د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

۷ ثور ته لڼډه کتنه

منلی
29.04.2008

ټولو وروڼو سلامونه !
دمهاجرت ورځی اوشپی مو په ډیرربړونو اوتکلیفونو کې تیرولی ،هری خوابه مو کوڼدی ویتیمان لیدل زمونږ خپله په کور کې نزدی یودرجن یتیمان وو ،په دغه تنګی ماشومانو چې خدای (ج)هم پری حق نه درلود ،دکورنۍ ټول بوج د دوی په سروو له مزدوی څخه یی لاسونه اوشاه ګانۍ شڼیدلی وی ،شاعرانو به همداچغی وهلی اختره مه راځه زمونږ کلی ته دلته کوڼدی یتیمان ژړا کوینه ......... دیی ټولو سره سره بیا هم دخلکو په زړونو کې یو امید یوه سپڅلی ارزو وه چې ویل به یی که خیروی وطن ازادیږی بیرته به ځو خپل کلی کور ته بیا به همغه سی دپیتاوی مجلسونه وی تازه هوا اوپاکې اوبه .......... وی خپل به خلک خپل به کلی او کور وی .........مونږ چې په هغه وخت کې ماشومان وو دیی خبرو به ډیر خوند راکاوه مونږ به همدا یو سوال له خدایه کاوه چې بېرته خپل وطن ته ستانه شوو،ځما به هغه ورځ هیڅ کله هیره نه شی چې زما په مخ دسرمعلم کلاجان اوښکې توی شوی هغه ویل ................چې عسکرو یا کوم بل دولتی مامور به غلطی وکړه مونږ به په ډیر جرءت سره دهغه دغلطی نیوکه کوله ډیر په جرءت سره به دهغوی په مخ کې غږیدو زمونږ دشکایت سره به هغه مامور یا عسکر له هغه ځای څخه تبدیلیده خو دلته چې دعسکر خوا ته تیږو سترګې ټیټی اچوو دتاڼی خوا نه چې تیږو مخ په څادر پټوو هسی نه چې غږ راپسی و کړی هلانکی هیڅ کناه مو نه وی کړی ،ده سره به زمونږ سترګی هم له اوښکوو ډکې شوی مګر بله طرف ته دده خبری مونږ ته تعجب ښکاریدی چې داڅنګه کیدی شی چې عام وګړی په عسکر نیوکه وکړی یا دکوم مامور په خلاف آواز جګ کړی ،ولی چې مونږ ته لا داسی تجربه نه وه شوی .
ډاکټر نجیب حکومت نسکور شوو مجاهدین کابل ته ننه وتل داغږ مو تر غوږه شوو دخلکو ویده ارمانونه راویښ شول داسی ښکاریده لکه چې مړو ته بیرته روح راغلی وی ،شاعر هم چغی کړی اختره راشه ........مګر افسوس تر څو چې اختر رسیده ،تر څو چې خوله موسکا ته جوړیده ،ترڅو چې دیتیم اوښکه وچ یده ،ترڅو چې بوری مور زړه په دی تسلی کاوه چې دزوی وینه یی بی ځایه نه ده تللی ترڅو چې دمبارکې پیغامونه غوږونو ته رسیدل داسی سونامی راپورته شوو چې هر څه یی په څو لمحو کې دخاورو سره خاوری کړل په دی وخت کې شاعرانو حیران وو دڅه ویلو کوښښ یی کاوه خو څه یی ویلی نه شوو، دیی خونړی سونامی پر کوڼدو یتیمانو ورزیات کړل ،موګانی یی بوری کړی ،دیتیم اوښکی له باران څخه ناوی شوی د امید ،ارزواوخوشحالی نومونه له خلکو څخه هیر شول لڼډه داچې سونامی بیرته په کمیدوشوو، اختر څخه خو لوی ښامار بی برخی کړی وو هغه لږ زیات اومید چې پاتی وو هغه سونامی له ځان سره یوړ اوپه ځای ورانی او ویر پریښود په دیی وخت کې آوازه شو ه چې د مولود شریف اختر راغی دی غږ سره په خلکو کې نوی اومیدونه پیداشول نوی ارمانونه پکې وزیږیدل خلکو به ویل چې دا اختر د اخترونو مور ده ټول اخترونه له همدی څخه پيدا کیږی مګر یو ځل بیا خلکو ته معلومه شوه چې دوی غلط شوی دمولود شریف اختر نه دی بلکی ۱۴ داکسټ دی ،هغه متل دی چې انسان له ګله نازک او له تیږی کلک دی ماته دافغانانو له تیږی کلکوال ثابت شوی هغه ځکه چې دداسی ګوزارونو زور ولاکه تیږه ولری ډیر زر به تیږه خپل حیثیت له لاسه ورکړی مګر افغانانو کې اوس هم همغه دپخوا په شان غیرت او میړانه لیدل کیږی .............. اوس یو څه موده مخکی نه اوریدل کیږی چې دکریس مس اختر په افغانانو راغلی ډیر خلک دا اوازه نه منی وایی لکه دپخوا په شان دوکه ده ،مګر یو څه افغانانو یی بیا منی او وایی چې دا په رښتیا اختر ده خو دا ډول خلکو ماضی او اوس ته چې وګوری ډیر نرم خلک دی په هرقالب کې ځان برابره وی دا خلک په سونامی ،۱۴ اکسټ باندی هم راضی وو او اوس هم راضی دې سبا به هم راضی وی ولی چې ددی خلکو فطرت همداسی دی په همدی کې خوشحاله دی .
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more