د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان کې د پاکستان جهاد

ihtesham
11.05.2008

افغانستان د نړيوالو د مفادو د جنگونو لپاره د څو پېړيو راسې د يو جنگي ميدان په توګه استعماليږي او دا ټول د ((جهاد)) له برکته ځکه څوک چي هم دلته جگړه کول غواړي يوه ډله وظيفه خواره پيدا کړي او جهاد پيل کړي. بيا په نړئ کي ډير قوتونه په دغه جگړو کي د خپلو خپلو اهدافو لپاره کله د يو جهاد سره مرسته کوي او کله د بل سره. دغه خبر وگورئ

په پکتيکا کې دوژل شويو پاکستاني طالبانو جسدونه وزيرستان ته رسول شوي

زمه وال

٢٢ / ٢ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-05-11 08:30:00 م

جنوبي وزيرستان ته ديوشمېر ځايي جنګياليو مړي چې په پکتيکا کې دافغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي راوړل شوي دي.

[color=white:cd090d51e1]دنړيوالو خبري رسنيو درپوټ له مخې په جنوبي وزيرستان کې د [size=18:cd090d51e1]دولت پلوي [/size:cd090d51e1]طالب مشر ملانذیر دمرستيال مولانا محمد اقبال په ګډون دنوموړي د ډلې دنهو جنګیاليو جسدونه تېره ورځ واڼه ته رسول شوي.[/color:cd090d51e1]

له سيمې څخه په رارسېدليو رپوټونو کې ويل شوي چې وژل شوي کسان چې ډېری يې د۱۵ او شلو کالو ترمنځ تنکي ځوانان ول په پکتيکا کې له ملي اردو او بهرنيو ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي.

همداشان ويل شوي چې دنوموړي يوشمېر جنګيالي دملي اردو له خوا ژوندي نيول شوي دي.

سيمه ييزو دولتي چارواکيو خبري رسنيو ته ويلي چې ملا محمد اقبال شل پېنځه ویشت ورځې وړاندې له خپلو دېرشو تنو وسله والو سره دپکتيکا اورګون ولسوالۍ ته تللی و او دافغان او ائتلافي ځواکونو پر خلاف جنګېده،چې له سيمې څخه دبېرته راستنېدو پر مهال دامريکا دهوايي ځواک تر برید لاندې راغلل.

ياده دې وي چې ملا نذير په جنوبي وزيرستان کې د ځايي طالبانو مشر دی [color=red:cd090d51e1]چې د پاکستاني دولت په پلوي يې څو وارې[/color:cd090d51e1] په سيمه کې دالقاعده ځواکونو پرخلاف وسله وال عمليات ترسره کړي او هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې.
---------------------------

د پاکستاني جهاد نه وړاندي په افغانستان کي امريکا هم يو جهاد کړي و چي پايله يي د حکمتيار، رباني، فهيم، مسعود، او نورو سړي خورو په صورت کي راووتله. دغو سړي خورو د مقبرو نه د مړو هډوکي هم راوويستل او حملې يې پرې وکړې. بيا سړي خواره ټول د امريکا تر چتر لاندي راغونډ شول او ديموکراتان شول. اوس گوره چي د پاکستان جهاد به کومي پايلي راوړي.....


Re: افغانستان کې د پاکستان جهاد

pattang
11.05.2008

[quote:7ce48a5965]افغانستان د نړيوالو د مفادو د جنگونو لپاره د څو پېړيو راسې د يو جنگي ميدان په توګه استعماليږي او دا ټول د ((جهاد)) له برکته ځکه څوک چي هم دلته جگړه کول غواړي يوه ډله وظيفه خواره پيدا کړي او جهاد پيل کړي. بيا په نړئ کي ډير قوتونه په دغه جگړو کي د خپلو خپلو اهدافو لپاره کله د يو جهاد سره مرسته کوي او کله د بل سره. دغه خبر وگورئ[/quote:7ce48a5965]

ګوره کنه پښتو هم ليکې او دروغ هم وايې دا خو ولا دشرم ځای دی ، دغه درسته
ده چې د جهاد په نوم ډېر جنايت شوی دی چې ژوندي مسالونه يې ، عطا ، فهيم ,
سياف ،.......اونوردي ،خو چا اول دخپل ورور په وژلو شروع وکړه ? جهادي خېلو
او که روسي عيني او ذهني خېلو ( کمونستانو ) ? زمونږ له کلې ځخه 11 کسان
خوشې تر اوسه پورې ورک دي ، او ښځې يې تر 70 کلنۍ پورې بايد انظار وباسې
، ترهغه پورې ددې ښځو نکحاح روا ندی ، ځينې پېغلې ژړې شوېاولا ناستې دي
او هغه چې په ټانګو پورې ژوندي تړل شوي هغه خو لا پرېږده ځکه چې مړي يې هر
چاته مالوم دي ٠

[quote:7ce48a5965]په پکتيکا کې دوژل شويو پاکستاني طالبانو جسدونه وزيرستان ته رسول شوي [/quote:7ce48a5965]

که څه هم په تورخم کې دې پاکستان جنډه ولاړه ده ، خو پښتنوته پاکستانيان وېيل
ديوه پښتون له خولې لوی خيانت دی اوبيا خاص د وزيرو غيرتي قوم ته ٠


Nawabi
16.05.2008

ګرانو ورونو
راځئ يو بل کار وکړو، دومره جنګونه او جهادونه مو وکړل، د نړۍ ټولو هېوادونو او قامونو سره مو جنګ او جهاد وکړ، راځئ چې يو جنګ او يو جهاد د جهالت او ناپوهۍ په ضد وکړو. راځئ چې څومره هلې ځلې مو د وژلو او ورانولو کړي دي د دې په نيمه هلې ځلې د ابادۍ او ورورولۍ لپاره وکړو..... سل په لالي پورې دا يوه يې د بنګړو


chenar
18.05.2008

سلامونه او نیکې هیلې

[quote:007a56e929]د پاکستاني جهاد نه وړاندي په افغانستان کي امريکا هم يو جهاد کړي و چي پايله يي د حکمتيار، رباني، فهيم، مسعود، [/quote:007a56e929]

زه نه پوهیږم چې دغه دومره ډیر کفار او لنډغر څه کوي، آیا پاکستان دومره غښتلی ده چې دغه ټول یې پسې آخیستي او سرګردانه کړي یې دي؟ایا دغه غربیان واښه خوري؟ او په دې نه پوښیږي چې پاکستان څه کوي؟ ایا اِحتشام له دوۍ څخه هوښیار ده؟ او وضعه ښه تحلیلولې شي خو څوک پرې اعتبار نه کوي؟
ایا د وزیرو پښتانه پنجابیان دي؟
ایا پاکستان همدغو وزیرو سره مشت او ګریوان نده؟
ایا همدغه پاکستان څخه ناولو کومونستانو سر نه ټکاوو؟
لاړ شه بچیه چیرې دیاړي وکړه پدې خبرو چې ستا سر خلاصیږي ،حالات به بدل وي.
په درناوي
چنار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more