نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زرګري جګړه
larghonay1
25.05.2008
يوه ورځ مې دوه وروڼه وليدل چې يو يې بل ته سوكان نيولي وو او په بازار كې يې د د ګڼو نورو خلكو سره يو ځاى خپل ورور ډباوه. زه حيران شوم چې دا نور يې چې ډبوي خو ورسره به يې جګړه وي نو دا خو يې ورور دى دى يې ولې داسې په سوكانو ډبوي لكه د غوا ډډى؟!
په دغه ډله كې مې يو بل شريف سړى وليدو چې پېژندو مې، ترې ومې پوښتل چې دا ولې دې پلانكي خپل ورور ته سوكونه نيولي دي او دبوسو د خوسي غوندې يې ډبوي، راځه چې ترې خلاص يې كړو.
هغه راته وويل چپ شه په خوله لاس كېږده ما ورته وويل ولې ؟
ده وويل دا دواړه وروڼه غله دي د خلكو جيبونه وهي د دوى په خپلو كې سره سلا وي كه يو ګير شي نو دا بل ځان ناجاڼه اچوي او تر نورو خلكو يې ډېر وهي تر څو يې د خلكو له لاسو د وهلو په بهانه خوشې كړي او منډې ته يې جوړ كړي چې وتښتي.
له بده شامته چې زمونږ ولسمشر او ورور يې او ورسره د ارگ نورو ډبړه مارانو هم د هغه جيب وهونكو لوبې شروع كړي دي.
د انتخاباتو وخت رانژدې كيدونكى دى، ولسمشر كرزى ښه پوه دى چې توره يې نه ده كړې بيا خلك رايه نه وركوي نو څنګه بايد خپله څوكۍ ټينګه كړي؟
د سرشمېر نې ډنډوره يې شروع كړه . په دې خو هر څوك پوهېږي چې په داسې حالاتو كې چې د حكومت حاكميت په دېرش فيصده خاوره وي نو سرشمېرنه څنګه ممكنه ده خو ولسمشر كرزى غواړي د خلكو له خولې دا راوباسي چې امنيتي وضع ترينګلې ده سر شمېرنه ناشونې ده. نو چې سرشمېرنه ناشونې ده، راتلونكې ټاكنې هم ناشونې دي ، نو د ولسوالۍ شوراګانې، ولايتي شوراكانې او ملي شورا به سره راټول شي چې لويه جرګه ترې جوړه شي د كرزي او ملي شورا ټاكنې به ونه شي او د پنځو كلونو له پاره به يې نوره هم موده اوږده شي.
د دې له پاره لومړى كرزي صيب سياستوال ورور قيوم خان كرزي په كندهار كې لومړى غږ پورته كړ چې سرشمېرنې ناشونې دي ځكه چې دلته جګړه ده. ورسره ځينو ليكوالو هم دغه چيغه پورته كړه خو دا ډول ليكوال په دوه ډوله دي:
يو هغه چې ملي احساس لري، حالاتو ته ګوري او وېرېږي چې كه سرشمېرنه وشي نو معلومه ده چې د پښتنو حق تر پښو لاندې كېږي. مخالفت كوي او بله ډله هغه ګومارل شوي ليكوال دي چې د كرزي له پاره په پټو سترګو كمپاين كوي.
په دې خو ټول سره پوهېږو چې په هېواد كې جګړه ده، سرشمېرنې ناشونې دي خو دا چې ولې له يوې خوا په خپله د سرشمېرنې ډنډورې غږوي او له بلې خوا يې ردوي او ولې زمونږ په بې وزلي، ناپوه او بې وس ملت لوبې كېږي په دې ستاسو درنو نظرونو ته په تمه يو
ستاسو لاروى
ډوکتر څپاند
25.05.2008
زموږ د ولايت په بازار کی يو دوکاندار وه چه حاجی احمد شاه نوميده٠ ده به ړختونه خرڅول مګر په نرخونو کی ئي خورا زيات توپير ليدل کيده او داځکه چه دده د خپل کلې خلک پدی باور ول چه حاجی صيب پنځه وخته په جمع لمونځ کوی،ګيره لرې،دخدای په کور مشرف شوی او بيا پ هر ګز دپه خدای راستی قسم خوری٠
نو دی ساده وګړو به د حاجی صيب سره هيڅ کله هم د نرخ او نوا په برخه کی جګړه نکوله.
يوه ورځ دښار يوه سپينږيری،چه د حاجې ودی منافقت ته متوجه شوی وو،نود حاجی صيب نه ئی وپوښتل چه ايا دی دنرخونو په لوړوالی اوقيمت فروشی کی کوم
معيار او اندازه لری اوکه څنګه?
حاجی صيب ور ته کړه چه زما معيار دادی چه:هرڅوک چه هر څومره غولیږی نو زه په
هماغه اندازه ګټه پری کوم٠
دنن ورځی دموکراسی هم همداسی ده، څومره چه خلک تير ويستلی شی په هماغه
اندازه ئې تېر باسی،دلت اصلا معيار وجود نلری٠