د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پاكستان سفير طالبانو تښتولې ؤ كه آى ايس آى

larghonay1
26.05.2008

ايا مونږ د افغانستان حكومت د نړۍ له كوم حكومت سره پرتله كولى شو؟
ما خو د نړۍ د هيڅ حكومت په اړه نه دي اوريدلي چې د افغانستان د حكومت په څېر كمزورى، بې هدفه، بې پاليسۍ او ګډ وډ وي. د نړۍ په هېوادونو كې كه جګړه هم وي نو د جګړې دوه لوري وي چې هر يو په خپلو كې سره جوړ او د مخالف د ځپلو په هڅه كې وي خو د افغانستان په اوسنى حكومت هيڅ هدف نه لري، لور او لار نه لري. يوازې د نورو د اهدافو له پاره استعمالېږي . هغه د ډاكټر صيب پوهاند زيار په اصطلاح هيڅ اښتنه پوښتنه په كې نشته.
څه موده وړاندې اوازه خپره شوه چې د پاكستان سفير طالبانو يرغمل كړى دى خو اوس ويل كېږي چې نه طالبانو نيولى ؤ او نه مالبانو د پاكستان اى ايس اى نيولى ؤ او اښتنې پوښتنې يې ترې كولې. ځكه چې ده له ولسمشر كرزي سره پټې خبرې اترې كړې وې.
دا د پاكستان د استخباراتي څانګې په ځواكمنتيا دلالت كوي خو د افغانستان حكومت ته وګوره چې دولت يې د اسرائيلو حكومت په رسميت نه پېژني او سفير يې اسرائيلو ته په خپلو ملي ورځو كې رسمي بلنه وركوي. كه په هند كې د افغانستان سفارت ته لاړ شئ نو رهين ترې د پاكستان هرا منډيي جوړه كړې.
نو اوس تاسو ووايئ چې له دې وړۍ شړۍ كېږي.


Re: د پاكستان سفير طالبانو تښتولې ؤ كه آى ايس آى

pattang
26.05.2008

انډيواله دا ګيلې له چا څخه کوي ?٠ وروره دا دولت دامريکايانو د کالوني او داشغال يو ه فاسده اداره ده او هر لوړ پوړی غړی يې مستقيم او يا غيرې
د کالون يل ا شغالګر واجنټ دی٠ خو امريکايان هم بل څه نغواړي هم داسې لوده
اجنټان غواړي ٠ ته دې ته ګوره دامريکافاسد رژيم په بګرام کې په ٦٠ ميليونو دالرو
يوه بنديخانه جوړوي چې په هغه کې به شکمن خلک د افغانستان اتباع بنديانوي
اوسکنجه کوي ، غير د 18 قرن دکالوني له چلښت څخه هسې ما داسې حال ندی
ليدلی٠ اوبل دا خبره : د حضرت علي دکور شکمن وزونکي امريکاينو ونيول او
بګرام ته يې واستول ٠ سوال دادی چې دا فغانستان اساسي قانون د څه لپاره دی ?
او بل داخبره : که دپاکستان سفير له کرزي سره پټ ليدلي وي نو isi چا خبر کړ ?
دکرزي په اطراف کې خو cia پرته ده ،نو داخو مالومه ده چې isi او cia دواړه
يو ځای کارونه سره کوي٠

[quote:8852f21c75="larghonay1"]ايا مونږ د افغانستان حكومت د نړۍ له كوم حكومت سره پرتله كولى شو؟
ما خو د نړۍ د هيڅ حكومت په اړه نه دي اوريدلي چې د افغانستان د حكومت په څېر كمزورى، بې هدفه، بې پاليسۍ او ګډ وډ وي. د نړۍ په هېوادونو كې كه جګړه هم وي نو د جګړې دوه لوري وي چې هر يو په خپلو كې سره جوړ او د مخالف د ځپلو په هڅه كې وي خو د افغانستان په اوسنى حكومت هيڅ هدف نه لري، لور او لار نه لري. يوازې د نورو د اهدافو له پاره استعمالېږي . هغه د ډاكټر صيب پوهاند زيار په اصطلاح هيڅ اښتنه پوښتنه په كې نشته.
څه موده وړاندې اوازه خپره شوه چې د پاكستان سفير طالبانو يرغمل كړى دى خو اوس ويل كېږي چې نه طالبانو نيولى ؤ او نه مالبانو د پاكستان اى ايس اى نيولى ؤ او اښتنې پوښتنې يې ترې كولې. ځكه چې ده له ولسمشر كرزي سره پټې خبرې اترې كړې وې.
دا د پاكستان د استخباراتي څانګې په ځواكمنتيا دلالت كوي خو د افغانستان حكومت ته وګوره چې دولت يې د اسرائيلو حكومت په رسميت نه پېژني او سفير يې اسرائيلو ته په خپلو ملي ورځو كې رسمي بلنه وركوي. كه په هند كې د افغانستان سفارت ته لاړ شئ نو رهين ترې د پاكستان هرا منډيي جوړه كړې.
نو اوس تاسو ووايئ چې له دې وړۍ شړۍ كېږي.[/quote:8852f21c75]


Ghairat
26.05.2008

ایا ISI دا کار په خپل سر که د خپل دولت په دستور کوي ؟ که د حکومت په دستور وي نو بیا یې تښتولو ته څه اړتیا وه، مستقیم په اسلام اباد کې یې ترې دا پوښتنې اښتنې نشوې کولای ؟
او که سفیر دداسې کوم ګوند غړی و چې د قانون په چوکاټ کې یې ترې پوښتنې اښتنې نشوې کولای او ویرولای يې نشو؟ آیا داسې نه بريښي  چې د بینظیر بوتو د مرګ له دسیسې څخه کرزي بینطیرې ته دده په واسطه  او د  امريکا په مشوره خبر ورکړی وي
ا ومشرف  ظاهرا د طالبانو خو په پټه د ISI په واسطه سزا ورکړې او مالومات يې ترې  تر لاسه کړی وي ؟ که څنګه ؟
د بوتو له پيوپل ګوند سره د امريکا ملاتړ  دمشرف په سترګو کې يو څۀ اغزی اغزی کېدۀ  ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more