د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دحضرت محمد(ص) په خوب لیدل

ګلامخان
21.05.2008

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
قدرمنووروڼو دغه لاندی څه چی لیکم دبل خای څخه په لاس راغلی ورقه کټ مټ
تاسوته وړاندی کوم

بسم الله الرحمن الرحیم

وه ټولومسلمانانووروڼوته پیغام
زه محمد شریف دعلی خان زوی دهلمند ولایت دګرمسېراولسوالۍ
اوسیدونکی – اوتاسوته داسي پیغام وړاندی کوم .
ددوشنبې په شپه دربیع الاول دمیاشتی په پنځمه نېټه مارسول
الله (ص) دخپلوڅلوریارانوسره په خوب ولیده .ده مبارک راته وویل چه دتوبې دروازه تړل کیږی . وه خپل رب ته توبې وه باسی . اوبل یی ماته قسم راکړ چه ستادی ترقیامته غاړی بندی وی چه ترڅوپوری زما اومت ته دغه پیغام رسوی اوزما دی په هغه خدای (ج) قسم وی که به زه درواغ وایم کاذب عدوالله دی چه زما حال له هغې شپې راهیسې بل ډول دی ترسترګو می اوښکې بیهږی اودده مبارک صورت می هیڅ نه هیریژی
هردم می سترګوته دوری دوری کیږی
وه هرمسلمان ورورته دالازمه ده چه داپیغام مطالعه اولږترلږه دری خطونه چاپ یاولیکی اونوروخپلوناخبرووروڼوته یی ورسوی زما دی غاړی غاړی خلاصی وی اونورتاسواوخپل عمل

په خورادرنښت
دستاسورورګلام خان یحی خیل


Nazar
21.05.2008

وسلام 
وروره  دا لیک تر ما پوری هم راورسیده

زه يی هم په سوچکی ډوب کړم  مګر څه نشم لیکلی
هغه ځکه چی
واي دوه کوچیان وه
یوه کوچی له بل کوچی څخه پوشتنه وکړه چی خدای ګل او رسول ګل څه سره کیږی
هغه دوهم کوچی په ځواب کی ورته وویل
هي خوار نسی پدی لویه کورني کی مه غږیزه پی سټ بمکړی


نني
21.05.2008

السلام علیكم
ګلام خان وروره كه دا ليك په كوم ويب سا يټ كي تا سو كتلي ويي نوكه
مو ده هغه ويب سا يټ پته په ياد ويي او دلته وليكي مهرباني به مو ويي
:الله ج : دي تا سو ته اجر دركي مهرباني


Re: دحضرت محمد(ص) په خوب لیدل

و.افغان
21.05.2008

[quote:afb8d1300c="ګلامخان"]السلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
قدرمنووروڼو دغه لاندی څه چی لیکم دبل خای څخه په لاس راغلی ورقه کټ مټ
تاسوته وړاندی کوم

بسم الله الرحمن الرحیم

وه ټولومسلمانانووروڼوته پیغام
زه محمد شریف دعلی خان زوی دهلمند ولایت دګرمسېراولسوالۍ
اوسیدونکی – اوتاسوته داسي پیغام وړاندی کوم .
ددوشنبې په شپه دربیع الاول دمیاشتی په پنځمه نېټه مارسول
الله (ص) دخپلوڅلوریارانوسره په خوب ولیده .ده مبارک راته وویل چه دتوبې دروازه تړل کیږی . وه خپل رب ته توبې وه باسی . اوبل یی ماته قسم راکړ چه ستادی ترقیامته غاړی بندی وی چه ترڅوپوری زما اومت ته دغه پیغام رسوی اوزما دی په هغه خدای (ج) قسم وی که به زه درواغ وایم کاذب عدوالله دی چه زما حال له هغې شپې راهیسې بل ډول دی ترسترګو می اوښکې بیهږی اودده مبارک صورت می هیڅ نه هیریژی
هردم می سترګوته دوری دوری کیږی
وه هرمسلمان ورورته دالازمه ده چه داپیغام مطالعه اولږترلږه دری خطونه چاپ یاولیکی اونوروخپلوناخبرووروڼوته یی ورسوی زما دی غاړی غاړی خلاصی وی اونورتاسواوخپل عمل

په خورادرنښت
دستاسورورګلام خان یحی خیل[/quote:afb8d1300c]

ټولو درنو وروڼو ته سلامونه او نیکې هیلي !

ګرانو وروڼو !

دغه رنګ کیسې او خوبونه ټول سوچ درواغ دي ،
ځمونږ دین نه درواغو ته ضرورت لري او نه افسانوي کیسو ته ،

دقیامت علامې په دین کې په قرآني آیتونو او صحي سنت نبوي کې ثابتې شوي دي،
هغه بیان پوره کفایت کوي، او خلکو ته دقیامت معجزي باید دهماغه بیان په رڼا کې
توضیح شي.

خوب هیڅکله دینې مصدر یا دیني تبلیغ منبع نشي ګرځیداي .

هو ! دیو مسلمان لپاره ښه خوب عاجل زیرې ګڼل کیداي شي..

داسې خوبونه ځینې دجماعة التبلیغ وروڼه خوروې ، او خپله عقیده او تګلاره دخپلو بزرګانو او مشرانو دخوبونو په رڼا کې برابروې.

خو دغه خلک چې ښه پوهیږې چې دروغ حرام هم دي، او بیا په شرعي امور
کې بیخي حرام دي، نو ولې داسې درواغ وايي؟؟؟

ځواب دادې: چې دوي فکر کوي چی دا رنګ دروغ به دوي ته حلال وي، ځکه چې خلک پرې له بدیو څخه نیکیو ته راګرځې، او دخیر کار لپاره يي وايي،
ځکه خو قسم هم خورې چې زه درواغ نه وایم، او حقیقت دا وي چې دې دروغ وايي،

خو محترمو وروڼو: دروغ په هر حالت کې حرام دي، او په دیني امورو کې دروغ بیا تر نورو درواغو زیات خطرناک او حرام دي.

اته کاله وړاندې دا رنګه لیک ما ته هم په لاس راغلې وو، چې دمدینې منورې دنبوي مسجد دروضې مبارکې دیوه شیخ په نوم خور شوې وو، چې شیخ احمد نومیږي،
داسې په کې لیکل شوي وو، چې شیخ احمد په روضه کې ویده وو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته خوب کې راغۍ، او ورته يي وویل: چې په دې میاشت کې شپیته زره تنه جهنم ته ولاړل، ، نورې ډیر اپلتې يي هم په کې لیکلې وې،

خو له تحقق وروسته معلومه شوه چې په دغه نوم کس په روضه شریفه کې هیڅ وجود نه درلود ، او دغه لیک سوچه دروغ وو،

په دغه لیک کې لیکل شوي وو، چې که څوک دغه لیک اتیا کاپی چاپ کړي او توزیع يي کړي، نو خداي به يي وبخښي، او که څوک يي وشکوي نو حتما به هلاک شي، او دوزخ ته به درومي،
ځما لاس ته ډيرې زیاتې نسخي راغلې وو، ټولې مې وسیزلې.

نبې کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
من کذب علي متعمدا فلیتبوأ مقعده من النار

هر څوک چې پر ما باندې په قصد سره دروغ ووايي، نو په اور کې ځانته ځاي تیار کړي، متواتر حدیث دې.

نو ګرانو وروڼو:
کوښښ وکړۍ چې دارنګه دورغ خواره نه کړۍ، ځمونږ دین کامل دین دې درواغو
ته په کې ضرورت نه لیدل کیږي،
ډیر صفا، صحي، کامل ، او ثابت دیني منابع لرو، چې هغه قرآن او صحي سنت نبوي دی،
نو څنګه چې قرآن او صحي سنت نبوي تاسو ته هدایت درکوي، په هماغه رهنمود باندې روان شۍ، او نور ورته دعوت کړۍ، ددارنګه خوبونو نشرولو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.

په درنښت.


ګلامخان
22.05.2008

ډیرمحترم وروروهاج ساپی اونوروورڼوته !
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاة !
محترم وروروهاج ساپی صاحب الله تعالی (ج) دی تل روغ جوړاوبریالي لره
چې مونږ ته دې هدایت وکړ
او محترم ورورنني ته قدرمنه همدغه لیکنه مې دکوم ویب سایټ څخه نه بلکی
یوه ورقه په لاس راغله اودالته مې نشر کړه
دخدای (ج) په آمان


شاکری
22.05.2008

درنو لوستوونکو !
اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه
له ښاغلی ساپی صيب څخه مننه کوم او دی کومی تبصری ته مو چه ځواب ليکلی په اړه زه مکمل له تاسی سره موافق يم .
داډول ليک ما هم يوځلی مخکی ليدلی ؤ .
چه پکی ليکل شوی ؤ دومره زره خلک زما له امته بی دينه مړه شوی .
توبی وباسی چه در بنديږی
اوکه دغه وصيت نامه چاته ورسيده که يی نورو ته ونه رسوی داسی او داسی ضررونه درته ورسيږی .
ولی دا ډول افسانی هيڅ حقيقت نلری .
ولی د توبی در بند دی ؟ توبه خو د هر کس د مرګ تر ورځی او تر قيامت پوری د مهربان خدای (ج ) په در کی چه په اخلاص سره وی قبليږی .
مونږ ديوه بی ادرسه نااهله بی علمه مسلمان خوب ته څه ضرورت لرو؟
له مونږ سره قرآن شته د رسول الله (ص ) ټولی لارښوونی شته چه د توبی در هم پکی ښه واضح دی .
نوبيا داډول افسانوته نه د نشرضرورت شته او مه يی لونی
حمدالله شاکری



ع کريم حليمي
22.05.2008

درنو لوستونکو زما سلامونه هم ومنۍ 
السلام عليکم و رحمته الله و برکاته !
هو ! مکرم استاد ساپې صاحب چه تبصره کړې ، زه مننه کوم ، کاميابه 
او سر لوړی اوسې 
 که چيري داسي خوب ئې ليدلی وای چه :
پر افغانستان د قيامت ورځي راغلې نو به مو زړه ته لوېدلي وای ولي چه 
داسي حديث په لاس کي لرو چه :
له خواږه نبي عليه السلام نه چا پوښتنه وکړه چه د قيامت ورځ کله ده 
مبارک جواب ور نه کړ ، چا ويل چه نه ئې دي اورېدلي  ، چا ويل وايې ورېدل 
جواب نه ورکوي 
خو کله چه مبارک خبري خلاصي کړې ، نو ږغ ئې وکړۍ چه چيري دی پوښتنه 
کوونکی ، دپوښتني وال ږغ وکړی چه دغه يم 
نو سردارعالم ورته وويل ، هغه ورځ قيامت دي چه :
کار نااهله ،بې کفايته ته وسپارل سي ، 
د پورته حديت د ترجمې په اساس قيامت دی ، داهغه قيامت دی چه د توبې در 
نه تړل کيږي ،او که څوک توبه وکړي ، او کار واهل ته وسپاري ، دغه سختۍ
حال (قيامت)له منځه ځي ،  

هو !  قيامت کبرا وخت چه راورسيږي ، په هيڅ ئې مخه نه ګرځي!!!!


Nazar
24.05.2008

د ليکني حيا څڅېدلې وه ، ړنګه سوه 


Nazar
24.05.2008

ښاغلي نظر صاحب او ټولو ليکونکو او لوستونکوته په احترام عرض کوو چه :

فکرونه په سر کښي ډير شاربل کيږي ، خو هر فکر او نظر د درايستلو ،
ويلو او ليکلو نه وي
متل دی چه : خپله خوله هم بلا ده هم قلعه ( کلا)
هغه څه مه ليکي ، کوم چه ځانته ئې نه خوښوۍ !!!
----------------------------------------------------
حليمي 


Ghairat
26.05.2008

پتمنو خویندو او ورونو ! له سلام او درناوي وروسته:

مکرم استاد مولینا صیب حلیمي یوځل بیا مونږ ته یوداسې حدیث شریف بیان کړ چې ددولت پوهنې اوسیاست زړی را په ګوته کوي :
[quote:bb678d9852]نو سردارعالم ورته وويل ، هغه ورځ قيامت دي چه : کار نااهله ،بې کفايته ته وسپارل سي ، [/quote:bb678d9852]
له راشدینو خلیفه ګانو وروسته د اسلام په نامه چارواکو یوۀ هم د کار او حکومت اهلیت نه دی ښودلی په تیره بیا د افغاني مجاهدینو او طالبانو په وخت کې حکومت د نااهلو او بی کفایتو لاس ته لویدلی او پر ولس یې قیامت جوړ کړی و او دادی د همغو جهادي ډلو د استاز و ګډون د شمالي اتلاف په شکل اوس هم دغه قیامت تر ننه پورې غزولی دی اوپای یې لا نه دی معلوم . که دغه کل یوم بتر حالت دوام وکړي اولا سر انجام طالب حاکم شي له قیامت څخه به یواځې دوزخ فعال پاتې شي او د هیلو امیدونو جنتونه به هم له منځه ورک شي .
هو، طالبان خو به خوشاله ځکه وي چې دوی به افغانستان به په دوزخ او خلک به یې په دوزخیانو واړوي او پخپله به په دوزخ باندې د قدرت د ملایکو په شان نوموړي دوزخیان کنترولوي او حکومت به پرې کوي !
نو خدای مکړه :
[color=white:bb678d9852]پښتو به ــ م هله ددوزخ ژبه شي .... چې طالبانو ته قدرت ورسي ![/color:bb678d9852]


Nazar
26.05.2008

محترم  استاد حلیمي !
سلام درته وړاندی کوم 
بعد له سلام 
متلب ازادی نشته
---------------------------------------------------
[color=white:ca2dc64087]څرنګه ازادي غواړې ؟ چرنده ازادي خو د سړک پر سر سته ! او پوليس هم
هلته د هم دې لپاره ګزمه کوي چه د داسي سړي د ازادۍ مخه ونيسي ،
چه د بل حق ،ازادي تر پښو لاندي کوي
ټول افغان نه پوليس لري او نه محاکمه ،
څوک چه په "ټول افغان" کښي په مستعار نامه ليکني کوي ، په ښو او ښايسته
ليکنو ئې "ټول افغان " نه ښايسته کيږي ، اما په بې حرمته او چرندو ليکونو
ئې "ټول افغان " ته معنوي تاوان رسيږي ، او د لوستونکو او ليکوالو
مشروع ازادي تر پښو لاندي کيږي ، نو که تاسو ته ستاسو د خوښۍ ازادي
درکړه سي ، نو په مقابل کښي د نور ليکوالو ازادي او حق تر پښو لاندي وي
يو به خوشحاله وي سل به له مونږ نه خوابدي

د "ټول افغان "لمړي مخ ته لاړ سه د پوهانددوکتور م.ا.زيار او کاندید اکادمیسین ظاهرافق ليکني ولوله ډېر څه به ترې زده کړې ، که دي غوښتل
نو بيا به تر دې زياته ازادي درکړه سي ، لکه په علم کښي چه درجې سته
هم دارنګه څومره چه پوهه لوړېږي هغومره د ازادي حق لوړ خېژي
لېوني او ساده د ازادې په سرحداتو نه پوهيږي ،موږ او تاسو بايد همکاري
ور سره وکړي [/color:ca2dc64087]

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more