د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددې په اړه څه نظر لرۍ؟

پښتونمل
08.05.2008

محترم افغان پښتون ته زما سلامونه او نيکی هيلی!

ددی سړی ( چی معرفی کړی مو نه ده ) د خبرو په اړه زما نظر داده؛

دی په څو څو ځله هم د داود هم د ظاهر او هم يی د نورو ټولو هغو افغانانو چی د افغانستان په سياست کی يی رول لوبولی ، د ښځو توهين او سپکاوی کړی.

هغه ښځی چی د شاهی خاندان، د کمونستانو يا کمونيزم خواهانو، د مجاهدو او يا په جهاد کی د ورسره ولاړو لوټمارانو په نکاح شوی ، د هغو ګناه څه ده ؟

دی سړی که خپله مور او خور درلودل او يا يی يوه ذره انسانيت، مسلمانيت، افغانيت، پښتونولی اوادب درلود، نو هر څه چی يی ويل هغو خلکو ته چی دده په اند خاينان دی ويل، نه د هغو
ښځو ته . . . [color=white:820f7b0f60]تو لعنت دی وی په داسی بی غيرته بی ادبه رذيل ځناور [/color:820f7b0f60].

په درناوی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=red:820f7b0f60]د پښتونمل صیب په تایید هیلمن یم ددغسې مردارو لینکونو او د پښتنو پر سپکاوي ګمارل شوو لنډغرو د غپا په خپرولو د ټول افغان پاکه او درنده لمن سپکه نکړئ .
[/color:820f7b0f60] [color=blue:820f7b0f60]اداره[/color:820f7b0f60]


پښتونمل
08.05.2008

د ټول افغان د اداری درنو، عزتمنو او په پښتو باندی مينو پښتنو !

زما سلامونه، احترامونه او نيکی هيلی ومنی .

کور مو ودان چی دا لينک مو ړنګ که .

په درناوی


پښتون زلمی
08.05.2008

پښتونمل صيب
زه درسره هم سل په سلو كى موافق يم
او دهمدغه هدف لپاره ما دغه لينك دلته كيښود
كه چيرى څوك دغه سړۍ پيژني , نو نصيحت ورته وكړي
او يا خو خپله له پښتنو له خوا توبيخ شي.
له سو كلونو راهيسي زيني استخباراتي جاسوسان په دري ژبه پښتنو ته ښکنځلي كوي , خو تر اوسه الحمد لله يوه پښتون هم
دهغوي په مقابل كي سپك اقدام ونه كړ
كيداي شي دغه سړۍ لومړنۍ سړى وي جي داسي سپكه خوله يي استعمال كړي
سره له دي چي سپينګيري هم دى , خو سنګه جي يو اندازه معلومات لري او پخواني سړي دي, نو امكان لري جي خبري يي منفي اغيزي ولري
نو ددي په خاطر ورته بايد نصيحت وشي چي له دغه كاره تير شي , ځكه جي له خبرو يي داسي معلوميږي چي دا يي شروع ده , نور ډير څه هم لري چي په ليكه به يي كړي ,
البته كه ټول افغان كي يي لينك وي او كه نه وي , نو معلومداره ده چي ډير افغانان به يي ګوري


پښتونمل
09.05.2008

قدرمن افغان پښتون ته يو وار بيا سلامونه وړاندی کوم !

ما مخکی ذکر کړه ؛ دامهمه نه ده چی دغه شخص داود، شاهی خاندان او يا نورو
ته چی دده په اند خاينان دی، توهين کړی. دده د توهين طريقه، ماته د يوه پښتانه په
صفت د غندنی وړ ده.

په افغانستان کی داسی څوک نه شته چی د يو يا بل سياستمدار له لاسه دردمن شوی
نه وی. په سلهاوو زره شهيدان، ټپيان، معيوبين، کونډی، يتيمان، بی کوری او بی وطنی
دا ټول د همدغو سياستمدارانو د لاس نه موږ ته په ميراث را پاته دی .
هر څوک حق لری چی د زړه درد تش کړی، څوک په ټوپک خپل غچ اخلی ، څوک په سوک او
څوک يی په خوله، ليکن د هغه چا چی په سياست کی دخيل نه وی او په خپله هم ددغو سياستونو
ښکار وی، د هغو توهينول او سپکاوی ښه کار نه ده. او بيا له پښتانه سره نه ښايی چی دښځو نه
خپل غچ واخلی او يا د چا ښځی ته په بده سترګه وګوری.

او دا چی تاسی ليکلی چی د نورو ملتو وګړی پښتنو ته سپکه او سپوره کوی،
وروره په پښتو کی يو متل ده وای؛

توره وباسه کشمير به ګوری.

پښتنو خپله آزادی هيڅ وخت د سپکو سپورو د ويلو په زور لاس ته نه ده راوړی او نه يی
د بدو الفاظو د ويلو په زور ساتلی ده. تاريخ شاهد دی چی پښتنو د هر ظلم او تيری مخنيوی
په توره او ټوپک کړی، نه په سپکو الفاظو. . . . . . له کلی وزه خو له نرخه مه وزه.

سپکی سپوری به د نورو ملتو بعضی ضعيف النفسو اشخاصو ته ور پرېږدو. پښتون په سړه سينه
خبری کوی، چی ضرورت شی او وخت يی راسی بيا به توری ته ور لاس کړی او د نننی زمانی
مغل به يووار بيا له يوی خوا تر اټکه اوله بلی خوا تر آمو ور واړوی.

ازمويلی څوک نه ازمويی .

په درناوی


you tube

ehsas
14.05.2008

عزتمنو ښاغلېو پښتون او پښتونمل !

ستاسو دخبرو په تائيد، دا هم وئېل غواړم چې په کلي توګه دغه يوټوب د رسنېو ېو نسبتا نوی، خاص او جلا کلتوري ډګر دی. دلته تل مستعار نومونه کاريږي او اکثرا د "زړه بړاس "په ډېره ټيټه او هرزه کچه راوېستل کيږي، له همدې لامله ئې د اکثرو خپرونو عمر لنډ وي.
په افغاني حلقاتو کې يوټوب (you tube)دوه درې کاله دمخه د لومړي ځل لپاره د ځينو خراسانېانو له خوا په فاشيستي دود دقامي کرکې خورولو او د پښتنو پر ضد پاروونکو ويناوو(ډېرې بدې او رډې ښکنځلې) او عکسي او ويډوئي ريمېکسونوخپرولو له پاره وکارېدۀ. دغه لړئ، مخصوصا پروسږکال چې د خراسان اوافغانستاني ډنډورې په مطبوعاتو کې ښۀ تود بازارموندلی ؤ، په ډېره ټيټه سوېه د نفرت او کرکې اعظمي نقطې ته ورسېدې او هلته د ډېرو پښتون دښمنو عناصرو له خوا، چې وئېل کيږي ځينې "نخبه!" افغانستانيانو هم پکې پراخه برخه لرلې، ډېره په زور کې وه. البته کرا کرا د ځينو پښتنو له خوا هم ځينې ځوابي ونډې(contributions) اخيستل شوې دي. خو که سړی د نا پيلې کتنې هڅه وکړي، نو وئېلی شو چې پورتني اشتراک کوونکي( د معمول بر خلاف مستعار هم ندی او خپله څېره هم ښئي)، چې يقينا جوابې وېنا ئې کړې (ما ئې نور ې خبرې سره د هغوچې دۀ ته ادرس شوې وې هم وکتلې) د نورو په مقايسه، يوه نسبتابې ازاره وينا ده.

پاتې دې نه وي چې يوټوب ېو جلا او خاص کلتور او بڼه لري چې ادبي ارزښت ئې په مجموع کې نادوده (vulgaire) دی.يوټوب د سکسي وېډوګانو او همدارنګه د مختلفو سياسي، کلتوري،ژبني،جنسي او ديني تيري اوتشدد(extremism ) پراخوونکو له خوا هم په ډېره زغرده توګه پکارول کيږي، نو ښائي د فاروم کلتورچې نسبتا د ېو کلوب بڼه لري د يوټوب هغۀ سره معاوضه او مغالطه نشي، او له هغه ځاېه د هغۀ کلتوري چاپېريال څخه دځانګړيو وېډګانو دلته راوړل او بېا هغه ارزول، ځما په خېال چې له ځاېه سم نه وي!

په درناوی


ehsas
14.05.2008

بخښنه غواړم :
هو، په يوټوب کې د بدو شيانو تر څنګ، ښه وېډوګانې هم په کې سته، خو دا بېا د هرچا د خوښې او ذوق پورې اړه لري
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more