وطن پال او نور ګټور شعرونه
ښکلی کندهاره زه دی قربان
      خیریوسی
      07.05.2008
    
ښکلی کندهاره زه دی قربان 
زه دی قربان  تر خرقې  مبارکی شمه
بیا دی قربا ن داحمدشاه بابا  تر روضی شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان 
زه دی قربان تر نازو انا ، وملالۍ شمه
بیا دی قربان دسپین ږیرو تر جرګې  شمه 
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان د عیدګاه تر دروازی شمه
بیا دی قربا ن
بیا دی قربان تر ارغنداب وبند دالی شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان تر شین غرو چهل زینو شمه
بیا دی قربا ن
بیا دی قربان د شاه اغا  تر جنډې شمه
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره زه دی قربان
زه دی قربان تر خواجه ملک وباغ سرده  شمه
 بیا دی قربا ن
بیا دی قربان تر  پاشمول وچارغولبې  شمه 
ښکلی کندهاره
ښکلی کندهاره  زه دی قربان
زه دی قربان تر شیرسورخ وسرپوزې شمه
 بیا دی قربا ن
بیا دی قربان   تر غیرتی  شملو    شمه 
ښکلی کندهاره