نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان په ښوونځېو کې پنځه دېر ش په سلو کې نجونى دي
shokoor
22.04.2008
درنو او قدرمنو دوستانو سلام علیکم
داسې ښکاري چې په هېواد کې د امنیتی ستونزو سره سره د ښونې او روزنې حالت په چټکۍ سره مخ په ښه کیدو دﺉ. لطفاً دا لاندې رپوټ ته ځیر شئ:
دافغانستان په ښوونځېو کې پنځه دېر ش په سلو کې نجونى دي
21/04/2008
د بشرى حقوقو ېوه ډله وايي چې دافغانستان په ښوونځېو کې پنځه دېر ش په سلو کې نجونى دى. د ( Care International په نامه ېوه موسسه په خپل رپوټ کې نن ددوشنبى په ورځ وايي حتى که نوى ماشومان هم په ښوونځېو کې شامل شى نو دا تفاوت او عدم توازن پکى موجود دى.
دغه موسسه وايي په ښځوکې ېوازې په سلو کې ٢٨ ښوونکې دي. رپوټ وايي کېداى شى همدى مسلى پلرونه او مېندى بې زړه کړى وي چې خپلې لوڼى په ښوونځېوکې واچوى ځکه چې په ښوونځېو کې نارېنه ښوونکي اکثرېت لرى. په رپوټ کې داهم راغلىدى چې په ښوونځېو کې درې برخى هلکان دى.
دغه موسسه په خپل وړاندېز کې وايي چې داسى هم کېدلى شى چې ښوونه او روزنه دهغومحافظه کارو مېندو پلرونو لپاره زړه راښکونکې او جالبه سى چې دهلکانو له ښوونځېو نه هم د نجونو لپاره کار واخېستل شى او مختلف مهال وېشونه ورته وټاکل سى او ېا دا چى په ټولکى ورته خنډونه واچول شى. رپوټ وايي د افغانستان سخت درېځو طالبانو دنجونو په ښوونځېو باندى با الکل بندېز لگولى و.
Lotfollah
22.04.2008
[quote:127e5f610a]دافغانستان په ښوونځېو کې پنځه دېر ش په سلو کې نجونى دي [/quote:127e5f610a]
زه فکر نکوم چې په دې احصائیې کې د پښتنو مېشتې سیمې شاملې وي. په دغو سیمو کې نجونې خو څه چې د هلکانو لپاره هم زیاتره ښونځي تړل شوي دي.
___________________________________________________
طالبانو د غزني دوه ښوونکي تښتولي
بی بی سی
کبير حقمل
له کابله
د افغانستان د غزني په ولايت کې وسله والو طالبانو د نجونو د يوه ښوونځي دوه ښوونکي او يو چپړاسي تښتولي دي .
دغه کسان د غزني په مرکز پورې تړلي له اروزو نومي ښوونځي څخه تښتول شوي دي.
ځايي رسنيو د وسله والو طالبانو له خولې ويلي چې دغه تښتونې دوى کړې، خو دا يې نه دي ويلي چې د تښتونې علت يې څه و .
په ښوونکو او ښوونځيو د بريدونو او ياهم د هغوى د تښتونو دا تر ټولو نوې پېښه پرون په غزني ولايت کې وشوه چې د يوه ښوونځي دوه ښوونکي او يو چپړاسي پکې د وسله والو طالبانو لخوا وتښتول شول.
د دغه ولايت چارواکو له ځايي رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې وسله والو طالبانو ښوونځي ته په ننوتو دغه کسان له ځانه سره بېولي.
يوۀ طالب وياند هم دا خبره منلې خو دا يې نه دي ويلي چې ولې يې ښوونکي تښتولي دي . په تېرو کلونو کې وسله والو حکومت مخالفو کسانو څو ځلي ښوونکي ، ښوونځي او له ښوونې و روزنې سره تړلې ادارې په نخښه کړي دي .
همدا تېره اوونۍ د لوگر په ولايت کې يو ښوونځى د وسله والو کسانو له پرله پسې گواښونو وروسته وتړل شو .
[color=yellow:127e5f610a]د ښوونې و روزنې افغان وزير حنيف اتمر په دې وروستيو کې په ډاگه کړه چې تېر کال په بېلابېلو پېښو کې د افغانستان په لسگونو ښوونځي سوځول شوي او د پوهنې ١٥٢ کار کوونکي او ښوونکي د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوي دي.
دغه راز تېر کال د ٦٠٠ ښوونځيو د تړلو خبره هم چارواکو تاييد کړې ده . د نا امنيو له امله تېر کال درې سوه زره زده کوونکي ښوونځيو ته نه و تللي .[/color:127e5f610a]
چارواکي له ولس څخه مرسته غواړي چې د دغه ډول بريدونو په مخنيوي کې مرسته وکړي . خو خلک بيا وايي چې له وسله والو سره د ټوپک په ژبه د خبرو وس نه لري .
د ښوونې و روزنې کارپوهان وېره ښيي چې که دغه حالت بدل نه شي په ځانگړې توگه به د افغانستان په جنوبي سيمو کې ډېر ماشومان نالوستي پاتې شي .
Lotfollah
22.04.2008
د پښتنو او دعلم او پوهې دښمنانو بله شاه کاری:
[color=yellow:5d76625e99]دلوگرولايت په مربوطاتو کي تيره شپه دري ښوونځي دتروريستان له خوا وسوځول شول.[/color:5d76625e99]
نیټه : Apr 22, 2008
كتكگوري : General
منبع : BNA
دلوگرولايت داطلاعاتو اوفرهنگ رئيس محمدظاهر صديقي دباختر اژانس خبريال ته وويل :دنجونودوه ښوونځي دجويک په کلي کي اودهلکانو يوښوونځي دابراهيم خيلو په کلي کي دتروريستانو له خوا سوځول شوي دي .دده دڅرگندونو له مخي دقران کريم په گډون ددغو ښوونځيو ټول لوازم اومالونه سوځيدلي دي .دلوگرولايت داطلاعاتو اوفرهنگ رئيس دښوونځيو سوځول يوناروا اوغيراسلامي عمل وباله اوهغه يي دهغو کسانو کاروباله چي دعلم اوپوهي پرخلاف دي .