د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ملا عمر یو پخوانی وړاندیز

Ghairat
02.05.2008

محترمو خویندو او ورونو!
ویل کیږي چې وئړم کال ملا عمر افغان دولت ته وړاندیز کړی و چې د اوسني دولت سره به په دې شرط روغه وکړي چې دپښتنې سیمو د اته ولایتونو مشري هغه ته
وسپاري او بهرنیان هم له هیواد څخه ووځي . تاسې دملا صیب دغسې وړاندیز څنګه ارزوئ او سیاسي موخه یې څشی بللی شئ ؟
که دولت اوس ورسره داخبره ومني پایله به یې څه او څنګه وي ؟


ghafar
03.05.2008

عزتمن غیرت صاحب سلامونه او نېکې هیلې مې و منئ!
[quote:c08eb3256a]تاسې دملا صیب دغسې وړاندیز څنګه ارزوئ او سیاسي موخه یې څشی بللی شئ ؟ [/quote:c08eb3256a]
دا خو د آی اس آس څرګنده دسیسه ده ، چې په دوهم پړاو کې دا اته ولایتونه له خپلې خاورې سره یو ځای کړي! د افغانستان حکومت یې باید ونه مني!
هغه پښتانه چې د دغه وړاندیز هرکلئ کوي حق نلری چې "افغانستانیان" د بېلتون غوښتونکو په تور ملامت کړي.

په درناوي


Re: د ملا عمر یو پخوانی وړاندیز

pattang
03.05.2008

که مشر ملا صيب داسې خبره کړې وي داخو لويه سياسي غلطي ده هيڅ پښتون به
داسې خبرې قبولي نکړي٠ نو سوال دادی چې دانور ولايتونه به دچا په لاس کې وي٠?
دهغو خلکو په لاس کې چې 20000 پښتانه يې بې محکمې او بې ګناه وژلي او 40000 پښتنې کورنۍ يې له خپلو مځکو شړلې دي ?.
پښتني ولايتونه خو تر اتو زيات دي نو ولې دخبرو جوړونکي او يا وېيونکي 8
ليکلي دي ٠
دا خبرې بنسټ نلري، امريکايان او روسان خپل اهداف لري ،خوشې طالب طالب يادوي او طالب بيچاره ته يې دهرې لوبې ګناه ورپه غاړه کړې او هم دپښتنو
په منځ کې په طالب پسې پرو پاګنده موډ ګرزېدلی٠

[quote:4fbc951787="Ghairat"]محترمو خویندو او ورونو!
ویل کیږي چې وئړم کال ملا عمر افغان دولت ته وړاندیز کړی و چې د اوسني دولت سره به په دې شرط روغه وکړي چې دپښتنې سیمو د اته ولایتونو مشري هغه ته
وسپاري او بهرنیان هم له هیواد څخه ووځي . تاسې دملا صیب دغسې وړاندیز څنګه ارزوئ او سیاسي موخه یې څشی بللی شئ ؟
که دولت اوس ورسره داخبره ومني پایله به یې څه او څنګه وي ؟[/quote:4fbc951787]


gino
03.05.2008

شلوم زړه ورو ورونو

د دې خبرې نه خو موخه دا ده چې په افغانستان اود افغانستان د دولت په منځ کې لکه ازاد قبايلو غوندې يو نيمه خپلواکه پښتني سيمه رامنځته شي او که دا کار وشي ، نو د افغانستان نور اقوام چې ډير مذهبي سختدريزې ندي او يو طالبي يا مطلق الاسلامي سيستم نغواړي بلکې يو افغان، معتدل ، د انسانيت او د عصر سره برابر يو سيستم غواړي ، لوی زېری دی .
که دا کار وشي هم د پښتنو او هم د نورو په ګټه ده .


Ghairat
03.05.2008

[quote:8b1e511a73]پښتني ولايتونه خو تر اتو زيات دي نو ولې دخبرو جوړونکي او يا وېيونکي 8 ليکلي دي [/quote:8b1e511a73]٠
قدرمن پتنګ صیب، دا خبره پرون ماښام (د می د میاشتې په ۲ ) له امریکا څخه د پیام افغان تلویزیون یو چلونکي ښاغلي عباسي وکړه ، ښايي د ولایتونو شمیر یې ۱۲ ښودلی وي، مهمه داوه چې د عباسي په وینا د ملا صیب مطلب پښتنې سیمې وې .
که دا واقعیت وي بیا هم د ۲۰۰۶ کال یوه زړه خبره ده او حکومت به هم طبعا رد وله ، خو څنګه چې دا موضوع تر اوسه چا نه وه رسوا کړې، نو ځکه ترې مونږ او تاسې هم نه یو خبر شوي .
نوهغه څوک چې ترې همغه وخت خبر شوی وي دلته دې ولیکي چې له کومې رسمي یا خبري سرچینې څخه خبر شوی او ټوله موضوع یې څه ډول وه . په هرصورت خدای دې وکړي چې دا خبره رښتیا و نه خیژي، خو برعکس color=red][color=white:8b1e511a73]که[/color:8b1e511a73] رښتیا هم ملا ړندک دغسې يو وړاندیز کړی وي ، دا بله سترګه یې هم د ویستلو ده او [color=yellow:8b1e511a73]که[/color:8b1e511a73] طالبان د پنجابيانو نه، بلکې رښتیا د افغان زامن وي باید ددغسې خاینانه وړاندیز کونکی پخپله په دار وځړوي . خوداچې لا سمه نه ده روښانه شوې چې آیا ملا عمر رښتیا دغه خبره کړې که نه ،نو ځکه دا حکم هم ځنډیدلی چې اړونده طالبان د چا زامن دي :
[color=red:8b1e511a73]د افغان او که د پنجابي ؟ [/color:8b1e511a73]و من الله التوفیق[/color]


بد ویل می عادت نه دی

ابومحمدحنفي
23.05.2008

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وبعد ...............زماد عنوان نوم د عربو یو مقوله ده ...وای چه من قال ما لا ینبغی سمع ما لا یشتهی
««یعنی څوک چه غیری مناسب الفاظ او وای نو جواب ی هم غیر مناسب اوری »»را زم اصل مطلب ته هغه دا چه منافقینو او د مغرب گوډاگیانو یوه افواه خپره کړی وه چه امیر المومنین حفظه الله د مذاکراتو خبری کوی د کرزی مرتد او لا س پوسی اداری سره په دی رابطه .......Ghairat.........لیکل کړی دی خو هغه لیکنه په تعصب بنا او منافقانه انداز کی ده زه دی لیکوال ته لیکم چه تا کوم لفظ محترم دغازیانو سالار او دشهید پال ملت لوی مجاهد مشرملا صاحب حفظه الله ته لیکلی دی نو یقینا چه ته یو بی ضمیره لاس پوسی او غلام ذهنه شخص د صلیبیانو یاست ځکه چه دداسی الفاظو استعمال د صلیبیانو عادت دی ...داهم واوره
بد ویل می عادت نه وو«» خوتاته ی وایم ځکه
داجـــــــــــــــواب دی لـــــــــه ړوندکــــــــــــــه
شپی ته چه ته ورز او ورزی ته شپه وایــــــــی
خپلو ته چه بد پردو ته چه ته خــــــه وایــــــــی
نو دا بی شرمه سترگی خدای چاله ورمه کـــه
داجـــــــــــــــواب دی لـــــــــه ړوندکــــــــــــــه
چه مخامخ درته ډالر شی ورک دی له ستر گونه نظر شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــی
په حیا غیرت دی سه پرواوی سه عجیبه غوندی اثــــــــــــــــــــــــــــــــــــر شــــی
ای ده ډالرو لیونیه که په کوټ کی دی جیب نه وی نو پتلون کی یی تختـــــــــــــــــــــــــه کــه
داجـــــــــــــــواب دی لـــــــــه ړوندکــــــــــــــه
ستا ده وطن پیغلی نن انگریز سره چکری گرزی ولی نه پو هیگی چه ستا کور بهرنی گرزیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــی
گوره نا موس ته دی غله دی چه تا کاره شپه کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه

داجـــــــــــــــواب دی لـــــــــه ړوندکــــــــــــــه

څځړډټ[b:0b06191360][size=18:0b06191360][/size:0b06191360][color=darkred:0b06191360][/color:0b06191360][/b:0b06191360]


Ghairat
23.05.2008

ابو اسیده وروره سلام !
خبره د ملت ، ملي ګټو او ملي سرنوشت حساسه موضوع وه، چې تجارت ، معامله ګري ، دسیسې او سیاسي لوبې ، یوه هم پرې نشي زغمل کېدای!
ملا صیب که بیناوي ملت ، ملي جهاد ، ملي رسالت او ملي ګټې پیژني نو دغسې
افواه چې ضد ملي ، خاینانه او جنایتکارانه متن او محتوا لري ، باید هغه په څرګند ډ‌ول رد او تکذ‌یب کاندي او افغان ولس په تیاره ، فریب او خدعه کې ونه ساتي ، پاکستان ته د ضد ملي خیانت او جنایت طمعه ورنکړي او د همدې مردودې ژمنې په قیمت یې تر سره کیدونکې مرستې اوملاتړ هم ونه مني !
آیا ملا صیب دومره هم نشي کولی چې د کر زي د حکومت افواه تکذیب کړي؟؟
ایا نشئ کولی ووايي چې پښتنې ولایات بیلول یو خیانت دي مونږ دا نه غواړو ، دا یو تش تور دی !
که څوک غل نه وي دهیواد ویش خو هر څوک ردوي او ردولی یې شي، ملا صیب ولې چوپ دی؟ هو، نه ملا صیب ددغه ملي خیانت امکان ردوي او نه هم وایي چې د پښتنې ولایتونو د کنترول غوښتنه یې نه ده کړې !

سر بیره پردې ملا څه حق لري او په کوم اساس ځان ته دا حق ورکوي د پښتنو استازیتوب یا واک ځان ته وغواړي ؟ ملا صرف لکه هر بل افغان دا حق لري د افغان ولس رایه او فیصله په عامو انتخاباتو کې مالومه کړی او مراعاتول یې له نورو نه ، که کورنۍ ډلې وي اوکه بهرنۍ ، وغواړي او بس !
د هیواد ویشل خو نه کرزی کولی شی او نه امریکایان ، ملا صیب ولې د پاکستان له پاره د هیواد د ویشلو له دسیسې څخه کرکه نه اعلاموي ؟؟؟؟
که ملا خپل ملي رسالت هم د امریکا نو او هم د پاکستان په وړاندې څر ګند ،روښانه او دفاع کړي ، د ړندک توب سره سره به یې مونږ ونازوو او له دخدای (ج) څخه به رحمتونه ورته وغواړو ، خو که د جهاد په پلمه څوک د پاکستان له پاره ملي خیانت ته ملا تړي، نو بیا چې هر څوک وي له ړندک سربیره به د لعنتی وړ هم وبلل شي ، متاسفانه چې ملا صیب او یارانو یې تر نن ورځې پورې خپل جهاد او خپله مسلماني په ملي مسله کې هم د پاکستان پورې تړلې او پرې پلورلې ده !
نور به دا راسره ومنې چې څوک دپاکستان هر لاسپوڅي ته حفظ الله وایې او ۱۸۰ درجې سرچپه سجدې ورته کوي نو دداسې ړاند ه تعبد پایلې یې هم بیا خپلې دي ، خپله سینه اوپینه دې ورته پراخه او ځان دې ورته ټینګ کړي ، زما یې پرې څه ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more