د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

كرزيه ته مسؤل يې!؟

Nazar
26.05.2008

كرزيه ته مسؤل يې!؟

ســـــــــــــــــــــــنډاخوبيا پړى شكولى***چوپانه ساته چې دې سورى نه كړي ډارنه

۰۳ـ۰۲ـ۲۰۰۸غېســـــــــــــــى

گرانوهېوادوالو او نړېوالو!

په مسؤليت سره ليكم چې دبن كنفـــــرانس يواړخيزې پرېكړې وكړې،داځكه چې دسيتميانوپه استازيتوب سرتمبه يونس

((غيرقانوني))،ستارسېرت اونورويې په يوه موزه دوه پښې منډلې وې او دمسكو په لارښوونه په مخ تلل،دالمان دولت ډېرخوشبين ؤ چې گوندې هرڅه به سم اودبن دكنفرانس پرېكړې به عملي شي خوداسې ونه شول له دې سره سره چې هرڅه دشمالي ټلوالې په گټه فيصله شول،كرزى صرف دسيمبول په ډول په چوكۍ سپورشواوپښتانه دطالبانو په تور له پامه وغورځېدل،هيڅ دولتي واك ورنه كړشوهسې څو تش په نامه پښتانه يې ورسره سنجاق كړل البتـه داپه داسې حال كې چې دهيوادډېرى هم پښتانه جوړوي،په هرصورت په هغوپرېكړو به موسرنه درخوږوم خوبياهم په داشپږوكلونوكې هيڅ ډول پرمختگ ونه شو او مخ په ښكته روان دي داځكه چې شمالې ټلواله دتل په شان له مســكو سره سريښ ده او په سيمه كې دتهران اواسلام ابادپه مشورووضع كړكېچنوي ترڅودنړېوالې ټولنې ټولې هڅې ناكامې اومسكوبياپه سيمه حاكم كړي،دطالب په نوم څولېونيان اى .ايس.اى روزلي چې په پښتون مېشتوسېمو كې ستونځې جاري ساتي،كه چېرې واقعاٌ طالبان په خپل واك اورښتني پښتانه واى نواول غچ به يې له شمالي ټلوالې اخيستى ؤ،څومره طالبان يې په مزار كې ورته ايره كړل څومره يې په دشت ليلي كې ترخاورولاندې كړل خوتراوسه پورې په اصطلاح طالبانودشمالې ټلوالې يو عادي غړي ته هم زيان نه دى رسولاى،بس بمونه له ځانه څخه تاواو دبې وزله پښــتون په كور ورغورځار شي نو په دې دليل موږ وېلاى شو چې دپښتنو نمايندگي طالبان نه شي كولاى دا هرڅه كرزي ته مالوم دى خو گــونگ پاته دى

يوه سترگه مشرف ته وهي بله بوش ته په بغلان كې دكاظمي اوورسره ملگرواوبې گناهو زده كوونــكوپه بمي الوزونه كرزى ښه خبر دى،په دوبۍ كې دضيا مسعود او قانوني په غلا كرزى نه تنهــا چې خبر دى حتى په جرم كې يې ځان ور سره شريك كړافغان نوميالى تاريخ به هيڅكله كرزى ونه بښي دا داړه مار اوغله يو په بل پرده سره اچوي ،زمونږ ملي شتمني لوټوي ،زموږ گران او سرلوړى هيواد شرموي او زموږ بې وزله ولس په خاص ډول بېنوا پښـــتون قام دتباهي گړنگ ته ورغورځوي.

قدرمنو لوستونكو!

تاسې باوروكړئ كه دقانوني اوضيا مسعودمســــله دروغ واى نو قانوني به داسې رسوائې په ټوله نړۍ كې پورته كړې وه چې تاسو به په خپله ورته حيران واست،نه مويادېږې چې كله چې دولسمشري ټاكنــــې وې او قانونونې په رسوائي شروع وكړه چې دادگوتو رنگ جعلي دى كرزي چل جوړ كړى او داسې نور بيا كله چې كرزي ورته قران په ژبه وڅاټه چې لا لا ته اوستا ډلگۍ چې هر څه غواړئ كولاى شئ خو اوس ما پرېږدى چې په پښتون ولس نورهم لمبې بلې وساتم همداسې وشول قانوني ورباندې دجنگي جنايتكارودمعافيت سنديادگيدړې قباله امَضا كړه فهيم اونورغله يې په انتصابي ډول مقنينه قواوته داخل كړل داماناچې پېشوگان يې په غوښه پهره داران كړل،په تحصلي بورسونو كې يې دپښتنوزامن له برخې بې برخې كړل په خپل ډك دستارخوان يې نهار كېنول په هديرو او ودونو يې بمونه واورېدل، نړيوالو قواوو ته به ستميانوغلت كردنات وركول ځكه خو اوس عام ولس خوابدى اوناهيلى دى داخولا هاخواپرېږده چې اوس بيا دا غله غواړې چې بياپه مړوسترگوپه ولس ځانونه وتپې اولكه داورنغري دولس غاړې ته ورولوېږي،سنډادوستم اوسنډا فهيم خو تاسو ته ښه معلــوم دي چې څه لوبې يې وكړې او همدا بيگا شرابي دوستم له نورو نااهله شرابيانو،لنډه غرو، لكه لطيف فدرام اونوروخپلوداړه مارانوسره يوځاى داكبرباى په كوردكابل په زړه شېرپوركې دنړېوالــــــې ټولنې دنظامـــي حضوردموجوديت په صورت كې وروختل اكبرباى يې له خپل كورڅخه وتښتاوه ويې واهه بياپوليسوترخپله وسه يو څه وكړل راخلاص يې كړاوس په روغتون كې په بدحالت كې قـرارلري،سپين سترگى دوستم لا وائې چې دادسيسه دكورنيو چارو وزير راته جوړه كړې ياخوهغه بايد له دندې څخه لرې شي اوياخوبايدله ما جناب كله كدو څخه عفوه وغواړي وا وا كرزيه اوس يې ننداره وكړه چې هم ولس درڅخه ولاړ اوهم ستاپه چوپانه كې ساتلي شرمشانولكۍ په سر واړولې ته همداسې ښه يې ټول ته گرم يې دا شپږ كله درسره كباب شولو ته كباب شې،تا خواوس خبره صرف ځارنــوالي ته راجع كړله هو!

كومې څارنوالي ته ؟

زه فكركوم چې دثابت بېچاره ورمېږ دا ځل په گلمجمانوماتوي هغه بل ځل خو دين محمد جرت وربانـدې ورمېږكوږ كړى ؤ، هغه دې دين محمد دوسيه مو څنگه كړله؟هغه دترانسپورټ اودفوايد عامې دوزيرانو قاتلين مو څنگه كړل؟ ترڅو به ته دالوبې كوې خپل ځان ته دې پخپله ماران وروزل!؟

داخو ټوكې نه دي قربان دا داړه ماران به زموږ گران هيواد دخپل هوس او نااهلــي له وجې ټوټه ټوټه كړي دادى نن په شبرغان كې هم دغلوملاتړ له خپل جنايتكارڅخه دمظاهرو په ترڅ كې وشو نو ته به بيا نن كومه سترگه وهې اشـنا!؟

ځكه زه ټولو هيوادوالو او نړېوالوته غږكوم چې په بېړه يو نړېوال كنفرانس جوړپه افغانستان كې فوراٌاضطراري حالت اعلان ،په ډېرشدت سره وسلوالې ډلى بې وسلي اويوه نوې اوسپېڅلې اداره رامينځ ته كړي ترڅوهم نړېوالـې ټولنې ته يوه دې خټې پزه جوړه شي اوهم زموږ برمته ولس دغلو او لوټمارانو له اسارت څخه وژغورل شي .په هېوادنۍ مينــه

غېســـــــــــــــى

http://paktika1.com/gesai..%5B1%5D.htm


larghonay1
27.05.2008

نظر خان صيب ښه نظر دى ليكلى. دا بېخي جوته ده چې كرزى مسؤول دى ځكه هغه د دې هېواد ولسمشر دى، خلكو رايې وركړي خو دا چې خپله دنده يې سمه ونه پېژندنه او نه يې ښه ترسره كړى شوه. د راتلونكې خبرې كوه ايا پښتانه كوم وړ كانديد لري چې پرې راټول شي ؟
زما په نظر خو دغه بدمرغه قوم يوازې په سيمه ايزو ګنده فكرونو كې نښتى دى لكه څنګه چې له موزي نه ښادي ارامه ده همدغسې د دې بې فكره تنګ نظره قومه هم تمه كول بې عقلي ده كه څنګه؟
ته او خداى رښتيا ووايه چې دوى به يو ريښتونى مشر ولرلى شي؟


gino
27.05.2008

شلوم زړه ورو ورونو

لرغونيه خبرې دې سنجيده کوه . قام ته سپکې ـ سپورې مه وايه ، لوی سړی يې ، شرم دی درته .
پښتانه هيڅ کله يو بې فکره او تنګ نظره قوم ندی ، تنګ نظره يو څو بېناموسه وهابيان او د هغوۍ سپيان دي، چې د عقل او منطق تمه ترې نکېږي .
پښتون يو ډير هوښيار ، معتدل او متمدن قوم دی . په دې کې شک نشته چې په پښتنو کې هم د پرديو کلتورنو نوکران شته چې نه پښتو پېژني ، نه روغه ـ جوړه ، جرګه او مرکه ، خو ټول قام ته سړی بې فکره او تنګ نظره قوم نه وايي .
د يو چلونکي په حيث دې دخپل او د قام حيثيت وساته.

ښاد اوسې


ډاکتر څپاند
27.05.2008

هر څوک چه د پردو په توره و قدرت ته ورسي،نو هغه به دشطرنج د لوبی د يو
پياده او يوه ګوډاګی نه زيات حيثيت ونلری٠
شاشجاع،کارمل،مجددی،ربانی، ملا عمر ،کرزیاو بل هر څوک چه په اوسنی 
وخت کی واک ته رسی ،نو هغه به فقطاو فقط يو سمبول وی او بس٠
پر سمبولونو نيوکی او يا دهغو څخه د يوه مثبت عمل توقع خپله بی معنی خبره
ښکاری٠
که پدی خبری موافق ياست چه کرزی يو ګوډاګی او اجنبی نوکر دی،نو دهغه
نه د ښه کردار توقع يو بيځايه خبره ده٠کله چه د هغه ځينی عملونه غندل کږی
دا ددی معنی ور کولی شی چه د هغه نور اعمال دتائد وړ دی!
په در ناوی


momtaz
27.05.2008

[quote:75de0cf61e="larghonay1"]نظر خان صيب ښه نظر دى ليكلى. دا بېخي جوته ده چې كرزى مسؤول دى ځكه هغه د دې هېواد ولسمشر دى، خلكو رايې وركړي خو دا چې خپله دنده يې سمه ونه پېژندنه او نه يې ښه ترسره كړى شوه. د راتلونكې خبرې كوه ايا پښتانه كوم وړ كانديد لري چې پرې راټول شي ؟
زما په نظر خو دغه بدمرغه قوم يوازې په سيمه ايزو ګنده فكرونو كې نښتى دى لكه څنګه چې له موزي نه ښادي ارامه ده همدغسې د دې بې فكره تنګ نظره قومه هم تمه كول بې عقلي ده كه څنګه؟
ته او خداى رښتيا ووايه چې دوى به يو ريښتونى مشر ولرلى شي؟[/quote:75de0cf61e]

لرغونیه وروره خبره دې پرځای ده . که کوم پښتون د مشرتابه لپاره سر هم پورته کړي دا نور مهربانه پښتانه به یې سر وټکوي! دملنګ جان شعر چې وایي [color=blue:75de0cf61e] پښتون غریب بر باد شو [/color:75de0cf61e]په تېرو زمانو کې یې صدق کاوه او اوس هم هماسې پخپل ځای پاتې دﺉ.
د پښتنو اصلی ستونزه پر دې کې ده چې د خپلې دوستۍ او دښمنۍ سرحد نه پېژني !
ځینې بې مسئولیته پښتانه ستر احمدشاه بابا ته چې د خراسان د کنډوالو نه یې افغانستان جوړ کړ همدا اوس هم پدې پلمې سپکاوﺉ کوي چې ولې له فارسی څخه یې د دربار ژبه جوړه کړه.
داهم وارﺉ او وګورﺉ:
http://youtube.com/watch?v=4zCuleyowcI


pattang
27.05.2008

[quote:8c11520cef="momtaz"][quote:8c11520cef="larghonay1"]نظر خان صيب ښه نظر دى ليكلى. دا بېخي جوته ده چې كرزى مسؤول دى ځكه هغه د دې هېواد ولسمشر دى، خلكو رايې وركړي خو دا چې خپله دنده يې سمه ونه پېژندنه او نه يې ښه ترسره كړى شوه. د راتلونكې خبرې كوه ايا پښتانه كوم وړ كانديد لري چې پرې راټول شي ؟
زما په نظر خو دغه بدمرغه قوم يوازې په سيمه ايزو ګنده فكرونو كې نښتى دى لكه څنګه چې له موزي نه ښادي ارامه ده همدغسې د دې بې فكره تنګ نظره قومه هم تمه كول بې عقلي ده كه څنګه؟
ته او خداى رښتيا ووايه چې دوى به يو ريښتونى مشر ولرلى شي؟[/quote:8c11520cef]

لرغونیه وروره خبره دې پرځای ده . که کوم پښتون د مشرتابه لپاره سر هم پورته کړي دا نور مهربانه پښتانه به یې سر وټکوي! دملنګ جان شعر چې وایي [color=blue:8c11520cef] پښتون غریب بر باد شو [/color:8c11520cef]په تېرو زمانو کې یې صدق کاوه او اوس هم هماسې پخپل ځای پاتې دﺉ.
د پښتنو اصلی ستونزه پر دې کې ده چې د خپلې دوستۍ او دښمنۍ سرحد نه پېژني !
ځینې بې مسئولیته پښتانه ستر احمدشاه بابا ته چې د خراسان د کنډوالو نه یې افغانستان جوړ کړ همدا اوس هم پدې پلمې سپکاوﺉ کوي چې ولې له فارسی څخه یې د دربار ژبه جوړه کړه.
داهم وارﺉ او وګورﺉ:
http://youtube.com/watch?v=4zCuleyowcI[/quote:8c11520cef]

[quote:8c11520cef]لرغونیه وروره خبره دې پرځای ده . که کوم پښتون د مشرتابه لپاره سر هم پورته کړي دا نور مهربانه پښتانه به یې سر وټکوي![/quote:8c11520cef]

چا سر پورته کړی ? که مقصد دې کرزی وي هغه خو اجنټ دی اودانور دې
هم داسې ٠
[quote:8c11520cef]ځینې بې مسئولیته پښتانه ستر احمدشاه بابا ته چې د خراسان د کنډوالو نه یې افغانستان جوړ کړ همدا اوس هم پدې پلمې سپکاوﺉ کوي چې ولې له فارسی څخه یې د دربار ژبه جوړه کړه.[/quote:8c11520cef]

که حقيقت وايو خراسان خو کنډواله نوو ، بر خلاف ٠ داچې فاړسو يې خپله
درباري ژبه کړې وه نوداخو يې ډېر لوی خيانت يې کړی دی ٠ لدي څخه مالوميږي
چې باباپه خپل هويت کې ورک وو٠
دخپلو ستميانوملګرو ويديو دې نه يواځې دپښتنو په برخه ،بلکې د افغانستان
د هر مليت په تېرواوفعلي سيستاست لرونکوباندې صدق کوي او هغه هم له پښتنو
څخه لوړ ندي ،خو فرق يې دادی چې د هغوی اکسريت خپل ځانونه خرڅوي او
دپښتنو اقليت .
چادري (په ويديو کې) دپښتنو کلتور ندی ،د چادري اغوستل هغه تاجکي
کلتوردی چې د پښتنودکلتوري غلامانو او سياسي واکدارانو لخوا ،پښتنون
مليت ته ډالۍ شوې ده٠

http://youtube.com/watch?v=4zCuleyowcI


mehman
28.05.2008

دوستان عزیز شامل بحث سلام بر شما

[quote:ac3946a51d="pattang"]
چادري (په ويديو کې) دپښتنو کلتور ندی ،د چادري اغوستل هغه[color=blue:ac3946a51d] تاجکي کلتوردی [/color:ac3946a51d]چې د پښتنودکلتوري غلامانو او سياسي واکدارانو لخوا ،پښتنون مليت ته ډالۍ شوې ده٠
[/quote:ac3946a51d]
چتیات محض :!: :!: :!:
[color=blue:ac3946a51d]یاسخن دانسته گو ای مرد دانا یا خموش[/color:ac3946a51d]
جناب پتنگ ، چادری امروزی مربوط به فرهنگ هیچ یک از اقوام افغانستان نیست.

در بارۀ سابقۀ چادری در افغانستان باید گفت که چادری اساسا ًلباس ويا حجاب افغانها نبوده، بلکه هنگام تسلط مسلمانها در بخشی از قارهء هند، چادری درآنجا جبراً قبولانده شد که بعدها هنگام لشکرکشی های افغانها به سرزمين هندوستان چادری یا برقع ازسرزمين هندوستان قبل از پيدايش پاکستان به افغانستان صادر و رواج يافت.
[color=white:ac3946a51d]بر ما مرد هاست که زنان نازنین و همزمان مظلوم خود را ازین حجاب غیر انسانی آزاد نمائیم.[/color:ac3946a51d]

با تقدیم حرمت


larghonay1
28.05.2008

بايد د لومړۍ موضوع اړوند نظر وركړو . نه پوهېږم د دوستانو نه ولې اكثره وخت اصلي موضوع پاتې كېږي. اصلي موضوع د عيسى صيب وه چې له كرزي يې سرټكولى ؤ. ماورته ليكلي وو چې د كرزي ګناه نه ده بلكې په اصل كې د پښتنو ګناه ده ځكه چې كرزى د دوى په دومره افراطي مينه بريالى شو چې ځينو خلكو ټاكنې بېخي قومي وګڼلې.
اوريدلي مې وو چې يوې بېزو زردالو خوړلې ؤ نو زړى يې په ؟؟؟ كې نښتى ؤ چې ډېره يې زورولې وه بيا به يې چې كله هم څه شى خوړو نو لومړى به يې شاته وړو كه غټ به ؤ نو نه به يې خوړو. په ډېر تاسف يې وايم چې پښتانه تر هغې بېزو هم بې فكره دي خو دا چې د gin په نامه كوم يو ليكلي چې ډېر تمدن، با فكراو... قوم دى خو څرګنده كړې يې نه ده چې په كوم ځاى كې يې د جوش پر ځاى له هوشه كار اخيستى دى؟
كوم تمدن دى چې دغه ورور پرې وياړي؟
ده همدا راز د روغې جوړې او جرګې خبره كړې ده ګرانه دپښتنو غوندې روغې جوړې د ډېر يو وروسته پاتې قوم نښې دي. يو متمدن قوم په جرګه كې د چا كور نه سوزوي نه صغير يا يتميمه وړه معصومه ماشومه په بدو كې وركوي او په سلګونو داسې نورې غميزې چې د همدې جرګو له لامله رامنځته كېږي. ګرانه جرګې په هغو خلكو كې ډېرې وي چې جګړې په كې ډېرې وي كه جګړه نه وي جرګه يانې څه؟
خو خير اصلي موضوع ته راځم چې عيسى ورور وړاندې كړې ښه موضوع ده پښتانه متمدن نه دي خو بايد متمدن شي او د راتلونكې له پاره يو ريښتونى سياسي او ملي متفكر مشر پيدا كړي او په نره ورپسې ودرېږي تر اوسه خو چې هر څوك د جګړې لښكر جوړ كړي نو پښتانه ورپسې ډله شي ځكه خو تر هيڅ سوبې وروسته دوى يوې حل لارې ته نه دي رسيدلي.
راځئ چې خپلو پښتنو وروڼو ته د سوله ايزې مفكورې، زده كړې او سياست شعور وركړو او ټول په يوه خوله خيلونه پرېږدو او يو ريښتونى قوم شو!
دغه پاړسوان ورو هم له موضوع وتلى دا يوه بېله موضوع ده چې چادري د چا ده او چپن د چا ده. كه له هر ځايه راغلي خو اوس دغه چادري يوازې د افغانستان خلك كاروي نه په هند كې شته او نه په سند كې. بيا هم زه پرې ډېر ټينګار نه كوم تر چادرۍ ټيكرى لاښۀ دى.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more