نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دپښتني دود نه رټل شوي وګړي
pattang
18.04.2008
اسدالله خالد د ملي امنيت رئيس ندی
د پيمان ملي ورځپاڼي دخپلې چهارشنبې ورځي په گڼه کې داسي رپوټ خپور کړی چې گواکي د ملی امنيت ادارې اوسنی رئيس امر الله صالح له خپلې دندې گوښه شوی او پر ځای ېې د کندهار والي اسدالله خالد ټاکل شوی دی .د ملی آرمان ورځپاڼي نن داسي خبر خپور کړ چې گواکي دا گنگوسه واقيعت نلري .د چارو د اداری يو چارواکي او همدا رنگه د ولسمشر د دفتر يو مقام چې نه ېې غوښتل نوم ېې واخيستل شي بينواويب پاڼي ته وويل چې د کندهار والي په خپله دنده او د ملي امنيت رئيس په خپله دنده کار کوي او هيڅ کوم بدلون ندی رامنځ ته شوی .د ولسمشرۍ د مقام سرچينې وويل چې دا گړۍ داسي کوم پلان نشته چې يا اسدالله خالد او يا هم د ملی امنيت ادارې رئيس امرالله صالح له خپلې دندې گوښه کړای شي .
[img:1e184c9c56]http://benawa.com/images/uploads/jpg_khalid-2-58a8d.jpg[/img:1e184c9c56]