د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

٩٦ په سلو کې بريدونه دهېواد په سوېل او ختيځ کې ترسره شوي

shokoor
25.04.2008

٩٦ په سلو کې بريدونه دهېواد په سوېل او ختيځ کې ترسره شوي

نجيب خلوتګر - Apr 23, 2008 - 14:11

کابل

دغويي ٤مه ، پژواک خبري آژانس

دنړيوال سوله ساتي ځواک(ISAF) وياند اعلان وکړ چې دروان زېږديز کال له پيله تراوسه د وسلوالو مخالفينو بريدونه د افغانستان په ١٠١ سوېلي او ختيځو ولسواليو کې ترسره شوي دي .

دايساف ځواکونو وياند جنرال کارلوس برانکو ( Carlos Branco) دغويي په ٤مه ديوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې دهغوى ٦٦ په سلو کې ځواکونه هم دامنيت دټينګښت او بيارغونې لپاره په همدې سيمو کې پراته دي .

برانکو زياته کړه چې په ٢٤٦ ولسواليو کې د مخالفينو بريدونه نه ترسره کېږي .

د افغانستان ولايتونه په ٣٦٤ ولسواليو وېشل شوي دي ، دايساف وياند د ١٧ پاتې ولسواليو په اړه او همدارنګه په دې اړه چې ولې په ختيځ او سوېل کې د مخالفينو بريدونه زيات دي ، معلومات ورنکړل .

همدارنګه دايساف وياند وويل چې کومې سيمې چې په هغو کې وسلوال مخالفين کنټرول لري ډېرې کوچنۍ او لېرې پرتې دي .

هغه زياته کړه چې دغه سيمې ستراتيژيکې ندي ، چې په هغو کې مخالفين ځان پياوړي کړي .

نوموړي زياته کړه: (( مخالفين له افغان او ايساف ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نلري او ددې لپاره چې خپل شتون وښيي ، په ځانمرګيو بريدونو او بم اېښودنو لاس پورې کوي .))

همدارنګه نوموړي وويل چې ايساف ځواکونه هڅه کوي ترڅو د مخالفينو قوماندانۍ له منځه يوسي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more