نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ښه ده چې زه يوازې نارې نه و هم
pattang
12.05.2008
شپيگل:د افغانستان ډير وزيران دآلمان جاسوسان دي
دجرمني چاپ شپېګل مجلې د روان کال په اتلسمه ګڼه کې د جرمني دفدرالي استخباراتي ادارې له خوا دافغانستان دسوداګرۍ دوزیرپه کمپیوټرکې دیوې خاصې پټې وسیلې داېښودلوپه ذریعه دهغه د لیکونواواسنادودلوستلوپه باب وروستۍ ناندرۍ ته داشارې په ترڅ کې لیکلي دي چې دجرمني دفدرالي استخباراتواداره له ډېروکلونوراهیسي په افغانستان کې فعالیت لري اوداسي ډېرافغانان شته چې ددې ادارې لپاره اطلاعات ټولوي.
شپېګل مجله ددې مقالې په یوه برخه کې دجرمني داستخباراتي ادارې دیوه مامورله خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکي :
((کله چې په ۲۰۰۱ کال کې دبن ښارته نژدې دپیترزبرګ په ښارګوټي کې اته دېرش(۳۸)افغان سیاستوال اوقومي مشران دملګروملتوترچترلاندې راغونډ شوي وو،دجرمني استخباراتي ادارې دمامورینوکولمې تاوراتاو شوې.)) دغه استخباراتي مامورزیاته کړه : (( په دې غونډه کې دهغوافغانانوشمېرچې د دې استخباراتي ادارې لپاره یې کارکاوه دوه عددي وو- ترلسوزیات- )).دده په وینا دښاغلي حامدکرزي په انتقالي حکومت کې زیات شمېروزیرانودې ادارې ته دمعلومات ورکوونکوپه توګه کار کاوه اودې مسئلې دجرمني په پولاخ ښارکې ،چې دفدرالي استخباراتي ادارې مرکز دی ، ډېربحثونه وپارول او وویل شول چې دا اداره دافغانانوپه منځ کې ډېرکارکوونکي لري اوایا بهتره به نه وي چې د دوی شمېریوڅه رالږکړل شي ؟دشپېګل دراپورله مخې دې ادارې وروسته همدا کاروکړ.