د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ګناه د چا وه او جزا چا وليدله

salvadordali
03.05.2008

ګناه د چا وه او جزا چا وليدله

د انسان د پيدايښت په هکله ډول ـ ډول اندګورونه وړاندې شوي دي . دا چې کوم يوه سمه يا ناسمه او يا دا چې کوم يې بايد ومنل شي بېله خبره ده ، خو ځنې عيسويان او يهودان وايي چې انسان د شيطان لخواه وغولول شوو او غنم يې ورباندې وخوړل. ځنې وايي چې مڼه يې وخوړله او ځنې بيا بيخۍ بل څه وايي .
خو موخه دا چې د همدې شيانو په خوړلو د ادم په ګېډې زور راغی او مجبور وو چې خپله ګېډه خالي کړي . دا کار يې چې وکړ خدای پرې په قهر شوو او مځکې ته يې وغورزاوه او همدا وو چې د ادم نسل په مځکه کې خپور شوو .

نو زه اوس پوهـ نشوم چې ولې د شيطان په ځای ادم ته جزا ورکړل شوه او هغه هم په داسې حال کې چې فساد ته په جنت کې شيطان لمنه اچولې وه ؟؟
ايا په جنت کې فساد ته لمنه اچول جرم ندی ؟؟
او که فساد ته لمنه وهل جرم دی ، بيا نو د يوې مڼې خوړل لوی جرم دی او که فساد ته لمنه وهل ؟؟

نو فساد خو شيطان کړی چې ادم يې بېلارې کړی او د بد عمل کولو ته يې هڅولی دی . او شيطان خو مخکې له ادمه خلق شوی وو او د جنت په قوانينو بلد وو .
نو دا چې ادم نه د مخه شيطان خلق شوی وو او بيا کله چې ادم خلق شوو او د شيطان له خوا بد عمل ته وهڅول شوو د دې معنا ورکوي چې فساد ته اصلاً د شيطان لخواه لمن وهل شوې ده .
نو دا چې ادم غولول شوی او بيا يې يو بد کار کړی د دې بد کار د فاعل په صفت بايد سرزنش شوی وی ، خو شيطان چې د ادم ناپوهۍ نه يې ګټه پورته کړې او فساد او يو بد عمل ته يې هڅولی دی ، دهغه جزا څه وه ؟؟

نو شيطان سره له دې چې د فساد منبع وو خو مجازات نشو، او لا تر اوسه هم د دې قدرت لري چې انسانان حسادت ، نفرت ، دښمني ، رشوت خوري او ادم کشي ته وهڅوي او ځنې ځوانان خو په خوب کې هم شيطان باندې راځي .

نو زه د دې خبرې په منطق پوهـ نشوم چې ولې جزا يواځې فاعل ته ټاکل شوې او د فساد اچوونکي د پاره هيڅ ډول جزا نده اورول شوې ؟؟

ايا که يو مشر کوم کشر وغولوي او د هغه د ناپوهۍ نه ناوړه ګټه پورته کړي او يو بد عمل ته يې وهڅوي، خو سره له دې هم د جزا نه معاف او مسون وي او خپل فساد اچولو ته هم دوام ورکړي ، يوه نورماله خبره ده او يا دا چې يو چا بايد په دې هکله يو څه توضېحات ورکړی وی چې ولې يو جزا ويني او بل نه ؟؟

اسلام د انسان پيدايښت څه ډول تشرېح کوي ؟؟

په درناوۍ او درنښت

زور مې په تا نرسېږي
خو مړ به دې ابا کړمه


Re: ګناه د چا وه او جزا چا وليدله

pattang
03.05.2008

کوشان (... . . , Alias: Salvadordali)
زه داسې فکر کوم چې ورو ، ورو بيا شروع کوې ،ايا ستا سو په کورکې دا عقيدوي
مسائل ندي طرحه شوي ? ادم (ع) ته ويل شوي وو چې دی بايد مڼه ... ونخوري
(لکه تاته چې وطنمل وويل چې په اسلام پسې سپکې مکوه ) نو ادم له جنت ووت
ځکه چې دشيطان خبره يې ومنله اوپه خپله وعده يې عمل ونکړ٠
انالوګ دېته : دکوشان په ځان کې عيسوي شيطانان نوتلي وو او د وطنمل خبرې
يې بابېزه تېرې کړې او هغه وو چې له ټول افغان څخه يې ويوست .
څرنګه موضع د حل شوه? ، پرابلم خو ډېر ساده او انالوګي يې منطقي ده
او که نور هم مرستې ته ضرورت لرې ? ٠

[quote:506714397a="salvadordali"]ګناه د چا وه او جزا چا وليدله

د انسان د پيدايښت په هکله ډول ـ ډول اندګورونه وړاندې شوي دي . دا چې کوم يوه سمه يا ناسمه او يا دا چې کوم يې بايد ومنل شي بېله خبره ده ، خو ځنې عيسويان او يهودان وايي چې انسان د شيطان لخواه وغولول شوو او غنم يې ورباندې وخوړل. ځنې وايي چې مڼه يې وخوړله او ځنې بيا بيخۍ بل څه وايي .
خو موخه دا چې د همدې شيانو په خوړلو د ادم په ګېډې زور راغی او مجبور وو چې خپله ګېډه خالي کړي . دا کار يې چې وکړ خدای پرې په قهر شوو او مځکې ته يې وغورزاوه او همدا وو چې د ادم نسل په مځکه کې خپور شوو .

نو زه اوس پوهـ نشوم چې ولې د شيطان په ځای ادم ته جزا ورکړل شوه او هغه هم په داسې حال کې چې فساد ته په جنت کې شيطان لمنه اچولې وه ؟؟
ايا په جنت کې فساد ته لمنه اچول جرم ندی ؟؟
او که فساد ته لمنه وهل جرم دی ، بيا نو د يوې مڼې خوړل لوی جرم دی او که فساد ته لمنه وهل ؟؟

نو فساد خو شيطان کړی چې ادم يې بېلارې کړی او د بد عمل کولو ته يې هڅولی دی . او شيطان خو مخکې له ادمه خلق شوی وو او د جنت په قوانينو بلد وو .
نو دا چې ادم نه د مخه شيطان خلق شوی وو او بيا کله چې ادم خلق شوو او د شيطان له خوا بد عمل ته وهڅول شوو د دې معنا ورکوي چې فساد ته اصلاً د شيطان لخواه لمن وهل شوې ده .
نو دا چې ادم غولول شوی او بيا يې يو بد کار کړی د دې بد کار د فاعل په صفت بايد سرزنش شوی وی ، خو شيطان چې د ادم ناپوهۍ نه يې ګټه پورته کړې او فساد او يو بد عمل ته يې هڅولی دی ، دهغه جزا څه وه ؟؟

نو شيطان سره له دې چې د فساد منبع وو خو مجازات نشو، او لا تر اوسه هم د دې قدرت لري چې انسانان حسادت ، نفرت ، دښمني ، رشوت خوري او ادم کشي ته وهڅوي او ځنې ځوانان خو په خوب کې هم شيطان باندې راځي .

نو زه د دې خبرې په منطق پوهـ نشوم چې ولې جزا يواځې فاعل ته ټاکل شوې او د فساد اچوونکي د پاره هيڅ ډول جزا نده اورول شوې ؟؟

ايا که يو مشر کوم کشر وغولوي او د هغه د ناپوهۍ نه ناوړه ګټه پورته کړي او يو بد عمل ته يې وهڅوي، خو سره له دې هم د جزا نه معاف او مسون وي او خپل فساد اچولو ته هم دوام ورکړي ، يوه نورماله خبره ده او يا دا چې يو چا بايد په دې هکله يو څه توضېحات ورکړی وی چې ولې يو جزا ويني او بل نه ؟؟

اسلام د انسان پيدايښت څه ډول تشرېح کوي ؟؟

په درناوۍ او درنښت

زور مې په تا نرسېږي
خو مړ به دې ابا کړمه[/quote:506714397a]


Ghairat
03.05.2008

سلوادور ډالي صیب د پتنګ صیب غوندې شک خو ډیرو درباندې لاره چې کوشان یې، اوس دې نور دلایل هم وړاندې کړل چې د اسلامي اساساتو په وړاندې دې شیطاني وسوسو راپارولو ته زړه (؟) خارښ کوي ، نو
کۀ کوشان هم يې ، ولې دومره زدکړه نشې کولی چې د دين پر ضد له چټياتو څخه لاس واخلې ، او که نه  یوځل د سلوادور  دالي په نامۀ هم له ټول افغان څخه اخراجيدل غواړې ، که څنګه ؟ نور ستا د پوښتنې په ځواب کې دومره ویا بس دي چې ادم (ع) او حوا بی بی ته له اول څخه الله تعای خبرداری ورکړی و چې . لا تقربا هذ الشجرة ، یعنې دې ونې (غنم) ته مه نږدې کیږئ ، او ورته ویې ویلي و که دا کار مو وکړ پرځان به ظلم وکړئ .
نتیجه : انسان له ګناه خالي نه دی خو په توبه سره بښل کیږي، او داد الله تعالی او بنده اساسي مناسبت هم دی چې مسلمان بنده به توبه باسي او الله تعالی به یې توبه قبلوي .
په اخلاص او پښیمانۍ توبه ویستل او هغه قبلیدل هغه اړیکه ده چې د انسان بندګي او د الله تعالی الوهیت په کې څرګندیږي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more