نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دستگیر خروټی :روشنفکران او ايديولوژي ( 1)
13م ميلمه
10.05.2008
[color=yellow:8025222cc1]دستگیر خروټی[/color:8025222cc1] 02.04.2007
[size=24:8025222cc1][color=darkred:8025222cc1]روشنفکران او ايديولوژي[/color:8025222cc1][/size:8025222cc1]
معيار :[color=white:8025222cc1] انسان او انسانې ارزښتونه[/color:8025222cc1]
ما پخوا هم د ايدیولوژي په هکله دلته او هلته ليکنې کړي دي. دا ځل غواړم لږ څه زيات وليکم. له دې ليکنې مې مطلب دادی چې څه ډول کيدای شي افغانستان د ايديولوژيک گواښونو په وړاندې خوندي شي. څه ډول کيدای شي ددې هیواد انسان له قومي، مذهبي، لساني(ژبنېو)، جنسي... کرکو او تعصبونو و ژغورل شي. څه ډول کيدای شي ټولنيز ذهنيت د سلگونو کلنو له نابالغۍ خلاص شي او د کومو معيارونو او آرزښتونو په انتخاب کولو سره کولای شو ټولنه خپلواکه شي، انسان خپلواک شي او انديښنې خپلواکې شي.
[color=white:8025222cc1]په قومي، ژبنېو، مذهبي، جنسي... کرکو، تعصوبونو او نفرت د غلبې تر ټولو ښه او موثره لاره، انسان او انساني آرزښتونه د قضاوت کولو او تگلارو جوړولو په معيار بدلول دي[/color:8025222cc1]. نو راځې انسان او انساني آرزښتونه معيار وگرځوو. زه په پوره ډاډ سره وېلای شم که د قوم، ژبې، مذهب، طبقې... په ځای "انسان" معیار وگرځوو، په هر ډول کرکو، تعصوبونو، ټولنيزو بې باورېو او نفرت به غلبه وکړو او نور به بيا ټولنه په " موږ" او " دوی " نه ويشل کېږي، چېرې چې " دوی" ته د دوښمن په سترگه کتل کيږي.
له ايديولوژي څخه د ما مطلب يوازې کمونېزم، نازېزم او فاشېزم نه دي، بلکې [color=white:8025222cc1]هر هغه تفکر او هر هغه فکري ښوونځی چې د ټولنې د يوې خاصې برخې استازيتوب کوي او د همدې برخې تفکر او گټې په ټولنه تحميل کول غواړي ايديولوژې دی[/color:8025222cc1]. [color=yellow:8025222cc1]دا کيدای شي ناسيونالېزم وي، دا کيدای شي شوونېزم وي، دا کيدای شي سکترېزم وي،دا کيدای شي ترايبالېزم وي، دا کيداي شي مذهبې بنسټ پالنه وي[/color:8025222cc1]. په پورتنيو ايديولوژيکو سیستمونو کې د انسان هويت، کوم چي " انسانيت" دی کله له قوم، کله له قبيلې، کله له ژبې او کله هم له مذهب سره تړل کيږي.
د افغاني ټولنې په وړاندې ستونزې او گواښونه ډېرې او رنگارنگه څېرې لري. افغانستان د سياسي او ټولنيزو جوړښتونو له ستونزو برسېره، د رنگارنگه ذهني ناروغېو چي په سر کې یې بنسټ پالنه ده هم مخامخ دی. بنسټ پالنه هر ډول او په هر شکل چې وي خپل ځان په دې او هغه ايديولوژې کي را څرگندوي. [color=yellow:8025222cc1]اصلي گواښ همدا بنسټ پالنه ده او بری به يې نه يوازې هر څه په ټپه ودروي، بلکي ټولنه به يو ځل بيا د لسيزو له پاره په شا وغورځوي، تاريکي به واکمنه کړي او هغوی به واکمن شي چې له پوهې، عقل، انديښنې او د انسان له خپلواکۍ څخه کرکه او نفرت کوي[/color:8025222cc1].
افغانستان د لېږد ( گذار) په ډېر ستونزمن حالت کې دی. نه يوازې ټولنه، نه يوازې د ملت جوړولو لړۍ، بلکي د دولت جوړولو کارهم له څو گونو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دی. له پرونيو تاريخي ــ استبدادي جوړښتونو څخه د دموکراسي په لور لېږد نه يوازي مشکل، بلکې خطرناک هم دی.
دولت جوړونه له يوې خوا د پرونېو تاريخي جوړښتونو او له بلې خوا د مدرنو جوړښتونو تر منځ په کلکه سيالي کې را ايساره ده. د دې دولت په جوړښت کې هم قبيلوي عناصر چي د پلارسالارئ او د خپلوي په اړيکو تکيه کوي شته دي. ددې دولت په جوړښت کي فيودالي ډوله عناصر چې په دولت کې په گډون برسېره په دې او هغه سيمه کې خپل نفوذ او له دې جملې خپل پوځي نفوذ ساتي، شته دي او په دې دولت کې د مدرنو جوړښتونو عناصر، چي د خلکو په اراده او دموکراسي تکيه کوي هم شته دي. د پورتنېو ناهم آهنگو او متضادو عناصرو موجوديت نه يوازې د دولت جوړولو پروسه بې انډوله کړې، بلکې د دولت د درېگونو ارگانونو تر منځ يې انډول او خپلواکي هم ستونزمنه کړې ده. همدارنگه دا دولت د دندو او د واک د وېش په لحاظ هم په مشکل حالت کې دی. که له يوې خوا د دولت د جوړوونکو برخو او بيا د مرکز او محلاتو تر منځ د دندو او واک ويش دی، له بلې خوا د دولت او بېن المللي ټولنې تر منځ هم د دندو او واک ويش شته دی. د مسؤليتونو په برخه کي هم ورته حالت دی. دا دولت نه يوازې افغانې ټولنې ته، بلکې نړيوالې ټولنې ته هم د حساب ورکولو مکلفيت لري. دا واقعيتونه څرگندوې چې دافغاني دولت جوړښت له ستونزمن او ډېر پېچلي حالت څخه تېريږې. دا حالت له برېو سره سره ماتېدونکې ځانگړتياوې هم لري او له بده مرغه په ټولنه کې بحران راوړونکي لاملونه او گواښونه هم پېاوړي دي.
د پورتني ناانډوله جوړښت برسېره، په ټولنه کې د ټولنيز عدالت د پلي کولو ستونزه هم را منځ ته کړې ده(د يوې ټولنې اقتصادي او سياسي څرنگوالی تر هر څه د مخه د ټولنيز عدالت په وسيله سنجول کيږي) او همدارنگه يې دولت د خپلو موخو د ترلاسه کولو او د خپلو غوښتنو د عملي کولو په کارکې بې تاثيره او کمزوری کړی دی.
په افغانستان کې همېشه هڅه شوې چي واک او سياست د ټولنې د يوې برخې چاره او د همدې برخې په چوپړ کې وي. وروسته وروسته بيا هڅه وشوه واک او سياست د يوۀ گوند په چاره بدل شي اوپه ټولنه کې يو گوند، يوه ډله واکمن کړي. يا په بل عبارت يو گوندي سيستم جوړشي. په ياد شويو دواړو حالتونوکي [color=white:8025222cc1]د ټولنې د سياسي کیدو او د واک او سياست په چارو کې د ټولنې د گډون مخه نيول کيدله او دې ډول چلندونو او عمل کولو ته د ديني او يا د غېر دينې ايديولوژېو په وسيله قانونيت ورکول کيدو. له پورتني حالت څخه را وتل او د دموکراسي په لور خوزښت له يوې خوا د ټولنې د سياسي کولو او د سياسي آزاديگانو د خونديتوب او له بلې خوا د دموکراتيکو آرزښتونو په بنياد د ټولنې او واکمنو تر منځ د اړيکو د جوړولو ضرورت منځ ته راوړي. دلته د پېړيو په اوږدو کې د واک او ټولنې تر منځ اړيکې د زور اړيکې پاتې شوي. د دي اړيکو په هکله موخه پتری کول اوکوشېرکول نه، بلکې موخه ددې اړيکو ژور بدلون دی.[/color:8025222cc1]
[size=24:8025222cc1]د "بنسټ پالنې" څه شی دي؟[/size:8025222cc1]
بنسټ پالنه يا بنياد گرايي په کلي توگه د يوې ذ هنې ناروغۍ په توگه له هماغه پېله په انسانې ټولنو کي په دې او هغۀ شکل وجود لري. په بل عبارت [color=yellow:8025222cc1]په انساني ټولنوکې په دې او هغۀ شکل فاناتيزم او فاناتيک عنصرونه هميشه موجود وو، اوس هم شته دي او په راتلونکي کې به هم وي. بنسټ پالنه نه يوازې يوه فکري پديده ده، بلکې يو ټولنيز چلند هم دی[/color:8025222cc1]. بنسټ پالنه يوه ناروغه انديښنه او يو ړنگونکی ټولنيز چلند دی.
بنيادگرايي يا بنسټ پالنه د بشر لاس ته راوړنو ته گواښ دی. بنسټ پالنه فرهنگ او فرهنگي ژوند ته گواښ دی. [color=darkred:8025222cc1]همدادم په ځانگړې توگه د پښتنو فرهنگ، فرهنگي ژوند او فرهنگي لاس ته راوړنې د مذهبي بنسټ پالنې تر عملي او ورځني گواښ لاندې دي. د بنسټ پالنې لمړۍ درجه قربانيان ښوونکي، زده کوونکي، ښوونځي، فرهنگيان او فرهنگ جوړوونکي دي[/color:8025222cc1].
[color=yellow:8025222cc1]بنسټ پالنه کيدای شي ديني او يا غير ديني وي[/color:8025222cc1]. بنسټ پالنه په دې او هغه ايديولوژي کي او يا په دې او هغۀ مذهب کې ځان را څرگندوي. [color=white:8025222cc1]بنسټ پالنه په کرکې، سازش نه کولو او د خپلو نظريو په بشپړ عملي کولو تکيه کوي. بنسټ پالنه په هر حالت او هر ډول شرايطو کې د خپلو نظرياتو او انديښنو عملي کول غواړي او ددې پروا نه کوي چې ددې نظريو د عملي کولو پايلې به څه وي[/color:8025222cc1]. بنسټ پالنه په دې پسي نه گرزي چې څه به کيږي، [color=darkred:8025222cc1]هر څه چې کيږي، کيږي به ،خود دوی فکرونه بايد عملې شي[/color:8025222cc1]. د بنسټ پالنې اساسي ستونزه په دي کي ده چې دارمانگري او واقعيت تر منځ د پولو او توپېرونو په پېژندلو کي پاتې راځي.
که يو وگړی په خپل شخصي ژوند کې د خپلو انديښنو د حتمي عملي کولو هڅه وکړي، دا ډول يوه هڅه کوم ټولنيز ناورين منځ ته نه راوړي، خو که په ټولنه او ټولنيز ژوند کې ددې او هغې انديښنې د حتمي عملي کولو هڅه کيږي، بې له شکه لوی او لوی ناورينونه ايجادوي. [color=yellow:8025222cc1]په افغانستان کې کله چې دواړو ښي او چپ افراط هڅه وکړه په ټولنه کې خپل باورونه او خپلې انديښنې په حتمې توگه او هغه هم د کلاشينکوف او زورپوسيله عملي کاندي څومره لوېه او هر اړخېزه غمېزه يې منځ ته راوړه[/color:8025222cc1].
[color=darkred:8025222cc1]ايديولوژي او د ايديولوژي ځانگړتياوې[/color:8025222cc1]
ايديولوژي هغه فکري سيستم ته ويل کيږي چي د ټولنې د يوې برخې غوښتنې او گټې په ټولنه ور تحميل کول غواړې. د مارکس په شمول ډېر څېړونکي په دې باور دي چې ايديولوژي يوه دروغجنه انديښنه ده. ايديولوژي يو ارماني تفکر او يا يوه " ارمانگري " ده چې عملي کول يې له يوې خوا [color=white:8025222cc1]د ټولو ستونزو حل [/color:8025222cc1]او له بلې خوا د ځمکې په سر د ټولو له پاره د جنت جوړول دي. [color=white:8025222cc1]ايديولوژي دنيا ته په يوه سترگه گوري او د دنيا يوازې يو لوری ویني او بيا دهمدې يو اړخيز چلند په بنياد د ټولې نړۍ د بدلون غوښتنه کوي[/color:8025222cc1]. د بشر تاريخ تر اوسه نه داسې حالت او واکمني ثبت کړې چي ټولې ستونزې حل او د ټولو له پاره جنت وي او نه يې داسې ځواک ثبت کړی چي په يواړخېزه توگه دنيا بدله کړي. همدارنگه تاريخ دا ډول يو واک نه پېژني چې د ټولو ستونزو د حل په دعوې کولو سره بري ته رسيدلی وي او يا يې زبات پيدا کړی وي.
اوس به [color=yellow:8025222cc1]د ايديولوژي ځانگړتياوې [/color:8025222cc1]را وسپړو.
١ــــ [color=blue:8025222cc1]ايديولوژي د ټولنې له پاره خاص او له پخوا جوړ شوی اقتصادي، سياسي، حقوقي او فرهنگي جوړښتونه تجوېز کوي او همدا جوړښتونه د ټولو ستونزو حل بولي[/color:8025222cc1]. ايديولوژيک ځواکونه د همدې جوړښتونو په وسيله له ناخوالو، نيمگړتياوو اوبدمرغېو خلاصه يوه دنيا جوړول غواړي. [color=yellow:8025222cc1]هيتلر دا کار د خالص نژاد په بري کي ليدۀ، لنېن او استالين د بې طبقې ټولنې په جوړولو سره دا موخه تر لاسه کوله او مذهبي بنسټ پالنه دا موخه د مذهبي واکمنۍ، د سياست، اقتصاد، فرهنگ او حقونو په ديني کولوکې لټوي[/color:8025222cc1]. هره ايديولوژي هڅه کوي چي ټولنيز ژوند، فرهنگ، سياست او په تېره بيا اقتصاد محدود او ورته ښکاره ايسارونه جوړ کاندي. په داسې حال کې چې [color=white:8025222cc1]نه ټولنېزې او فرهنگې پديدې محدودې کيږي او نه ورته ايسارونه جوړيدای شي په تېره بيا اقتصاد خو هډو محدوديتونه او ايسارونه نه پېژنې او اقتصاد د محدوديتونو په ځای په رقابت او په سياليو تکيه کوي[/color:8025222cc1]. [color=yellow:8025222cc1]ايديولوژي سياسي، ټولنېز، اقتصادي او فرهنگې مفهومونه سره گډوي [/color:8025222cc1]او د هغو په هکله فکري اغتشاش منځ ته راوړي، کوم چې له يوې خوا د فهم او د پېژندنې د وروسته پاتې والي سبب کيږي او له بلې خوا د واقعيتونو او تفکر تر منځ بې انډولي منځ ته راوړي، کوم چې په ټولنه کې د بحران د راتگ په پېاوړي لامل بدليږي.
٢ ــــ[color=white:8025222cc1] هره ايديولوژي حقيقت او عدالت په خپل مالکيت بدلوي، د انديښنو د خپلواکي مخه نيسې، خپلې نظريې او خپل اصول بشپړ او مطلق حقيقت بولي او په دې صورت کې دوی نه د ټولنې او خلکو رايې او نظريو ته ضرورت لري او نه په ټولنه کې د نورو نظريو او انديښنو منلو ته چمتو دي[/color:8025222cc1]. شک کول او ترديد درلودل د انديښنې او تفکر محرکه قوه بلل کيږي. سره له دې چې شک او ترديد د علم او پوهنې په لاس ته راوړنو کې ټاکونکی رول تر سره کوي او په ټولنيزو او سياسي مسئلو کې مرکزي ځای لري، سره له دې چې شک کول او ترديد درلودل پرمختگ او نويوالي ته ځواک ور کوي، خو په ايديولوژي کې شک کولو او ترديد درلودلو له پاره نه يوازې ځای نشته دی، بلکې شک کول او ترديد درلودل دوښمني بلل کيږي او له شک کوونکو سره د دوښمنانو په دود چلند کيږي. رښتيا هم، کله چې يوه ايديولوژي او يو فکري سيستم په مطلق حقيقت بدليږي او[color=yellow:8025222cc1] ټولو ستونزو ته ځواب او حل[/color:8025222cc1] ولري بېا[color=white:8025222cc1] د خپلواکو انديښنو، د نورو انديښنو او نظريو د منځ ته راتگ ضرورت څه دی؟ د شيانو، پيښو او پديدو د لاملونو د پلټلو، را سپړلو او څېړلو ضرورت څه دی؟[/color:8025222cc1]
کله چې هرڅه له پخوا حل شوي وي او کله چې هر څه ته له پخوا ځواب شته دی، په دې ډول حالت کې د انسان هڅې، پلټنې او د فکر کول بې مفهومه کيږي او په خپله د انسان برخليک پيښو ته سپارل کيږي٠ [color=darkred:8025222cc1]څه چې کيږي، هغه به کيږي[/color:8025222cc1].
کار هغه عمل دی چې د فکر په بنياد منځ ته راځي او هر هغه کار چې د خپلواک او خلاق تفکر په اساس منځ ته راشي هم به خپلواک کار وي او هم به خلاق کار وي. انسان په کارکولو او عمل کولو سره نه يوازې خپل فکر او خپله انديښنه په واقعيت بدلولی شي، بلکې د خپل فکر سموالی او يا نه سموالی هم آزمايش کوي. همدارنگه تر څو د انسان فکر او انديښنه خپلواک او ازاد نشي، د انسان فهم او درک هم په خپلواکه توگه د کار کولو جوگه کيدای نشي.[color=yellow:8025222cc1] د افغاني ټولنې د بدمرغۍ او وروسته پاتې والي يو اساسي لامل په همدې ټولنه کې د تقليد کولو او کاپي کولو تفکر دی[/color:8025222cc1]. د انسان په وسيله د څېړلو، را سپړلو،[color=white:8025222cc1] د شيانو او پيښو د لاملونو د پيدا کولو کار هغه وخت په بريالۍ توگه پېل کيږي چې د انسان عقل اوانديښنه خپلواکه شي، انسان په خپل کار کې شک او ترديد ته ځای ور کړي ، انسان خپلې تېروتنې ومني او د خپل کار او نظرياتو په هکله بيا او بيا کتنه وکړي[/color:8025222cc1]. د پرمخ تلليو ټولنو اصلي ځانگړتيا په دې کې ده چې " روښانتيا" يا " روشنگري" يې منلې ده او روښانتيا په عقل، پوهنه، آزمايش،انتقاد او په بيا کتنه تکيه کوي. همدا نن عقل، علم او تکنولوژي دي چې نه يوازې نړۍ ته نوې څېره ورکوي ، بلکې د ټولنيزو ، اقتصادي، فرهنگې او سياسي جوړښتونو زېربنا هم ور بدلوي.
نن د ژوند په هغه برخه کې چې عقل په خپلواکه توگه کار او عمل کوي، هلته بدلونونه، پرمختگ او لاس ته راوړنې شته دي. د بيلگې په توگه [color=yellow:8025222cc1]د تخنيک او تکنولوژي په برخه کي عقل او پوهنه له دواړو دين او ايديولوژي څخه په خپلواکه توگه عمل کوي او دلته هره گړۍ بدلونونه، بري او لاس ته راوړنې شته دي او دا په نړۍ کې په ولکه وال فکتور بدليږي. په اقتصادي ژوند کې هم د عقل ونډه زياته او په زياتېدو ده[/color:8025222cc1]. همدا دليل دی چې [color=darkred:8025222cc1]د سياست په پرتله [/color:8025222cc1]په اقتصادي برخه کې بدلونونه چټک او پېاوړي دي. همدارنگه په هغو ټولنو کې چې انديښنه او پوهنه خپلواکي لري، د هغو ټولنو په پرتله چي د انديښنو او عقل د خپلواکي په وړاندې خنډونه شته مخ ته تللي او ژوند يې هم ښه دی. په ناروې کي د ايران په پرتله هم د خلکو ژوند ښه دی او هم له ايرانه څو ځلې په مخ تللی هيواد دی. په ناروې کې د ايران بر خلاف [color=yellow:8025222cc1]ټولنيز آرزښتونه او قانونونه د ټولنيزو تړونونو په بنياد جوړيږي [/color:8025222cc1]او همدلته دی چې په دې هيواد کې له يوې خوا ټولنه خپلواکه او له بلې خوا مدني ټولنې هم پراخې او هم پېاوړې دې. په هېڅ علم او په تېره بيا په ټولنپېژندنه او سياستپوهنه کې مطلق حقيقت نشته دی. [color=white:8025222cc1]علم مطلق حقيقت نه مني او مطلق حقيقت علم نه مني[/color:8025222cc1]. انسانان د علم، عقل او تجربې په مټ د حقيقت پلټنه کوي، خو حقيقت هېڅکله هم د چا په مالکيت نه بدليږي. خو ايديولوژي او پېروان يې دې ته پام نه کوي چې[color=yellow:8025222cc1] بشپړ حقيقت او يا مطلق حقيقت له زمان او مکان څخه د باندې وجود لري، [/color:8025222cc1]پداسې حال کې چې [color=white:8025222cc1]ټولنه ، د ټولنې جوړښتونه، ټولنيزې پيښې، فرهنگ، سياست ... په معلوم زمان او معلوم مکان کې ځان ښيي او موقيعت لري[/color:8025222cc1]. هغه واقعيتونه چې د مکان او زمانې په چوکاټ کې شته او يا د مکان او زمان په چوکاټ کې منځ ته راځي بې له شکه نسبي او بدلېدونکې ځانگړتياوې لري. له مکان او زمان څخه د باندې نه ټولنه شته دی، نه ټولنيز جوړښتونه شته دي او نه هم سياست شته دی. په مکان او زمان کې بشپړ حقيقت او يا مطلق حقيقت بې مفهومو عبارتونو ته پاتې کيږي.[color=yellow:8025222cc1] ددې او هغه ايديولوژي په وسيله د مطلق حقيقت دعوه کول په دروغو برسېره يو تېرايستونکی عمل دی او همدا دليل دی چې د ايديولوژي عمر لنډ او ډېره ژر ماتې خوري[/color:8025222cc1]. ايديولوژي د بې ماغزو لښکر جوړول غواړي او په همدې بنياد د خپلو پېروانو ماغزونه موميايي کوي او [color=white:8025222cc1]هغوی د ارمانگريو، تعصبونو او کرکې په يرغملو بدلوي او نه پرېږدي چي نور نظريات او يا بل ډول انديښنې د هغوی ماغزونو ته لاره پيدا کړي[/color:8025222cc1]. په بل عبارت د لته انسانان د کرکې، نفرت او دنورو په وړاندې د منفي ذهنيت د ورکولو په بنياد روزل کيږي او پېروان هم د کرکې او تعصب په اساس عمل کوي او [color=darkred:8025222cc1]د نورو وژل ورته دينې، قومي، انقلابې مکلفيتونه ښکاري[/color:8025222cc1].
٣ ــــ [color=yellow:8025222cc1]ايديولوژي واک غوښتونکې ده [/color:8025222cc1]او د واک د تر لاسه کولو په منظور په غېر طبعې توگه ټولنه په[color=white:8025222cc1] دوست او دوښمن، په انقلابي او ضد انقلابي، په خلقي او ضد خلقي، په مومېن او مرتد، په مسلمان او کافر ويشي. ايديولوژي او ايديولوژيک ځواکونه دوښمني اود دوښمن جوړول کوي [/color:8025222cc1]او دوښمن ته په بې سارې توگه[color=darkred:8025222cc1] ضد انساني بڼه [/color:8025222cc1]ورکوي. د ټولو ناخوالو او بدبختيو بار هم په جوړ شوي دوښمن وراچوي ترڅو خپل پېروان د هغۀ په ضد جگړې او د هغۀ وژلو ته چمتو کړي. په نړۍ کې ډېرې وحشي او جمعي وژنې ددې او هغې ايديولوژي په نوم تر سره شوي او اوس هم تر سره کيږي. ايديولوژيک ځواکونه د واک د تر لاسه کولو او د واک ساتلو په کار کې زورزياتی، قهر، او د نورو نفی کول د مقدساتو درجې ته پورته کوي او په دې حالت کې ايدیولوژي زور ته او زور بيا په خپل وار سره ايديولوژي ته ضرورت لري. په بل عبارت [color=yellow:8025222cc1]زور په ايديولوژي او ايديولوژي په زور تکيه کوي[/color:8025222cc1]. ايديولوژي واک او سياست د يوۀ گوند، د يوې ډلې او په ځانگړې توگه د يوۀ وگړي په مالکيت بدلوي. همدا اوس د دنيا وروستی انقلابي فيدل کاسترو سره ددې چي په دواړو فزيکي او روحې لحاظ په ځان کنترول نه لري، خو د واک پريښودلوته هېڅ ډول چمتوالی نه ښيي(*). ايديولوژيک ځواکونه په تېره بيا د انقلابونو او بلواگانو له لارې په واکمن کيدلو سره د ټولنې، ټولنيزو جوړښتونو او سياسي او اقتصادي سيستمونو بنيادي، قطعي او آني حل غواړي، خو [color=white:8025222cc1]ټولنيز جوړښتونه او سياسي او اقتصادي سيستمونه هيڅکله نه په آني توگه بدليږې [/color:8025222cc1]او نه هم قطعي بدلون ته چمتووالی ښيي. په بل عبارت، نه دې جوړښتونو او سیستمونو ته قطعي او غوڅ ځواب موندل کيږي او نه ټولنيزې پديدې د قطعي او آنې حل منونکي دي. هغوی چې ټولنيزو ستونزو ته د قطعي حل او مطلق ځواب ورکولو او يا ځواب درلودلو دعوې کوي يا د اوسنيو پېچليو پديدو او ستونزو په پېژندلو کې بې وسه دي او يا بې له شکه غولوونکي او تېرايستونکي دي چي ټولنه د خپلو موخو د ترلاسه کولو په منظور له يوۀ وېروونکي او ړنگوونکي گواښ سره مخامخ کوي. [color=yellow:8025222cc1]په افغانستان کې د ثور ناورين د خپلو قطعي بدلونونو په تگلارو سره د ټولنيزو بدلونونو په ځای ټولنيز ناورينونه منځ ته راوړل[/color:8025222cc1]. طالبانو ټولو ناخوالو ته په ځواب ورکولو سره نه يوازې په ټولنه تاريکي واکمنه کړه، بلکې ټولنه يې د لسيزو له پاره په شا وغورځوله.
۴ ـــ [color=red:8025222cc1]ايديولوژي د " پيشوا" " رهبر" جوړولو ښوونځی دی[/color:8025222cc1]. ايديولوژي نه يوازې پيشوا جوړوي، بلکې ټولنه هم د پيشوا اطاعت او پېروي ته اړباسي او ورسره په بشپړه توگه د ټولنې د خپلواکي او سياسي کولو مخه نيسي. پرون موږ هم د مارکسيزم په پېروي هڅه کوله چې له دې او هغۀ وگړي نه"[color=darkred:8025222cc1] لوی لارښود" ، " نابغه" ،" رهبر کبېر" [/color:8025222cc1]...جوړ کړو، خو موږ نه پوهيدو چې ددې کار په کولو سره د استبداد او د يوۀ(فرد) له واکمن کيدو سره مرسته کوو، ځان او ټولنه د همدې مستبد او ځان پالونکي په يرغمل بدلوو. [color=yellow:8025222cc1]دا نه يوازې ناپوهي وه، بلکې لويه او تاريخي تېروتنه هم وه. رښتيا هم او په عمل کې پيشوا پالنه، رهبر پالنه او پهلوان پالنه له استبداد پالنې څخه عبارت دی[/color:8025222cc1]. د پېړېو له پاره د ټولنې په سياسي فرهنگ کې او په تولنيز واکمن تفکر کې سياست او واک د ټولنې په ځای د کورنېو او خاصو وگړو دنده شمېرل کيږي. [color=white:8025222cc1]واک او سياست کله د پادشاه، کله د امير، کله د کمونستانو، کله د ملايانو، کله بيا د طالب چارې دي [/color:8025222cc1]او دوی هر يوۀ په خپل وار سره هڅه کړې چي د ټولنې دخپلواکي او سياسي کولو د مخنيوي په منظور پيشوا، رهبر، امام، امير... را وړاندې کړي تر څو ټولنه د هغۀ په اطاعت کولو او د هغه د لارښوونو په پېروي کولو مکلفه شي.همدارنگه [color=yellow:8025222cc1]ايديولوژي د ټولنې برخليک د پيشوا له برخليک سره پيوند کوې او د ټولنې له اوسيدونکو څخه دفکر کولو او انديښنې درلودلو حق او ازادي اخلې[/color:8025222cc1]. په دې حالت کې د دواړو واک او قانون جوړولو اختيار له ټولنې څخه پيشوا ته لېږدول کيږي او پيشوا يا امير هم په مطلق واکمن بدليږي او د هغۀ فرمانونه او دستورونه قانون بلل کيږي. پيشوا مبارک! هم په خپل وار سره خپلو فرمانونو او دستورونه ته د ايديولوژي په وسيله قانونيت ورکوي، [color=white:8025222cc1]پيشوا د شپون رول لوبوې او ټولنه د هغۀ په گله او يا رمه بدليږي. هغه فکري سيستم چې پيشوا او پيشوا پالنه کوي د انسان د سپکاوي سيستم دی[/color:8025222cc1].
په دموکراسي کې، چېرې چې ټولنه خپلواکه ده، چېرې چي انسان خپلواک او د خپلواکې انديښنې خاوند دی، نه ټولنه پيشوا ته ضرورت لري، نه انسانان په پيشوا پسې گرځي، نه څوک دپيشوا اطاعت کوي او نه هم د هغۀ د لارښوونو ضرورت شته دی. [color=yellow:8025222cc1]ټولنه خپل برخليک په خپل لاس کې اخلي. په خپله قانون جوړوي او هغه چا ته چې د رهبري کولو دنده ورکول کيږې د همدې ټولنې له خوا د جوړ شوي قانون په پېروي مکلف کيږي[/color:8025222cc1].
سره ددې چي افغاني ټولنه يوه دودېزه سنتي ټولنه ده او په دا ډول يوه ټولنه کې د پيشوا پالنې، رهبرپالنې... تارېخي او پېاوړي دودونه شته دي، خو[color=white:8025222cc1] افغانستان په عمل کې د تارېخ په اوږدو کې د داسې يوۀ مشر چې ټولنه ورباندې را ټوله شي او د ټولنې لارښوونه دې وکړي، له نشتوالي سره هم مخامخ دی[/color:8025222cc1]. پرادوکس دادی چې [color=yellow:8025222cc1]د رهبر پالنې دود شته دی، خو رهبر نشته دی[/color:8025222cc1]. که کله کله پېښو دې او هغۀ وگړي ته د رهبر کيدلو چانس ورکړی وي، خو هغه وگړی بيا په خپله د رهبر او رهبري کولو وړتيا نه ده ښودلې. ښه او نوې بيلگه يې " جهادي رهبران" کېدای شي. ددې ستونزې د حل او ددې خلا د ډکولو ښه لاره داده چې ټولنه پخپله د رهبري کولو او لارښونې دنده په خپله غاړه واخلي. او دا کار د دموکراسي په بري او د مدني ټولنې په پراختيا کې تر سره کيدای شي.
٥ [color=white:8025222cc1]ـــايديولوژي " يو شان کول" غواړي[/color:8025222cc1]. ايديولوژي په هېڅ وجه د [color=darkred:8025222cc1]پلورالېزم منلو ته چمتو نه ده [/color:8025222cc1]او د نورو د انديښنو د ليدلو سترگې او د هغوی د اوريدلو غوږونه نه لري. هر څه بايد یو رنگ او يو شان شي. اقتصاد، سياست، فرهنگ، دودونه، فکرونه، عقلونه او انديښنې يو شان شي. په ايديولوژيک واکمنيو کي هر څه سياسي او ايديولوژيکې کيږي. عدالت، حقوق او ازاديگانې هم سياسي کيږي. په ايديولوژيک واکمنيو کي باېد ټول هغه ډول فکر وکړي چي واکمن يې کوي. هغه شان واغوندي او هغه شان ځان جوړ کړي چې واکمن يې غواړي. ايديولوژي په هر شکل چې وي ديني يا غېر ديني د " یو شان کولو" پراخه تگلاره چلوي او غواړي د ټولنيز ژوند ټولې برخې د خپلو فکرونو په بنياد جوړې او هغوی ته لوری ور کړي او يا هم واقعيتونه، ټولنيز جوړښتونه، سياست او فرهنگ په خپلو نظرياتو اندازه او يا يې په خپلو نظرياتو کې ځای کاندي. [color=yellow:8025222cc1]په افغانستان کې يو ځل هڅه وشوه چې ټولنه او ټولنيز ژوند د کمونېزم او د طبقاتي مبارزې د اصولو په دود " يو شان" کړی شي. او ور پسې هڅه وشوه چې افغانې ټولنه د مذهبې ايديولوژي د اصولو په بنياد د " يوشان کولو" په لور هغه هم د زور او سپکاوي په دود ټيله شي[/color:8025222cc1]. د " يوشان کولو" تگلاره په هر ډول او شکل چې وي، يوه ناورين راوړونکې تگلاره ده. په تاريخ کې دې ډول تگلارې هېڅ کله هم بری تر لاسه کړی نه دی، خو هر ځل يې لوېې انساني تراژيدي گانې را منځ ته کړي دي. [color=darkred:8025222cc1]د " يوشان کولو" تگلاره له هماغه پېله يوه تېرايستونکې او غولوونکې تگلاره ده چي په خپلو کاذبو شعارونو او وعدو سره په زرگونو خلک تېرباسي او بيا هغوی د همدې کاذبو شعارونو د پلي کولو له پاره قرباني ورکولو ته را بولي[/color:8025222cc1]. دلته ددې يادونه په کار ده چې د " يوشان کولو" او د " يوۀ تفکر" د واکمن کولو وخت د هميشه له پاره تېر شوی.
٦ ــــ [color=yellow:8025222cc1]ايديولوژي انسان، انساني آرزښتونه، انساني ضرورتونه او غوښتنې له نظره غورځوي او انسانان د ځناورانو سطحې ته را ټيټوي[/color:8025222cc1]. کله انسانانو ته غواوې، کله ورته گله، کله ورته خرۀ ... ويل کيږي. ايديولوژي انسانانو ته د وسيلو په سترگه گوري او له هغو څخه د واک د تر لاسه کولو او واک ساتلو د وسيلې په توگه کار اخلي. هغوی دنده لري هميشه اطاعت او پېروي وکړي، بې تفاوته او بې ارادې پاتې شي.
[color=darkred:8025222cc1]په دې فکري سيستم کې په بشپړه توگه د انسان له ازادي سره دوښمني کيږي او دا هم ددې له پاره چې ازادي انسان د بې اراده گۍ، اطاعت او کورکورانه پېروي له حالت څخه را باسي[/color:8025222cc1]. ازادي انسان ته ددې امکان ورکوي چې له ځانه پوښتنه وکړي زه ولې ددې او هغۀ وگړي او ددې او هغۀ سيستم پېروي ته اړ شوی ېم او زه ولې ددې او هغۀ په تقليد کولو مکلف شوی ېم. ازادې انسان دې ته هڅوي چې په خپله فکر وکړي، په پخپله عمل وکړي او په خپله ددې وړتيا پيدا کړي چې د ښو او بدو توپېر وکړي. انسان ازاد دنيا ته راځي او حق لري چي ازاد وي او په ازادي کي ژوند وکړي. [color=white:8025222cc1]هنر، ادب، موزيک، تخنيک، فرهنگ او فکر د ازادو او خپلواکو انسانانو د کار او انديښنو پايلې دي. حيوانات نه فرهنگ جوړوي او نه فرهنگي ژوند لري. فرهنگ انساني لاس ته راوړنه ده او د انسانانو له ازادو انديښنو او خپلواک عمل سره سر او کار لري[/color:8025222cc1].
په کمونېزم کې دانسان د مادي لوري په نظر کې نيولو سره فکر کيدو چې انسان خيټه لري او يوازي خوړولو ته احتياج لري، خو [color=yellow:8025222cc1]انسان د خيټې تر څنگ فکر لري، انديښنه لري، ذهن لري او وجدان لري او دا هر يو په خپل وار سره غذا او روزنې ته ضرورت لري او دا کار په هغه ټولنه کې کېدای شي چې له ايديولوژيگانو څخه خپلواکه او په سياسي برخه کې ازاده وی[/color:8025222cc1].
٧ــــ [color=darkred:8025222cc1]له ايديولوژي څخه د انحراف کولو افسانه[/color:8025222cc1]. د ثور له ناورينه څوگړی نه وې تېرې شوې چې په گوند کې د ننه ستونزې پيدا او مخ په ډېريدو شوې. له هماغه پېله را منځ ته شوې ستونزې د کلک تشويش وړ وې. په واکمن گوند کې د نه ختميدونکو اختلافونو، يو په بل پسې د ناکاميو او پاتې راتللو ملامتي له ايديولوژي او له انقلاب څخه په انحراف کولو ورغورزيدله. يو ځل پرچميان له اصولو او انقلاب څخه په انحراف تورن شول او د دوښمنانو په څېر ورسره چلند وشو. بيا نورمحمد تره کی او پلويان يې له انقلاب او علمې نړۍ ليد څخه په انحراف کولو له بندي کولو، ځورولو او وژلو سره مخامخ شول. وروسته حفيظ الله امېن هم له مارکسېزم او له کمونستي اصولو څخه د انحراف په نوم د شورويانو له خوا په مرگ مجازات شو. د انحراف او انحراف کولو افسانه همدلته ختمه نشوه، کله چې نجيب د مصالحې تگلاره خپله کړه په گوند کې يو ځل بيا له مارکسيزم او د طبقاتي مبارزې له اصولو څخه د انحراف خبرې پراخې او تودې شوې.
ما هم د نورو په شان فکر کاوۀ چې ستونزه انقلاب او مارکسيزم نه دي. ستونزه دا او هغه مشر او يا دا او هغه ډله ده. دا ډول چلند تر اوږدې مودې پورې ددې سبب وو چې د انقلاب او مارکسيزم په ځای په دې او هغۀ مشر او په دې او هغې ډلې فکر وشي چې گواکي له انقلاب څخه يې انحراف کړی. خو اصلې ستونزه نه دا او هغه مشر وو او نه دا او هغه ډله وه. [color=yellow:8025222cc1]اصلې ستونزه انقلاب وو، اصلې ستونزه مارکسېزم وو[/color:8025222cc1].
دا د ټولو ايديولوژيک واکمنيو ځانگړتيا ده کله چې د چارو د حل په کار کې پاتې راځې او له ستونزو سره مخامخ کيږي له ايديولوژي او يا لۀ واکمن تفکر څخه د انحراف کولو افسانه را پورته کوي او د ستونزو پړه په دې او هغۀ وگړي ورغورځوي...
ادامه لري
* [size=9:8025222cc1]دامضمون واک څخه دکاسټرو د ګوښه کېدونه ترمخه ليکل شوی
همدارنګه، د ځينو برخو د رنګونو بدلول زما دي - 13م[/size:8025222cc1]
pattang
10.05.2008
انډيواله !
زوړ شوې خو ملا نشوې دا پړپړې دې څوک لوني ٠?
لنډ مضمون خو له مانا ډک مضمون ٠
وروره داخبرې ټولې تکرار دي او دهلکتوب دوختو
پنچ کتاب دی تکرار لوستل يې کولمې راخوږوي٠
ghashtali Afghan
10.05.2008
ښاغلی خروټی صاحب!
په قلم او ماغزو دی برکت .بحث ډیر ژور او خوندور دی ؛په بی صبری یی دوام ته سترګی په لاره یم۰
ښاغلی پتنګ صاحب ! له تانه می د ورورګلوی هیله داده چی ضورور نه ده چی په هره موضوع سړی باید حتما څه ولیکی که ږغیدل نسپین زرودی؛ چوپتیا سره زر دي ؛د.داسی یوی عالمانه لیکنی لیکوال ته دنه ملا توب توهین دله انصاف او پوهې نه لیری کار دی!
په درنښت غښتلی افغان
د مرګ قاصده ځنکندن کې دا پښتو په کوی
پښتنه ساه به رانه نه اخلی د اغیار کوڅه کې
ډوکتر څپاند
11.05.2008
پتنګ صيب !
پرږده چه خروټی د غربيانو په زړه پوری نغاری و ډنګوی او يو څو ډالره تر لاسه کړي٠
لکه څنګه چه تاسو ورته اشاره کړی دا مضمون زوړ اوتکراری دی مګر په جديدو الفاظو رنګه کړی او اوږد کړی شوی دی٠
Ghairat
17.05.2008
د خروټي صیب لیکنه هر اړخیزه او ډیره جالبه تیوریکي هڅه ده، خو ریفرنس او ماخذونه باید مسلسل ورکړي، که نه د ملانصرالدین هندوانې په ترې جوړې شي چې نه یې ویل له کوم باغ څخه یې راشکولې دي .
دویم داچې که ۱۳ میلمه پخپله خروټی وي، نو ښه ، او که نه وي بیا لوستونکي له چا سره پرې بحث او له چانه خپلې پوښتنې مطرح کړي(؟ ) او له بحث پرته به دلته ددې لیکنې خپرول بیا د څه له پاره وي ؟
chenar
18.05.2008
ټولو ته سلام
د پتنګ صیب په تائید زه هم وایم چې مضمون ډیر اوږد ده.
څو ځلې مې کوشش وکړ چې ویلولم خوچې اوږدوالي ته به مې وکتل حوصلې به مې
جواب راکه، او ترې تیر به شوم.
هیله ده چې مضمون په څو قطعو او ټوټو وړاندې شي، بیا به پرې مونږ هم خپل تحلیل وکړی شو.
په درناوي
چنار
Ghairat
19.05.2008
[quote:bb2e9cb972]له ايديولوژي څخه د ما مطلب يوازې کمونېزم، نازېزم او فاشېزم نه دي، بلکې هر هغه تفکر او هر هغه فکري ښوونځی چې د ټولنې د يوې خاصې برخې استازيتوب کوي او د همدې برخې تفکر او گټې په ټولنه تحميل کول غواړي ايديولوژې دی. دا کيدای شي ناسيونالېزم وي، دا کيدای شي شوونېزم وي، دا کيدای شي سکترېزم وي،دا کيدای شي ترايبالېزم وي، دا کيداي شي مذهبې بنسټ پالنه وي. په پورتنيو ايديولوژيکو سیستمونو کې د انسان هويت، کوم چي " انسانيت" دی کله له قوم، کله له قبيلې، کله له ژبې او کله هم له مذهب سره تړل کيږي. [/quote:bb2e9cb972]
تر څو چې ټولنه پخپله په خاصو ډلو او طبقو ویشلې وي ، تر هغه وخته داسې انسانان هم وچود نه لري چې د هیڅ ډلې او هیڅ یوې طبقې پورې تړاو ونه لري او یا اړونده علایق او ګټې ونه لري. په ویشلې جامعه کې به اجتماعي انسان هم و یشای وي، عام انسان نه وي او تل مشخص انسان وجود لري ، مشخصتیا او د علایقو ځانګړتیاوې یې له ویشلې ټولنې څخه سرچینه اخلي ، نو تر څو چې عام انسان د مشخصوانسانانو سره تړل کیږي، د عام انسان په نامه افکار به هم د مشخصو ډلو او د ټولنې د ځانکړو لرخو سره تړل کیږي او په اړینه توګه به ایدیا لوژیکه بڼه غوره کوي !
ددې ستونزې د حل بله لار نشته، بی له دې چې ټولو ایدیالوژیو، ټولو ډلو ډلو ټپلو او ټولو اړخونو او ټولو افکارو ته د مبارزې اجازه ورکړل شي او ولس پریښودل شي چې تر منځ یې افکار ، ژمنې ، غوښتنې ، ګټې او لرلیدونه د یوې امتحاني (تقنیني) دورې له پاره غوره کړي ! دغسې انتخاب یواځې رایو په اکثریت
( انتخاباتو) با ولسواکۍ سره تر سره کیدای شي ! په دې ډول دموکراسي او دموکراتیزم په هغو ایدیالوژیو کې نه راځي چې د یوې خاصې ډلې استاریتوب کوي، بلکې د ټولو ډلو د استازیتوب اصل او پرینسیپ جوړوي او د هرې ډلې غوښتنو او ایدیالوزي ته د ټولې ټولنې د ګټو او زغم په پولو او حدودو کې ځای ورکوي !
له دې کبله دا خبره بر حق تکراریږي اوریدل کیږي چې دموکراسي کوم ایدیال حالت نه دی، خو بشریت تر اوسه پورې تر دې غوره سیستم نه دی رامنځته کړی او په موجودو بڼو کې تر ټولو غوره بڼه دموکراسي ده !
نو د لاندینو ستونزو او ګواشونو د حل یا مخنیوي لار هم (ملي) دموکراسي ده :
[quote:bb2e9cb972]د افغاني ټولنې په وړاندې ستونزې او گواښونه ډېرې او رنگارنگه څېرې لري. افغانستان د سياسي او ټولنيزو جوړښتونو له ستونزو برسېره، د رنگارنگه ذهني ناروغېو چي په سر کې یې بنسټ پالنه ده هم مخامخ دی. بنسټ پالنه هر ډول او په هر شکل چې وي خپل ځان په دې او هغه ايديولوژې کي را څرگندوي. اصلي گواښ همدا بنسټ پالنه ده او بری به يې نه يوازې هر څه په ټپه ودروي، بلکي ټولنه به يو ځل بيا د لسيزو له پاره په شا وغورځوي، تاريکي به واکمنه کړي او هغوی به واکمن شي چې له پوهې، عقل، انديښنې او د انسان له خپلواکۍ څخه کرکه او نفرت کوي[/quote:bb2e9cb972]
ډوکتر څپاند
20.05.2008
[quote:ad9aaf2c3d]له دې کبله دا خبره بر حق تکراریږي اوریدل کیږي چې دموکراسي کوم ایدیال حالت نه دی، خو بشریت تر اوسه پورې تر دې غوره سیستم نه دی رامنځته کړی او په موجودو بڼو کې تر ټولو غوره بڼه دموکراسي ده ! [/quote:ad9aaf2c3d]
ګرانو هيوادوالو!
که د اسلام سریزو کلونو ته نظر کړو،دا به جوته شی چه تر ټولو لوړه دموکراسی
،عدالت،مساوات،حق پژندنه او صلح هلته موجوده وه٠داسلام په صدر محال کي
د يوه اميراو غریب تر منځ هيڅ توپیر نه لیدل کيده٠
نو ښاغلي خروټی!ايا دا ستا د معلوماتو سپک والی دی او يا داچه ستا جب په
ډالرو ډک وی؟؟؟؟؟
13م ميلمه
20.05.2008
[quote:8fb8abf81f="Ghairat"]د خروټي صیب لیکنه هر اړخیزه او ډیره جالبه تیوریکي هڅه ده، خو ریفرنس او ماخذونه باید مسلسل ورکړي، که نه د ملانصرالدین هندوانې په ترې جوړې شي چې نه یې ویل له کوم باغ څخه یې راشکولې دي .
دویم داچې که ۱۳ میلمه پخپله خروټی وي، نو ښه ، او که نه وي بیا لوستونکي له چا سره پرې بحث او له چانه خپلې پوښتنې مطرح کړي(؟ ) او له بحث پرته به دلته ددې لیکنې خپرول بیا د څه له پاره وي ؟[/quote:8fb8abf81f]
دبحث درنوګډونوالو او مينه والو، ټولو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم!
داچې زه کله نا کله د ښاغلي خروټي ځينې ليکنې دلته راوړم څو علته لري، ېو خو دا چې دغه ليکنې واقعاپه زړه پورې او تر ډېره بريده ناپييلې هم دي اودغېرت صېب د نظرپۀ تائيد، د افغاني ټولنې دشننې ېوه ځانګړې " هر اړخيزه او ډېره جالبه تيوريکي هڅه " ده، چې زمونږ د ټولنې د ستونزو د جړرود راپېژندلو او هغو ته د احتمالي لارو چارو پېدا کولو په ټوليزه دنده کې ا فغان روښانفکرانو ته د اندوواند او تامل بلنه ورکوي چې له دې امله ئې د ونډې ارزښت د ستايلو وړ دی . دوېم داچې، دغه ډول ليکنې، هغه هم په پښتو ژبه ماد نورو ليکوالوله خوا لږې ېا خو اصلا ندي ليدلي.
د خروټي صېب ليکنې چې په کې ئې ډېر زحمت هم ګاللی، دځينو پاړسي بوله افغاني سايتونو په ارشيفونو کې ، (چېرې چې په سلهاوو لوړې پاړسي مقالې شتون لري) او په سترګومان چې دلوستلو ليوالان به ئې هم ډېر نه وي خوندي دي نو ځکه ټول افغان فوروم ته ئې دلوستلو او بحث په پار راوړم.
دښاغلي غېرت دپوښتنې په ځواب کې باېد وواېم چې نه صېب، زه خروټی نه ېم، اوورسره پېژندګلوي هم نلرم، ما ئې ېواځې څو مېاشتې دمخه، هغه هم په ډېره تصادفي توګه،ېوه ليکنه چېرته ولوستله او هماغه و چې نو رو ليکنو پسې ئې هم وګرځېدم چې ځينې مې دلته راوړي هم دي. پدې ترتيب ،ستاسو بله پوښتنه چې له چا سره دې پرې بحث وشي هم په خپله ځوابيږي - که غواړئ، ېو لۀ بله سره!
ستاسو اکاډيميکه نېوکه چې خروټی صېب په خپلو ليکنو کې ماخذونه او اخځليکونه نه ښئي، د تائيد وړ بولم، خو "هيندوانې" ئې ، مخصوصا افغاني ټولنې په هکله، ښائي له خپله بڼه راشکولې وي!!
همدارنګه هېره دې نه وي چې دا ېواځې زه( 13م ميلمه) نه ېم چې په دې پوروم کې د نورو ليکنې ږدم(ځينې کسان خو بېا حتا په بهرنېو ژبو اوږدې اوږدې ليکنې را کاپي کوي او د ژباړنې زحمت ئې هم ځان ته نه ورکوي - خو خېر!) ، خو هر څوک به خپله ورته دلاېل لري - ما خو خپل وړاندې کړل..
په پای کې د ښاغلېو غښتلي افغان، فريد بی صدا او پتنګ نه د نظر په څرګندولو مننه کوم، پتنګ صېب ته په ځواب کې نور څه نه لرم خو اکثره تبصرې ئې لکه د ګرافون بند رېکاټ په هماغه ېوۀ لړئ کې نښتې وي چې تاويږي پسې،او بېصدا صېب سره هم د دۀ په اجازه ېوه ټوکه کوم.
انډېواله دا ستا د ډالرو کيسې دې زه چورت کې واچولم :
چېرې خو به لاېق تاته د همدې ډول "چکونډي" کولو پخاطر د "حشرې خطاب" نه وي کړی؟
په درناوی،
13م ميلمه
ډوکتر څپاند
21.05.2008
١٣ميلمه صاحب،ښه اشتيادرته غواړم،
دښاغلی خروټې دليکنو سره د ٢٠٠٤ کال را هيسی اشنا شوی يم٠ دده زياتې ليکنې په hewad .comکی نشريږې٠ دتاسف ځاې دادی چه ده هم خپلی قبلی ته شاه اړولی او د چپی ايديولوژی خلاف ،چه يو عمر دده روزې رسانه وه ليکنې کوی٠ دده ليکنې چه پکی هيڅ شی نوی نشته او ټوله له غر بی دموکراسی ته له مداحی ډکه ده،اوس
اوس دپاکستان او په کابل کی د ګوډاګی دولت په نفع له تبليغاتو نه ډک دی٠
که مو فرست درلود ،دسرمايداری نظام ديوه پياوړي ليکوال چه ديورنګ نوميږی، اثار را پيدا کړی، وبه ګوری چه ښاغلی خروټی تر کمه حده د هغه کاپی ګر دی٠
البته ديورنګ په ١٩ ميلادی پیړی ژوند کاوه،مګر خروټی حاحب په ٢١ پيړې کی دغربيانو چاپلوسی ته مخه کړې ده٠
دچکوندی په هکله بايد دومره وليکم چه موږک اوس پخپله په تلک کی ګرفتار شوی او اوس فقط يوه چيغه وباسی چه مرسته،نور ددی توان پکي نشته چه چا ته سپکی او سپوری ووايي!