د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

نیمګړتیا په مسلمانانو کې ده ، نه په اسلام کې

larghonay1
27.05.2008

سلامونه!
د سلوادور دالي د لیکنې په اړه :
وايي يو وخت د ملايانو سره په خپلو كې جګړې وې يو ويل څوك چې د (ولضالين) په ولذوالين تلفظ كوي كافر دي، او څوك چې يې ولدوالين تلفظ كوي كافر دى. دلته يو بېلمازه ولاړ ؤ هغه چيغې كړې او ويل يې شكر چې زه مسلمان پاتې شوم. خلكو ترې وپوښتل ولې؟ بېلمازه ويل زه هيڅ لمونځ نه كوم ، نه ولدوالين وايم او نه ولذوالين نو ځكه خو مسلمان پاتې شوم.
تاسو هم دې ته ورته خبره كړې يو هم نه منې خو بيا هم خداى ته سجده كوې.
ګرانه كه قرآن ولولې درته به جوته شي چې د شركي او الحادي عقيدو خلكو د وخت له پېغمبرانو هر وخت ستا پوښتنو ته ورته پوښتنې كړي دي خو كله يې چې ورته ځواب كړي (معجزه يې ورته ښودلې) بيا يې هم انكار كړى دى كه ته په قرآن كې ولولې (فبهت الذي كفر) يعنى لنډه دا چې ملامتېږې. (الم تر الى الذى حاج ابرهم فى ربه ان ءاتىه الله الملك اذ قال ابرهم ربى الذى يحى ويميت قال انا احى واميت قال ابرهم فان الله ياتى بالشمس من المشرق فات بها من المغرب فبهت الذى كفر والله لا يهدى القوم الظلمين)
ګرانه خداى ستا ايمان راوړلو او نه راوړلو ته كومه اړتيا نه لري هغه د رحمان بابا خبره تل تر تله بر قرار دى رب زما.
ګرانه تا ښه موضوع مطرح كړې د مسلمانانو د بې اتفاقۍ او په مذهبونو او ډلو او فرقو ويشلو د مسلمانانو دريځ كمزورى كړى دى او بله دا چې يوازې په افغانستان كې د عربانو حاكميت دى او اسامه عرب پرې ژغ ايښى نوره نړۍ به داسې نه وي، بله دا چې نن سبا خو په ټوليزه توګه عربان په اسلام دومره كلك نه دي ولاړ. يوازې افغانستان د اسلام له پاره دليل كيداى نه شي وروره دلته خو عربان څه كى د شمال ټلوالې لنډه غرانو هم په اسلام دعوه كړې د جهاد، مجاهد او اسلام نوم يوازې په دوى پورې منحصر شوى دى.
سلوادور ه خلك ګرم نه دي ليكنې دې هوبهو د كوشان صيب په خم كې رنګ دي خو زما يې پرې څه كه هر څوك يې دا درته وايم چې هغه د پاړسو شعر دى : اسلام په خپل ذات كې عيب نه لري، عيب زمونږپه مسلمانۍ كې دى.
ستا د ليكنې سره يوه ټوكه راياده شوه: زمونږ په كلي كې يو نيمچه ليونى ؤ چې په روژه كې به چا ورسره جګړه وكړه نو روژه به يې خوړه كه چا به ترې وپوښتل نو ويل به يې دوى ولې راسره جګړه كوي. ګرانه كه د خلكو د كړنو پر بنسټ مسلماني كوې نو دا ناشونې ده. دا چې انسانان غلط او ناوړه كارونه كوي په دې معنى نه ده چې يو څوك دې له انسانيته تېر شي او وحشي توب دې غوره كړي ځكه چې انسانان غلط كارونه كوي!
كه مسلمانان غلط كارونه كوي د اسلام عيب نه بلكې د كمزورو مسلمانانو عيب دى.
زما په اند تاسو هڅه كړې چې فلسفي پوښتنه وكړئ او دغه موضوع په فلسفي انداز كې مطرح كړئ خو ګرانه په فلسفه كې تكرار نه وي بلكې نوى تفكر وي د چا تقليد هم نه وي. ستا دغه پوښتنه له فلسفې سره هم اړخ نه لګوي.
نوره دې خپله خوښه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
درنو لوستونکو!
په نورو اړوندو لیکنو دسرلیک په شمول کوم ګټور متن نه درلود نو ړنګې شوې،څو د کوشان پیښې کول د سلوادور له پاره هم د عبرت وړ وګرځي او پوه شي چې یواځې د نوم په اړولو یو کس په بل کس نه اوړي . ځینې لنډکي ځوابونه ، که پر ځای هم وو د موضوع له ړنګیدو سره یې ړنګول اړین شول . وطنمل


و.افغان
04.06.2008

[quote:caa21b49fd]درنو لوستونکو!
په نورو اړوندو لیکنو دسرلیک په شمول کوم ګټور متن نه درلود نو ړنګې شوې،څو د کوشان پیښې کول د سلوادور له پاره هم د عبرت وړ وګرځي او پوه شي چې یواځې د نوم په اړولو یو کس په بل کس نه اوړي . ځینې لنډکي ځوابونه ، که پر ځای هم وو د موضوع له ړنګیدو سره یې ړنګول اړین شول . وطنمل[/quote:caa21b49fd]

زه خو دځینو خلک دروغو ته او بیا په دروغو کې سپین سترګیتوب ته ګوته په غاښ پاتې کیږم، سلوادور دالې صیب وایي، چې زه کوشان پيژنم، دتره ځوي مې دی، خو خپله کوشان نه یم،
دا لینک وګورۍ:
هیله ده چې له هغه ځاي څخه يي هم فیروز خان افریدې صیب کډه وربارکړي، ځکه چې دغه سړۍ دخپل واک نه دې، په داسې مرض اخته دې چې هیڅ درغون تمه ترې نه کیږي،
دې فوروم کې څومره وروڼو ترې خواهش وکړ چې دافغانستان په اقتصادي ګټو استراتیجیکو ګټو، ملې او ولسې ګټو تبصرې وکړه ، کیداي شي لوستونکې ترې ګټه پورته کړي، او دغه ښاغلې تر یوه حده ددې کار توان هم لاره، پوهه لري، خو هغه قسم کړې دې چې یواځې يي دمسلمانانو دتخریب لپاره استعمال کړي، نه دافغانانو دګټې لپاره.

http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=361


Azeem
09.06.2008

[quote:0b8d402742]هیله ده چې له هغه ځاي څخه يي هم فیروز خان افریدې صیب کډه وربارکړي، ځکه چې دغه سړۍ دخپل واک نه دې، په داسې مرض اخته دې چې هیڅ درغون تمه ترې نه کیږي، [/quote:0b8d402742]

تولو ورونو ته سلامونه تقديموم.
وهاج صیب ما ستاسي ځنی ليکنی په ډير شوق ولوستلی خو دلته مو خپل افغانيت تر سوال لاندی راوستلی دی٠ ځکه دا مناسبه نده چی يو افغان له يو افغانی سايت نه وباستل شی او چی بيا بل ځای ته هم لاړه ورپسی تخریب وشی٠ ستاسي دغه خواهش ستاسی پاتی ټولی ليکنی ضرب په صفر کړی٠
ښه به دا وي چی يو لږ زره خجالت وباسی٠


Ghairat
09.06.2008

عظیم صیب تاسوته هم درناوی او نیکې هیلې!
زما دا بحث شخصأ هیچاته متوجه نه دی ،بلکې په اصولو دی :
اتنیکي افغانیت په خټه دی چې بدلیږي نه ،خومعنوي افغانیت دین ایمان ،کلتور او ټاکلي ارزښتونه دي. کله چې د چا خټین افغانیت ددین او معنوي افغانیت سر ه په ټکر کې راځي، فکر کوم له خټین افغان څخه سړی صرف نظر کولی شي، خو د معنوي افغانیت څخه صرف نظر نشي کولی، ځکه له افغاني معنویاتو څخه په تیریدو سره د سړي خپل (معنوي) افغانیت هم نفې کیږي او له منځه ځي ۰ له دې کبله به سمه نه وي که ووايو چې ګواکې یو افغان یواځې د افغاني خټې له امله له یو افغاني معنوي ارګان څخه نشي ویستل کیدای ،که څه هم هغه د نوموړي ارګان ارزښتونه او د ټول افغان ولس معنویات تر پوښتنې لاندې راولي اوپه دې توګه بل کار نه لري بی له دې چې د ټول افغان مسلمان ولس دیني احساس زخمي کړي!
او بی دیني او لادیني خو د ملي احساس سره هم نه جوړیږي، ځکه بی دیني خو یوه لوچکه بی دیني ده او بله اندګوريزه کمونستي بی دیني ده، ښايي لوچکه بی دیني چاته د بحث وړ هم نه وي، خود لادینۍ کمونستي بڼه بیا ملتپالنه (ناسیونالیزم) هم نه مني او یواځې کمونستي (بی دینه )انترناسیونالیزم پیژني ، چې نه ورته معنويٍ افغانيت او نه خټين مطرح دی، نو نه پوهیږم چې کمونستي ملحدانو ته پخپله به په خټه افغانیت څه ارزښت ولري (؟)چې تاسوترې دومره دفاع کوئ اوکه هسې په دغه لار درته خپل هغه د ګواښ لاندې بریښي؟؟؟؟
افغانی خټه باید هیڅکله د پلمې په توګه ددینی اوافغانی معنویت او لوړو ارزښتونو پر ضد ونه کارول شي . 


larghonay1
10.06.2008

له فورم نه د افغان يا افغانيت په نوم څوك نه دي ويستل شوي . كوشان صيب خو د دې فورم پياوړى غړى دى خو د هغه ځينې ليكنې د فورم دګډونوالو او لوستونكو له اند او ګروهې سره اړخ نه لګوي چې دا زمونږ او تاسو ټولو دنده ده چې خپل مخاطب ته پام وكړو. كوشان صيب به كه خير وي بېرته راځي اولوستونكى يا مخاطب ته له پاملرنې سره به راځي. يوه خپرونه ډېر ځله د يو ليكوال ليكنه د خپرونو له كتاره اوباسي خو فكر نه كوم چې دا دې د دښمنۍ په معنى وي.


pattang
10.06.2008

لر غونی صېب سلا مونه!
د کوشان هدف له اول نه تر اخره پورې دا وو چې اسلام سپک کړي او زمونږ د
معنوياتو په خلاف روان وو ، دکوشان په ټولو ليکنو کې اسلام ته په مستقيم يا
غيرې مستقيم ډول سپکې وې ٠ مونږ بايد له تېرو زدکړو ، داسلام پ ضد پرو پا
ګنده زمونږ مسائل نشي حل کولی٠ زمونږ مسائل به هغه خلک حل کوي چې :
انرجي ولرې ، په خپل کام (قوم) ولاړ وي ، حق بينه وي ، اپورتو نيست نوي ،
معنويات ولري ، کار پوهه مسلکي وي ,.......
تر اوسه پورې خو ما داسې سړی ندی ليدلی ، هغه دزړې باغچې ګلان چې مونږ
پرې نازېدو ، ټول اوس د اشغالګرو تر بيرغ لاندې ولاړ دي ٠
دا څه مانا ? زما په تعريف برابر نوو اوله زړو نه يې زه خبر نوم ٠
خبره بلې خواته رانه لاړه ، په هر صورت ويې زغمه .

پتنګ

[quote:071b05020c="larghonay1"]له فورم نه د افغان يا افغانيت په نوم څوك نه دي ويستل شوي . كوشان صيب خو د دې فورم پياوړى غړى دى خو د هغه ځينې ليكنې د فورم دګډونوالو او لوستونكو له اند او ګروهې سره اړخ نه لګوي چې دا زمونږ او تاسو ټولو دنده ده چې خپل مخاطب ته پام وكړو. كوشان صيب به كه خير وي بېرته راځي اولوستونكى يا مخاطب ته له پاملرنې سره به راځي. يوه خپرونه ډېر ځله د يو ليكوال ليكنه د خپرونو له كتاره اوباسي خو فكر نه كوم چې دا دې د دښمنۍ په معنى وي.[/quote:071b05020c]


و.افغان
10.06.2008

[quote:9bb37ac3e6="larghonay1"]له فورم نه د افغان يا افغانيت په نوم څوك نه دي ويستل شوي . كوشان صيب خو د دې فورم پياوړى غړى دى خو د هغه ځينې ليكنې د فورم دګډونوالو او لوستونكو له اند او ګروهې سره اړخ نه لګوي چې دا زمونږ او تاسو ټولو دنده ده چې خپل مخاطب ته پام وكړو. كوشان صيب به كه خير وي بېرته راځي اولوستونكى يا مخاطب ته له پاملرنې سره به راځي. يوه خپرونه ډېر ځله د يو ليكوال ليكنه د خپرونو له كتاره اوباسي خو فكر نه كوم چې دا دې د دښمنۍ په معنى وي.[/quote:9bb37ac3e6]

ډیر ګران ورور لرغوني صاحب:
والله که مو له کوشان سره دپولې پټي دښمني وي، نه يي پیژنم، نه ييژنم،
سل کرته دې خو دې راشي، خو لومړۍ دې دډاکټر صاحب وطنمل پیشنهاد ته لبیک ووايي:

ډاکټر وطنمل یو میاشت مخکې لیکلې وو:

[color=yellow:9bb37ac3e6]ښاغلی سلوادور ډالی !
تاسې کولی شئ ، که مینه لرئ، په خپل اصلی نامه بیرته لیکنې پیل کړئ، په دې شرط چې د مخه دلته خپل هوډ اعلام کړئ چې د ټول افغان د فورمونو دغړیتوب له بنسټیزو شرطونو څخه به دا شرط پرځای کوئ چې د اسلام په ضد به نه په مستقیم او نه په غیر مستقیم ډول لیکنه کوئ . مونږ یواځې د نوموړو دریګونو شرطونو پر بنسټ
او قلمي عفت په ساتلو سره د اند او بیان آزادي خوندي کولای شو.[/color:9bb37ac3e6]

خو هغه هیڅ ځواب ورنه کړ.


Azeem
10.06.2008

غيرت صيب زما سلامونه هم ومنه
ستاسی خبری په ځای دي چی که څوګ د افغانانو معنويت په پام کی ننیسی نو هغه افغانستان ته څه  په درد ولږیږی٠ افغانيت يو پراخ کلتور دی او دين د افغانيت يوه برخه ده٠ په افغانستان د مسلمانانو څنګ کی هندوان او سکان هم ژوند کوی. مونږه نشو کولی  چی هندوانو باندی مونز وايو ، خو هندوان مجبور دی چی پښتو يا دری زده کړی٠
دغه احمد شاه مسعود وشو کولی چی د کمونست او اخوانی تاجکانو څنک کی ازبک ، ترکمن هزاره هم ځان سره يو کړی او د کونست او اخوانی پښتون په سر ميخونه ټک وهی٠ خو پښتانه لا تر اوسه پوری هم همدغه مزخرفو خبرو شای نده پريښودلی٠
کومی خبری چی تاسی د کمونست او افغان په هکله کړی ،زما  سر خلاص نشو چی هدف مو څه دی.خو زه نه کوشان پيژنم او نه ضرورت لرم چی دفاعی وکړم٠ خو په يوه خبره می سر خلاص شو چی ولی  د المان په زندانو کی نور په زنجيرونو تړلی دی ، خو افغانان ازاد چکر وهی٠
نو دغه شی چی وهاج صیب ليکلي ، واقعن د خجالت وړ خبره ده٠ او دا چی تای د وهاج صيب د دغو خبرو طرفداری کړی ، ستاسی غيرت او معنوي افغانيت يا پښتونوالی تر سوال لاندی راولی٠
تشکر

پتنګ صيب تاسی راته يو لينک لیږلی و، خو هغه کار نکوو٠ که يو وار بيا راته روان کړی مهربانی به دی وی٠ ځکه په مواس بادی ليکل مشکله دی او ډير وخت غواړی.


Ghairat
10.06.2008

ښاغلي عظیم صیب ، یو ځل بیا سلامونه !
یو لړ خبرو سره مو موافق یم او په ځینو به لږ مکث وکړو:
[quote:d9fb3960a1="Azeem"]په افغانستان د مسلمانانو څنګ کی هندوان او سکان هم ژوند کوی. مونږه نشو کولی  چی هندوانو باندی مونز وايو ، خو هندوان مجبور دی چی پښتو يا دری زده کړی٠ [/quote:d9fb3960a1]
په هندوانو نه، بلکې له طالبانو پرته په مسلمانانو هم چا لمونځ په زور نه دی کړی۰
خو هندوان هم نشي کولی په خپله خوښه اسلام په منفي توګه وارزوي اوپر ضد یې تیلبغ وکړي ، او که څوک یې کوي ، که مسلمان وي او که نه وي،دا به رایره تاسو هم ومنئ چې په خپله میدیا او چاپي پاڼوکې به یې کوي، خو په ټول افغان کې ددې کار حق او امکان هیڅوک نه لري، نه د افغان او نه د مذ‌هب په نامه!
داچې هر اتنیک په څیر هندوان هم [color=yellow:d9fb3960a1]مجبور[/color:d9fb3960a1] دي چې دري [color=white:d9fb3960a1]یا[/color:d9fb3960a1] پښتو زده کړي ، پوښتنه داده چې ددغه مجبوریت بنسټ کوم قانون دی؟؟؟
که ستاسو مطلب له اساسي قانون څخه وي چې پښتو او دري یې د هیواد رسمي ژبې بللې دي، نو داسې جمله راته په ګوته کړئ چې په هغې کې ستاسې د جملې په څیر لیکل شوي وئ چې پښتو[color=white:d9fb3960a1] یا [/color:d9fb3960a1]دري د هیواد رسمي یعنې جبري ژبې دي ۰ د ژبې رسمیتوب د جبريتوب معنی هم لري، که اساسي قانون د پښتو او دري دواړو یوډول رسمیتوب تثبیت کړی وي، چې کړی یې دی، نوبیا دواړه رسمي ژبې یو ډول جبري دي، نه اختیاري او انتخابي!ستاسو باید متوجه اوسئ چې په هغې کې بیا د [color=yellow:d9fb3960a1]یا[/color:d9fb3960a1]پښتو او [color=red:d9fb3960a1]یا[/color:d9fb3960a1]دري ذکرول د اساسي قًانون او ملي وحدت نقضول او په دې توګه د خپلو پښو پخپله په تبر وهل دي .
[quote:d9fb3960a1]دغه احمد شاه مسعود وشو کولی چی د کمونست او اخوانی تاجکانو څنک کی ازبک ، ترکمن هزاره هم ځان سره يو کړی د کمونست او اخوانی پښتون په سر ميخونه ټک وهی٠ [/quote:d9fb3960a1]
هو همدغسې ببرک کارمل هم وکړای شول چې نه یواځې شورویان، بلکې پښتانه خلقیان او نور ستمیان له ځان سره یوځای کړي او پښتون ولس، پښتنې سیمې ، کلي کورونه نارینه او ښځې ، سپین ږیري او ماشومان بمبارد کړي ، ایا هلته اړونده ایدیولوژیکي پلمې چټیات او مزخرفات نه وو؟ نو ستاسو په خپل عبارت به تکرار کړم چې
خوډيرو چپو  پښتنو لا تر اوسه پوری هم د همدغه مزخرفو ایدیالوژیکي خبرو شای نده پريښودلی٠
نوره خبره روښانه ده :
په ګوندونو کې پښتنو خلقیانو ونشو کړای چې پښتانه پر ځان راټول کړي نو نور قومونه یې هم نشول راټولولای، خو تاجکي پرچم وکولای شول تاجک هم او نور قومونه هم په ځان راټول کړي او خلقیان په قدرت کې ګوښه خو په پوځ کې ترې د پښتون ولس په وژلو کې کار واخلي،
دغه راز په مجاهدینو کې هم حکمتیار ونشو کړای چې پښتانه تنظیمونه په ځان راټول کړي، خو مسعود وکړای شول ستا خبره چې ټول تاجک او نور غیر پښتنې ډلې کمونست او مجاهد ټول په ځان راټولې کړي او پښتانه میخکوب کاندي !
نو ښه به نه وي (؟) چې نور یوه بلا بلې بلا ته ونه وايي چې باو!!!!


Azeem
11.06.2008

غيرت صيب سلامونه درته تقديموم
ستاسی خبری سمی ، خو زما په خيال تاسی خلقيانو سره شايد کوم شخصی عقده لری٠ تاسی په خپله هم وایی چی ببرک او مسعود وشو کولی چی کمونست او اخوانی تاجګ تر څنګ نو غير پښتانه هم سره متحد کړی٠ ايا تاسی ته داسوال نه پيدا کيږی چی دغه پښتانه څه تندر وهلی  چی د اتحاد استعداد نلری؟
ايا تاسی او يا په پښتنو کی دغه مسعود او ببرک قدر هم څوګ هوښيار نشته چی پښتانه سره متحد کړی او يا دا ده چی پښتانه نپريښودل کيږی چی سره متحد شی؟
او که تاسی وايی چی پښتانه نپريښودل کيږی چی متحد شی ، بيا دغه خلک څوګ دی چی د پښتنو داتحاد مخالفت کوی؟
دا چی وهاج صيب غواړی چی د يو پښتون کډه د افريدی لخوا بار
شی ، ايا داسی کيدلی شی چی اتحاد منځته راشی؟
ايا دا چی ګلبدين ويلی و چی که چا د خلقيانو په دولت کی د پياده په صفت هم کار کړی وی زه یی وژنم ، نو اتحاد به څنګه منځ ته راشی؟ 
دا چی يو پښتون په بل پښتون کودتاګانی کوی، نو دغه پښتون په چا باندی اعتماد وکړی؟
نو دغه خبری مزخرفی دی او يو المانی متل دی چی وايی
ايا اينده مهمه ده که ګذشته؟
ځواب، 
ژوند مونږه په حال کی کو
نو دا چی تاسی وای
[color=darkred:657ec45cf8]هو همدغسې ببرک کارمل هم وکړای شول چې نه یواځې شورویان، بلکې پښتانه خلقیان او نور ستمیان له ځان سره یوځای کړي او پښتون ولس، پښتنې سیمې ، کلي کورونه نارینه او ښځې ، سپین ږیري او ماشومان بمبارد کړي ، ایا هلته اړونده ایدیولوژیکي پلمې چټیات او مزخرفات نه وو؟ نو ستاسو په خپل عبارت به تکرار کړم چې
خوډيرو چپو پښتنو لا تر اوسه پوری هم د همدغه مزخرفو ایدیالوژیکي خبرو شای نده پريښودلی٠ [/color:657ec45cf8]

نو اوس تاسی غواړی چی همدغه حالت دوام پيدا کړی او يا غواړی چی پښتانه سره متحد شی؟
بل دا چی که ډيرو چپی پښتنو ياخلقی پښتنو د مزخرفو ايديولوژيکی خبرو شاه نده پريښودلی ، تاسی بايد دغه لږ پاتی چپيان د هغوی د پاره مجازات نکړی٠، که اتحاد دعوا کوی ٠
زه يواځی ستاسو د سايت يو لوستونکی وم، لږ څه ما هم وليکل٠ پتنګ صيب راته د پښتو ټايپ چل زده کړ، خو اوس يو تستتور ته اړتيا لرم،ځکه په خپل تستتور کی حروف نشم په نښه کولی٠ 
تاسی ته صحت او پښتنو ته اتحاد غواړم،
ما دغه څو خبری ځکه وکړی چی ستاسي په سايت داسی پښتانه هم شته چی د بل پښتون چی شايد نه قاتل وي او نه غل او نه وطنفروش، بلکی يو ځوان چی په پښتو معين دی , غواړی چی له دی او بل ځی نه يی کډه بارکړی٠
نور په دی هکله نغواړم وغږیږم خوشحاله او متحد اوسی٠


اور- بل
13.06.2008

عظیم خانه وروره سلام او سلامونه !

[quote:1f36a01bb7]نو اوس تاسی غواړی چی همدغه حالت دوام پيدا کړی او يا غواړی چی پښتانه سره متحد شی؟ [/quote:1f36a01bb7]
نه ځوانه، د پښتون بده که څوک غواړي کور دې د ابا وران شي! شکایت خو تاسې هم ترې کړی و او ترې لا کوې یې چې پښتانه ولې اتحاد نه کوی ، ما لا دا شکایت هم له پښتنو نه نه دی کړی، ضرف تاسو د احمد شاه مسعود او ما درته د ببرک کارمل کمال په ګوته کړ، په دې موخه چې ټول تاجک مشران له سقاو نه نیولې تر کارمل او رباني پورې د په خپلو ګټو په ساتلو ښه پوهیدل، او هریو د قدرت په وخت کې دا کار کړی دی، خو پښتانه پرې نه پوهیږي، که د اپوزیشن په وخت کې پرې یو څه پوهیږي د قدرت په وخت کې بیا دهغې پروا هم نه ساتي ، لومړی خپل قام وهی ځپي یې او پښتون د پښتون په لاس له منځه ځي ، د قام نوم پرې بد لږیږي ، خو کله چې یې نور راوپرځوي هله بیا قام ته چیغې وهي چې د خدای له پآره قامی وحدت ، یووالی او ورور ولي څه شوه ؟؟؟
کارمل دشوروي په زور له خلقیانو څخه قدرت ونیو،شورویانو وطن اشغال کړ، خو خلقیانو قام ، ولس او خلکو ته مراجعه ونکړه، د کارمل اوشغالګرو سره ودرېدل، خو اوس چ ېه اشغالګرشوروي نشته ، اوس دوی قام ته د وحدت چیغې وهي ، دا د څه له پاره ؟ ددې له پآره چې ځانونه پرې وساتي؟ که ځانونه بیا د ولس مشرۍ ته ورسوي؟ اوکه د سیاسي جنایاتو له سزاو څخه پرې ځانونه خلاْول غواړي ؟؟؟؟؟؟
[quote:1f36a01bb7]بل دا چی که ډيرو چپی پښتنو ياخلقی پښتنو د مزخرفو ايديولوژيکی خبرو شاه نده پريښودلی ، تاسی بايد دغه لږ پاتی چپيان د هغوی د پاره مجازات نکړی٠، [/quote:1f36a01bb7]ولّّې اود څه له پاررررّه ؟؟؟؟ یوه غلطي دویم وارې تکرار کړو، دا خو همغه قادوښمنه خلقیان او هماغه قامدوښمنه ادیالوژي ده ، له دوی سره بل داچې کله کارمل او مسعود وحدت به هماغه او تر هغې زیات جنایتونه وزیږوي !
بل داچې کارمل او مسعود چې د نورو ډلو سره د پښتنو په ضد وخدت کاوه نو ملي خیانتونو ته یې ملاتړلې وه او ددې له پآره یې د شوروي او وروسته روسیی سره لاس یو کړی و، خلق . مجاهد او طالبانو د چا په ضد د شوروي او پاکستان سره لاس یوکړی و ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ ښکاره ده چې د بل هیچا په ضد نه بلکې ص صرف د پښتنو پر ضد او بس!


Azeem
13.06.2008

[quote:6e32b1b062]نه ځوانه، د پښتون بده که څوک غواړي کور دې د ابا وران شي! شکایت خو تاسې هم ترې کړی و او ترې لا کوې یې چې پښتانه ولې اتحاد نه کوی ، ما لا دا شکایت هم له پښتنو نه نه دی کړی، [color=darkred:6e32b1b062]ضرف تاسو د احمد شاه مسعود او [color=green]ما[/color:6e32b1b062] درته د ببرک کارمل کمال په ګوته کړ،[/color] [/quote:6e32b1b062]

غوټی خوری د کارمل کمال غيرت صيب په ګوته ګړی ، نه تاسی٠ خو دا چی تاسی دا جمله په دی توګه بيانه کړی، شايد چی تاسی تر دوه نومونو لاندی ليکنی ٠ دا مهمه نده خو يو سړی په قدرت ورسيد او بد کارونه وکړل٠ يو بل چی قدرتوالا سره جنګيده او په قدرت ورسيد، دی هم ؤويل چی زه دهغه پخوانی نه څه کم يم٠ نو د دغو دواړو طرفداری حماقت دی٠ او تاسی ضرور نده چی د دغو دواړو طرفداری وکړی٠ خدای په امان 


jakarr
13.06.2008

ســـــــلام به همه ی دوستان ،

قبلاً آقای غیرت در زمینه چنین نوشته اند:

[quote:afee9924ef="Ghairat"]ښاغلي عظیم ,,,,,
[color=red:afee9924ef]همدغسې ببرک کارمل هم وکړای شول [/color:afee9924ef]
چې نه یواځې شورویان، بلکې پښتانه خلقیان او نور ستمیان له
ځان سره یوځای کړي او پښتون ولس، پښتنې سیمې ، کلي کورونه نارینه
او ښځې ، سپین ږیري او ماشومان بمبارد کړي ,,,,,![/quote:afee9924ef]

بعدا بانو غوتی اوربل به ادامه می نویسند:

[quote:afee9924ef="غوټۍ وربل"],,,,,, ,, او
[color=darkred:afee9924ef]ما درته د ببرک کارمل کمال په ګوته کړ، [/color:afee9924ef]
په دې موخه چې ټول تاجک مشران له سقاو نه نیولې تر کارمل
او رباني پورې د په خپلو ګټو په ساتلو ښه پوهیدل،![/quote:afee9924ef]

با معذرت درینجا برایم یک سوال پیدا شد، آقای غیرت
آیا بانو اوربل هم شما هستید ویا اینطور :

بانو اوربل، آیا آقای غیرت هم شما هستید که اولی ازکارمل
یاد کرده و دومی بدون مقدمه از آن یاد آوری از [color=yellow:afee9924ef]"نام خود" [/color:afee9924ef] اذعان مینماید؟؟

ببخشید شاید دانش محدود پشتوی من مرا دچار اشتباه کرده باشد.
لطفا توضیح دارید، اگر گمان من درست باشد،حیف من میاید
که یک نویسنده ی برجسته ی از خواهران خود را از دست بدهیم .

با عرض حرمــــــت
جاکړ


و.افغان
13.06.2008

[quote:8d261d0ac5="Azeem"][quote:8d261d0ac5]نه ځوانه، د پښتون بده که څوک غواړي کور دې د ابا وران شي! شکایت خو تاسې هم ترې کړی و او ترې لا کوې یې چې پښتانه ولې اتحاد نه کوی ، ما لا دا شکایت هم له پښتنو نه نه دی کړی، [color=darkred:8d261d0ac5]ضرف تاسو د احمد شاه مسعود او [color=green]ما[/color:8d261d0ac5] درته د ببرک کارمل کمال په ګوته کړ،[/color] [/quote:8d261d0ac5]

غوټی خوری د کارمل کمال غيرت صيب په ګوته ګړی ، نه تاسی٠ خو دا چی تاسی دا جمله په دی توګه بيانه کړی، شايد 
چی تاسی تر دوه نومونو لاندی ليکنی ٠ دا مهمه نده خو يو سړی په قدرت ورس
يد او بد کارونه وکړل٠ يو بل چی قدرتوالا سره جنګيده او پ
ه قدرت ورسيد، دی هم ؤويل چی
 زه دهغه پخوانی نه څه کم يم٠ نو د دغو دواړو طرفداری حماقت دی٠
 او تاسی ضرور نده چی د
 دغو دواړو طرفداری وکړی٠ خدای په امان [/quote:8d261d0ac5]

ِښاغلې عظیم صیب:
کله کله انسان داسې حالت سره مخ کیږې، چې دبل لیکنه ورته خپله لیکنه ښکاره شي،
ځکه چې داوړه دیو نظر ، یو فکر او یو منبع څخه استرشاد کړي وي،
چې دلته ورته ددیني، ولسي، او ملي ازرښتونو منبع ویلاي شو،
او کله خو داسې هم کیږي
چې ددغو شباهتونو له وجهې ځینې خلک په مختلفو اشخاصو دیوه شخص ګمان وکړي،
لکه چې ما باندې ښاغلې جاکړ کړې وو، او ما هغه ته شخصي پیغام هم ولیږه،
او خبره مې ورته واضحه کړه، خو زه جاکړ صیب نه ملامتوم، ځکه چې هغه په ما
باندې دځینو داسی کسانو شکونه کړي وو، چې دهغوي لیکنی ځما لیکنو سره ډیر
شباهت لره، حتی چې کله به زه په ځان شکي شوم چې دا لیکنې به تا کړي وي،
خو داسې نه وه، او ددې شباهت ډیر وجوهات کیدلې شي،
چې بیان يي ضرور نه بولم، دا ټولې مهمې خبرې نه دي،

ماته خو شخصا دیوه شخص د نوم نه دهغه لیکلې شوې خبره ډیر اهمیت
لري، چې پرې تبصري وکړم،
که چیرې ښاغلې کوشان دهمدې کوشان نامه لاندې راشي، او سمې
دمې لیکنې شروع کړي، نو بیا به يي ددې فوروم ټول غړي تود هر کلې و کړي،
ما مخکې هم وویل، چې هغه ښاغلې دی دډاکټر وطنمل صیب پیشنهاد
ته لبیک ووايي، او را دشي شروع دې وکړي،
دکوشان ددی نوم سره مونږ هیڅ دښمنې نه لرو، بلکه دافغانانو په تاریخ
یو قوي سلطنت په همدي نوم تیر شوې دې،

او چې ښاغلې عظیم هم کوشان شي او یا کوشان وي
، نو والله که ما ته کوم توپیر ولري،
چې دکوشان پیښې شروع نه کړي، او وطني، ولسي، او دیني ارزښتونو او اقدارو
ته درناوۍ ولري، نو ځمونږ دوست او هموطن دې.
قدمونه يي په لیمو ځما
خو که چیرې هماغه پیښې شروع کړي، نو بیا خوورته معلومه ده
چې داسې شخص دسلو او زرو نومونو لاندې هم نه شي پټیدۍ،
gino< salfadoordally<khanjan< او داسې نور هم ورپسې راځه.

په درنښت.


salvadordali
15.06.2008

لعنت دې په دغسې بېناموسه او پست ملايان شي چې په دې يويشتمه پېړۍ
کې د دولس کلنو انجوڼو نکاح تړي.

http://www.youtube.com/watch?v=luae6NEUc5k

ايا نيمګړتيا په اسلام کې ده او که په مسلمانانو کې ؟؟

دغه ملايانو ته چا د دې حق ورکړی چې د دغسې مظلومو انجوڼو نکاح وتړۍ؟؟
دوۍ د دغو ماشومانو د نکاح تړل په کوم اساس کوي ؟؟

د داسې نکاح ګانو تړل خو په اسلام کې نه فرض دی او نه سنت .

نو دوۍ څنګه په دې مفکورې راغلي چې د ماشومانو نکاح د سپګنو
سپيبنګيرو سره وتړلي؟؟

زما په اند خو د دغسې ملايانو په کونه کې بايد لرګی ومنډل شي، نوم يې کشمش
کېښودل شي او بېرته دې عربستان ته صادر شي.

لعنت دې وي په دغو جاهلانو او انسانيت پر دښمنانو


Ghairat
15.06.2008

غلي سلوادور دالي !
هو په دې صورت کې هم ګناه په ملا مسلمان کې ده ، نه په اسلام کې ، که حکومت د کم سنو نکاح تړل منع کړي سم اسلامي کار به وکړي نو بيا که له هغه قانون څخه ملا سړغړونه کوي بايد سزا ورکړي . يو فرد ملا يا ټولو خو نامعلومو ملايانوته ښکنځل بيځايه او د اکثريت په وړاندې يې ظلم او زياتي دي .
ددې ناخوالومخه هغه وخت نيول کيږي چې نکاح د رسمي ملايانويعنې قاضيانو ،مفتيانو او محکمو له خوا په علني توګه د ناکح او منکوحې د احضارپه صورت کې وتړل شي اويا بله کومه رسمي بڼه او اداره ورته جوړه شي چې عملي اسانتيا او دغور او پلټنې پراختيا دواړه ولري . انشا الله هم به د افغاني خويندو ستونزې حل او هم به زمونږ اوستاسې پشان د ډيرو اعصاب آرام شي !


pattang
15.06.2008

سلوادوره !
دغه کار خو ډېر علتونه لري :
جهالت ، ناپوهي او تر ټولوتريخ حقيقت لوږه او غريبي ده ،داسې حالات په 
افغانستان کې اوس ندي دا پخوا هم وو او غېرې اسلامي ، جنايې او دغلامي
او انسان خرڅولو ژوندي مسالونه دي٠
يوشی تا ته وايم چې يواځې ملا هم ملامت ندی ځکه ملا هم په يوه داسې ټولنه
کې ژوند کوي که ملا يې نکاح ونړي نو بيا خو وږي ملا ته زکات څوک نه ورکوي٠
په ټولنه کې بدلون دقانون په اساس يو حتمي او ضروري راتلونکې وظيفه ده ٠

[quote:f9deb920b9="salvadordali"]لعنت دې په دغسې بېناموسه او پست ملايان شي چې په دې يويشتمه پېړۍ
کې د دولس کلنو انجوڼو نکاح تړي.

http://www.youtube.com/watch?v=luae6NEUc5k

ايا نيمګړتيا په اسلام کې ده او که په مسلمانانو کې ؟؟

دغه ملايانو ته چا د دې حق ورکړی چې د دغسې مظلومو انجوڼو نکاح وتړۍ؟؟
دوۍ د دغو ماشومانو د نکاح تړل په کوم اساس کوي ؟؟

د داسې نکاح ګانو تړل خو په اسلام کې نه فرض دی او نه سنت .

نو دوۍ څنګه په دې مفکورې راغلي چې د ماشومانو نکاح د سپګنو
سپيبنګيرو سره وتړلي؟؟

زما په اند خو د دغسې ملايانو په کونه کې بايد لرګی ومنډل شي، نوم يې کشمش
کېښودل شي او بېرته دې عربستان ته صادر شي.

لعنت دې وي په دغو جاهلانو او انسانيت پر دښمنانو[/quote:f9deb920b9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more