د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ولسمشر داود خان او کورنۍ يې څرنگه ووژل شول ؟

pattang
22.04.2008

د بي بي سي له پښتو څانګي څخه په مننه

راپور: ډاکټر داود جنبش
له ولسمشر داود خان سره د غويي د اوومې په کودتا کې د دۀ د کورنۍ په لسگونو کسان ووژل شول.
د افغانستان د لومړني ولسمشر محمد داود د برخليک په اړه چې د ثور پر اوومه څه پرې راغلل، ډېرې خبرې شوي او بېشمېره کتابونه ليکل شوي.
خو يو يې هم ښايي د ارزښت له پلوه هغه څه ته ونه رسېږي چې د ده خپله وريندار يې وايي.
ميرمن زهره د داودخان تر وژل کېدو څو شېبې دمخه په ارگ کې له هغه سره وه او تر وژل کېدو وروسته يې د هغه او د کورنۍ د غړو مړي په خپلو سترگو ليدلي دي.
مېرمن زهره اوس په لندن کې د زړو خلکو په يوه پالنځي کې شپې تېروي.
داود جنبش د زهرې خاطرې اوريدلي دي او داسې يې يادوي
په لومړي سر کې به څوک تصور هم ونه کړي چې دا د افغانستان د وروستي پاچا خور او د لومړني ولسمشر وريندار ده.
دا د لندن له نورو بېوسه زړو سره يو ځاى په يوه پالنځي کې اوسي، خو ددې خونه تر هغو توپير لري ځکه چې ټوله د سردار محمد داود او د دې د خپل څښتن محمد نعيم په عکسونو او يادگارونو ډکه ده. دلته د افغانستان د نژدې يوې پېړۍ خاطرې خوندي دي، چې تر ټولو ويرجنې يې په دېرش کاله مخکې پورې اړه مومي.
زهره نه غواړي چې عکس يې واخيستل شي، د غږ له ثبتولو سره هم جوړه نه ده، خو د ثور د اوومې نېټې د غملړلې پېښې نکل په لېوالتيا سره کوي:
هغه وايي:
" په هغه ورځ، نعيم خان نه و. لوڼې مې په کور کې وې او لمسيان ښوونځيو ته تللي وو. زه مې د وېښتانو د جوړولو له پاره وتلې وم چې يو افسر راغى او په بيړه يې ارگ ته وغوښتم. موږ د داود خان له بچو سره يوځاى گلخانې ماڼۍ ته ورغلو.
داود خان په خپل دفتر کې له چاسره پر ټېلېفون خبرې کولې. هلته کېناستو. په دې کې.... الوتکو له پاسه د بمونو غورځول پيل کړل. دا حالت تر ماښامه روان و. چې بمبارد زور واخيست، داود خان وويل: ځئ لاندې ولاړ شئ.
د وتلو پر مهال، د گلخانې د وره له خوانه ډزې پيل شوې. فکر کوم دا د ارگ دننه د خلقيانو او پرچميانو ډزې وې. په دهليز کې د داود خان لور زرلښته او لمسۍ يې غزال چې اته کلنه او د عمر لور وه، ټپيان شوي وو. هغوى يې بلې خونې ته راوړل. زما لمسۍ-- ديارلس کلنه صفورا پر ټټر لگېدلې وه، د داودخان زوم- نظام وويل چې ضعف يې کړې دى، نوره ښه ده، خو چې ويې ليده نو مړه شوې وه. زما د سترگو په وړاندې مړه شوه."
او د غېږې کوچنيان هم خوندي نه وو:
" شيما - چې د سردارصاحب (داود خان ) نږور او د وېس مېرمن وه، دوه بچيان يې په غېږ کې نيولي وو او ديوال ته يې تکيه کړې وه، کله چې موږ راووتو دوى په گولۍ لگېدلي وو. له خپلو بچو سره يو ځاى درېواړه شهيدان شوي وو".
له زهرې نه مې هيله وکړه چې دا خبره يې ثبت کړم چې ددې په خپل غږ راشي، پورته يې راته وکتل او د هو سر يې وخوځاوه.
نور نکل يې داسې اوږد کړ:
" زما او د نعيم خان لور زرمينه، د داود خان خور عايشه چې معيوبه وه او په گاډي کې به گرځېده، د داود خان مېرمن زينب چې زما خور وه او لوڼې يې – شينکۍ او زرلښته داودخان ته ورغلل او څنگ ته يې ودرېدل. دا صحنه مې پخپله نده ليدلې، خو راته وويل شول چې په دې وخت کې داود خان ته له لېرې نه غږ کېده چې تسليم شه. هغه ورته په ځواب کې وويل چې له خپل خداى پرته چاته نه تسلېمېږي.
په همدې وخت کې دډزو غږ شو: داود خان، نعيم خان، زينب، شينکۍ، د داود خان درې واړه زامن: خالد، ويس او عمر او دغه راز نظام – د شاه محمود خان زوى – دوى ټول ځاى پرځاى همدغلته ووژل شول. (کودتاکوونکي) وروسته په موږ پسې راغلل او ويل يې چې ځئ له دې خونې نه ووځئ او که نه نو د کوټې چت درباندې رالوېږي.
د وتلو پرمهال مې وليدل چې د داود خان، نعيم خان او نورو مړي پراته دي. زه هم په پښه لگېدلې وم. موږ څو تنه يې وروسته روغتون ته بوتلو.
لس ورځې يې دلته وساتلو او بيا يې محبس ته بوتلو. دوه تنه – د نعيم خان لمسۍ – خورشيد او توران چې د سردار تيمور شاه زوى و، په روغتون کې وساتل شول. د داود خان يوه نږور – گلالۍ چې د عمر مېرمن وه، اووه ډزه لگېدلې وه، خو ژوندۍ پاتې شوه. "
له زهرې نه مې وپوښتل چې د د اود خان د خولې وروستي ټکي يې په ياد دي؟
هغې بې له ځنډه وويل: هو. نکل يې پيل کړ. خو ما ودروله. نه... خير دى، په خپلو ټکو يې راته ووايه. او هغې بيا زړه نازړه موافقه وکړه:
"کله چې هغوى راغلل او لټول يې کول، زه د خپل مېړه څنگ ته ناسته وم. پښه يې په گولۍ لگېدلې وه. ما نه غوښتل چې ووځم خو خپله سردار صاحب (يعنې داود خان) وويل چې ځئ، ووځئ. ولاړو او په هغه بله خونه کې کېناستو، نور نو بيا نه يو پوه شوي".
زهره وايي چې د کورنۍ شاوخوا اويا غړي يې د ثور پر هاغه باراني ورځ ووژل شول. او پوښتي چې دېرش کاله وروسته اوس داسې څوک شته چې د دوى او د هيواد د لومړني ولسمشر د ښخېدو ځاى ومومي او زيارت پرې جوړ کړي؟

ډاکټر داود جنبش

[color=yellow:054f1e628b]ولسمشرکرزي:"د سردار داود خان مړی بايد وموندل شي"[/color:054f1e628b]
افغان ولسمشر حامد کرزي يوو کميسيون ته دستور ورکړ چې د هيواد دپخواني جمهور ريس سردار محمد داود خان د جسد لټون وکړي .سر دار داود څه کم ديرش کاله دمخه د کابل په شاهي ماڼۍ کې د يوې پوځي کودتا په ترځ کی ووژل شو او واکمنۍ ېې نسکوره سوه .له نوموړي سره د هغه د کورني گڼ شمير کوچنيان ، ځوانان او بوډا گان هم وويشتل شول .د ولسمشر کرزي د دفتر وياندويان واېې د پلټونکي کميسيون مشرۍ د څارگري ادارې د مشر امر الله صالح په غاړه ده او ورسره د اطلاعاتو او فرهنگ ، کورنيو چارو او دفاع وزارت استازي هم کار کوي .حکومت واېې په لټونکي ډله کې د محمد داود خان د کورنۍ يو غړی نادر نعيمي هم شتون لري .


ډوکتر څپاند
22.04.2008

خون ناحق دست از دامان قاتل بر نداشت
ديده باشی لکه های دامن قصاب را

دافغانستان په وطن مين او ولس مين جمهور ريس سردار محمد داود خان دافغانستان په تاريخ کی هغه ستورې دې چه هغه ته د کرکزی په شان د ولسمشر
او لښکر مشر نوم ورکول به ګناه وی٠
په هر حال وی ان که عيان است چه حاجت به بيان است

مګر دهغه د وينو انتقام ډير ژر واخستل شو،ترکی په بالښت مردار او امين دخپلو
ګرانو روسانو په لاس سوری، سوری شو!


Ghairat
23.04.2008

[color=red:a96f48d8aa]
د هلاکو او چنګيزيانو بچي
..........................................دا دهيواد د دوښمنانو بچي

دا دلنېن او د کرملېن پيروان
......................................خلق وپرچم : داد روسانو بچي

چاچې داودغوندې افغان وژلی
................................ چاچې شفيق غوندې انسان وژلی

چاچې سيلا ب غوندې شاعر واوژۀ
................................ چاچې ناموس غيرت ايمان وژلی

چاچې روسانو ته وطن وسپارۀ
.................................... نه دي هغوی دانسانانو بچي!!![/color:a96f48d8aa]


zwan
23.04.2008

روس نه بدتر بدترکارونه مسلمان کوي
په سرنويشت زموږ ه لوبي پاکستانيان او عربان کوي


pattang
23.04.2008

داڅرنګه ځوان يې چې په سرنوشت دې نور خلک لوبې کوي ?
ولې د ې خپله خېټه دالرو ته اچولې ده ، خو لږ را بيدار شه اول ځان ريښتنی
ځوان کړه او بيا ټول په خوله کې ووهه ٠ د زاړ بوی لمبه نوي !!

[quote:da944bc11a="zwan"]روس نه بدتر بدترکارونه مسلمان کوي
په سرنويشت زموږ ه لوبي پاکستانيان او عربان کوي[/quote:da944bc11a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more