لا تر اوسه بې ځوابه پاته دي.
دغه پوښتنې په دریو محورونو څرخیږي:

لومړۍ محور: دبیلا بیلو جنجالونو په وجه په یوه آزاد هیواد باندې دیوه بل هیواد یرغل څخه نړیوال قانون څه موقف لري؟
دوهم محور: د یوولسم سبتمبر دحوادثو په اړوند دامریکا مصداقیت تر کومو پولو رښتیني بریښي، ابن لادن په دغو حملو کې په کومو دلائلو تورن شوې دی؟ دهغه وخت افغان طالباني حکومت په اړه کوم ثبوت شته دې چې دیوولسم ستمبر په حوادثو کې يي لاس لرلې وي؟
دریم محور: د ترهګرۍ یا دهشتګردۍ په اړه نړیوال قانون څه مفهوم لري؟
په پیل کې خو باید دنړیوال قانون ځیني مفاهیم واضح شي، تر څو غلط فهمي رامنځ ته نه شي.

دملل متحد دمیثاق (کوم چې نن سبا دنړیوال قانون تهداب ګڼل کیږي) ددوهمې مادې څلورمې فقري په ښکاره ډول سپینه کړی ده چې : هیڅ دولت حق نه لري چې دیوه بل دولت په وړاندې په نړیوالو اړیکو کې له زور څخه کار واخلي، او یا دزور څخه دکار اخیستنی په موخه ورته ګوته وڅنډي.

نو ددغه قانون په بنا په نړیوالو اړیکو کې دهر رنګ زور استخدامول یو غیر شرعي او نا جائزه کار بلل کیږي.

مګر دملل متحد دمیثاق ۵۱ یو پنځوسمه بیا ماده په هغه وخت کې دعسکري ځواک څخه دکار اخیستني اجازه ورکړي، کله چې یو دولت له خپل ځان څخه دفاع کوي، او دیوه مسلح یرغل لاندې راغلې وي

منطقي پوښتنه اوس داده، چې آیا په افغانانو باندې دامریکا متحده ایالاتو بمبارد دملل دمتحد دمیثاق دیو پنځوسمې مادې لاندې داخلیداي شي؟؟!!
که په حقیقت سترګې ونه پوښو، او لمر په دوه ګوتو پټ نه کړو، نو معلومداره خبره ده چې هیڅ قانوني نظر به ددغه رنګ ړوند فوځې عمل اجازه ورنکړي، دکوم حق چې امریکي ځانته له ځان څخه ددفاع په پلمه ورکړي، او په ډیرې بې شرمۍ سره يي دملل متحد دمیثاق دیو پنځوسمې مادې سره موافق بولي.

خو دفاع له ځانه څخه ددې لپاره وي چې یو دولت د خپلې ځمکې دبشپړتیا او سلامتیا په خاطر ددښمن دولت دیرغل په مقابل کې يي غوره کړي، او دا خبره دوه معناوې لري،

لومړۍ دا چې دفاع باید دیرغل په جریان کې وي، نه له یرغل څخه وروسته، دوهمه دا چې له دفاع څخه موخه باید دخپلې ځمکې دبشپړتیا، سلامتیا، او دسیادت ساتنه وي، نه دا چې هدف ترې سزا ورکول وي، او یا دآینده محتملو حملو مخنیوي وې

خو که چیرې فوځي عمل له یرغل څخه وروسته تر سره شي، او هدف ترې تادیبول او ویرول وي، نو دې حالت کې دغه فوځې عمل ته دفاع نه، بلکه انتقام ویل کیږي، او په نړیوال قانون کې ددغو دواړو (دفاع او انتقام) تر منځ خورا لوي توپیر په ګوته شوې دی، چې لومړۍ عمل (دفاع) په اجماع سره دټولو په آند جائز دی، او دوهم عمل (انتقام) دنړیوال قانون دځینو پوهانو په نظر حرام دی، او ځیني نور په ډیرو تنګو حالاتو کې جواز ورکوي

امریکايي افغاني اختلاف دنړیوال قانون له نظره:

هغه ستر هدف دکوم لپاره چې نړیوال قانون منځ ته راغلې دی، دادې چې په ټوله نړۍ کې سوله او آرامي خوره شي، او ټول انسانان له جنګونو څخه لیري يوې پاکې فضا کې ژوند تیر کړي.

دهمدې هدف لپاره ټولو هغو غړو هیوادونو چې دملل متحد دمیثاق په ایښودو کې يي ونډه لرلې ده، همیشه په دې ټینګار کړې دی چې دهیوادنو تر منځ اختلافات باید همیش په سولییزو لارو چارو او خبرو اترو حل شي.

دملل متحد دمیثاق دریمې مادې په دې تصریح کړی ده چې ټول غړي هیوادونه باید خپلمنځې اختلافات په سولییزو لارو چارو حل کړي.

ددریمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلې دي: چې داختلاف اړخونه هیوادونه باید ټولې هغه سولییزې لارې چارې ولټوې کومې چې دفوځې اقداماتو مخنیوي کوي، لکه خبرې اتری، ددریمګړي وساطت منل، نړیوالو محکمو ته ستنیدل، او یا سیمییزو سازمانونو ته رجوع کول.

خو کومه تګلاره چې دامریکي متحدو ایالاتو دافغاني امریکايي اختلاف په وړاندې غوره کړې وه، په هیڅ صورت ورته سولییزه تګلاره نشي ویل کیداي، او نه ورته په هیڅ صورت دنړیوال قانون له مخې جواز ورکول کیداي شي.
په دې سربیره امریکا دخپل فوځي ائتلاف دځواکمند کیدو لپاره ټولو هیوادونو ته تهدید ورکړ چې یا به له مونږ سره کیږۍ، او یا به ځمونږ په ضد شمیرل کیږي، او دغه کار دملل متحد دمیثاق ددوهمې مادې دڅلورمې فقرې سره سراسر په ټکر کې دې، کومې چې په نړیوالو اړیکو کې دفوځې عمل دتهدید ورکول نا جائز بللې.

او بیا دامریکا ولسمشر جورج بوش – کیداي شي د ناپوهۍ په وجهی – دځینې نړیوالو مبادئو او قانونې متفق علیه عرفونو مخالفت وکړ، کله يي چې دجنګ اعلان وکړ، ځکه چې په نړیوال قانون کې دجنګ اعلان قطعي حرام بلل شوې دی، او دغه معاهده یا اتفاقیه دنړۍ دولتونو په کال ۱۹۲۸ م کې امضاء کړه کومې ته چې دجنګ دختمولو عامه اتفاقیه ویل کیږي، دغې اتفاقیي دنړیوالو اختلافاتو دهوارولو لپاره جنګ یو غیر شرعي محرم کار وګڼلو.
بیا دا قانوني پيژندل شوي قاعده : (چې متهم تر تر هغې بیګناه شمیرل کیږي، تر څو چې پرې تهمت په ثبوت نه وي رسیدلې) لکه څنګه چې په کورني قوانینو کې تطبیقیږي، همدارنګه په نړیوال قانون کې هم تطبیقیږي، او امریکا تر اوسه نړیوالې ټولنې ته کوم داسې قناعت بخشه دلیل وړاندې نه کړ، چې د هغې په اساس هغه کسان چې امریکا پری دترهګرۍ تهمتونه لګوي، په ترهګرۍ ښکیل وبلل شي.

دا ټول هغه څه دي چی دامریکا دریښتینولۍ په اړه لا نور شکونه زیاتوي، او هغه تهمتونه په اثبات رسوي چې وايي: امریکا دغه پورتنۍ قانوني قاعده په هغه حالت کې نه عملي کوي، کله چې متهم (تور شوې شخص) نژادې یا دیني لږکیو ته منسوب وي لکه تور پوسته خلک، یا مسلمانان، نو دغه حالت کې امریکا یاده شوې قانوني قاعدې ته بدلون ورکوي، او وايي چې: متهم (تور شوې شخص) مجرم دی اګر که جرم پرې هم ثابت نه شي.
يوه بله خبره چې اشاره ورته اړینه بولم، داده چې په ټولو هیوادونو کې قانونې منل شوې قاعده ده، چې هیڅ دولت دبل دولت په داخلي کارونو کې دمداخلې حق نه لري، او که چیرې دا خبره تطبیق نه شي نو په ټوله نړۍ کې به سیاسي حالت له ګډوډیو او سخت بحران سره مخ شي، کومې مستقیمې مداخلې چې امریکا دافغانستان دحکومت په داخلي کارونو کې وکړې او لا کوي يي، او دیوه ولاړ نظام دختمولو لپاره يي لیڅي راونغاړلې، او دخپلې خوښې یو امریکايي دوسته حکومت يي په فوځې عمل منځ ته راووست، په کوم کې چې زرګونه بیګناه خلک شهیدان شول، او لړۍ لا روانه ده، دا ټول هغه کارونه دي چې دټولو نړیوالو عرفونو او بین المللې قوانینو سره ټکر کې دي.
او دغه مداخلې یو لوي تاریخي خطر دی، چې یو ځل به بیا لکه تیرو نړیوالو جنګونو په شان دتباهۍ او بربادۍ دروازي خلاصي کړې، او نړیوال عرفونه او قانونمندیانې به ټولې له منځه لاړې شي، چې دا کار دټولو آزادو هیوادنو لپاره د لوي خطر زنګ دی.

دنړۍ یوه قطبه کیدلو سره دملګرو ملتونو دسازمان امریکايي کیدل، او دبوش دادارې اوسنۍ کړنې ټول هغه څه دې چې مخکې له مخکې مونږ دنړیوالو قوانینو او عرفونو وژل کیدو او ښیخیدو اخطار راکوي.

دامریکا رښتینولې:
دا لومړۍ ځل نه دی چې امریکا دځینې هیوادونو په ترهګرۍ کې دښکیل کیدو په هکله ددلیلونو او ثبوتونو دعوی کوي، او بیا له څه وخت وروسته ټول دلیلونه پوچ او غلط خیږي، بلکه له دې څخه مخکې يي هم داسې له درواغو ډکې دعوی کړې چې بیا دورغ ختلي دي.

په ۱۹۸۶م امریکا په لیبیا تهمت ولګاوه، چې د غربي برلین په لوبغالي کې په شوو چاودنو کې لاس لري، کوم ته چې به امریکان ډیر تلل راتلل، هغه وخت امریکا دعوی وکړه چې نه ماتیدونکې دلیلونه او سبوتونه ورسره شتون لري، کوم چې لیبیا په دغو چاودونو کې پړه کیدل په اثبات رسوي، دا وو چې امریکا په لیبیا باندې یو فوځي یرغل وکړ، او دلیبیا پایتخت طرابلس او دبني غازي ښار يي په نښه کړ، او خپل انتقام يي واخیست، خو څو کاله وروسته امریکا متحده ایالاتو ته څرګنده شوه چې په دغو چاودنو دلیبیا لاس نه ، بلکه دسوریي هیواد لاس وو.

په کال ۱۹۹۸م کې امریکا په سوډان تهمت ولګاوه چې داسې بمونه جوړوي کوم چې په نیروبي او دار السلام کې دامریکایي سفارتونو په الوزولو کې کارول شوي وو، او دعوی يي کړه چې ددې خبرې لپاره نه ماتیدونکې ثبوتونه لري، او نور ډیر دلیلونه لري چې ثابتوي چې سوډان دنړیوالې ترهګرۍ سره په همکارۍ کې
ښکیل ده، دا وو چې هغه فابریکه يي وویشتله، په کومې چې امریکې دوسلې دفابریکي ګمان کاوه، خو وروسته معلومه شوه، چې هغه دوسلو فابریکه نه بلکه د دوایانو دجوړولو کارخانه وه.
په دغو ټولو حالتونو کې امریکا په دې ټینګار کاوه چې دخپلو تجسسي منابعو دساتنې لپاره نشي کولاي چې خپل دلیلونه اعلان کړي

نن هم هماغه رنګ معامله روانه ده، تر نن ورځي امریکان دا دعوی کوي چې دیوولسم سبتمبر دحوادثو په اړه نه ماتیدونکې دلیلونه لري، کوم چې دبن لادن پړه کیدل په ثبوت رسوي، او دا هم په اثبات رسوي چې په دغو حملو کې طالب حکومت هم ورسره پوره کومک کړې دی.

لیکن دجاسوسي منابعو دساتنی په پلمه دبیا لپاره دخپلو دلیلونو ښکاره کولو څخه انکار کوي.

نا اشنا نه وه چې دافغانستان دولت له امریکایانو څخه ثبوت وغواړي، لکه څنګه چې یو متفق علیه قانون وايي: (شاهدان او دلائل همیشه له دعوی کوونکې څخه غوښتل کیږي)، نو که چیرې دهر دولت بې دلیله خبرې منل کیدای، نو ډیرو دولتونو به په نورو ګاونډیو دولتونو باندې دمالونو، وینو، اودنورو مختلفو حقونو دعواوې کولې، چې دا کار له ګډوډۍ او بې امنۍ څخه پرته بله نتیجه نه لري.
که چېرې څوک دامریکايي فدارالي جاسوسي ادارې کړنې تر څارنې لاندې ونیسي، نو ورته جوته به شي چې دغه ادراه په ډیرو داخلي قضیو کې دلږکیو او تورپوستو په وړاندې له بې انصافۍ او عنصریت څخه کار اخلي، او بې دلیله تهمتونه پرې لګوي، چې ډیر داسې قضيي کشف شوي دي، او په امریکايي ټولنه کې دغه نژادي توپیرونه هر ځاي کې لیدل کیږي، تر دې چې دولسمشر کلینټن په وخت کې هغوي په دغې فاشیستګرۍ اقرار هم وکړ، او اعلان يي وکړ چې نور به دمتهمینو په وړاندې خپل دریځ ته بدلون ورکوي، خو حالت هماغسې روان دی.

ترهګري څه ته ویل کیږي:

تر اوسه پورې په نړیوال قانون کې دترهګرۍ لپاره کوم مشخص، معلوم شوې او ټاکل شوې تعریف شتون نه لري، دملګرو ملتونو عامه کمیټی څه وخت وړاندې کوښښ وکړ چې دترهګرۍ لپاره تعریف وضع کړي، خو په دې کار کې له ناکامۍ سره مخ شوه، دملګرو ملتونو په عامه کمیټې کې دبریطانیا سفیر یو تعریف وړاندې کړې چې په داسې شکل وو: (هر هغه عمل چې شکل رنګ او بوي يي ترهګري وي نو هغه ترهګري ده)، او طبیعي خبره ده چې دا رنګ له عقل او منطق څخه لیرې تعریف دمنلو ځاي پیدا نه کړ، مګر قانوني منطق غوښتنه کوي چې هر مسؤول سړې باید په خپلې خبرې محاسبه کړاي شي، په دغه مجلس کې نورو ډیرو لودیځوالو مسؤولینو هم خپل خپل تعریفونه وړاندې کړل، چې باید له تبصرې او تحلیل پرته پاته نه شي، دغه وخت کې امریکايي ولسمشر یو داسې تعریف وکړ، چې هر حقوقي باید ورته ودریږي، او خپل ذهن کي يي وشاربی، ولسمشر جورج بوش وویل:

(هر هغه څوک چې ترهګر ته ځاي ورکوي، هغه ترهګر دی، او هر هغه څوک چې ترهګر سره کومک کوي نو هماغسې دی)
نو که چیرې خبره داسې وي، نو دامریکي متحده ایالات له شپیته کلنو راپدیخوا په پوره افتخار سره داسرائیل فوق القانون دولت سره مرستې کوي، نو باید د اسرائیلي ترهګرۍ قانوني مسؤولیتونه په ځان ومني، ځکه چې اسرائیلیان هره ورځ عام وګړي په راکټونو، توپونو، ټانګونو، او هر نوعه امریکايي وسلو وولی، او له امریکا څخه ورته هر رنګه مادي او معنوي مرستې رارواني دي، دامریکا دمتحده ایالاتو سیاسي اعلام، دیپلوماټیک خوزښتونه، ټول دیهودو دګټې لپاره چرخیږي، نو آیا امریکابه دنړیوال قانون په وړاندې داسرائیلو دترهګرۍ مسؤلیتونه په ځان ومني؟

او بیا هغه خلک چې اوسنۍ امریکايي ولسمشر ورته دترهګرو لقب ورکوي، دهغه پلار بوش او له هغه څخه مخکي امریکايي ولسمشر ریګن ورته دمجاهدینو لقب ورکړې وو، کومو چې دروسيي دسور یرغل په وړاندې مقاومت اختیار کړې وو،
ټولې نړۍ په څو څو ځلو ریګن په خپلو سترګو لیدلې چې افغان مجاهدين ستايي، او دغه کلمه هماغه دفصیحي عربي ژبې په شان له خپلې خولې راباسي: (مجاهدین).

یوه بله مهمه قانوني خبره پاته شوه، هغه دا چې دیوه ترهګریز هیواد یا له ترهګرو سره کومک کوونکې هیواد له هغه هیواد څخه توپیر لري کوم کې چې ځیني ترهګریزي ډلې ټپلې اوسیږي، او هغوي ورته پناه ورکړي وي، ځکه خو په لومړي ډول کې دولت دهغې ترهګرۍ مستقیما مسؤول وي، خو په دوهم ډول کې مسؤولیت کم وي، ځکه چې ډیر کرته دهغه دولت سیاست دترهګرې ډلې له کارونو سره سمون نه خوري، او په افغانستان دطالبانو او دالقاعدي حالت دغه وروستني ډول سره سمون خوړ، طالبانو دومره اقتصادي پیاوړتیا نه لرله چې بن لادن سره کومک وکړي، بلکه مجبوره وو چې نړیوال ظالم حصار په وجهې دبن لادن پیسو ته لاس ونیسي، البته لاره او تګلاره يي له بن لادن او القاعدي څخه جدا وه.
که چیرې دځیني دولتي مسؤولینو دخبرو او تصریحاتو په اړه دقانوني مسؤولیت خبره مطرح شي، نو هغه څه چې ولسمشر بوش دترهګرۍ په وړاندې دجګړي په پیل کې ویلي وو، باید پرې محاسبه شوې واي، نوموړي ویلي وو، چې دۍ عزم لري چې یو اوږده صلیبي جګړه شروع کړي، دغې خبرې تر اوسه ډیر مسلمان په پریشانۍ کې اچولي دي، او تر اوسه له امریکايي اداري څخه کوم رسمي اعتذار مسلمانانو ته وړاندې نه شو، که چیرې خیال سره وجنګوو او سوچ وکړو که دیوه اسلامي دولت کوم مشر دیو مقدس جهاد اعلان کړې واي، نو دامریکا غبرګون ددې په اړه څه واي؟
دافغانستان وروستۍ پيښو دهغې خبرې تایید وکړ، کومه چې دنړیوال قانون ځینې استاذانو دیرش کاله مخکې کړې وه، چې ((ټول دولتونه دهغو نړیوالو قوانینو او عرفونو ملاتړ کوي، کوم چې دهغوي مصلحتونو سره نه ټکراو کیږي، مګر که چیرې ټکراو شي نو نړیوال قوانین او عرفونه به تر هر څه مخکې ماتیږي او تر پښو لاندې کیږي.)).



ع کريم حليمي
04.06.2008

ډېر ګران معزز استاد قاري صاحب 
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته !
زما پخپله د بوش د خارجي پاليسۍ څه بد کيږي ، چون چه ده بده پاليسي 
را اخستې ده او د دې پاليسۍ پلار هم دئ دۍ ، نو د له بړوش څه مي هم ښه 
نه اېسي ، او خدای دې ژير ورک کړي ، او خدای دي وکړي چه ازادي خواهان 
داځلي سپينه ماڼۍ ونيسي (براق  حسين  اوباما ) زه يوه رايه لرم اوښاغلي براق
ته ئې ورکوم ، او دمخه مي پړش ته رايه نوه ورګړي او په عمر به ئې و 
جمهوريت خواهانو ته ورنکړم 

اوس نو راځم ستاسو دې لاندي جملو ته 
[quote:8e13abed1c]ولسمشر بوش دترهګرۍ په وړاندې دجګړي په پیل کې ویلي وو، باید پرې محاسبه شوې واي، نوموړي ویلي وو، چې دۍ عزم لري چې یو اوږده صلیبي جګړه شروع کړي، دغې خبرې تر اوسه ډیر مسلمان په پریشانۍ کې اچولي دي، او تر اوسه له امریکايي اداري څخه کوم رسمي اعتذار مسلمانانو ته وړاندې نه شو، که چیرې خیال سره وجنګوو او سوچ وکړو که دیوه اسلامي دولت کوم مشر دیو مقدس جهاد اعلان کړې واي، نو دامریکا غبرګون ددې په اړه څه واي؟ [/quote:8e13abed1c]
جنګ ئې شروع کړۍ ، او ريشتيا دا اوږد جنګ دۍ ، څوک ئې مخه نشي 
نيولی ، او نه څوک غواړي چه مخه ئې ونيسي  ، د دې جنګ ګټي خو 
امريکا تنها نه خوري ، په ګټو ئې ټوله نړۍ بډايه سوه ، او د بعضو شاهي 
کورنيو د پاچاهۍ(شاهي مطلقه) زمانه سل کاله نوره لاپسي   اوږده شوه 
امريکا تقريبا د مياشتي 6 بليونه ډالره خرڅوي  ، او څلور بليونه يعني 
٤ زره مليونه ئې نړۍ ته په لاس ورځي ، چين ،هند، پاکستان ، مرکزي اسيائې
او نور واړه واړه ملکونه په دې ډالرو وپړسېدل ، دچاغۍ او پړسېدلو او
 سرمايدارۍ علامو ئې دنيا پر سر واخستله ، د بېجينګ په ښار کښي نور 
بايسکل ته اجازه نسته ولي چه موټر ډېر سوه ، د کراچي په ښار کښي موټرونه 
نور نه ځايږي لوی او کوچنيۍ لاري همېشه  بندي وي ،دتېر څلور کلونو 
راهيسي د   هسپانيا موټر ٢٠ % ډېر سوي ، دا ډالرونه له کابله رانيولی بيا تر 
وزيرستان پوري ور ځي ، هلته هم په وزيريستان کي چه لږ ئې سر کار کوي 
هم موټر  لري هم د لاس تليفون ، د دې خلکو داسرمايه دکومه کړه په دې 
عرونو کښي زر راباسي ، او که دا د دې جنګ محصول دی ؟ 
د مخه په نړۍ کښي د تيلو لوي رانيونکۍ امريکا وه ، نن چين او هند د جهان 
لوي خريداران دي ، پر تيلو پر رانيولو واری نه کيږي 

روس ساده غريب چه راغلی زموږ ګران وطن ته ، پښتنو ته ئې کلوښي ورکولې 
امريکا چه ورغله او ديوه  ترجمان معاش 120000 $ دۍ ، او داسي نه ده 
په پاکستان کښي هم وټه لوړه تللې ، هغه د پخوا وختي ولاړی چه په راشن 
ئې غاړه ايستل نو د طالبانو قومندانان هم دغسي درنې روپۍ اخلي 

امريکا خو يوه ژړه لنګه غوا ده ، کابل نه ويني چه ښيښو او هندارو تعميرات 
دي چه جوړيږي ، زه خو يو ساده سړی يم او الحمدالله د ژړي غوا دشيدو 
خوند مي نه دی تر خوله شوی ، او د رشوت او د غلا ، او د ظالم دلاسه
پيسوته دي مي خدای نه اړباسي ، خوري به ئې زما او لاد او حساب به 
زه ورکوم ، له داسي حماقت څخه دي مي خدای وساتي ، او که نفس راباندي 
غښتلی کيږي ، نو د ربه مرګ غواړم 

نه پوهېږم چه تاسو ته څرنګه په سر کښي درګرځي چه امريکا دي  اعتذار
و غواړي ، له کومو مسلمانانو ، ټول د امريکا ډالر خوري ، خپلو ډالر خوړو 
ته ووائې چه : بخشنه غواړم ، بوش به بيعقل وي خو دومره احمق خو په والله که 
دۍ 

وروره ! ښاغلی لادن خو د بوش د کورنۍ سره د پخوا پېږني تجارتي دوستي 
او سياسي دوستي ئې سره درلوده ، واړي کورنۍ  د تيلو تاجراني کورنۍ دي 
کار هغه وخت سره خراب سو چه ښاغلي اسامه بن لادن د پايپ د جوړولو کار 
د خپلي کمپنۍ په لاس کاوه او امريکا وويل چه نه ، اوس لږ قدرت لرې؟ 
چه د پايپ لېن  اقتصادي او سياسي قدرت هم غواړي ، نه نه کاکو جانه 
دا قدرت نه درکوو ، پايپ لېن کار به امريکايي کمپنۍ پر لاس کيږي 
دغه وخت نو خبره مرداره سوه چه دوه غوايي ښکر په ښکر سوه 

د ښاغلي بن لادن څخه قدرت نه اخستل کېدي ، نو وادوه جګ جګ تعميرونه 
امريکا خرځ کړه دنيا ئې دسلو کالو لپاره رانيول ،او د ښاغلي بن لادن قدرت 
ئې ورکوچنئ کړي ، د بن لادن  مرحوم پلار هم يو وخت قدرت ته پښي وخرلې 
نو بيا هغه وو چه طياره ئې ور وويشتل ، پلار ئې سياسي قدرت نه درلودي 
يوازي د لوړي سرمايې خاوند وو ، اما ابن لادن تر پلار يو درجه هوښيار دۍ 
سياسي او اقتصادي قدرت ئې سره غبرګ کړۍ ، نو لا ژوندی دۍ 

د حق دلاري غوثانو مل او ملګری يم هر غوث دي خدای په خپل حفاظت کي 
ولري ، امين 
په درنښت    


و.افغان
06.06.2008

[quote:5667d3da80="ع کريم حليمي"]ډېر ګران معزز استاد قاري صاحب 
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته !
زما پخپله د بوش د خارجي پاليسۍ څه بد کيږي ، چون چه ده بده پاليسي 
را اخستې ده او د دې پاليسۍ پلار هم دئ دۍ ، نو د له بړوش څه مي هم ښه 
نه اېسي ، او خدای دې ژير ورک کړي ، او خدای دي وکړي چه ازادي خواهان 
داځلي سپينه ماڼۍ ونيسي (براق  حسين  اوباما ) زه يوه رايه لرم اوښاغلي براق
ته ئې ورکوم ، او دمخه مي پړش ته رايه نوه ورګړي او په عمر به ئې و 
جمهوريت خواهانو ته ورنکړم 

    [/quote:5667d3da80]

ډیر محترم او مکرم مولانا حلیمي صاحب:
په مجمل ډول دې ټولو خبرو سره متفق یم ،
خو ځما په آند چې دامریکاواکمني پټو استخباراتي او سیاسي پالیسیانو سره
ده چې همدوي دریاست جمهوري لپاره هغه څوک راولي چې دهغوي دپالیسۍ لپاره ښه وفادار او عین حال کې دوخت سره مناسب سړې وي ،
خو که چیرې وروسته له ورکړ شوې پالیسۍ څخه یوه سترګه رپ ووهي، نو حال به يي داسي لکه جون کینډي او نور امریکايي رئیسان چې په ډیره لږه نږدې موده کې یو بل پسې ترور شو.

همدا اوس تاسو باراک اوباما ته ګورۍ چې دیهودو لپاره دوفادارۍ اعلانونه کوي، او دیهودو دفوق القانون دولت لپاره له اوس نه ژمنې کوي، دیهودو په خاطر ایران ته هم تهدید ورکوي، او وايي :چې بیت المقدس ښار به دیهودو ددولت پایتخت چې فلسطینیان به په کې هیڅ شراکت ونلري، او دا هغه ظالمه فیصله ده چې په ټوله نړۍ کې پرې دټولو مسلمانانو زړونه دردیږي.



ع کريم حليمي
07.06.2008

ډېر راته ګران استاد قاري صاحب ، سلام او برکتونه دي وي پر تاسو 
او ملائکي دي پرامين کړي !
[quote:30fa6ed500]خو ځما په آند چې دامریکاواکمني پټو استخباراتي او سیاسي پالیسیانو سره
ده چې همدوي دریاست جمهوري لپاره هغه څوک راولي چې دهغوي دپالیسۍ لپاره ښه وفادار او عین حال کې دوخت سره مناسب سړې وي ، [/quote:30fa6ed500]

هو ! طبعا داسي ده خو  مقبوليت او مشرعيت   تر نظارت لاندي 
دا ملک او د مځکي مخ ټول د  درويشانو او متصوفينو په دعا او د اغنياوو 
په سخاوت اباده ده او امريکا دا دواړه په پراخه پېمانه لري 
دروېشان به ئې تر بحث لاندي نه کړم اول د د خانانو او مخورو خبره را واخلم 

د امريکا سرمايداران او فلمي سټاران يا ستوري ، د راډيو او تلوېزون anchor
هر يو پر خپل کار او بار  سربېره  مركز خيريه  هم لري ، نه داچي دوۍ ستوري 
او سرمايداران دي ، بلکي ډېر غښتلي سخيان هم دي ، او کله چه رياست 
جمهورۍ او يا بلي يوې چوکۍ ته څوک ځان انتخابوي نو به لمړئ له 
خانانو مشرانو ، سټارانو سياست والو ته به خپله پالسي اوروي ، کله چه دغه 
سخيان مشران موافق سي نو بيا پيسې په مليونو هم ورکوي ،او کليسا وي 
هم ښي خبري پسي کوي 

په امريکا کښي چه څوک غواړي چه رئيس جمهور سي ، د هر قوم سره به د 
د هغه قوم د مشکل د حل په باب وعدې ورسره کوي ، که پر وعده ونه دريږي 
افشا کوي ئې ، او خپولو وکيلانو ته تلفونونه کوي ، چه فلان وعدې ولي 
هيري سوې او هغوی ږغ پورته کوي ، 
دا ډېر د شرم خبره ده چه د امريکا رئيس جمهور پر خپلو خبرو ونه دريږي 
ملت ورڅخه متنفره  کيږي ، او کله چه د رئيس جمهور د محبوبيت  درجه 
کښته کيږي ، نو دئ بيا ځان ډېر حقير  احساس کوي ، هيڅ يو رئيس د 
امريکا نه غواړي چه حقير سي او يا بد تاريخ پرېږدي ، کرزی هره ورځ 
غوړيږي ، خو په مقابل کښي بيا د امريکا د  رئيس رنګ تکژړ سي ، وليږي 
تماميږي ، هو ! تاسو ئې نسولی احساس کولی ، بوش د عراق د جنګ له شرمه 
سترګي نسي پورته کولی 

دا چه د يهودو سره براق حسين اوباما وعدې کوي ، خود ئې کوي ، همداسي 
غټ لوټونه هم ورکوي ، 
په امريکا کښي په حدودو د ٨ مليونه مسلمانان او سيږي ، براق ته دعوت نه 
ورکوي ، چه ورسره وګوري ، دعوت  د براق شل مليونه ډالره غواړي ، نو بيا 
وعدې هم ورسره کوي ، پرېږده دا مسلمانان چه لاسونه ئې په ځګر پوري ټنګ 
نيولي ، په داسي حال کي چه د نړۍ لوړ اقتصادي قدرت هم لري ، او په امريکا 
کښي هم سرمايداره دي ، يهود خو تر پيسو تير دي ، او مسلمان خو ايمان 
شيطان ته ورکوي اما پيسې به چاته ورنکړي ، يهود په پيسو سياسي قدرته 
اخلي ، پر جهان ئې امرونه چليږي ، مسلمان له مږه پيسي په بانکونو کښي 
ساتي ، او بينکونه بيا د يهود دي ،چيشي څيري کرک مړ 

هو ! اوباما د هر قوم او ټولنو سره وعدې لري ، خو عامه وعده ئې داده چه 
له عراق نه به عسکر راباسي ، او ټول ملت ته به د صحت بيمه ورکوي 

هغو خلکو چه سر او مال و چاريارانو ته په اخطيار  ورکړي وو 
جهان ئې ټوله ونيولی ،او بعضو قومونو ته ئې خاص امتيازات  ورکول 
نو هغه خلق او قومونه چه مادي او معنوي کومک کوي د رئيس جمهور سره 
نوطبعا به وعدي ورسره کوي 

د مسلمانان څوک دي چه هر څه مفت غواړي  ، په انتخاباتو کښي ورسره 
درېدلې -يا ،نقدي کومک ئې کړی -يا 
نو ولي له دوۍ سره وعده وکړي ، او پرڅه باندي څه کمال 

  

خو که چیرې وروسته له ورکړ شوې پالیسۍ څخه یوه سترګه رپ ووهي، نو حال به يي داسي لکه جون کینډي او نور امریکايي رئیسان چې په ډیره لږه نږدې موده کې یو بل پسې ترور شو.



ع کريم حليمي
07.06.2008

[quote:20aa7ca34a]خو که چیرې وروسته له ورکړ شوې پالیسۍ څخه یوه سترګه رپ ووهي، نو حال به يي داسي لکه جون کینډي او نور امریکايي رئیسان چې په ډیره لږه نږدې موده کې یو بل پسې ترور شو.[/quote:20aa7ca34a]

هو ! د مافيا سره دي وعدې نه کوي ، په سر غړوني خلک خوابدوي 
زموږ رئيس چه ټول وطن تر ګنډه وکاږي ، نوڅه دي !چه زه غلاته ايله يم 
د ده خو سل واره حق دی ٠ ملت چه غل وي ، رئيس به ئې طبعنا غل وي 
که غل نه وو نو بيا ئې وژني 
په درنښت 


ډاکتر څپاند
07.06.2008

درنو او محترمو هيوادوالو!
امپریالیزم او دهغه هدف دادی چه ټوله نړی بايد ددوی غلامان اوسی.دا ډله 
هميشه تلاش کوی چه په نړی کی د جنګ اور بل وساتی٠داځکه چه امپريالیزم
دسلاح او مهماتو توليدونکی دی٠که جنګ نوی نو څوک به سلاح وپيری٠
د امپریالیزم ګټه دتل لپاره پدی کی نغښتی ده چه نړی په دښمنو ډلو وويشی٠
پرون ئی مسلمانان د کمونيزم پ ضد راپارول او د هغو نه ب ئی حمايت کوه٠نن
مسلمانانوته تروريست وائی او په اسطلاح دموکراتيک قو تونه د مسلمانانو
سره  جنګ او دښمنی ته رابولی٠
ډيره واضح ده چه مسلمانان د توانمندی له لحاظه پداسی موقف کی ندی چه
 د امپريالیزم سره مقابله وکړی٠مګر مسلمانان کولی شی چه د امپرياليزم نوکر
حکمتونه لکه سعودی عرب،اردن،افغانستان،پاکستان، مصر،ترکيه او نور
 نړيوالوته رسوا او د داسی رژيمونو سره خپل پيوستون قطع او ددی هيوادو
خلک سمی لاری ته هدايت کړی ٠
په درناوی


و.افغان
07.06.2008

[quote:476e9ec36d="Sapand Safi"]درنو او محترمو هيوادوالو!
امپریالیزم او دهغه هدف دادی چه ټوله نړی بايد ددوی غلامان اوسی.دا ډله 
هميشه تلاش کوی چه په نړی کی د جنګ اور بل وساتی٠داځکه چه امپريالیزم
دسلاح او مهماتو توليدونکی دی٠که جنګ نوی نو څوک به سلاح وپيری٠
د امپریالیزم ګټه دتل لپاره پدی کی نغښتی ده چه نړی په دښمنو ډلو وويشی٠
پرون ئی مسلمانان د کمونيزم پ ضد راپارول او د هغو نه ب ئی حمايت کوه٠نن
مسلمانانوته تروريست وائی او په اسطلاح دموکراتيک قو تونه د مسلمانانو
سره  جنګ او دښمنی ته رابولی٠
ډيره واضح ده چه مسلمانان د توانمندی له لحاظه پداسی موقف کی ندی چه
 د امپريالیزم سره مقابله وکړی٠مګر مسلمانان کولی شی چه د امپرياليزم نوکر
حکمتونه لکه سعودی عرب،اردن،افغانستان،پاکستان، مصر،ترکيه او نور
 نړيوالوته رسوا او د داسی رژيمونو سره خپل پيوستون قطع او ددی هيوادو
خلک سمی لاری ته هدايت کړی ٠
په درناوی[/quote:476e9ec36d]

ښاغلې څپاند صاحب:
نه آمپریالیزم ځمونږ ددرد لپاره دوا کیږي، او نه کمونیزم،
کمونیزم خو مو هاغه دې پرون په سترګو ولید، او دادې امپریالیزم نن په سترګو وینو چې څه کانې يي راخیستي دي،
ځمونږ درد دوا یواځې معتدل اسلام دې ، معتدل اسلام ، چې دهرچا حق په کې خوندې وي، هر څوک په کې آزادي ولري، چوکۍ په کې دچا دپلار میراث نه وي، بلکه دټول ملت په خوښه او مشوره ورته مناسب مسلکي خلک ټاکل کیږي.

او آزموده باز آزموده نمیشود، خادیانو خپل امتحان و رکړې هغوي میدان ته دراوستو نه دي، او همدارنګه دمجاهد په نامه ځینې لنډغر هم باید له سیاسي صحني لیري شي، او داسې څوک چوکۍ ته راشي چې ملي مفکوره ولري، او دهیڅ یو افغان په وینه يي لاسونه ککړ نه وي، او هم دپردیو استخباراتي شبکو ښکار نه وي، ملي وي، او ملت ورسره ولاړ وي،او بس.



ع کريم حليمي
07.06.2008

لمړی تاسوته خپل سلامونه په عرض رسوم 
[quote:864245d2ec]د امپریالیزم ګټه دتل لپاره پدی کی نغښتی ده چه نړی په دښمنو ډلو وويشی٠
پرون ئی مسلمانان د کمونيزم پ ضد راپارول او د هغو نه ب ئی حمايت کوه٠نن
مسلمانانوته تروريست وائی او په اسطلاح دموکراتيک قو تونه د مسلمانانو
سره جنګ او دښمنی ته رابولی٠ [/quote:864245d2ec]
سمه خبره ده موږ ئې منو !
هر جسمي مريضۍ او اخلاقي مريضۍ د علاج لپاره اول دا پکار دي چه 
د مرض تشخص وسي کله چه تشخص وشو ، بيا د هغه مرض لپاره دوا سته 
داچه تاسو د دې اخلاقي مريضۍ تشخص کړی ، دا ډېره د خوشحالۍ خبر دی 
دا چه په پوهېږو چه په څه مرض ئې اخته کړي يو ، او دوا نه خورو دا نو يو 
لوی حماقت دی ، غر که لوړ دی لار پر سربېره ده 

هو! کله چه  څوک پوه شوه چه حريف له کومو اصولو او اسلحې کار اخلي 
مخه ئې ونيول سي ، او کله چه په دښمن خبر سوې چه له کومي لار حمله 
کوي ، نو مخ نيوئ خو ئې ډير ساده کار سو 
خبره داده چه اکثره مسلمانان لکه د سلطان محمود ټمبلان ،عمل نه کوي 
نارې وهي 
مه راګوری پر اسلام حمله وسوه ، ولاړ سه ، ته هم يو داسي تخم وشنده 
او د يوې سياسي اسلحې کار ځندي واخله ، ښه! د حريف ټوله حربي 
دستګاه خو دي په صفر کي ضرب کړه ، په انتحاري حملو 
د نفاق د تخم مخه ئې هم ونيسه ، ملي منافع وپېږنه ، انتحار خو د بل په 
زوی کوي ، نه غواړې چه تر شخصي منافعوو  ملي منافعوو ته اوليت ورکړي 
خو بيا تربور درسره سميږي ٠ دلته نو د مسلمان پښتانه ملا شاته ده 
پر دې ئې اتفاق کړی چه اتفاق نه کوو ، دا په معنا د دې چه : د خپل ورور 
منافع نه ساتو ، لکه شرمښان مخ په مخ به پراته يو ، حريف ته به مو شا
ورګرځولې وي ، نتيجه داده چه حريف مو هر وخت په څټ کي راسپور وي 

حب له وروره سره پيدا که ،حب البقاء پيدا که  دا اوس چه اولادونه تر شا 
پرېږدې ، دا بقا خو چنداني بقا نده  چه اولاد دي د جنګ په مېدان کي لويوې 

دغه په ښه غوږ واورۍ او 31 جوزونه لري 31 سره په څو ورځو واورۍ 
http://youtube.com/watch?v=amLDfAMnLVc

  به


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more