نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دستگير خروټی : روشنفکران او ايديولوژي (2)
13م ميلمه
28.05.2008
[color=yellow:6552740659]دستگير خروټی[/color:6552740659] 05.05.2007
[size=24:6552740659][color=darkred:6552740659]روشنفکران او ايديولوژي[/color:6552740659][/size:6552740659]
[color=white:6552740659]دوهمه برخه[/color:6552740659]
[color=darkred:6552740659]٨[/color:6552740659] ـــ [color=yellow:6552740659]ايديولوژي د ستونزو د ساده کولو سيستم دی[/color:6552740659]. په دې فکري سيستم کې چلند دوگونې ځانگړتيا او شيان يوازې دوه خواوې لري او ستونزو ته، نړۍ ته، پيښو ته او انسان ته په همدې دوگوني دود کتل کيږي. دلته ټول شيان يا بد او يا ښه دي. ټولنه هم د همدې ساده او دوگوني دود په اساس ويشل کيږي. د حکومتونو په برخه کې له ورته چلند څخه گټه اخستل کيږي - [color=yellow:6552740659]" دوی" او " موږ"، انقلابي او مرتجع، مسلمان او ملحد[/color:6552740659]. دلته يوې مسلې ته پام را اروړل غواړم چې د افغاني ټولنې واکمن تفکر او دودونه هم د ساده کولو له کار سره مرسته کوي او [color=white:6552740659]ددې ټولنې په ټولنيز ذهنيت کې هم " دوگونی چلند" واکمن رول تر سره کوي، چېرې چې د شيانو په نسبي والي سترگې پټيږي او همدارنگه په دې چلند کې د شيانو د درېم حالت، بديل او الترناتيف له پاره ځای نشته دی[/color:6552740659]. په تاريخي لحاظ دې ډول چلند ته د هغه دوران چلند ويل کيږي چې علم او پوهه نه وه او دا د ابتدايي او د قبيلوي ټولنو چلند دی. په افغاني ټولنه کې په پېړيو پېړيو له شيانو، ستونزو او پيښو سره په دوه گوني دود چلند شوی او زه به هڅه وکړم په راتلونکي کې د ټولنې د واکمنو دودونو او د ايديولوژي د اړيکو په هکله ځانگړې ليکنه وکړم.
په ايديولوژيکو واکمنيو کې د جرم، جنايت، خيانت، دوست، دوښمن... مفهومونه په بې سارې توگه ساده کيږي او په ډېره ساده توگه تعريف کيږي.[color=yellow:6552740659] نه يوازې دا او هغه وگړی، نه يوازې دا او هغه ډله او گوند، بلکي يو قوم، د يوۀ مذهب پيروان او يا د يوې ژبې ويونکي په بشپړه بې پروايي سره په دوښمني نيول کيږي او په هماغه قبيلوي او د منځنيو پېړيو په دود د يوۀ قوم هر غړی، د يوۀ مذهب هر پېرو او د يوې ژبې هر ويونکی د وژلو، ځورولو او ترټلو موخه گرځي[/color:6552740659] د بيلگې په توگه هيتلر يهوديان، سټالين په شوروي کي دا او هغه اقليت، د طالبانو د مزاروالي ملا نيازي په مزارکې هزاره گان په دوښمني ونيول. ملا نيازی وايي:
" هزاره گان درې لارې لري: يا بايد سنې مذهب ومني، يا ايران ته ولاړ شي او يا بايد مړه شي"
په ايديولوژي کې نه يوازې د جرم، جنايت ... مفهومونه ساده کيږي، بلکې[color=white:6552740659] د نيولو، بندي کولو، محاکمه کولو او وژلو قضاوت هم ساده او گړندی کيږي. همدادم طالبان په څومره اسانۍ او بې مسوليتۍ سره د انسانانو سرونه پرې کولی شي[/color:6552740659]. په څومره اسانې سره د انسانانو تنې په ونو راځړولی شي او همدارنگه [color=darkred:6552740659]په څومره ساده گې يو دولس کلن هلک دې ته چمتو کيږي چي د يوۀ سړي غاړه غوڅه کړي. د افغانستان د دريو لسيزو تجربې په څرگنده توگه ښيي چې ايديولوژي څه ډول د نورو په وړاندې کرکه او نفرت ايجادوي او له انسانانو حرفوې جلادان جوړوي[/color:6552740659].
په نړۍ کي هميشه ستونزې وې او ستونزې به وي او داسې ټولنه نه پيدا کيږي چې ستونزې ونه لري. هر ځای ستونزې شته او ژوند له ستونزو سره مل دی. کله کله ټولنې يو بل ته ورته ستونزې لري. په ډېرو ټولنو کي لوږه او بيکاري شته دي. په ډېرو ټولنو کي سياسي نابرابرئ، بې عدالتي او ټولنيزې ستونزې شته دي خو د ستونزو د پېژندنې او بيا د هغوی په حل کولو کې له يو بل سره توپيرونه شته دي. په يوشمېر ټولنو کې د ستونزو په وړاندې په بې تفاوتۍ سره چلند کيږي او ستونزو ته د يوۀ منل شوي شي په سترگه کتل کيږي او يا هم ورته د نصيب او قسمت نوم ورکول کيږي. همدا دې نصيب دی، همدا دې برخليک دی، همدا دې برخه ده، همدا ومنه، په همدې قناعت وکړه او همدې ته سر ټيټ کړه.
کله کله سړی فکر کوي چي په ټولنه کې بې عدالتې، استبداد، ظلم او بې شمېره ناخوالې او ستونزې د عادت له مخې منل شوي دي او دا حالت د ټولنې د برخليک يوه نه جلاکيدونکې برخه گڼل کيږي. [color=white:6552740659]دا ډول يو ذهنيت په ټولنه کې له يوې خوا د استبداد او بې عدالتيو له کاراو دوام سره او له بلې خوا په ټولنه کي د کهولت او ټمبلۍ له حالت سره مرسته کوي.[/color:6552740659] د استبداد پاڼې هغه وخت په زېړيدو شي او هغه نسکوريږي چې کله ټولنه په دې پوه شي چي استبداد، بې عدالتي او ناخوالي د دوی د برخليک آزلي او ابدي برخې نه دي، موجود حالت بايد بدل شي او موجود حالت بې له شکه بدليدونکی دی. دنيا نه بايد په ځان تنگه شي. نړۍ پراخه ده او دلته د ځمکې په سرد نيکمرغۍ له پاره هڅې کول په کار دي او دلته د ځمکې په سر د انسان د نيکمرغه کولو بې شمېره منابع او امکانات شته. انسان د همدې هڅو په برکت ددې وس تر لاسه کړ چې ډېر څه بدل کړي او ناممکېن په ممکېن واړوي. انسان په بدلون پسي گرځي او انسان په خپله د بدلونونو پايله ده. انسان له هماغه پېله په دې هڅه کې دی چې څه ډول ناشوني په شوني بدل کړي. همدادم خو انسان له پخوا څخه په زياته کچه او پېاوړې توگه د ناممکېناتو په ممکېن کولو لگيا دی.
المانې فيلسوف هگل په خپل "دتاريخ په فلسفه" کې ليکي:
" تر هغو چې مريي خپله بندگي منلې ده او هغه خپل برخليک بولي او ددې په فکر کي هم نه وي چي له شته اړيکو څخه پرته، له باداره سره بل ډول اړيکې هم شته دي هر څه ارام او بې جنجاله پاتې کيږي، خو دا اړيکې هغه وخت جنجالي کيږي کله چې مريی په دې پوه شي چي بادار له خپله مقامه را ټيټولی شي له بادار سره په جگړه کې راځي شايد بری تر لاسه کړي او يا هم مات شي. خو هغه نور پوهيږي چي له موجودو اړيکو پرته نورې اړيکې هم شته دي " .
[color=white:6552740659]په ټولنه کي د استبداد او ناخوالو د منلو عادت هغه وخت ماتيږي چي د موجود حالت په هکله پوښتنې، شک او ترديد را منځ ته شي او دعقل په بنياد، چېرې چې هم د شک کولو لپاره ځای شته او هم د بدلون له پاره هڅه کيږي له ستونزو سره تلنه وشي[/color:6552740659].
په يو بل شمېرټولنوکي بيا هر څه په دولتونو پورې اړه لري، هر څه د دولت په غاړه دي او دولت د ټولو شيانو رهبري او څارنه کوي. په شمالي کوريا کې هر څه د دولت تر څارنې او کنترول لاندې حل کيږي. [color=yellow:6552740659]ټولنه په بشپړه توگه په دې هکله يو پاسيف او د انتظار حالت لري. ټولنې په ټولو برخو خپل واک او خپله خپلواکي له لاسه ورکړې ده[/color:6552740659].
په بل شمېر ټولنو کي بيا نه ستونزو ته د قسمت او نصيب په سترگه گورې، نه دولت هر څه دی او نه هر څه د دولت تر څارنې او کنترول لاندي دي. په دې هيوادونو کي [color=white:6552740659]ټولنې د خپلواکيو په لرلو سره د ستونزو په حل کي فعاله برخه لري او هر څه هغه ډول نه حل کيږي چي دولت يې غواړي، بلکې ټولنه د حل کولو په کار اغېزه او تاثير لري [/color:6552740659]او په مهمو مسلو کې وروستۍ خبره د ټولنې ځانگړی حق دی. په دې هيوادونو کې ټولنې د دولت په خاطر نه، بلکې دولت د ټولنې په خاطر دی. [color=darkred:6552740659]دلته ټولنه د دولت پېروي نه کوي، بلکې دا دولت دی چې د ټولنې پېروي کوي او دا د دموکراتيکو ټولنو کار او ځانگړتيا دي[/color:6552740659].
هر څومره چي ټولنه د خرافاتو، نصيب او قسمت له منگولو خلاصه وي او هر څومره چي ټولنه پوهه او علم ولري په هماغه اندازه مناسبې او عاقلانه پريکړې کولای شي. هرڅومره چي ټولنه سياسي شوي وي او په ټولنه کې پرانيستې سياسي فضا موجوده وي او همدارنگه څومره چي ټولنه خپلواکه وي په هماغه اندازه د خپل برخليک د ټاکلو په کارکي ونډه اخستلاي شي او په ستونزو غلبه کوي.
همدادم موږ په داسي يوه نړۍ کي ژوند کوو چي شيان، پيښې او په تېره بيا ټولنيزې ستونزې په بې سارې توگه پېچلې او بدليدونکې دي، کوم چي ژوره مطالعه، ژوره او څواړخېزه څېړنه او پېچلی حل غواړي.
په دموکراسي کي مسايل پېچلي او مشکل کيږي او [color=white:6552740659]دموکراسي په خپله يو مشکل سيستم دی. په دموکراسي کې حوصله او زغم شته دي او هېڅکله ستونزې او په تېره بيا ټولنيزې ستونزې د قوماندې او ټيل وهلو په دود نه حل کيږي[/color:6552740659]. دموکراسي هېڅکله هم د ټولنيزو ستونزو په حل کې په قطعي او غوڅ ځواب پسي نه گرځي. په دې سيستم کې له مسلو او په تېره بيا له هغو مسلو سره چې له ټولنې، انسان او انسانيت سره اړيکې لري نه په منډه تلنه کوي او نه په اسانۍ او ساده گۍ سره ور باندې قضاوت کوي. د بيلگې په توگه د واک بدلولومسله به را واخلو.
[color=yellow:6552740659]ايديولوژي د واک بدلولو او يا د واک لېږدولو له پاره په بلوا، شورش او انقلاب کولو تکيه کوي [/color:6552740659]او د انقلاب لاره په رښتياني توگه ډېره اسانه او په څو گړيو کې کولاي شي واک بدل کاندي، خو د انقلاب لاره په بشپړه توگه له رنگارنگو گواښونو ډکه لاره ده. [color=darkred:6552740659]د انقلابونو اصلي ستونزه د واک بدلون او د واک لېږد نه دی، بلکې اصلي ستونزه داده چې د واک له بدلولو اود واک له لېږدولو وروسته به څه کيږي ؟[/color:6552740659]زه هم پرون انقلابې وم. زه هم په دې باور وم چې د شته ستونزو د حل کولو يوازنۍ لاره انقلاب دی. ما هم د نورو په څېر بيړه درلوده چې انقلاب بريالی شي او گوند واکمن شي ترڅو ستونزې په يو ځل او د همیشه له پاره حل شي. خو هېچا په دې فکر نه کاوۀ چې له انقلابه وروسته به څه کيږي. [color=yellow:6552740659]دموجود سيستم په ړنگولو سره به کوم سيستم او په کومو امکاناتو د هغه ځای نيسي ؟ [/color:6552740659] په رښتيا واک په څو گړيو کي بدل او ولېږدول شو. په چټکۍ سره يوه گوندي واکمني هم جوړه شوه او په گټل شوي قيمارکې له هماغه پېله هر چا د زمري د ونډې د تر لاسه کولو هڅه کوله. موجود سيستم هم ړنگ شو، خو نه انقلابې واک ټينگ شو او نه هم په يوې ستونزې غلبه وشوه، بلکې [color=white:6552740659]نويو ستونزو اود لويو لويو تراژيديو توفان سر را پورته کړ او يوه بې سارې او هر اړخيزه غمېزه پېل شوه چي تر اوسه يې هم تلافي نه ده شوې. دا لويه او هراړخېزه غمېزه له يوې خوا په ډاډمنه توگه ددې ثبوت ورکوي چې د ثور اومه يو سوچه ناورين وو، هغه ايديولوژي چي ددې ناورين توجيه يې کوله او د ځمکې په سريې د جنت جوړولو وعدې ورکولې دروغ وه[/color:6552740659] او له بلې خوا [color=white:6552740659]دا لويه غمېزه موږ په دې مکلف کوي چې د افغانې ټولنې په وړاندي، د هرې کورنۍ په وړاندې او د هرافغان په وړاندې د ملامتېا سر ټيت او ورنه بخښنه وغواړو.[/color:6552740659] موږ بايد دي حقيقت ته غاړه کېږدو او دا پوهه ولرو چې [color=red:6552740659]په انقلابونو د هغوی د ارمانونو له مخې نه، بلکې د هغوی د پايلو له مخې قضاوت کيږي. همدارنگه په انقلابونو د هغوی د شعارونو او نارو له مخې نه، بلکې د هغوی د لاس ته راوړونو له مخې قضاوت کيږي[/color:6552740659].
مجاهيدين د واک د تر لاسه کولوپه منظور د يو بل د نفې کولو او له منځه وړلو په کار کې د بربرانو(وحشېانو - [size=9:6552740659]13م[/size:6552740659]) په څېر له دوو او درو لورو په کابل را توی شول. دې تورو لښکرو ځان ته د هرڅه کولو اجازه ورکوله، خو دوی د اسلام په شمول د هېڅ ډول اصولو په مراعات کولو مکلف نه وو. دوی ددې پروا نه کوله چې د دوی وژونکې او بې عقله سياسي سيالۍ د لس گونو زرو بې گناه انسانانو ژوند اخلي. دوی ددې پروا هم نه کوله چې په خپلو راکټونو او اوراگانو سره د نسلونو نسلونو دکار پايلې له منځه وړي او يو ښکلی ښار ورانوي. [color=yellow:6552740659]د دوی زړونه د ډبرو او وجدانونه يې ويدۀ وو. دوی يوه موخه درلوده، د واک له پاره د واک تر لاسه کول. دکابل پراخې وژنې او کنډوالې به د هميشه له پاره د مجاهد په ټنده تورداغ وي[/color:6552740659]. له دې ټولو ناخوالو، تېروتنو او جنايتونو سره سره دوی د ټولنې او خپلو خلکو په وړاندې په شخو او جگو غاړو گرځي، خو د بيگانگانو په وړاندې دا شخې غاړې د يو ځل په ځای پنځه ځله ټيټيږي. دلته [color=white:6552740659]په ټينگار سره باېد وويل شي د مجاهد، کمونست، طالب، ملا او جنگ سالار له شرڅخه د ژغورولو لاره د ټولنې خپلواکي او سياسي کېدل دي[/color:6552740659].
په دموکراسي کې د انقلابونو او ديکتاتوريو په شان، نه واک په څوگړيو کې بدليږي او نه په څوگړيوکې واک لېږدول کيږي. دلته واک په سوله اېزه توگه، د خلکو د ارادې په بنياد بدليږي او دا نه د څو ورځو کاردی او نه په منډه ترسره کيږي. همدا گړۍ په فرانسه کې د واک د بدلون او د واک د لېږدولو له پاره څومره کلکه او سخته سيالي روانه ده او [color=yellow:6552740659]په رښتيانۍ توگه دا تر بلواگانو، کودتاگانو او انقلابونو پېچېلې او سخته لاره ده. دلته د ټوپک او وژلو په ځای د خلکو اراده پريکړه کوي[/color:6552740659].
[color=darkred:6552740659]٩[/color:6552740659] ـــ [color=yellow:6552740659]ايديولوژي د الترناتيف او نسبيت د نه منلو سيستم دی[/color:6552740659]. د ليکنې په پورتنيو برخو کي د مطلقيت، دمطلق حقيقت په هکله ددې او هغه ايديولوژي د نه بدليدونکو دگمونو په هکله څرگندونې وړاندي شوې. دلته به د ايديولوژې او د نسبيت په هکله او همدارنگه به د ایديولوژيکو واکمنيو او الترناتيف په هکله لنډ مطالب وړاندې شي.[color=white:6552740659] ايديولوژېک ځواکونه يوازې په خپلو انديښنو حساب کوي او هغوی ورته يوازنی قانون ښکاري[/color:6552740659].
په شوروی ارشد! کي د اويا کلنو په موده کي د يوۀ گوند واکمني وه. په ټولنه کي نه ددې گوند په وړاندې کوم الترناتيف موجود وو او نه هم ددې گوند ايديولوژي د نسبيت منلو ته چمتو وه او[color=yellow:6552740659] د واکمنې ايديولوژي په وړاندې خو د کوم فکري الترناتيف په هکله خبرې کول له جرم او جنايت څخه عبارت وو[/color:6552740659]. همدادم نږدې ديرش کاله کيږي چي په اېران کي د منځنيو پېړيو په دود د اخوند او ملا د واکمنۍ الترناتيف د منلو وړ نه دی . پرون په شوروي کې واک د سټالين او برژنيف ... مالکيت وو او تر څو چې ژوندي وو واک د دوی وو او نن په کوبا، شمالې کوريا، ليبيا او په اسلامي ايران کي بيا د موجودو واکمنو الترناتيفونه نه پيدا کيږي. تر څو چي دا ځان پالونکي پيشوايان او ديکتاتوران ژوندي وي واک به هم د دوی وي. [color=white:6552740659]د دوی واکمنيو ته له يوۀ لوري د بې خدايه مارکسېزم او له بل لوري د سياسي اسلام په وسيله قانونيت ورکول کيږي[/color:6552740659]. کله چې په ټولنه او په تېره بيا د واکمني په برخه کي نسبيت او الترناتيف لاره پيدا کوي نه يوازي به د مطلقيت ديوالونه نړيږي، بلکې ايديولوژيکې پولې به هم ماتيږي.
[color=red:6552740659]ترايباليزم هم ایديولوژي ده[/color:6552740659].
د وروستيو لسېزو او د اوسمهال تجربې ښيي چې افغانستان د افراطي تفکر د تېريو په وړاندې نه يوازې په ښکاره توگه بې وسي ښيي، بلکې [color=yellow:6552740659]دلته له يوۀ افراط څخه په خلاصيدو بل افراط سر را پورته کوي. دلته هم د افراطي تفکر د منلو او هم يې په پلي کولو کې له بيړې او نۀ سنجش کولو کار اخستل کيږي[/color:6552740659]. [color=white:6552740659]پرون موږ د قبيلې زامنو د مارکسيزم د منلو او بيا د هغۀ د پلي کولو په کارکې په بې سارې توگه بيړه وکړه. اوهمدارنگه اسلامې ډلو له هماغه پېله چې شمېريې سلگونو کسو ته نه رسيدو د اسلام په سياسي کولو او بيا پلي کولو کې د ورځو حساب کاوه[/color:6552740659].
ددې بيړو او له عقل او سنجش څخه د کار نۀ اخستلو لامل او علت څه دی؟؟
[color=yellow:6552740659]ددې ډول بيړو او منډو علت په ټولنه کې د علمي او فکري لارښوونې نشتوالی دی او يا په ټولنه کي د ترايباليزم پېاوړتيا ده. او يا دا دواړه ؟[/color:6552740659] د افغانې ټولنې په ژوند کي، ددې ټولنې په ټولنيز ذهنيت کې او ددې ټولنې په تلنو او چلندونو کې[color=white:6552740659] د هر بل فکري سيستم په پرتله ترايباليزم پېاوری او په ډېرو برخو کې د قضاوت کولو او عمل کولو معيار بلل کيږي. ترايباليزم نه يوازې يو ټولنيز ذهني ځواک دی، بلکې يو ټولنيز او حقوقي چلند هم دی[/color:6552740659]. په دې او هغه ايديولوژي کې دا حکمونه او يا ددې او هغۀ پيشوا فرمانونه او دستورونه دي چې د انسانانو په حقونو او ازاديو يرغل کولو ته قانونيت ورکوي، [color=yellow:6552740659]خو په ترايباليزم کې بيا دا ډول تېری او يرغل د منځنيو پېړيو د زړو دودونو او نرخونو په وسيله توجيه کيږي. په بل عبارت ويلای شو په ترايباليستي ايديولوژي کې، دا دودونه او شرمونه دي چې د حکمونو او دگمونو دنده تر سره کوي.[/color:6552740659] همدارنگه په ايديولوژي کې انسان او د هغۀ حقوق او ازادي ددې او هغۀ حکم قرباني کيږي، خو په ترايباليزم کې بيا دودونه، نرخونه او نومونه دي چې په ډېره آسانۍ او بې پروايۍ سره د انسان حقوق، ازادي او ژوند اخستلای شي.
په ترايباليستې ذهنې چاپېريال کي کله کله دودونه او رواجونه د مذهبې حکمونو په شان مقدسه بڼه غوره کوي او نه منل يې گناه بلل کيږي. همدادم په افغانستان کې دودونه په پراخه، هميشنۍ او پرله پسې توگه په تېره بيا د ښځو په حقونو او ازاديو تېری او غورځی کوي. [color=white:6552740659]دا د منځنيو پېړيو او پلارسالاري زاړۀ دودونه نه يوازې تېري کوونکي او غورځي کوونکي دي، بلکې د تلنو او قضاوت کولو معيارونه هم دي[/color:6552740659].
"[color=yellow:6552740659] دا د موږ دود نه دی چې نجلۍ ښوونځي ته ولاړه شي، خو دا دموږ دود دی چې د يوۀ جنايت په بدل کي درې ښځې ورکړل شي [/color:6552740659]..."
ترايباليزم سره ددې چې له يوې خوا پلارواکه او له بلې خوا له نورو د جلا کولو ايديولوژي ده، خو [color=white:6552740659]" مدرن ترايباليزم" کوم چي د مدرن کيدلو او نړيوال کيدلو ضد يو فکري سيستم دی " د جلا کولو" په لوري تکيه کوي او غواړي يو هيواد، يا ټولنه او يا د ټولنې يوه برخه په هماغه قبيلوي دود سره په ديوالونو کې را ايساره کړي [/color:6552740659]او له نورې نړۍ يې جلا وساتي. ددې لامل دادی چې [color=red:6552740659]دا فکري سيستم نه د قانون مراعات کولو وړتيا لري او نه په ننۍ نړۍ کي د دندو او مسؤليت اخستلو ته چمتو دی[/color:6552740659].
په ترايباليزم کې نه يوازې ژوند دودونو په وسيله تنظيم کيږي، بلکې کله کله افسانې هم د ژوند لارښوونه کوي. دلته انديښنې او قضاوتونه د لاملونو په ځای د تاثيراتو په بنياد منځ ته راځي او پلې کيږي. په بل عبارت [color=yellow:6552740659]ټولنيز ذهنيت د لاملونو په ځای دپايلو په بنياد جوړيږي، چېرې چې احساسات او عواطف د عقل او خرد په ځای عمل کوي[/color:6552740659].
زه په دې باور ېم چي [color=white:6552740659]د افغاني ټولنې په ذهني او فکري ژوند کې د ترايباليزم پېاوړتيا په بيړه د ايديولوژيو د منلو او بيا د عمل په لارښود د هغوی په بدلولو کې ټاکونکی رول تر سره کوي[/color:6552740659]. په خپله ايديولوژيگانې بې له دې چې څه شکل، څه ځانگړتيا او څه آرمانونه لري، کمونېزم دی، شوؤنېزم دی، سکټرېزم دی او که مذهبې بنسټ پالنه ده هر يو يې خپله توجيه په ترايباليزم او ترايباليستي چلند کې پيدا کوي. [color=red:6552740659]د ما له پاره ترايباليزم د ايديولوژيگانو مور بلل کيږي[/color:6552740659].
ترايباليزم په تربگنېو، ويشلو، " موږ" او " دوی" لوري نيولو، ځان پوره بللو او د ځان په شان د نورو په کولو سره مشخص کيږي. ترايباليزم په بشپړه توگه راديکال او د نورو د نه منلو خصوصيت لري او دا هغه ځانگړتياوې دي چې په هره ايديولوژي کې پيدا کيږي. پرون د مارکسيزم د منلو او بيا د هغۀ د پلي کولو په کار کې د بل هر ټولنيز او ذهنې جوړښت په پرتله ترايباليستي ذهنيت او چلند پېاوړی رول درلود. لامل هم دا وو چی [color=yellow:6552740659]مارکسيزم هم په تېره بيا د خپلو طبقاتي اصولو په بنياد له يوې خوا په ټولنه کې د ويش له چارې سره مرسته کوي او له بلې خوا په راديکاله او غوڅه توگه لوری نيسي او نن بيا د بل هر ټولنيز جوړښت په پرتله ترايبالستي جوړښتونه دي چي د مذهبې بنسټ پالنې د يوې پېاوړې ټولنېزې پايگاه په توگه رول تر سره کوي[/color:6552740659]. په ځانگړې توگه په وزيرستان کي د ژوند په ټولو اړخونو د مذهبي بنسټ پالنې ولکه او پېاوړتيا د پورتني حالت يوه څرگنده بيلگه ده. که د پېل شوي تور انقلاب مخنيوی و نه شي نه يوازې به دڅو نسلونو کار او د کار پايلې له منځه يوسي، بلکې د ژوند په ټولو برخو کي به د ډېر لوی مصبيت او ويجاړيو لامل هم شي. دا په دواړو، افغانستان او پاکستان کې نه يوازې کمزوره دموکراسيو ته گواښ دې، بلکې ددې دواړو هيوادونو موجوديت هم له گواښ سره مخامخ کولای شي.
د ترايباليزم او مذهبې بنسټ پالنې په يووالي کې انسانان او د هغوی عقلونه او انديښنې په يرغمل نيول کيږي. دلته کرکه واکمنه کيږي، کومه چي له زورزياتي، غضب، تباه کولو، مسخ کولو، توهين کولو اوسپکولو سره مل ده. همدارنگه دلته په ټولنيز عملونو او حرکاتو کې دا ډار، کرکه او انتقام اخستل دي چي ټاکونکی رول تر سره کوي. دلته له ژوند سره د انسانانو اړيکې يو اړخېزه، عاطفي او احساساتې بڼه غوره کوي او له انسانانو د نانځکو او پسونو په څېر کار اخستل کيږي. [color=white:6552740659]دلته قبيلوې جوړښتونو ددې له پاره بنسټ پالنې ته پناه ور وړې چي د نويو او مدرنو جوړښتونو په وړاندې يې ساتنه وشي. په ذهني برخه کې هم له يوې خوا قبيلوي زوړ پالې افراطي ځانگړتياوې او له بلې خوا انتقام اخستونکی چلند له بنسټ پالنې سره د قبیلې د يووالي له چارې سره مرسته کوي[/color:6552740659]. د مدرنې او مدني ټولنې د جوړولو دکار بری د قبيلوي اړيکو په ړنگولو کي دی او نن په تېره بيا مدرنېزم او گلوباليزم په بې سارې زور او چټکۍ سره زاړه جوړښتونه او دودونه له گواښ سره مخامخ کړي دي.[color=yellow:6552740659] دا هم کيدای شي چي د گلوباليزم چټکې ودې په دې سېمه کي د زړو جوړښتونو پېاوړی او پراخ عکس العمل را پورته کړی وي[/color:6552740659].
يو شمېر بيا په دي باور دي چي په افغانستان کې د بنسټ پالنې، افراط، افراطي چلندونو، افراطي تگلارو او افراطي قضاوتونو لامل ناپوهي او بې عقلي دي. د بې عقلي او ناپوهۍ په هکله دا ډله خپل منطق او استدلال لري. کله چې له عقل څخه کار نه اخستل کيږي، نو بې عقلي عمل کوي. کله چي له پوهې څخه کار نه اخستل کيږي، نو ناپوهي به عمل کوي. دا رښتيا خبره ده چي د سنجش کولو او قضاوت کولو په کار کې د عقل په ځای په احساساتو تکيه کيږي. [color=white:6552740659]دلته نه د دنيا په هکله له عقل څخه کار اخستل کيږي او نه هم د دين په هکله له خپل عقل د کار اخستلو دود شته دی[/color:6552740659]. دا ډول يو چلند نه يوازې د ټولنې ستونزه ده، بلکې په پراخه اندازه د روشنفکرانو ستونزه هم ده. [color=yellow:6552740659]له بده مرغه يو شمېر روشنفکران هم د سنجش کولو او قضاوت کولو په کارکې د عقل او خرد په ځای په احساساتو، قومي او ژبنيو اړيکو... ډډه لگوي او بيا د همدې احساساتو په بنياد حکم کوي [/color:6552740659]اود پلي کولو په کارکي يې له نورو د ملاتړ غوښتنه هم کوي. يوشمېر بيا موجود او را روان گواښ نه ويني او يا يې خپلې هيلې او موخې په همدې را روان گواښ پورې تړلې او فکرکوي د همدې په بري سره به په افغانستان کي خپلې په تېره بيا سياسي موخې تر لاسه کړي. فکر کوي په همدې وسیلې سره به خپل بايللی رول بيا ترگوتو کړي. دا نه يوازې ډېره لويه تېروتنه ده، بلکې [color=red:6552740659]دا ډول وگړي خپله روشنفکري هم تر پوښتنې لاندې راولي[/color:6552740659].
[color=red:6552740659] يو هيواد او دوه سيستمونه[/color:6552740659]
زه دې مسلې ته پام راړول غواړم چې په افغانستان کې تر اوسه هغه تضمينونو نشته دي چې افغانستان دې تجزيه نشي او دموکراسي دې ناکامه نشي. په افغانستان کې دموکراسي ته نه يوازې له پاسه لوري، بلکې اصلې او پېاوړی گواښ له کوزه لوري متوجه دی. [color=yellow:6552740659]په افغانستان کې نه هغه اساسي قانون شته دی او نه د ترکيې په شان پوځ لرو چې د دموکراسي ساتنه وکړي همدارنگه نه ناتو دې ته چمتو دی چې دلته د پنځلسو او شلو کالو له پاره وجنگيږي[/color:6552740659]. مذهبې بنسټ پالنه نه يوازې د افغانستان، بلکې په ځانگړې توگه د سيمې او د نړۍ د اوږدې مودې ستونزه ده او [color=white:6552740659]همدادم مذهبي بنسټ پالنه نه يوازې د يوۀ فکري ځواک په توگه، بلکې د يوۀ ټولنيز، سياسي او جگړييز ځواک په توگه په تېره بيا په سېمه کې د پېاوړتيا او پراختيا لاره وهي[/color:6552740659]. که ناتو د هيواد په جنوبي او شرقي برخوکې له ماتې سره مخامخ شي او د پولې په هغه بل لوري کې هم د طالبانو نفوذ او واک نور هم پراخ او پېاوړی شي ددې امکان شته دی چې طالبان په همدې سېموکې د يوۀ خپلواک اسلامي دولت د جوړولو غوښتنه را پورته کړي. که دا ډول يوه هڅه کيږي د هغې په وړاندې افغانستان څه کولای شي. د دا ډول يوۀحالت په وړاندې به د پاکستان عکس العمل څه وي، غربيان به کومه لاره خپلوي او د سيمو د هيوادونو په تېره بيا د ايران، هندوستان او روسانو دريځ به څه وي.
داسې امکانات هم شته دي چې طالبان جگړه خوشې او سياسي فعاليت پېل کړي او سبا د ټاکنو له لارې په تېره بيا د هيواد په جنوب او شرق کي واک تر لاسه کړي او په دې سېمو کې دشرعيت د پلي کولو په منظور يو خودمختار حالت اعلان کړي. ددې حالت په وړاندې به د دولت تر څنگ په ځانگړې توگه د هيواد د شمالي او مرکزي برخو دريځ څه ډول وي ؟ [color=yellow:6552740659]دا ډول حالت به په افغانستان کې بې له شکه د " يو هيواد او دوه سيستمونو" ستونزه را پيدا کړي[/color:6552740659]. په موجوده اساسي قانون کې د داسې حالت د مخنيوي په هکله هم ژمنې نشته دي. هغه څه چې په ډاډمنه توگه د دا ډول يوۀ حالت مخنيوی کولای شي دموکراسي دی، چېرې چې دولت او دين له يو بل څخه جلا او خپلواک وي.
په داسې يوۀ هيواد کې، چېرې چې نه ملت جوړ شوی، نه ملي هويت خپل ځای نيولی او نه یو پېاوړی دولت شته دی د " يو هيواد او دوه سيستمونو" د حالت پايلې به څه وي؟ کورنئ جگړې، د افغانستان تجزيه کيدل ... خېر! دا يوه نظريه ده او کيدای شي سمه نه وي. د سياسي پيښو وړاندوينه هم اسانه کار نه دی. ښه به دا وي چې په دي هکله د پيښو د پراختياوو، څرنگوالی اود هغوی د لورو څارنه وشي.
نور بيا
[size=9:6552740659]ېادونه : دليکنې ځينې برخو رنګونه ما بدل کړي 13م ميلمه[/size:6552740659]