د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دمجاهدینوحلاف جهاد

ihtesham
30.04.2008

دمجاهدینوحلاف جهاد - لیکوال عصمت الله دروېش
چهارشنبه, 04.30.2008, 09:31am (GMT)

عصمت الله درويش

د غويي په اتمه د افغانستان يوه ډله مجاهدينو په کابل کې د خپل هغه بري ورځ لمانځله چې د امريکا د ډالرو، وسلو، تبليغاتو او پاکستانۍ مرستې په زور يې د شوروي اتحاد په خلاف لاس ته راوړې وه، چې د پاکستان، ايران، چين او روس په وسلو، پېسو، تاکتيکونو او تبليغاتو ماړه نور مجاهدين پرې ورغوټه شول او نړۍ ته يې وښودله چې په کابل کې نه يوازې د دوى زور شته، بلکې کولاى شي چې د پخوانيو مجاهدينو او نـنيو جنګسالاري واکدارانو په ګډون خپله د اجل خونړۍ توره د هر چا تر مرۍ ورسوي

اوسني مجاهدين او پخواني مجاهدين په دين، مفکوره، کړه وړه او جګړه کې نور هيڅ توپير نلري بې له دې چې پخوانيو د امريکا لپاره جهاد کاوه چې هغه وخت پکې دا اوسني هم شامل وه، خو بيا چې امريکا اهداف بدل کړل، د پاليسيو لورى بدل شو، نو ورسره جهادي ډلې هم بدلې شوې او يو څو نوي نومونه هم ورته ايجاد شول.

د جهاد دا خونړۍ لوبه په افغانستان کې ډېره اوږده سابقه لري ځکه چې دلته له پخوا راهيسې نړيوال قوتونه د خپل ځواک د ښودلو او د خپلو مخالفينو د لاندې کولو په مبارزه کې اخته پاتې شوي دي او جهاد يوه داسې بې اصوله مفکوره ده چې زبرځواکونه ترې کار په اسانه اخيستلاى شي او د افغانستان د خلکو په څېر بې سواده او غريب خلک پرې ډېر زر دوکه کېدلاى شي، نو ځکه د جهاد جذبه کله له امريکايي ډالرو څخه سرچینه اخلي چې د چاپ کولو ماشينونه يې په پېښور کې هم ورته لګېدلي وه، او کله د انګرېزي پونډونو، روسي روبلو، عربي ريالونو او پاکستاني روپيو بازار هم پکې تود شي. او کوم غريبان چې پکې مري هغوى په ژوند باندې يا خو په پاکستاني کمپونو کې د ملګروملتو ته وازې خولې پراته وي او يا بيا د جنت د چاغو حورو په تمه د باروتو په لوګيو کې لړه شي.

داسې ښکاري چې تر څو پورې په نړۍ کې زبر ځواکونه موجود وي او هغوى د نړۍ په نورو برخو کې خپل اهداف لري، او د افغانستان خلک همداسې د جهالت په کنده کې پراته وي نو په افغانستان کې به د جهاد دا مفکوره همداسې قوي او دا خونړۍ لوبه به همداسې روانه وي.

يو مجاهد به په بل بريد کوي، د نن مجاهد به د سبا ترهګر وي، د سبا ترهګر به بيا د بلې ورځې مومن مجاهد او اتل وي، او بيا به بل کوم نوم ورته ايجاد شي.

خلکو خداى ته هم ډېر منتونه وکړل چې د دې مصيبت نه يې نور خلاص کړي خو هغه هم داسې ښکاري چې ستړى شوى وي ، نو افغانان د دې مصيبت نه يوازې په يو داسې انقلاب ځان خلاصولى شي .

چې دې خونړيو جهادونو او د دوى ايجادوونکو ته پکې د تل لپاره د پاى ټکى کېښودل شي دغسې يو انقلاب ته لار هله اوارېداى شي چې خلک په خپل ښه او بد پوه شي.

http://www.taand.com/news/index.php?mod=article&cat=مقالېتبصرې&article=4289


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more