نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دستګير خروټی: دکولکتيف د حقونولمړيتوب ټولنېزو ترټنو ته هم قانونيت ورکوي
13م ميلمه
21.04.2008
[color=yellow:f63b7a9ce2]دستگير خروټی[/color:f63b7a9ce2]
چپ ، فردي آزادي او ټولنيز عدالت
[color=darkred:f63b7a9ce2]د کولکتيف د حقونولمړيتوب ټولنېزو ترټنو ته هم قانونيت ورکوي [/color:f63b7a9ce2]
په افغانستان کې دواړه، چپ(کيڼ) او ښي خپل ځای او خپل رول لري او دلته د دواړو د موجوديت ضرورت شته دی که څه هم، دلته د چپ په پرتله ښي پېاوړی او پراخه ټولنېزه پايگاه لري او همدارنگه د ښي د پېاوړتيا بل لامل هم ددغه لوري پوسيله له دين څخه د وسيلې او ايديولوژي په توگه کار اخستل دي. دواړه، چپ او ښي دايمي جوړښتونه نه دي او بدلون مومي. په دواړو، نړۍ او افغانستان کي، پېښې او بدلونونه د ښي او چپ په نظرياتو، تگلارو او چلند خپل پېاوړی تاثير غورځوي او په پرلپسې توگه د هغوۍ دريځونه، تگلارې او شعارونه بدلوي. په افغاني ټولنه کې چپ هغه پرونی چپ نه دی. په چپ لوري کې د ښي لوري په پرتله څرگند، ښکاره او پراخ بدلونونه شته دي. چپ د نورو او د بل ډول فکرونو د منلو او د هغوۍ په وړاندې يې د زغم درلودلو وړتيا پيدا کړې. د ښي بلوک په ځينو برخو کې هم د بدلونونو نښانې ښکاري. په دواړو لورو کې داسې هڅې ليدل کيږي چې ځانونه له نه پخلاکيدونکو او افراطي درېځونو څخه را وباسي، له يو بل سره کښيني او په گډه د ديالوگ او پوهاي په لارو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي. په موجوده حالت کې چپ دموکراسي ته گواښ نه بلل کيږي، خو ښي لوری او په ښي بلوک کې يو شمېرپېاوړې کړئ او له دې جملې بنسټ پالونکي مذهبې ډلې د دموکراسي په وړاندې لوی بالفعل او پوتانشيل گواښ جوړوي.
[color=darkred:f63b7a9ce2]ټولنيزه برابري [/color:f63b7a9ce2]
چپ له هماغه پېله د " ټولنېزې برابرۍ" social equality د بسيا کولو تگ لاره خپله کړله، خو په عمل کې اوپه ځانگړې توگه د چپ هغه برخې چې د مارکسيزم پېرو بلل کيدل او د لسيزو له پاره يې واک هم درلود په شرموونکې توگه د ټولنیزې برابرۍ د بسيا کولو په کار کې پاتې راغلل او د دوی " ټولنېزې برابرۍ" غوښتنې د يوۀ غولوونکي شعار بڼه غوره کړله. په افغانستان کې هم، چپ خپل کار د " ټولنيزې برابرۍ" او " ټولنيز عدالت" په شعارونو سره پېل کړ، خو په عمل کې د چپ واکمني په ټولنه کې نه يوازې د " ژورې ټولنېزې نابرابرۍ" او د " ټولنېز عدالت د نشتوالي" په پېاوړي لامل بدله شوه، بلکې نوې ټولنېزې نابرابرۍ گانې يې منځ ته راوړلې.
په دې برسېره د ټولنيزې برابرۍ د بسيا کولو په کار کې چپ د " فردي حقونو" د لمړيتوب په ځای په جمعې يا د کولکتيف حقونو په لمړيتوب تکيه کوله، چېرې چي د يوۀ ځانگړي وگړي حق په اسانئ سره پايمال کيدای شي. د هگل توتاليتېره فلسفه هم د کولکتيف حقونو په لمړيتوب ولاړه وه او په کمونيزم او نورو توتاليتېرو ايديولوژيو کې هم د " فردي حقونو" په ځای کولکتيف حقونه اساسي شمېرل کيږي. پدې هکله به د همدې ليکنې په وروستئ برخه کې زياتې څرگندونې وشي.
[color=darkred:f63b7a9ce2]دواک يوازيني الترناتيفونه[/color:f63b7a9ce2]
د افغانستان تجربو په ډېره روښانه توگه وښودله چې په يوه ټولنه کې هغه څه چې دواړو، دموکراسي او ثبات ته ډېر جدي گواښونه بلل کېږې، هغه څه چې په ډېره بې رحمه توگه په ټولنه کې هر څه بې ځايه کولای شي او هغه څه چې د ټولنې اجتماعې، فرهنگي او اقتصادي بندونه شلولای شي دوه شيان دي: يو دا چې يو سياسي گوند خپل ځان د موجود واک " يوازينی الترناتيف" اعلان کړي او بل دا چې همدا سياسي گوند د يوازيني ځواک په توگه د ټولنې د لارښوونې دعوه وکړې. دا ډول يو سياسي گوند يا ډله په اتومات توگه توتاليتېر ځانگړتيا پيدا کوی او د نورو د نفی کولو تگلاره چلوي. دا ډول يوگوند يا ډله نه يوازې له نورو سره د واک ويشلو ته زړه نه ښه کوي، بلکې د واک په تر لاسه کولو کې هم له سياسي او مدنې لارو مخ اړوي او د بري په صورت کې د يوۀ گوند واکمني جوړوي. له بده مرغه په افغانستان کي يو ځل نه، بلکې څو ځله همداسې وشول.
د محمدداود د رياست جمهوري په وړاندې له يوې خوا اخواني ډلو او له بلې د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند ځانونه " يوازيني الترناتيفونه" بلل او دې ډول غوښتنو دا گوندونه يا ډلې دې ته هڅولې چي د واک د تر لاسه کولو له پاره د " زور" لاره غوره کړي. د خلک په گوند کې دا خبره پټه نه وه." له داود خان څخه وروسته د موږ وار دی"
همدا ډول له يوې خوا د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند ځان د ټولنې يوازنی " پيش اهنگ" يا سرغوندی اعلان کړ او له بلې خوا د ښي لوري مذهبې ډلو د ټولنې د مطلقې لارښوونې دعوه کوله. ددې ډول دعوو په درلودلو سره دې ډلو ځان ته حق ورکړ چې د ټولنې هر اړخيزه لارښوونه په خپل ولکه کې واخلي او په ټولنه کي د " يوشان کولو" تگ لاره پلي کړې او په ټولنيز، سياسي او فرهنگي ژوند کي پلورالېزم نفی او يو گوند او يا يوه ډله په ټولنه کي دژوند د ټولو لارښوونه په خپل لاس کې واخلي. د دا ډول يوه خطرناک سياست او چلند په هکله به د ببرک کارمل خبرې را واخلم. هغه وايي:
« حزب دموکراتيک خلق افغانستان به مثابه نیروی رهبری کننده و سوق دهندۀ جامعه و دولت بيانگر منافع طبقۀ کارگر...منجمله يکی از مهمترین وظايف ح.د.خ.ا، که از نقش ان به مثابه پیش اهنگ جامعه ناشی می گردد عبارت از انسجام فعالیت و کنترول سياسی و حزبی کار و فعاليت همه ادارات دولتی و سازمانهای توده ای، انسجام ، تجهیز و بسیج نېروی مجموعی انها برای حل وظایف و رسالتی می باشد که در برابر انقلاب ما قرار دارد». د ببرک کارمل پورتنۍ خبرې نه يوازې د يوۀ سياسي گوند پوسيله د ټولنې، دولت او ټولنيزو سازمانونو يرغمل کول دي، بلکې په افغانستان کې د يوگوندي ديکتاتورۍ او توتاليتېريزم تر ټولو څرگنده بيلگه هم ده.
د افغانستان د وروستېو کالونو واقعيتونه نه يوازې افغانانو ته، بلکې نړيوالوته هم ددې درس ورکوي چي په سياسي ژوند کې د "يوازني الترناتيف" او د ټولنې د "يوازيني پيش آهنگ(مخکښ)" په توگه د يوۀ سياسي گوند غوښتنې او بيا د هغوی پلي کول څومره لوی او هر اړخيز ناورين منځ ته راوړلی شي. دا د افغانستان تاريخ دی او له دې تاريخه بايد زده شي. دا تاريخ موږ ته راښيي چې " يوازيني الترناتيفونه او پيش آهنگان" په پراخه توگه په ټولنه کې سياسي بيگانگي پېاوړې کوي او د واک او سياست په کارکې د هر وگړي د گډون مخه نيسي. دا تاريخ موږ ته راښيي چي پورتني دريځونه د جگړې او وسله وال ټکرونو په لور د ټولنې لارښوونه کوي. متاسفانه په عمل کې له دې درسونو عبرت نه دی اخستل شوی. همدا نن د بيلگې په توگه د طالبانو ځواک هم ځان د واک " يوازنی الترناتيف" بولي او ورسره د ټولنې د بشپړې لارښوونې غوښتنه لري. د همدې چلند د بري او د همدې غوښتنې د پلي کولو له پاره د طالبانو ځواک د يوازينۍ وسيلې په توگه په زور تکيه کوي او تيار نه دي په دي هکله روغه او جوړه وکړي او که واک هم تر لاسه کړي له چا سره يې گډول نه غواړي. طالبان به هغه وخت روغې جوړې ته را مات شي چې د واک د " یوازنی الترناتيف" په هکله خپل درېځ بدل او واک ته د رسېدو په کار کې د نورو سياسي گوندونو او ځواکونو حق قبول کړي.
د سياست په ډگرکې هميشه ناکام گلبدين حکمتيار، سره له دې چې کمزوری شوی دی او د موجود واک الترناتيف کيدای نشي، خو طالبانو ته ورته تگلاره چلوي. له هماغه پېله، حکمتيار د واک د تر لاسه کولو په کار کي په زور او وسله تکيه کوي. حکمتيار هميشه په دې کې پاتې راغلی چې د خپلو ظرفيتونو او هدفونو او همدارنگه د خپلو غوښتنو او امکاناتو تر منځ يو سم تناسب پيدا کاندي. د حکمتيار د هدفونو او دې هدفونو ته د رسيدو په کارکې د هغۀ د امکاناتو او ظرفيتونو تر منځ لوی واټن موجود دی.
[color=darkred:f63b7a9ce2] ټولنيز عدالت[/color:f63b7a9ce2]
سره له دې چې په افغانستان کې د چپ د راتلونکو برېو او پرمختگونو تضمېن دموکراسي کولاي شي، خوچپ لا تر اوسه هم د دموکراسي، بشري حقونو او انساني آرزښتونو په هکله کلکې ستونزې لري. چپ دې مفهومونه ته شعاري بڼه ورکړې ده او په دې نه دی باوري شوی چي په ټولنه کي د دموکراسي او ازادې بنياد" فردي حقونه" او " فردي آزاديگانې" دي او له دې پرته دموکراسي يو بې معنی شی دی. دموکراسي په هغه ټولنه کې پي کيږي او تحقق پيدا کوي چې په ټولنه کې " ټولنيز واحد" ځانگړی وگړی يا فرد وي. د افغان ټولنې په واکمن فرهنگ کې " ټولنيز واحد" دا او هغه ټولنيز گروپ دی او د چپ په فلسفه کې ټولنيز واحد طبقه ده.
چپ تر همدې دمه د يوې نیمگړې دموکراسی پلوې کوي. چپي ډلې په زياته اندازه د دمو کراسي سياسي لوری او په تېره بيا د واک او قدرت لوری وينې او د هغه پلوي کوي. په بل عبارت دا ډلې د ډموکراسي هغه معمولې او ساده لوری وينې، کوم چې انتخابات او پارلمان جوړول دي. دوی فکر کوي چي د انتخاباتو کيدل او د پارلمان جوړيدل د دموکراسي له جوړيدو څخه عبارت دی.
د معمولې تعريف سره سم ډموکراسي د خلکو واکمنې ده. هغه واکمنې چي د اکثريت ملاتړ ورسره وي. خو دا ټوله دموکراسي نه دی. " واکمنې" د ډموکراسي سياسي لوری دی. په بل عبارت دا د ډموکراسي د حاکميت او اداري لوری دی. خو ډموکراسي د حاکميت او ادارې تر څنگ، له يو شمېر آرزښتونو څخه عبارت دی او دموکراسي د اصولو تر څنگ په پراخه اندازه په آرزښتونه ولاړه ده. که په يوه ټولنه کې ددې آرزښتونو درناوی او مراعات و نه شي کيدای شي ډموکراسي په ديکتاتورې بدله شي. تر ټولو د مخه دا آرزښتونه له " آزادۍ" او " برابرۍ" څخه عبارت دي، کوم چې وړاندې او وروسته د " يوۀ ځانگړي وگړي" د حقونو اوآزاديو په مراعات کولو سره پلي کيږي. په ټولنه کې " حق" او " عدالت" د انسانانو په وړاندې له برابر چلند کولو څخه عبارت دی. د " حق" مفهوم دادی چي له انسانانو سره د برابرۍ او آزادۍ د پرنسيپونو په اساس تلنه او چلند وشي.
د " حق" مفهوم دادی چې انسانانو سره په تلنه او چلند کې د هغوی ژبه، د هغوی مذهب، د هغوی رنگ، د هغوی قوم او د هغوی ټولنيز او اقتصادي حالت په نظر کې و نه نيول شي. په سياسي برخه کې د برابرۍ مطلب دادی چې د ټولنې هر وگړی د ټولنې په هکله د پريکړو په کار کې برخه واخلي. د همدې ارزښتونو درناوی او مراعات دی چې په ټولنه کې " ټولنيز عدالت" بسيا کولای شي، کوم چې د چپو ډلو په تگلارو او يا مرامنامو کې يې د تامېن په هکله ښکاره ژمنې نه ليدل کيږي.
د دموکراسي يوه بله پېاوړې ځانگړتيا له بشري حقونو سره د هغې اړيکې دي. د بشري حقونو درناوی او مراعات کولو عملې امکانات د دموکراسي په وجود کې منځ ته راځي او بشري حقونه په خپل وار د دموکراسي له بري سره مرسته کوي.
[color=darkred:f63b7a9ce2]ټولنيز مجازات او ټولنيزې ترټنې[/color:f63b7a9ce2]
په تاريخ کې د ټولنيزو مجازاتو او ټولنيزو ترټنو ډېرې او زړه بوگنوونکې بيلگې شته دي او دا انسانې ناورينونه د يوۀ کولکتيف، د يوۀ قوم، د يوۀ نژاد، د يوې طبقې د ساتلو په نوم عملي او را منځ ته شوي دي. تر ټولو لوی ناورينونه هيتلر د جرمن نژاد د پاکولو او ساتلو او سټالين د يوې طبقې " پرولتاريا" د واکمن کولو په نوم ايجاد کړل. اوس هم د قوم او مذهب په نومونو پراخې ټولنيزې ترټنې روانې دي او انسان له يوۀ قوم سره د تړاو او يا د يو مذهب د پیروې په گناه په بمونو کي ټوټه ټوټه کيږي. د " کولکتيف حقونو" لمړيتوب د ابتدایي او قبیلوي جوړښتونو ځانگړتياه ده، چېرې چې ټولنيزو مجازاتو او ټولنيزو ترټنو ته ددې او هغې قبيلې د حق په سترگه کتل کيږي، چېرې چې د يوۀ په جرم په يوې کورنۍ او يا يوې قبيلې ملامتي ور غورزول کيږي.
د " کولکتيف حقونو" لمړيتوب دې پرنسيپ ته اجازه ورکوي تر څو په اسانه توگه ټولنه وويشل شي او په مصنوعي توگه د انسانانو تر منځ پولې او ټکرونه ايجادشي. پرون موږ هم د همدې پرنسيپ په بنياد ځان ته اجازه ورکوله چي په مصنوعي توگه افغاني ټولنه په " کښته" او " پورته" طبقو وويشو.
د بشر تاريخ او په خاصه توگه د چپ تاريخ تر اوسه داسې بيلگه نه ده ثبت کړې چي د کولکتيف د حقونو په لمړيتوب سره دی ټولنيز عدالت تامېن شوی وي. سره له دې چې انسان په هميشنۍ توگه او له هماغه پېل څخه د دواړو، عدالت او برابرۍ غوښتونکی دی. خو ټولنيز عدالت هېڅکله هم د ټولنې ددې او هغه برخې په واکمن کولو سره تامېن کيدای نشي.
ډموکراسي د کولکتيف حقونو په ځای د يوۀ ځانگړي وگړي د حقونو په لمړيتوب تکيه کوي. په ډموکراسي کې د دولت له گټو څخه " فردي حقونه او آزاديگانې" لوړې او د لمړيتوب حق لري.
د چپ د ټولنيزې برابرۍ social equality او د ټولنيز عدالت Social justice معني د " ټولو برابري" ، خو د " هر يوۀ آزادې" نه دی. په داسې حال کې چې[color=yellow:f63b7a9ce2] په ډموکراسي کې بنسټيز پرنسيپ " د هريوۀ آزادي او د ټولو برابري" دی[/color:f63b7a9ce2]. په يوه ټولنه کې دواړه، ټولنېزه برابري او ټولنيز عدالت هغه وخت پلي کيږي چې " فرديت" دې " ټولنيز واحد" وې. ددې خبرې معنې دا ده چې انسان په مرکز کې وي. همدارنگه ددې خبرې مطلب د داسې يوې ټولنې ايجاد دی چې نور دولت او ټولنه ددې حق ونه لري چې يوځانگړی وگړی دې دا ډول ژوند وکړي، دا ډول دې واغوندي او دا ډول دې فکر وکړي. مطلب د داسې يوې ټولنې جوړول دي، چيرې چې يو وگړی او يا يو گروپ ددې اجازه او امکان ونه لري چي نور د خپلو نظرياتو منلو ته، هغه هم د زور پوسيله اړ باسي. مطلب د داسي ټولنې ايجاد دی چې هر نر او هره ښځه حق ولري خپل ژوند هدفمند کاندي او په خپلواکه توگه خپل ژوند ته لوری ورکړي.
[size=9:f63b7a9ce2]نوټ: د رنګونو ورکول او د عنوانونو برجسته کول ځما دي - 13م ميلمه[/size:f63b7a9ce2]
ډاکتر څپاند
21.04.2008
محترم ميلمه صيب!
ښاغلی خروټی بياهم يو لنډ مطلب په اوږدو او پرلپسی عباراتو کی څرګند کړی
دی،چه دلوستونکی نه تسلسل ورک کړی٠
په لاندی جملو کی خروټی له يوی خوا، په مستقیم ډول دامريکی او انګریز
چاپلوسی کوی،اوله بلي خوا دا اخلاقی جرات هم نلری چه د هټلر او ستالين په
څنګ کی پر بيچاره فلسطينيانو باندی د يهودو ناتار وغندی.[color=brown:e935320253]
[quote]قوم، د يوۀ نژاد، د يوې طبقې د ساتلو په نوم عملي او را منځ ته شوي دي. تر ټولو لوی ناورينونه هيتلر د جرمن نژاد د پاکولو او ساتلو او سټالين د يوې طبقې " پرولتاريا" د واکمن کولو په نوم ايجاد کړل. اوس هم د قوم او مذهب په نومونو پراخې ټولنيزې ترټنې روانې دي او انسان له يوۀ قوم سره د تړاو او يا د يو مذهب د پیروې په گناه په بمونو کي ټوټه ټوټه کيږي. د " [/qu[/color:e935320253]ote]