نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات
salvadordali
20.04.2008
افغانستان د جرګو او مرکو هيواد دی . په تاريخ کې د ملي پرابلمونو، مسلو او
يا د دولتونو د جوړولو د پاره ډيرې جرګې راغوښتل شوي دي . د افغانستان
بنسټ ايښودونکی احمد شاه بابا يواځنی شخص وو چې د يوې جرګې
د صلاحيتونو په اساس يې د يو دولت د جوړولو دنده ورپه غاړه شوه . وروسته
له دې نه چې کومې جرګې غوښتل شوي ټول يې تقلبي جرګې وې ، ځکه
چې واکدارانو لمړی د زور له لارې واک تر لاسه کړی او بيا يې خپل واک
ته د قانونيت ورکولو د پاره يې جرګې راغوښتي دي .
د بېلګۍ په توګه کله چې ظاهر شاه په واک ورسېد نو وروسته يې بيا جرګه
دعوته کړه ، همداسې سردار داود هم وروسته له دې چې د ظاهر شاه نه يې واک
تر لاسه کړ ، بيا يې جرګه وغوښتله . د نجيب په وخت کې چې هم کومې
جرګې وغوښتل شوې ، ټول يې ورسته له دې وغوښتل شوې چې د نجيب
پښې په واک کې ټينګې شوې وې او داسې نور...
د نن ورځو په جرګو دولتونه منځته نشي راتلی ، بلکې په واک رسيدلي واکداران
د جرګو له لارې خپل د واک قانونيت تظمينوي . لکه د کرزي دولت چې واک يې
له طالبانو نه واخست او بيا يې لويه جرګه وغښتله .
زما په ګمان جرګو خپل حيثيت او ارزښت له لاسه ورکړی او په اوسمحال کې د
اهل حل و عقد شورا اويا سياسي ګوندونه کولی شي چې نوي دولتونه
منځته راوړي او يا ملي مسلې حلې کړي . د ملي ګوندونو نشتون هم د
نننۍ پرابلمونو حل يې مشکل کړی ، او بهرني قوتونه هم د همدې حالت نه
خپل په ګټه کار اخلي .
د ولسمشرۍ ټاکنې هم نزدې دي او که د کوم ګوند استازی او يا کوم
ملي شخصيت // البته که کوم يو وي // ونشو کولی چې د ولسمشرۍ پُست
ځانته وګټي ، نو راتلونکی ولسمشر به همدا د کرزي سياست په مخ بيايي
او د بهرنيو قوتونو ګتې به پام کې نيسي . البته که يې غواړي او که يې نغواړي .
نو له يوې خوا د جرګو غوښتل مشکل کار دی او له بلې خوا ملي ګوندونه نشته . طالبان هم يو ملي غورزنګ ندی ، د کرزي دولت ته هم سړی ملي دولت نشي
ويلی . زمونږه سرنوشت نامعلوم دی او خپل ملي ګټې مو هم لا ندي پېژندلي
ځکه چې مونږه لا تر اوسه يو ملت نيو او نه يو له بله سره جوړ راځو .
نو چې خبره اوږده نشي ، راتلونکي ولسمشري ټاکنو کې چې هر چا بری وموم ،
که غواړي او کنه ، مجبور دی چې د همدې کرزي سياست پرمخ بوځي .
نو تاسي په دې هلکه څه واياست چې د دې اړتيا شته چې افغانان د ولسمشرۍ
په ټاکنو کې خپلې راييې ورکړي او يا دا ده چې راتلونکي ټاکنې به د افغانانو
په ژوند مثبتې اغېزې ولري ؟؟
ډوکتر څپاند
20.04.2008
وروره ته خو ډير ښه وائی ،ستا نظر واقعيت دې٠
خو دحل لاره څه ده؟
که زه او ته په انتخابات کي ګډون وکړو يا نه، د رايو صندوقونه به له انتخا باتو لا
پخوا په جعلی ډول درايو نه ډک وی او دی ته وائې دموکراسی!
زماپه دی نميګړی پوهه،تر هغې چه زمونږ هيواد ازاد نشی دا حالت به دوام لري٠
اوکه چيری خارجيان په يو دم بيرته لاړ شی ن هغه دې چه د ١٩٩٢--١٩٩٦ دوره به
بير ته راشی!
خو که چيری همدا څو تنه افغانان د مختلفو وسايلو په ذريعه د هيواد والو غوږ ته
دا پيغام ورسول شی ا و د غربيانو په ځای د ځينو بيطرفو اسلامی هيوادو سوله ساتونکی قوتونه ،زموږ په هيواد کی سوله وساتې نو هله به خلک په نسبتا ازاده فظا
کی خپل مشران و ټاکی٠
salvadordali
25.04.2008
محترم بېصدا سلامونه او ښې چارې
تاسي غواړئ چې په افغانستان کې د غربيانو سوله ساتونکو قوواوو د بېطرفه اسلامي هيوادو سوله ساتونکي عسکر دې افغانستان ته راشي.
خو تاسي ندي ويلي چې دغه سوله د چا په منځ کې بايد وساتل شي؟؟
ايا ستاسي موخه دا ده چې د بېطرفه اسلامي هيوادو عسکر د امريکې او د طالبانو تر منځ سوله ټينګه کړي ؟؟
که چېرې ستاسي موخه دا ده چې سوله د بين الافغاني ډلو تر منځ تينګه شي، بيا نو دا د خجالت ځای دی چې بهرنيان د دوه ورونو تر منځ سوله ټينګه کړي . او که چېرې دغه ورونه داسې سره دښمنان دي چې بې له دريم سړي نه سوله نشي ټينګېدلی ، بيا نو ښه لاره به يې دا وي چې هر څوګ خپله لاره وټاکي .
البته د دوه شخصه او د دوه مليته ترمنځ سوله راوستل دوه بلکل بېلې خبرې دي .
ډوکتر څپاند
26.04.2008
[quote:2957dcf6a8]

_________________
در بساطء نکته دانان خودفروشي شرط نيست
يا سخن دانسته ګو ای مرد ء دانا يا خموش[/quote:2957dcf6a8]
محترم نکته دان حاحب!
زماپه فکر چه زما ليکنه واضح ده،مګر د نو ر وضاحت په خاطر بايد علاوه کړم چه:
دافغانانو خبره تر خجالت تيره ده٠ پداسي حال کی چه د دنيا تر ټولو ځواکمند پوځ
يعنی ناتو او نور، دافغانستان اداره په مستقيم ډول په لاس کی لری خو دادی څه ناڅه پنځه کاله وشوه چه نه صلحه راغله او نه وطن په قراره شو.
دناتو تر موجوديت پخوا،طالبانو د انګليس او امريکی په غير مستقيم او دپاکستان
په مستقيم ملاتړ ،داسی سوله راوستې وه چه اکثريت خلک د تيارو پيړيو په دوره کی دطلبانو او القايدی د" شخصی اسلامی"تفاسیرو او قوانينو لاندی ژوند تيراوه.
ترطالبانو دمخه،شرق،غرب،شمال او جنوب په جنګ او جګړو کې اخته او هيواد په
عملی ډول تجزيه شوی وو٠
زما پيشنهاد داسی دي ; د امريکی،انګليس او باقيمانده ناتو پوځ دی اخراج اوپر ځای دی د څو بيطرفه
اسلامی هيوادو لکه مليزيا،اندونېزيا,بنګله ديش،ليبيا،سوریی،اوداسی
نورو هيوادو، يو مختصرا وموقت سوله ساتونکی پوځ ،په هيواد کی دسولی ساتنی لپاره وګمارل،اوبيا ازاد او دموکراتيک انتخابات تر سره شی،نوبيابه ددی سوله ساتونکو قوتونو د اخراج په برخه کی دخلکو منتخب دولت تصميم ونيسي٠
اور- بل
29.04.2008
درنو او محترمو ورونو سلام پر تاسې!
زه خو وایم هر څه چې کیږي باید له یوه اړخه څخه ونشي ، ځکه له یوه لاس څخه ټک نه خیژي، نو هر حل او لاره چې وړاندې کیږي، باید طالبان هم په کې پام کې ونیول شي څو هغوی هم نوموړي حل لارې ته ژمن شي . نو ددې له پاره باید لومړی له هغوی سره خبرې پیل او دواړو خواو ته د منلو وړ ټکي وموندل شي ، چې توافق پرې وشي ، که نه زور د زور په وړاندې کارول د مسولیت احساس نه لرل د هیواد
ورانولو او د خلکو وژلو ته لمن وهل دي !
د شرم او خجالت خای دی چې د جنګ له پاره به ملیاردونو ډالر لږول کیږي خو د سولې له پاره د هغې په زرمه برخه هم نه مصرفیږي او نه د قناعت وړ سیاسي هلې ځلې تر سترګو کیږي !
یواځې شرایط ایښودل چې که دا او دا منې نو راځه وطن مو خپل دی او که یې نه مني نو وطن دې هم خپل نه دي، افغان هم نه یې ، ترورېست یې او تسلیم شه !
دا داشغالګرو خبرې دي ، زور ګويي او زور کارول دي ، دې ته نو څوک نه د سولې غوښتنه ویلی شي او نه دلانجې سیاسي حل !
له بلې خوا دا هم مالومه ده، چاچې دې وطن ته جنګ راوړی وی ، هغه سوله نشي راوستلی ! هغه صرف دا کولی شي چې خپل جنګ د بل په جنګ(کورنۍ جګړه ) بدله کړي او ښپې سپکې کړي !
نو له امریکایانو څخه داهیله چې دې هیواد ته دې سوله راوړي خیال دی ، ابهام دی او جنون ! هو! د هغوی ګوډاګي هم تر څو چې پر بهرني بادار تکیه کوي دا کار نشي کولی ،او نه واقعي سوله غوښتلی شي !
نو پوښتنه دا ده چې دا سوله به څوک غواړي او څوک یې منځته راوستلی شي ؟؟؟
ددې پوښتنې ځواب یو دی :
صرف او صرف ملي ځواکونه، که ملي ملا دی، که ملي طالب دی او که ملي قومي مشر دي او که ملي ازبک، بلوچ اوهزاره دی او که ملي تاجک او پښتون دی، یواځې او یواځې دوی سوله غواړي ، یواځې همدوی ورته اړتیا لري اويواځې همدوی یې رامنځته کولی شي : خو په دې شرط چې سره نږدې شي، سره یو ځای شي او سره یوموټی شي ، هو د جنګ جګړې له پاره نه، د سولې له پاره ، د سولې او روغې جوړې د غوښتنې او رامنځته کولو له پاره !
باید طالبان خپل ملي عناصر د ملي سولې د خبرو اترو له پاره وړاندې کړي او حکومت هم ملي عناصر و ته واک او دنده وسپاري چې له طالبانو سره خبرې وکړي!
هغه طالبان چې د پاکستان او آی. اس . ای سره په تړاو تورن دي باید نه خیرو ته وړاندې شي او نه څوک ورسره خبرې وکړي، دغه راز هغه څوک چې د امریکا سره
په اړکه لرلو تورن کیدای شي باید خبرو اترو ته نه وړاندې شي او نه طالبان ورسره خبرې وکړي !
ځکه امریکا او پاکستان په دې هیواد کې سوله نه غواړي، او نه یې غوښتلای شي،
دا یواځې او یواځې د آزادو او مستقلو ملي ځواکونو کار دي او په دواړو خواو کې باید همدغه ملي قوتونه د ملي سولې سیاسي ډګر ته راودانګي ! ومن الله التوفیق !
pattang
30.04.2008
غوټۍ وربل !
بلا دې په سلو کرزيخېلو وګرزه ، له وطني خبرې به تېر شم .....
زما د زړه پړاس دې ويوست٠
نور بيا
[quote:caa934525a="غوټۍ وربل"]درنو او محترمو ورونو سلام پر تاسې!
زه خو وایم هر څه چې کیږي باید له یوه اړخه څخه ونشي ، ځکه له یوه لاس څخه ټک نه خیژي، نو هر حل او لاره چې وړاندې کیږي، باید طالبان هم په کې پام کې ونیول شي څو هغوی هم نوموړي حل لارې ته ژمن شي . نو ددې له پاره باید لومړی له هغوی سره خبرې پیل او دواړو خواو ته د منلو وړ ټکي وموندل شي ، چې توافق پرې وشي ، که نه زور د زور په وړاندې کارول د مسولیت احساس نه لرل د هیواد
ورانولو او د خلکو وژلو ته لمن وهل دي !
د شرم او خجالت خای دی چې د جنګ له پاره به ملیاردونو ډالر لږول کیږي خو د سولې له پاره د هغې په زرمه برخه هم نه مصرفیږي او نه د قناعت وړ سیاسي هلې ځلې تر سترګو کیږي !
یواځې شرایط ایښودل چې که دا او دا منې نو راځه وطن مو خپل دی او که یې نه مني نو وطن دې هم خپل نه دي، افغان هم نه یې ، ترورېست یې او تسلیم شه !
دا داشغالګرو خبرې دي ، زور ګويي او زور کارول دي ، دې ته نو څوک نه د سولې غوښتنه ویلی شي او نه دلانجې سیاسي حل !
له بلې خوا دا هم مالومه ده، چاچې دې وطن ته جنګ راوړی وی ، هغه سوله نشي راوستلی ! هغه صرف دا کولی شي چې خپل جنګ د بل په جنګ(کورنۍ جګړه ) بدله کړي او ښپې سپکې کړي !
نو له امریکایانو څخه داهیله چې دې هیواد ته دې سوله راوړي خیال دی ، ابهام دی او جنون ! هو! د هغوی ګوډاګي هم تر څو چې پر بهرني بادار تکیه کوي دا کار نشي کولی ،او نه واقعي سوله غوښتلی شي !
نو پوښتنه دا ده چې دا سوله به څوک غواړي او څوک یې منځته راوستلی شي ؟؟؟
ددې پوښتنې ځواب یو دی :
صرف او صرف ملي ځواکونه، که ملي ملا دی، که ملي طالب دی او که ملي قومي مشر دي او که ملي ازبک، بلوچ اوهزاره دی او که ملي تاجک او پښتون دی، یواځې او یواځې دوی سوله غواړي ، یواځې همدوی ورته اړتیا لري اويواځې همدوی یې رامنځته کولی شي : خو په دې شرط چې سره نږدې شي، سره یو ځای شي او سره یوموټی شي ، هو د جنګ جګړې له پاره نه، د سولې له پاره ، د سولې او روغې جوړې د غوښتنې او رامنځته کولو له پاره !
باید طالبان خپل ملي عناصر د ملي سولې د خبرو اترو له پاره وړاندې کړي او حکومت هم ملي عناصر و ته واک او دنده وسپاري چې له طالبانو سره خبرې وکړي!
هغه طالبان چې د پاکستان او آی. اس . ای سره په تړاو تورن دي باید نه خیرو ته وړاندې شي او نه څوک ورسره خبرې وکړي، دغه راز هغه څوک چې د امریکا سره
په اړکه لرلو تورن کیدای شي باید خبرو اترو ته نه وړاندې شي او نه طالبان ورسره خبرې وکړي !
ځکه امریکا او پاکستان په دې هیواد کې سوله نه غواړي، او نه یې غوښتلای شي،
دا یواځې او یواځې د آزادو او مستقلو ملي ځواکونو کار دي او په دواړو خواو کې باید همدغه ملي قوتونه د ملي سولې سیاسي ډګر ته راودانګي ! ومن الله التوفیق ![/quote:caa934525a]
وطندوست
01.05.2008
[quote:c20f13c5b0="غوټۍ وربل"]درنو او محترمو ورونو سلام پر تاسې!
زه خو وایم هر څه چې کیږي باید له یوه اړخه څخه ونشي ، ځکه له یوه لاس څخه ټک نه خیژي، نو هر حل او لاره چې وړاندې کیږي، باید طالبان هم په کې پام کې ونیول شي څو هغوی هم نوموړي حل لارې ته ژمن شي . نو ددې له پاره باید لومړی له هغوی سره خبرې پیل او دواړو خواو ته د منلو وړ ټکي وموندل شي ، چې توافق پرې وشي ، که نه زور د زور په وړاندې کارول د مسولیت احساس نه لرل د هیواد
ورانولو او د خلکو وژلو ته لمن وهل دي !
د شرم او خجالت خای دی چې د جنګ له پاره به ملیاردونو ډالر لږول کیږي خو د سولې له پاره د هغې په زرمه برخه هم نه مصرفیږي او نه د قناعت وړ سیاسي هلې ځلې تر سترګو کیږي !
یواځې شرایط ایښودل چې که دا او دا منې نو راځه وطن مو خپل دی او که یې نه مني نو وطن دې هم خپل نه دي، افغان هم نه یې ، ترورېست یې او تسلیم شه !
دا داشغالګرو خبرې دي ، زور ګويي او زور کارول دي ، دې ته نو څوک نه د سولې غوښتنه ویلی شي او نه دلانجې سیاسي حل !
له بلې خوا دا هم مالومه ده، چاچې دې وطن ته جنګ راوړی وی ، هغه سوله نشي راوستلی ! هغه صرف دا کولی شي چې خپل جنګ د بل په جنګ(کورنۍ جګړه ) بدله کړي او ښپې سپکې کړي !
نو له امریکایانو څخه داهیله چې دې هیواد ته دې سوله راوړي خیال دی ، ابهام دی او جنون ! هو! د هغوی ګوډاګي هم تر څو چې پر بهرني بادار تکیه کوي دا کار نشي کولی ،او نه واقعي سوله غوښتلی شي !
نو پوښتنه دا ده چې دا سوله به څوک غواړي او څوک یې منځته راوستلی شي ؟؟؟
ددې پوښتنې ځواب یو دی :
صرف او صرف ملي ځواکونه، که ملي ملا دی، که ملي طالب دی او که ملي قومي مشر دي او که ملي ازبک، بلوچ اوهزاره دی او که ملي تاجک او پښتون دی، یواځې او یواځې دوی سوله غواړي ، یواځې همدوی ورته اړتیا لري اويواځې همدوی یې رامنځته کولی شي : خو په دې شرط چې سره نږدې شي، سره یو ځای شي او سره یوموټی شي ، هو د جنګ جګړې له پاره نه، د سولې له پاره ، د سولې او روغې جوړې د غوښتنې او رامنځته کولو له پاره !
باید طالبان خپل ملي عناصر د ملي سولې د خبرو اترو له پاره وړاندې کړي او حکومت هم ملي عناصر و ته واک او دنده وسپاري چې له طالبانو سره خبرې وکړي!
هغه طالبان چې د پاکستان او آی. اس . ای سره په تړاو تورن دي باید نه خیرو ته وړاندې شي او نه څوک ورسره خبرې وکړي، دغه راز هغه څوک چې د امریکا سره
په اړکه لرلو تورن کیدای شي باید خبرو اترو ته نه وړاندې شي او نه طالبان ورسره خبرې وکړي !
ځکه امریکا او پاکستان په دې هیواد کې سوله نه غواړي، او نه یې غوښتلای شي،
دا یواځې او یواځې د آزادو او مستقلو ملي ځواکونو کار دي او په دواړو خواو کې باید همدغه ملي قوتونه د ملي سولې سیاسي ډګر ته راودانګي ! ومن الله التوفیق ![/quote:c20f13c5b0]
درني غوتي اوربل خوري,
سومره خكلي مرغلري دي توي كري ,
يوازي به همدغسي بروزي زمونز وطن زاي ته راتلاي شي , امن راتلاي شي
استقلال او ازادي راتلاي سي , د نورو له غلامي خلاصيداي سو ,
خو آرمان جي ستاسو غوندي د فكر والا وو ته هيس زمينه نه مساعديزي ,
بلكه له دوه خواوو سخه به خنجرونو وهل كيزي ,
هم له امريكايي غلامانو له خوا دترورست او طالب به نوم تورن كيزي او وزل كيزي ,
او هم له هغه آي اس اي طالبانو له خوا د كافر او يا امريكايانو سره د سازش
به نوم تورن كيزي , او وزل كيزي.
د افغانستان معضله يو ازي همدغه لار لري , كومه جي تاسو واضح كري
خو آيا ستاسو به دي خبره به سوك غوز وكروي ,
فكر نه كوم , او كه افغانستان كي واوسيزي , او داسي فكر ولري
او يا ددي فكر لباره كار وكري , نو خداي دي ساته , هر يو كه درباندي درمخكي سو له تيغه به دي تيروي
امريكايان او دهغوي كوداكيان, او يابه آي اس آي خرس شوي مرداران ,