د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دخلاصون یواځېنۍ لاره (هېواد مېشتي ورونه ښه تبصره کولی شي)

وقار
01.05.2008

زما یو دوست په لمړي ځل کابل ته تللی وو او د یو بل دوست کور کې یې شپه وه څرنګه چې د ژمي شپې ورځې وې او هوا ډېره سړه وه نو کوربه ته یې کړل چې په حجره کې شته شپږ واړه بړستنې راباندې واچوه ځکه که د بړستنو د وزن نه مړ شم خېر دی خو چې د یخنۍ نه مړ نه شم بیا به خلک وایې چې دا خو ډېر بې غېرته وو.

نو درنو ورونو موږ ټول پښتانه په دې پوهېږو چې په نړۍ کې زمونږ ژوند ته د پای ټکي ايښودو، زمونږ هویت د لمنځه وړلو او بلاخره زموږ د نابودۍ دسيسې او عملي کړنې ورځ په ورځ جوتیږي.
له یوه څنګه مو په مردکو او بمباریو د طالب او موجوده نظام سره د تړاو په پلمه وژني او له بل څنګ نه مو د ولږې ،قحطۍ ، قېمتۍ او بېکارۍ په اور وژني، که بره مري هم پښتون دی که ښکته مري هم پښتون دی.

زما له انده د خلاصون یواځېنۍ لاره د پښتنو ملي پاڅون دی،د موجوده نظام نه ان تر طالبانو او نورو هغو ګاونډيوپه مقابل کې چې اوس هم موږ په کرار نه پرېږدي، دا طالبان څوک دي ددوی دا مصارف څوک ورکۍ موږ شپه ورځ په ځان یوه کړې یوه مړۍ ډوډۍ نشو موندلای او دوی یې له وچو غرونو ګټي.

که یو ځل دې وغولولم نو خدادې تا ووهي که بیا دې وغولولم خدای دې تا ووهي او که بیا دې وغولولم نو خدای دې ما ووهي موږ بیا بیا غوليږو خو نه پو هېږو

د لمړۍ غونډلې(جملې) په بنا ددې بې غېرتۍ او بزدلۍ دمرګ نه د پاڅون او د خپل روا حق ترلاسه کولو مرګ په سلهاوو ځله بهتر دی.

ستاسو معززو له انده د خلاصون لار ه څه ده........................


Ghairat
01.05.2008

ښاغلي وقار ته سلام !
تاسې ښه وایاست چې :
[quote:905f05db46]زما له انده د خلاصون یواځېنۍ لاره د پښتنو ملي پاڅون دی،د موجوده نظام نه ان تر طالبانو او نورو هغو ګاونډيوپه مقابل کې چې اوس هم موږ په کرار نه پرېږدي،[/quote:905f05db46]
خو دا پاڅون چې هر څه بولې له پاکستان پرته د نورو ټولو په ضد طالبانو پیل کړی، که ته هم څنګه چې ته یې غواړې پاڅون پیل کړې نو بیا به یا د طالبانو سره یوځای کیږې او یا به ، که غواړې او که نه، د پاڅون د ګټې او به د طالبانو په ژرنده ورسمیږي .
نو آیا ښه به نه وي چې لومړی یې په بشپړ ډول و سنجوې چې څه باید وکړو او بیا دې فکر د یوې سمې طرحې په بڼه وړاندې کړې چې د عمل له پاره د بحٍث ارزښت پیدا کړي .
هو دا پوښتنه موکه څه هم ډیره ناوخته پوښتنه ده خو سمه پوښتنه ده چې ځواب یې ستاسې په شمول هر چاته مالوم دی .
[quote:905f05db46]دا طالبان څوک دي ددوی دا مصارف څوک ورکۍ موږ شپه ورځ په ځان یوه کړې یوه مړۍ ډوډۍ نشو موندلای او دوی یې له وچو غرونو ګټي. [/quote:905f05db46]
خوآیا د زیاتو مالواتو له پاره به ښه نه وای چې دا پوښتنه مو د طالب غورځنګ پلار نصیر الله بابر ته راجع کړې وای؟


وقار
01.05.2008

غېرت ورور ه نېکې هيلې ومنه،
طالب خو هم د همدغو لاسپوڅو بله ډله ده چې د ځان د پایښت په موخه یې کلونه وړاندې تنظیم او دغې ټولنې ته یې ورډالۍ کړی.
طالب کله د کوم خارجي سر له تنه بېل کړی او یا یې په دار ځړولی خو همدا ما او تا وژني. جومات راړنګوي،عالم مو وژني،زده کوونکي را وژني، ښوونځي ورانوي...

زما د دغې بحث موخه ستاسو درنو ورونو نه د خلاصون د یوې واحدې لارې چارې په ګوته کول دي.

ستاسو د ګټورو بحثونو په هيله


Ghairat
02.05.2008

د ملي مصلحت او ملي وحدت کابینه باید جوړه شي، چې لږ تر لږه درې وزیران او درې څلور والیان په کې باید د طالبانو له خوا معرفي شي، لکه . د عدلیې ، اوبو او بریښنا رسولو او فواید عامې وزیران او د ۴ غیر پښتنې سیمو والیان دې طالبان شي !


pattang
02.05.2008

انډيوالانو که ژور ژور بياهم ژور فکر وکړۍ ،نودې نتيجې ته به ورسېږۍ
چې داټول شيان دخولې خبرې او د حل لارې ندي ?
ايا ستاسو خبرې اشغالګر مني ? نه هغوی به درباندې وخاندي .
د سياسي مافيا له منځه وړل اسانه کار ندی ......


Ghulam Karokhel
02.05.2008

[quote:8ca24a1108="pattang"]انډيوالانو که ژور ژور بياهم ژور فکر وکړۍ ،نودې نتيجې ته به ورسېږۍ
چې داټول شيان دخولې خبرې او د حل لارې ندي ?
ايا ستاسو خبرې اشغالګر مني ? نه هغوی به درباندې وخاندي .
د سياسي مافيا له منځه وړل اسانه کار ندی ......[/quote:8ca24a1108]

والله ستا خبره تر مافيا سمه ده خو دا به منې چې موږ پښتانه بې غوره ، بې خبره او بې سېواده يوو، دا نه وايم چې ټول خو په ډېره کچه به سمه وي چې ووايم.
زه دا نظر لرم چې يو لږکۍ ډله چې مافيايي نظام په افغانستان کې پلي کولای شي ولې بيا ډېرکي حد اقل تر منځ يو يووالی نه شي راوستلای؟
د هر څه حل به دا وي چې هر څه ته شا کړو او د پښتنو تر منځ د يووالي کوشش وکړو ، د طالبانو واک هم له سيمې نه تللای ، واک اوس د پاکستان او عربو تر منځ دی او پښتون پکﺉې استعمالېږي . ټولو پښتني خلقيانو، پښتني طالبانو، پښتني ګوندونو ته پکار ده چې په لوی افغانستان فارومولې باندې راغونډ شي او سم دې له ريا کارۍ ، او پيسه دوستۍ نه لاس واخلي او که هر څوک وي په مقابل کې ېې محافظه کاري پرېږدي بلکې په دليل منطق او اسلامي اوسولو سره سم دې نړېوالو سره خبرې وکړي او ورته دې واضحه کړي چې يا خو به په سمه بې غرضه او بې له جنګه موږ سره ارطباط نيسۍ او جنګي ډلې به محاکمه او عساکر به مو باسۍ او يا موږ تر پايه په يولاس پاڅون کوو.
ورسره پکار ده چې هر يو له خپل ځان نه تېر شو ، هندوانو د خپل د ځان په بدل هندوستان ازاده کړ ولې موږ په څشي کې ترې نه کم يو؟ عراق کې چې غر نشته هره ورځ بهرني عساکر وژل کېږي او امريکه ېې وارخطا کړې ده اما موږ چې غرونه رغونه لرو بايد چې سمې مورچې ونيسو او تر ټولو لومړی بايد چې دغه يوروپ کې هر يو افغان د اوسني حکومت پر خلاف نارې ووهي او هر دفتر تر شا ودرېږي او هر رسمي چارواکی پوه کړي چې دغه حکومت د خلکو نه د يو څو ډلو شريکه حکومت دی چې په بې ګنا خلکو تاسو رانازل کړای.
دغه ېې لار ده که منۍ که نه نو په طالبانو، حزب اسلامي جنګسالارانو او داسې نورو نومونو باندې موږ هېڅ يوه باندې اعتبار نه شو کولای او يو تر بله به سر ټيټي او رياکاران له نړۍ نه لاړ شو.
وسلام


وقار
04.05.2008

سلامونه ومنئ.
زه دکړوخېل صېب دخبرو په تائید ویلای شم ترڅو چې ددغو نادودو او ناخوالو په وړاندې پښتون ملت او د پښتني ټولنې هر وګړی خپلې ایماني او وجداني فريضې په نظر کې نيولو سره نړېوالو ته دا په ډاګه نکړي چې دغه اشغالګر چې د نړۍ د هر هېواد پورې تړاو لري دهغه هېواد په تاريخ تورې کرښې راکاږي دموضوع حل به خورا ګران کار وي.
او هغه ورځ لرې نه ده چې په دغه باتور ملت به بیا الله پاک ورحمېږي او د ستر احمدشاه بابا په څېر یو مېړنی رهبر به په ولوروي.


pattang
04.05.2008

انډيواله !
که ملګرتيا ،پښتو اوپښتنوالي مې له رونڼ انديو سره را په ياد کړم نو تانګونه
مې سست شي او پښې مې رپيږي ،له نوم څخه مې يې بد راځي بې سواده دهقان
پرې وفاداردی او طالب خو ګوره چه څرنګه قرباني ور کوي٠
لنډ مطلب :
په هغو رونڼ انديو چې ما ايمان پرې لاره اوس يا په ملي امنيت کې د پنجيانو
له لاس لاندې کارونه کوي او ياد کرزي اجنټ په دولت کې په غټو چو کيويوکې
ناست دي .
زه فکر کوم چې پښتنو په پيسو خپل ايمان خرڅ کړی او دايې وخت دی چې دغې
مردارې فکري لارې ته تغير ورکړو او يو نوی سياسي - او دهيواد پالنې کلتور
درس ورکړواو رامنځ ته يې کړو٠

[quote:a9dc6823a6="وقار"]سلامونه ومنئ.
زه دکړوخېل صېب دخبرو په تائید ویلای شم ترڅو چې ددغو نادودو او ناخوالو په وړاندې پښتون ملت او د پښتني ټولنې هر وګړی خپلې ایماني او وجداني فريضې په نظر کې نيولو سره نړېوالو ته دا په ډاګه نکړي چې دغه اشغالګر چې د نړۍ د هر هېواد پورې تړاو لري دهغه هېواد په تاريخ تورې کرښې راکاږي دموضوع حل به خورا ګران کار وي.
او هغه ورځ لرې نه ده چې په دغه باتور ملت به بیا الله پاک ورحمېږي او د ستر احمدشاه بابا په څېر یو مېړنی رهبر به په ولوروي.[/quote:a9dc6823a6]


Nawabi
04.05.2008

[quote:9ba9bc66c0="Ghairat"]د ملي مصلحت او ملي وحدت کابینه باید جوړه شي، چې لږ تر لږه درې وزیران او درې څلور والیان په کې باید د طالبانو له خوا معرفي شي، لکه . د عدلیې ، اوبو او بریښنا رسولو او فواید عامې وزیران او د ۴ غیر پښتنې سیمو والیان دې طالبان شي ![/quote:9ba9bc66c0]

د ملی وحدت د لفظ څخه هميشه د کتاتورانو د خپلې بقاء لپاره استفاده کړي ده. په افغانستان کې مختلف قومونه شته، د ملی وحدت د تامين لپاره لاره هواره شوې ده. ډير ګوندونه تلاش کوي څو خلکو ته په دې نوم فريب ورکړي.

هغه وخت چې د ټولو اتباعو (هيوادولو) لپاره برابر حقوق شي نو ملی وحدت تامينيدلای شي. هغه کسان چې د وحدت د کلمې څخه ګټه پورته کوي نو هم هغوي وحدت ته زيان رسوي. د خلکو مشکلات بايد حل شي. د ټولنې د عينی واقعيت سره بايد چلن وشي، د ټولنيز عدالت پرته ملی وحدت د کلماتو څخه کار اخيستلونو خلک خشونت او تيري ته اړ شول. د وګړو تر منځ بې باوري موجوده وه. هغوي د قدرت لپاره يو بل ووژل په داسې حال کې چې د ملی وحدت خبرې کولې.

ملی وحدت د خلقو د مشارک څخه پرته ممکن نه دی. ډيرې خبرې د مصلحتونو له مخې صورت نيسي، د اصولو مراعات نه کيږي. اصول دادي چې ټول وګړي حقوق لري، د ژبې حق د هر وګړی لومړنی حق دی. بايد چې د دغو خبرو د اوېدلو تحمل او زغم ولرو.

بله دا چې د مسْلوسره صادقانه چلن په کار دی. وزارتونه ځکه ويشل کيږي چې د پردې تر شا سازش شته، سازش او مصلحت وجود لري. که چرې صداقت وي نو هغه وخت عمل کې مشارکت راځي او ملي وحدت تامينيږي. په کار ده چې صادقانه عمل وکړو. بايد د صادقانه عمل طرز تفکر ولرو.

زما له نظره د ملی وحدت لپاره په کار ده چې:

د ملی وحدت د داعيي لپاره صداقت
تفاهم او مزاکره
د مقابل لوری نظريات او افکار منل
د سپارل شوؤ ژمنو او تعهداتو له مخې عمل
څوک چې افغانستان کې اوسيږي، برابر حقوق ولري
ډيري مسْلې د ټوپک د لارې هوارې شوي دي، خو حل نه دي، مونږ بايد چې يو بل سره کښينو او تعهدات وکړو.
دا وخت مونږ په هيواد کې نسبتاً يو دموکراتيک آساسی قانون لرو، په کار ده چې ددې قانون د عملي تطبيق لپاره ګامونه واخلو.


اور- بل
04.05.2008

درنو ورونو !
افغانان کله چې د قدرت، پیسو او چوکۍ یا مقام خبره شي له ځان ایمان او وطن څخه تیریږي، ګوندونه ، انجو ګانې او سازمانونه جوړوي ،جمهوري ریاست ته کاندیدیږي، څو د مقاماتو په مصلحتي ویش کې بیا د وړونکي حریف سره پرې معامله وکړي، پارلماني ټاکنو ته کاندیدیږي څو د جب ډکولو له پاره د شورا یوه څوکۍ ضایع کړي، د شر او فساد له پاره خیریه موسسه جوړوي چې د غریب ولس سره د مرستې پیسې ځان او خپلوانو ته بیلګړې کړې او یا د یو یا بل لوړ پوړي چارواکي دروازې ټکوي چې چوکیو ته پرې ځان ورسوي. د ملت د خیر او سولې له پاره ورسره هیڅ اند نه پیدا کیږي !
د ملي سولې له پاره چا کومه ټولنه جوړه نکړه، ملت ویده دی، صرف د دولتي او طالب ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې سیل کوي او په خړو سترګو ورته ګوري چې
له جنګي اړخونو څخه په دې جګړو کې د ملت تلفات زیات دي، ښځې او ماشومان او سپین ږیري په کې د بیګناه خلکو وژل کیږي او کورونه په کې د ولسي وګړو ورانیږي ، سیاسي ګټې یې امریکا او پاکستان تر لاسه کوي . ومجاهدینو او شوروي جګړه هم امریکا او پاکستان رامنځته کړې وه او د امریکا او پاکستان د ګوډیانو تر منځ روانه جګړه هم ددې مظلوم ملت په ضد امریکا او پاکستان په ګډه دسیسه رامنځته کړې ده . نو بیځایه ده چې د حکومت له امریکايي ګوډاګیانو او یا
له طالب پاکستاني ګوډاګيانو څخه د سولې د رامنځته کولو هیله وشي . داد انګلو امریکايي او پنجابي استعمار د جګړې ګډه پالیسي ده چې افغان غول یې په کې راګیر کړی او یو پر بل یې وژني ! دوی افغانانو ته دیو او بل پر ضد د کرکې او نفرت پیچکاري ورکوي او د وسلو، توپونو او راګټونو سره یې د جګړې ډګر ته سوقوي .همدغه سیاست یې پخوا د شورویانود ماتولو او اوس یې د افغان ملت د ماتولو له پاره په ګډه روان کړی دی ! نو

یابه ویښیږو او یو کیږو سره
............................................... یابه ټوټې ټوټې بیلیږو سره
مونږ ته نور بله لاره نه ده پاتې
................................................ که سره یو نشو ورکیږو سره

نو راځئ چې کور په کور کلي په کلي ، ښار په ښار سیمه په سیمه ، په مرکز او ولایاتو ، دننه او خارج هر ځای کې د ملي سولې ټولنې جوړې کړو او د ملې سولې غورځنګ را وټوکوو، ویې پالو ، پراختیا ورکړو او سراری افغان ملی غورځنګ ترې جوړ کړو .
باید د ملالۍ په څیر داځل په افغانانو دسولې داسې غږ و کړو:

رايو ولې ولې شه لکه سیند راوبهیږه
.................................................. افغانه را غونډیږه !


pattang
04.05.2008

نوابي صيب سلام خبرې دې ښې دي خو :
دهغه ورور مطلب دملي وحدت څخه په هغه سطحه کې د ی چې په هغې کې ټول
پارامتر صفروي ياني د تقاطع سطحه او دا هغه تړلې سطحه ده چې دټولو قومونو
ګټې پکشې غونډې پردتې دي او يو قيمت لري ٠

[quote:355a2de129]هغه وخت چې د ټولو اتباعو (هيوادو لو) لپاره برابر حقوق شي نو ملی وحدت تامينيدلای شي. هغه کسان چې د وحدت د کلمې څخه ګټه پورته کوي نو هم هغوي وحدت ته زيان رسوي. د خلکو مشکلات بايد حل شي[/quote:355a2de129]

[color=yellow:355a2de129]وروره دملي وحدت په لوټولو خو اول تاجکو شروع وکړه چې له ټولو يې ډېر حقوق لرل يانې کلتور ، ژبه او اقتصاد دې دوی په لاس کې وو٠
ايا نو دا ستاخبره معکوس متناسب نده ! ٠ [/color:355a2de129]


Nawabi
04.05.2008

پتنګه وروره سلامونه

يو متل ده چي وايي
که زه ووايم زه يم ته وايي ته يي ، نه به زه يم نه به ته يي
که تا جکانو شروع کړي پښتانه هم پکراره ناست ندي ٠ نو ښه به داوي چي طالبانو او ملگرو يې بايد دا ولس درک کړي وي، د ولس غوښتنې، د ولس د ايمان کچه، د ولس مجبوريتونه، د ولس توانمندى، اقتصاد او... طالبان بايد پوه شوي وي چې د دوى هغه آيډيال نظام چې دوى يې خوبونه ويني، که راهم شي نو څوک به د زړه له کومې ايمان پرې رانوړي. ولس ښه ولس دى خو چې د لومړيتوبونو له مخې ورسره تعامل وشي، د ولس خېټه وږې ده، د دوى تعليم کم دى، ستونزې يې پريمانه دي، دوى له جگړو او زور څخه ستومانه دي، دوى له منفي او ناخرد انديشه سياستونو او دسيسو څخه بيزار شوي. دوى په زړه کې په سلهاوو گيلې او شکوي لري، ډېرې گيلې يې له دولت او هغو جنگيالو څخه دي چې د دولت تر سيورې لاندې يې مصونيت موندلى، دوى په داخل کې د فساد او ستم اصلي لامل دي او له هغو جنگيالو څخه چې په هره ساه کې د ولس د ايمان نرخ او گراف معلوموي! خو باور لرم چې د ولس د ايمان او زغم کچه په مراتبو د جنگياليانو تر ايمان لوړه ده.

ځکه خو وايو چې ولس په دې نننۍ ورځ کې قطعاً د طالب د هغه متاع خريدار نه دى چې ده له بهرنيو مدرسو له ځان سره راوړي او په وچ زور يې د خلکو پر غاړو اچوي. طالبان بايد پوه وي چې، که دا د نن فرصت يې له لاسه ووځي بيا به تر وروستي ټس پورې د دوى مرگ او د ولس مرگ جاري وي.


pattang
04.05.2008

نوابي صيب ما خو دلته له طالبه خبرې ندي کړې هو زه پوهيږم د اشغالګرو طالبان
بد ايسي٠ زما مطلب له طالبه مخ کې دی طالب خو څو کاله په جنګ کې تير کړل او
او داجنګي جنايتکاران دځان دبقا لپار ه نه د خپلواولسونو دبقا لپار ه ټول ورته
يو شول٠ او اوس هم چې طالب نشته وحدت نغواړې او له طالبه ډېر مخته يې هم ملي
وحدت ړنګ که٠ طالب پرېږده مخ کې له طالبه خو طالب دوی ته درس ورکه چې افغانستان يوواځې دوی د وحشت کور ندی٠
[color=white:3e10c5f96e]زه يې بيا تکرارومه تاجکو مخکې له طالبه ملي وحدت مات کړی ٠ [/color:3e10c5f96e]

[quote:3e10c5f96e="Nawabi"]پتنګه وروره سلامونه

يو متل ده چي وايي
که زه ووايم زه يم ته وايي ته يي ، نه به زه يم نه به ته يي
که تا جکانو شروع کړي پښتانه هم پکراره ناست ندي ٠ نو ښه به داوي چي طالبانو او ملگرو يې بايد دا ولس درک کړي وي، د ولس غوښتنې، د ولس د ايمان کچه، د ولس مجبوريتونه، د ولس توانمندى، اقتصاد او... طالبان بايد پوه شوي وي چې د دوى هغه آيډيال نظام چې دوى يې خوبونه ويني، که راهم شي نو څوک به د زړه له کومې ايمان پرې رانوړي. ولس ښه ولس دى خو چې د لومړيتوبونو له مخې ورسره تعامل وشي، د ولس خېټه وږې ده، د دوى تعليم کم دى، ستونزې يې پريمانه دي، دوى له جگړو او زور څخه ستومانه دي، دوى له منفي او ناخرد انديشه سياستونو او دسيسو څخه بيزار شوي. دوى په زړه کې په سلهاوو گيلې او شکوي لري، ډېرې گيلې يې له دولت او هغو جنگيالو څخه دي چې د دولت تر سيورې لاندې يې مصونيت موندلى، دوى په داخل کې د فساد او ستم اصلي لامل دي او له هغو جنگيالو څخه چې په هره ساه کې د ولس د ايمان نرخ او گراف معلوموي! خو باور لرم چې د ولس د ايمان او زغم کچه په مراتبو د جنگياليانو تر ايمان لوړه ده.

ځکه خو وايو چې ولس په دې نننۍ ورځ کې قطعاً د طالب د هغه متاع خريدار نه دى چې ده له بهرنيو مدرسو له ځان سره راوړي او په وچ زور يې د خلکو پر غاړو اچوي. طالبان بايد پوه وي چې، که دا د نن فرصت يې له لاسه ووځي بيا به تر وروستي ټس پورې د دوى مرگ او د ولس مرگ جاري وي.[/quote:3e10c5f96e]


Ghairat
04.05.2008

نوابي صيب ته سلام ، خبرې مو ښې دي خو داسې بریښي زما ددغو ټکو څخه مو اخیستنه په هغه پوهیز نه ده چې په کې خوندي شوی دی، نو ځکه یې یوځل بیا شنم :
د [quote:8fd707f5e4]ملي مصلحت او ملي وحدت کابینه باید جوړه شي، چې لږ تر لږه درې وزیران او درې څلور والیان په کې باید د طالبانو له خوا معرفي شي، لکه . د عدلیې ، اوبو او بریښنا رسولو او فواید عامې وزیران او د ۴ غیر پښتنې سیمو والیان دې طالبان شي ![/quote:8fd707f5e4]

۱ــ د مصلحت (سازش) او ملي مصلحت (خیر) تر منځ توپیر شته او یوشی نه دي . ملي مصلحت د اساسي قانون، شورا او لویې جرګې له پریکړو او احکامو او ملت له غوښتنو څخه شمیرل کیږي ، علني خصلت لري او د حکومت پټو او پردې تر شاه سازشونو ته نه ویل کیږي .

۲ــ طالب ته وزارتونه ورکول د نورو پښتنو وزیرانو سربیره نه دي چې دیو قوم امتیاز و بلل شي، بلکې د پښتنو وزیرانو په شمیر کې حسابیږي .

۳ــ طالب وزیران به د منتخب ولسمشر د کابینې غړي وي او په تمامه معنی به اساسي قانون پلی کوي او ورته به وفادار وي

۴ــ طالبانو ته به د هغو سولییزو شرایطو او متقابل باور په رامنځته کولو کې فعاله ونډه ورکول کیږي چې پر اساس یې خارجې ځواکونه له هیواد څخه وتلی شي .

۵ ــ دموکراسي او طالبان باید دواړه ملي ځانګړتیاوي خپلې کړي ، اخلاقي لیبرالیزم په دموکراسۍ او پاکستاني ګوډاګیتوب په طالبانو کې د تل له پاره ختم
اوپه ملي وحدت جبیره شي !

خو دې کار ته ښايي حکومت پخپله غاړه کېنږدي، له دې کبله د پیاوړې پښتنې خور غوټۍ وربل وړاندیز تاییدوم چې په وروستۍ لیکنه کې یې کړی ، څو ولس او د ولسپال اندویان ځلمي د ملي سولې ټولنې جوړې کړي او دملي سولې سراسري غورځنګ رامنځته کړي چې حکومت او طالبان دواړه ملي روغې جوړې ته اړباسي ! و من الله التوفیق !

په درنښت


Nawabi
04.05.2008

پتنګه وروره !

تاجکان ولي ملامته وي . پښتا نه د پښتنو په پاچهيو کې هم چندان حاکم نه وو.
د [color=yellow:691b66a7c6]اعليحضرت په دوره کې له ٤٤٠٠٠ مامورينو څخه يوازې ٦٠٠٠، (١٤%) يې پښتا نه وو[/color:691b66a7c6].
مونږ افغانان داسی عادت لرو چه کله دکوم مشکل سره مخامخ کیږو نوټول تیرشويي مشکلات او خاطرات راغونډو او مشکل نورهم ډیرو .
تر څو پوري چه دا د لستوڼي ماران دخپل لستوڼي نه ونه باسو چي کله مونږ دپښتون کله د تاجک کله دبل په نوم زمونږ وطن ورانوي نه به وحدت وي او نه به ارامي


Ghulam Karokhel
04.05.2008

[quote:18568b2b85="غوټۍ وربل"]درنو ورونو !
افغانان کله چې د قدرت، پیسو او چوکۍ یا مقام خبره شي له ځان ایمان او وطن څخه تیریږي، ګوندونه ، انجو ګانې او سازمانونه جوړوي ،جمهوري ریاست ته کاندیدیږي، څو د مقاماتو په مصلحتي ویش کې بیا د وړونکي حریف سره پرې معامله وکړي، پارلماني ټاکنو ته کاندیدیږي څو د جب ډکولو له پاره د شورا یوه څوکۍ ضایع کړي، د شر او فساد له پاره خیریه موسسه جوړوي چې د غریب ولس سره د مرستې پیسې ځان او خپلوانو ته بیلګړې کړې او یا د یو یا بل لوړ پوړي چارواکي دروازې ټکوي چې چوکیو ته پرې ځان ورسوي. د ملت د خیر او سولې له پاره ورسره هیڅ اند نه پیدا کیږي !
د ملي سولې له پاره چا کومه ټولنه جوړه نکړه، ملت ویده دی، صرف د دولتي او طالب ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې سیل کوي او په خړو سترګو ورته ګوري چې
له جنګي اړخونو څخه په دې جګړو کې د ملت تلفات زیات دي، ښځې او ماشومان او سپین ږیري په کې د بیګناه خلکو وژل کیږي او کورونه په کې د ولسي وګړو ورانیږي ، سیاسي ګټې یې امریکا او پاکستان تر لاسه کوي . ومجاهدینو او شوروي جګړه هم امریکا او پاکستان رامنځته کړې وه او د امریکا او پاکستان د ګوډیانو تر منځ روانه جګړه هم ددې مظلوم ملت په ضد امریکا او پاکستان په ګډه دسیسه رامنځته کړې ده . نو بیځایه ده چې د حکومت له امریکايي ګوډاګیانو او یا
له طالب پاکستاني ګوډاګيانو څخه د سولې د رامنځته کولو هیله وشي . داد انګلو امریکايي او پنجابي استعمار د جګړې ګډه پالیسي ده چې افغان غول یې په کې راګیر کړی او یو پر بل یې وژني ! دوی افغانانو ته دیو او بل پر ضد د کرکې او نفرت پیچکاري ورکوي او د وسلو، توپونو او راګټونو سره یې د جګړې ډګر ته سوقوي .همدغه سیاست یې پخوا د شورویانود ماتولو او اوس یې د افغان ملت د ماتولو له پاره په ګډه روان کړی دی ! نو

یابه ویښیږو او یو کیږو سره
............................................... یابه ټوټې ټوټې بیلیږو سره
مونږ ته نور بله لاره نه ده پاتې
................................................ که سره یو نشو ورکیږو سره

نو راځئ چې کور په کور کلي په کلي ، ښار په ښار سیمه په سیمه ، په مرکز او ولایاتو ، دننه او خارج هر ځای کې د ملي سولې ټولنې جوړې کړو او د ملې سولې غورځنګ را وټوکوو، ویې پالو ، پراختیا ورکړو او سراری افغان ملی غورځنګ ترې جوړ کړو .
باید د ملالۍ په څیر داځل په افغانانو دسولې داسې غږ و کړو:

رايو ولې ولې شه لکه سیند راوبهیږه
.................................................. افغانه را غونډیږه ![/quote:18568b2b85]

غوټۍ خورې اسلام عليکم ورحمت الله و برکات
ستا دا ښکلې په حقيقت ولاړې کرښې له دې ټول نه د سمې لارې ټينګار کړای او که لاره وای د نيژدې نه مې کتلای شوای ، په خدای چې يو ښکلی پوړنی مې نه واې درکړای او لاسونه دې د ښکلېدو دي ، خدای دې اوږد عمر درکړي ، هر څوک چې ياست زموږ د وياړ ېې.
ګورۍ ورونو تاسو د غوټۍ خور ليکنې ولولۍ بيا ېې ولولۍ او وګورۍ چې څومره سمه لار ېې د يو والي ، روغې جوړې او د سولې بيان کړې ده، که څوک غواړي چې خپأ هېواد ته کار وکړي زه هم غوټۍ خور سره هم غږی يم او وايم چې له دې نه تاسو بې ځايه يو په بل پسې اخلۍ راځۍ د رغېدو خبرې وکړو، راځۍ يو بل ته لکه د يوې کورنۍ غړي غوږ شو او همداسې سره له نژدې هم راټول شو يا موقع په خپلو خپلو ښارونو کې برابره کړو تر څو پښتانه راغونډ شي او د نفاق د بدبختۍ له اوره وژغورل شي. لاره شته خو که حمت زموږ ورسره شي نو دا لاره تيه کولای شو. زه وينم چې پدې اوروپا کې ډېری داسې خلک شته چې غونډې جوړوي ، ترحې ليکي او وړاندې کوي ېې ، خو هېڅ کومه ګټه ېې نه معلومېږي، غټې غټې ټولنې جوړې شوي دي ، جرمني ، بلجيم، سويډن له هغو جملو هېوادونو نه دی چې پښتانه ډېر اوسېږي او سره غونډو کې راټولېږي اما هېڅ کوم عملي ګټه ېې موږ نده ليدلې زه نه وايم چې نه دې جوړېږي ، غونډې دې جوړې شي خو خلک دې لږشانته مسوليت په غاړه واخلي نه شهرت. لږ دې عملي ګامونه پورته کړي ، استازي دې ورزي چې په افغانستان کې لږ تر لږه د خلکو اذهان په حقيقت پوه کړي او يو ملي پاڅون لپاره دې لومړی همدغه غټ سري پښتانه قربانۍ ورکړي ، ته بيا ګوره چې ولس کې څونه قوت پروت دی. نور پرې نه غږېږم بس تاسو د غوټۍ خور ليکنه بيا ولولۍ.
په درناوۍ
غ. کړوخېل


وقار
05.05.2008

ټولو ښاغلو ورونو ته د زړه له کومې سلامونه.
پورتني ليکونه د ليکوالو شخصي اندونه څرګندوي نو ځکه زه خپل نظر یو ځل بیا څرګندوم، څرنګه چې ډېرو ورونو په خپلو لېکنو کې دې خبرې ته اشاره کړې چې ټول افغانان ( پښتون، تاجک، ازبک، هزاره...)سره یو شي یعني د ملي وحدت لپاره سره لاسونه ورکړي دلته زه یوه پوښتنه لرم څه فکر کوئ چې داکار به شونی وي ؟ هېڅکله نه ځکه په موجوده حالاتو کې تر بل هر چا دمخه پښتانه په خپلو کې یووالي ته ضرورت لري ولې چې جنګ جګړې او وژنې په دوی کې روانې دي تر څو دوی خپلمنځي اختلافات پای ته ونه رسوي او سره په یو ټغر کښېنني تاجک، ازبک او نور ملي یووالي ته هېڅ ضرورت نلري په دې مانا چې ژوند یې جوړ دی ، ددوی په سيمه کې جنګ جګړې نشته له موږ ټولو پښتنو نه ډېر سهولتونو نه برخمن دي، نو دوی ستا چې په خپل منځ کې سره جوړ نه یاستۍ ملي والي ته څه نیاز لري.او شېبه په شېبه زمونږ ددغو اختلافاتو څخه ګټه پورته کوي دوی ته الله پاک ښه چانس ورکړی او تاسو یې یووالي ته راغواړئ له امکان نه لرې خبره ده.

لمړی د پښتنو يووالی بیا...


Ghulam Karokhel
05.05.2008

[quote:955e7010c4="وقار"]ټولو ښاغلو ورونو ته د زړه له کومې سلامونه.
پورتني ليکونه د ليکوالو شخصي اندونه څرګندوي نو ځکه زه خپل نظر یو ځل بیا څرګندوم، څرنګه چې ډېرو ورونو په خپلو لېکنو کې دې خبرې ته اشاره کړې چې ټول افغانان ( پښتون، تاجک، ازبک، هزاره...)سره یو شي یعني د ملي وحدت لپاره سره لاسونه ورکړي دلته زه یوه پوښتنه لرم څه فکر کوئ چې داکار به شونی وي ؟ هېڅکله نه ځکه په موجوده حالاتو کې تر بل هر چا دمخه پښتانه په خپلو کې یووالي ته ضرورت لري ولې چې جنګ جګړې او وژنې په دوی کې روانې دي تر څو دوی خپلمنځي اختلافات پای ته ونه رسوي او سره په یو ټغر کښېنني تاجک، ازبک او نور ملي یووالي ته هېڅ ضرورت نلري په دې مانا چې ژوند یې جوړ دی ، ددوی په سيمه کې جنګ جګړې نشته له موږ ټولو پښتنو نه ډېر سهولتونو نه برخمن دي، نو دوی ستا چې په خپل منځ کې سره جوړ نه یاستۍ ملي والي ته څه نیاز لري.او شېبه په شېبه زمونږ ددغو اختلافاتو څخه ګټه پورته کوي دوی ته الله پاک ښه چانس ورکړی او تاسو یې یووالي ته راغواړئ له امکان نه لرې خبره ده.

لمړی د پښتنو يووالی بیا...[/quote:955e7010c4]
وقار وروره اسلام عليکم و رحمت الله وبرکات
زه تاسو سره بلکل همغږی يم ، او زما او د غوټۍ خور مطلب هم همدغه دی ، بايد چې پښتانه سره راټول شي ، ځکه چې ډېرکي هم دي او د ظلم ښکار هم دي.
ورسره دا بايد ووايم چې همدا پښتانه که کوشش ونه کړي او د قبايلو د يو والي په مرسته او د اروپايي او امريکايي پښتنو د مالي مرستو په بنسټ يو لښکر جوړ نه کړي هېڅ کومه بله لار نشته او نه هم افغانستان په لږکيو جوړېږي ، لومړی بايد چې د ډېرو مسلو مخه ونيول شي بيا لږکي هسې هم راټول دي او زه فکر کوم چې د هغو حقوق په خپل ځای سمبال دي.
نور نو دا هم تاسو ته علومه ده چې څېړونکو وېلي دي چې پښتانه د افغانستان د ملا شمزۍ غوندې رول لوبوي او پرته ددوی د شتون نه افغانستان په خراسان او بلکل ورکېږي.
د ټولو پښتنو د يووالي په هيله
په درناوۍ


اور- بل
05.05.2008

[color=white:38268253af]
تش د تورو راخیستل دې په کار نه دي
........................................................... ..... ډیر له مغز کار اخیستل درته په کار دي
[/color:38268253af]
ښايي له تورې څخه کار اخیستل پښتنو ته کوم سخت کار نه وي، خو له مغزو څخه کار اخیستل ورته له سخت نه سخت کار بریښي . ځکه خو هر څوک دلته د هرې ناروغۍ دارو د تورې راخیستل ګڼي . توره هر چاته د لقمان حکیم نسخه ښکاري او دا نسخه نن د هر چا په ژبه پرته او د هرپښتون په زړه نوشته ده .
پښتو متل دی چې
.........................................[color=yellow:38268253af]جولا منډه تر موږي پورې ده.[/color:38268253af]
، د پښتون هم بل څه زده نه دي ، دده د بودې او تنستې موږی بس یواځې توره ټوپک دی چې په هره خبره او هره موضوع کې هر پښتون جلا جلا منډه وراخلي او تورې توپک ته لاس اچوي . خو هدف لا ورته نه وي معلوم چې ټوپک اوجګړه د څه له پاره ؟
وايي درې تنو وسلوالو پښتنو ته په یوه ډاګ کې یو هندو په مخ ورغي، هغه یې له ګریوانه ونیو او له سوک سپیړې وروسته یې له ځان سره روان کړ، هندو ورته وویل راته ووایئ چې اول مو د څه له پآره ووهلم او بیا مو اوس چیرې روان کړی یم؟
یوه ټوپکوال ورته وویل: مونږ دې مسلمانوو! هندو ورته وویل چې داسې وي نو چیرې مې بیایئ، خو همدلته راته کلمه ووایئ چې مسلمان شم !
لومړي ټوپکوال لږ چپ پاتې شو او بیا یې دوهم ته مخ ور واړاوه چې : له مانه خو کلمه هیره شوه، ته یې ورته ووایه!
دوهم ته هم کلمه نه وه زده، له دریم څخه یې پوښتنه وکړه چې ته یې ورته ووایه !
خو ددریم هم کلمه زده نه وه او بخښنه یې وغوښتله ، په دې توګه مجبور شول او هندو یې خوشې کړ !
ورونو تاسې هم تر اوسه پورې نه دي ویلي چې له تورې وروسته به څه کوئ، بیا به چاته ځان او قدرت تسلیموئ، دکمونستانوپه لاس روسیې ته که دطالبانو په په لاس پاکستان ته او که بیا یې د شمالي ټلوالې له لارې ایران ته تسلیموئ؟؟؟؟؟؟
او که دا یو هم نه کوئ ، نو قدرت به پخپله ساتئ او هغه هم بی له طالبانو، بی له شمالي ټلوالې او بی له کمونستانو ؟ او که غواړئ طالبان په حکومت ووهئ، حکومت په شمالي ټلوالې ووهئ او شمالي ټلواله بیا پخپله ووهئ ؟ آیا دا کار ممکن دی؟ او یا کولی شئ له دې پرته ددې ټولو په مقابل کې خپل قدرت پخپله وساتئ ؟ دوی خو بیا ټول سره یوځای کیږي ایا تاسې به یې بیا هم زور ولرئ ؟؟؟

ګورئ ورونو چې د تورې د راخیستلو لار مو په هرصورت کې بی نتیجې او بدنتیجه ده !
له ملي وحدت پرته هره وسله واله لار مردوده او باطله ده !
دا کار مجاهدینو نه و کړی، چې بیلابیلې ډلې او تنظیمونه یې جوړ کړل، [color=blue:38268253af]د ملي وحدت پر ځای یې مرکزي قومانده آی .اس . آی . په لاس واخیستله او هغه څه یې پرې وکړل چې ناوړه پایلې یې مونږ اوس هم د سر په سترګو وینو، خو د عقل په سترګو مو تر نن ورځې پورې لا ورته نه دي کتلي، نو ځکه د تیرې غلطۍ او اړوندې غمیزې د تکرارولو لار بیا له سره رانیسو، او که څنګه ؟؟؟؟[/color:38268253af]
هغه ځه چې د ځان له پاره غواړو باید د نورو ورونو قومونو له پاره یې هم وغواړو، او کومه تمه چې له نورو نه لرو باید له ځان څخه هم د نورو همغه تمه هیره نکړو . مونږ له نورو نه دا تمه لرو چې له مونږ سره دې په ورورۍ چلند وکړي او له مونږ سره دې ملاتړ ولري ، نو باید مونږ هم هم له هغوی سره وروري او ملاتړ هیر نکړو !
په یو ګل هیڅکله نه پسرلی کیږي او نه دا وطن په یوۀ قوم جوړیږي . احمد شاه بابا افغانستان د قومونو په وحدت جوړ کړی، په داوطلبانه وحدت، او څوک چې دوحدت داوطلب نه و، هغه یې پریښوولی ، تر څو چې یې خپله عقل سرته راشي .
مونږ د پښتنو قامي وحدت د ملي وحدت اساسي جز بولو، هو اساسي جز، خو [color=blue:38268253af]د ملي وحدت اساسي جز،[/color:38268253af] ځکه چې ملي وحدت کل او قامي وحدت یې جز دي او له کل پرته جز هیڅ معنی نه لري ! نو آیا ملي وحدت په ورورۍ رامنځته کول غواړي که په زور ، توره او ټوپک ؟؟؟؟؟

چې بی انده را پاڅيږي پښتون نه دی
.................................................. په جذباتو چې ګړیږي پښتون نه دی

سرانجام چې دخپل کار سنجوی نشي
................................................. که بی عقله اتل کیږي پښتون نه دی

د وطن او ملت مینه لوړ معیار دی
...................................... بی له دې چې مجنون کیږي پښتون نه دی

له امو تر اباسینه [color=red:38268253af]یو افغان [/color:38268253af]دی
.................................. که «پښتون » پرې نه پوهیږي پښتون نه دی


pattang
07.05.2008

پښتانه د ې ډېر قومونه پرګنې د الهي
............................................................ټول فکرونه مختلف دي کله خپل کله پردي
دپښتون تعريف تابع دعقل ندی
........................................................ ...پېژندلی دی پښتون خپلې پښتون ولي
جينګې داړې د ګيدړې دې شي ورکې
.................................................................زه قر بان شم له غاښو نو د ز مري
که مې يووارې قدرت په لاس راغی
...............................................................بيابه پوه کړم ټول پښتون پخپله بېباکي
که مې يووارې لښکر دپښتون جوړ که
.................................................................بيابه وښيم غليم ته خپله لاره په سوټي
زه هم ځينې وخت ښکنځل لکه خوشال کړم
.........................................................................چې را ياد شي دپښتون دا سادګي
غوټۍ ګلې زه پوهيږم چې ته ناز کړې
...................................................................دومره ولې پټوې دپښتون پښتونولي

[quote:b99d11c299="غوټۍ وربل"][color=white:b99d11c299]
تش د تورو راخیستل دې په کار نه دي
........................................................... ..... ډیر له مغز کار اخیستل درته په کار دي
[/color:b99d11c299]
ښايي له تورې څخه کار اخیستل پښتنو ته کوم سخت کار نه وي، خو له مغزو څخه کار اخیستل ورته له سخت نه سخت کار بریښي . ځکه خو هر څوک دلته د هرې ناروغۍ دارو د تورې راخیستل ګڼي . توره هر چاته د لقمان حکیم نسخه ښکاري او دا نسخه نن د هر چا په ژبه پرته او د هرپښتون په زړه نوشته ده .
پښتو متل دی چې
.........................................[color=yellow:b99d11c299]جولا منډه تر موږي پورې ده.[/color:b99d11c299]
، د پښتون هم بل څه زده نه دي ، دده د بودې او تنستې موږی بس یواځې توره ټوپک دی چې په هره خبره او هره موضوع کې هر پښتون جلا جلا منډه وراخلي او تورې توپک ته لاس اچوي . خو هدف لا ورته نه وي معلوم چې ټوپک اوجګړه د څه له پاره ؟
وايي درې تنو وسلوالو پښتنو ته په یوه ډاګ کې یو هندو په مخ ورغي، هغه یې له ګریوانه ونیو او له سوک سپیړې وروسته یې له ځان سره روان کړ، هندو ورته وویل راته ووایئ چې اول مو د څه له پآره ووهلم او بیا مو اوس چیرې روان کړی یم؟
یوه ټوپکوال ورته وویل: مونږ دې مسلمانوو! هندو ورته وویل چې داسې وي نو چیرې مې بیایئ، خو همدلته راته کلمه ووایئ چې مسلمان شم !
لومړي ټوپکوال لږ چپ پاتې شو او بیا یې دوهم ته مخ ور واړاوه چې : له مانه خو کلمه هیره شوه، ته یې ورته ووایه!
دوهم ته هم کلمه نه وه زده، له دریم څخه یې پوښتنه وکړه چې ته یې ورته ووایه !
خو ددریم هم کلمه زده نه وه او بخښنه یې وغوښتله ، په دې توګه مجبور شول او هندو یې خوشې کړ !
ورونو تاسې هم تر اوسه پورې نه دي ویلي چې له تورې وروسته به څه کوئ، بیا به چاته ځان او قدرت تسلیموئ، دکمونستانوپه لاس روسیې ته که دطالبانو په په لاس پاکستان ته او که بیا یې د شمالي ټلوالې له لارې ایران ته تسلیموئ؟؟؟؟؟؟
او که دا یو هم نه کوئ ، نو قدرت به پخپله ساتئ او هغه هم بی له طالبانو، بی له شمالي ټلوالې او بی له کمونستانو ؟ او که غواړئ طالبان په حکومت ووهئ، حکومت په شمالي ټلوالې ووهئ او شمالي ټلواله بیا پخپله ووهئ ؟ آیا دا کار ممکن دی؟ او یا کولی شئ له دې پرته ددې ټولو په مقابل کې خپل قدرت پخپله وساتئ ؟ دوی خو بیا ټول سره یوځای کیږي ایا تاسې به یې بیا هم زور ولرئ ؟؟؟

ګورئ ورونو چې د تورې د راخیستلو لار مو په هرصورت کې بی نتیجې او بدنتیجه ده !
له ملي وحدت پرته هره وسله واله لار مردوده او باطله ده !
دا کار مجاهدینو نه و کړی، چې بیلابیلې ډلې او تنظیمونه یې جوړ کړل، [color=blue:b99d11c299]د ملي وحدت پر ځای یې مرکزي قومانده آی .اس . آی . په لاس واخیستله او هغه څه یې پرې وکړل چې ناوړه پایلې یې مونږ اوس هم د سر په سترګو وینو، خو د عقل په سترګو مو تر نن ورځې پورې لا ورته نه دي کتلي، نو ځکه د تیرې غلطۍ او اړوندې غمیزې د تکرارولو لار بیا له سره رانیسو، او که څنګه ؟؟؟؟[/color:b99d11c299]
هغه ځه چې د ځان له پاره غواړو باید د نورو ورونو قومونو له پاره یې هم وغواړو، او کومه تمه چې له نورو نه لرو باید له ځان څخه هم د نورو همغه تمه هیره نکړو . مونږ له نورو نه دا تمه لرو چې له مونږ سره دې په ورورۍ چلند وکړي او له مونږ سره دې ملاتړ ولري ، نو باید مونږ هم هم له هغوی سره وروري او ملاتړ هیر نکړو !
په یو ګل هیڅکله نه پسرلی کیږي او نه دا وطن په یوۀ قوم جوړیږي . احمد شاه بابا افغانستان د قومونو په وحدت جوړ کړی، په داوطلبانه وحدت، او څوک چې دوحدت داوطلب نه و، هغه یې پریښوولی ، تر څو چې یې خپله عقل سرته راشي .
مونږ د پښتنو قامي وحدت د ملي وحدت اساسي جز بولو، هو اساسي جز، خو [color=blue:b99d11c299]د ملي وحدت اساسي جز،[/color:b99d11c299] ځکه چې ملي وحدت کل او قامي وحدت یې جز دي او له کل پرته جز هیڅ معنی نه لري ! نو آیا ملي وحدت په ورورۍ رامنځته کول غواړي که په زور ، توره او ټوپک ؟؟؟؟؟

چې بی انده را پاڅيږي پښتون نه دی
.................................................. په جذباتو چې ګړیږي پښتون نه دی

سرانجام چې دخپل کار سنجوی نشي
................................................. که بی عقله اتل کیږي پښتون نه دی

د وطن او ملت مینه لوړ معیار دی
...................................... بی له دې چې مجنون کیږي پښتون نه دی

له امو تر اباسینه [color=red:b99d11c299]یو افغان [/color:b99d11c299]دی
.................................. که «پښتون » پرې نه پوهیږي پښتون نه دی[/quote:b99d11c299]


وقار
08.05.2008

غوټۍ خورې نېکې هيلې ومنه،
خبرې دې ښې دي خو لکه چې تاسو هم دې حقيقت نه چې پښتانه ددې هېواد اکثریت دي سترګې پټوئ،
ُتاسوليکۍ ( په یو ګل هیڅکله نه پسرلی کیږي)[color=orange:c4e39b976b][/color:c4e39b976b]خو زه وایم که چېرې په یو باغ کې د سلو ګلانو له جملې نه اویا غوړېدلي وي نو پسرلی دی،که پښتانه سره په خپلو کې متحد شي ملک په هر صورت جوړېږي او بیا به د وحدت لاسونه نورو قومونو ته هم وغزوو.


اور- بل
08.05.2008

محترمو ورونو پتنګ صیب او وقار صیب او درنو لوستونکو ته سلامونه او نېکې هیلي !
افغان ملت د ژوندي انسان په څیر یو ارګانیزم دی ، که په بدن کې یو لاس نه وي هغه انسان سم ژوند نشی کولی ، که څه هم یو لاس د بدن شل فیصده هم نه جوړوي !
نو د ټول ارګانیزم له تړاو او وحدت پرته په نور بدن کې هم وحدت او تړاو منځته نشي راتلای ، که مونږ د پښتنو قومي وحدت غواړو هغه به د ملي وحدت په ارګانيزم کې خپل ځای نیسي او د همدغه ارګانیزم د رغاوي او بشپړتیا له پاره به رامنځته کیږي ! مطلب خو دا نه دي چې ټول ملي وحدت نه وي خوږندي شوی تر هغه دې قومي وخدت نه جوړبږي، بلکې بر عکس لومړی به د اتنکي ډلو قومي وحدت جوړیږي ، خو د همدې قومي وحدت د جوړولو نتیجه باید په عین وخت کې ملي وحدت هم وي، پښتانه له همدې کبله له ملي وحدت څخه لیرې پاتې شوي چې خيل قومي وحدت یې نه دی خوندي کړی، که نه نو له پښتنو څخه هیڅوک هم د ملي وحدت زیاته غوښتنه نه لري ، خو نور ورونه قومونه دقومي وحدت او قومي مشر په لرلو سره د پښتنو په شمول له هغو قومونو څخه ملي وحدت ته کار کولی شي چې قومي وحدت او قومي مشر نه لري !
خو مونږ هم د پښتنو او هم د نوروله قامي وحدت څخه د بهرنیو ډیرې سختې او ناوړه لاسوهنې او لاسلرنې ولیدلې ، دا هغه وخت امکان پیدا کوي چې قومي ډلې له ملي وحدت پرته جوړې شي :
هفتګانه جهادي ډلې او بی شمیره ایران پلوه ډلې صرف او صرف له همدې کبله منځته راغلې چې ملي وحدت او ملي واحده رهبري موجوده نه و ه.
د ملي وحدت په چوکاټ کې دازبکوله قومي وحدت او قومي مشرۍ (دوستم) څخه نه شوروي د افغان ملت پر ضد ګټه اخیستلی شوه او نه له ملا عمر او طالبانو څخه پاکستان څه لاسته راوړلای شو. همدغه ډول نه ترکې د ملي وحدت او نه کارمل ، نه رباني اونه هم تر اوسه کرزی صیب د ملي وحدت سمبولونه وو، نو ځکه یې د پلویانو ډلې هم د کوم ملي خدمت وړتیا او باور وړ ګرځیدلای شول .
دوښمنان هم هر څه منلی شي خو دافغان ولس ملي وحدت ته تن نشي ایښودلی ، ځکه په قومي وحدت نه، خو په ملي وحدت تر هرچا لومړی د بهرنیو دوښمنانو لاس له هیواد څخه لنډیږي !
نو ځکه ملي اندیال کسان هم تر هر څه مخکې ملي وحدت غواړي ، نه هغه قومي وحدت چې خدای مکړه د ملي وحدت له ځواکمن ارګانیزم او چوکاټ نه بهر وي او د بهرنیانو سره معامله ګري وکړي! که دا لاسوهنه دستر قوم پښتنو په قومي وحدت کې ډیره ممکنه هم نه بریښي، په دې شرط چې واحد قومي مشر ولري، که د ملي وحدت د نه موجودیت په صورت کې د وړو قومونو په مشرتابه کې بهرنۍ لاوهنه رامنخته کیږي نو دا هم د ستر قوم د وحدت مثبتې نتیجې په جنګ جګړو له منځه وړلی او دداخلي جګړې سبب ګرځېدلای شي !

په درنښت !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more