اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
يوه عادي پوښتنه
gino
17.04.2008
دغه محمد ص په خپله سني وو ، که شعيه ، که وهابی او يا که مسلمان ؟؟
که څوګ په دې هکله يو چه معلومات راکړي .
ع کريم حليمي
17.04.2008
درنو مسلمانانو لوستونکو ، د خالق رحمتونه دي وي پر تاسو !
gino خانه !خدای دي دا د روميانو نوم درته مبارک کي ! نوم خو دي رومی
دی ، او هر کلتور ځانته Hi او سلام لري ، په تلوار سره ليکنه مکړه ، که ئې
وکړې ، نو به بې سلامه او بې دعا به وي !
gino !
الحمد لله رب العالمين والعاقبة للمتقين وصلى الله على محمد خاتم النبيين وعلى جميع الانبياء والمرسلين .
سردار عالم رسول الله "صی الله وعلیه وسلم" دين ئې اسلام ،
او تر ابراهيم ع راورسته دوهم حنيفي انسان وو
په درنښت
hewad
18.04.2008
ښاغلی حليمي صاحب سلامونه مې ومنئ !
لۀ حنيفي انسان څخه مو مخه څۀ ده ، کۀ يو څۀ رڼا پرې واچوئ٠
پۀ درناوي هېواد
ع کريم حليمي
18.04.2008
مکرم هيوا صاحب ، او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
ابراهيم ع ته رب د حنيفا خطاب کړی ، او مبارک هم فرمايلي چه :
چه نوی دين مي ندی راوړی ، يعني پر ابراهيمي اصولو ولاړ دين می راوړی حنيفی يعني خالص ، توحيد خالص (قل بل ملة ابراهيم حنيفا..........)
څوک چه اصل او اساس ته متمايل سي هغته حنيفي ويل کيږي ، نو داسي
هم ويلی سؤ چه : چه حنيف معني مستقيم او صاف ، اخلاص عمله انسان ته
حنيفي ويل کيږي
هو !لا [color=cyan:1ff119867f]نُفَرِّقُ بَينَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ [/color:1ff119867f]وَ نحْنُ لَهُ مُسلِمُونَ
يعني په توحيد کي يو وه ،
اما هر نبي ځانته مقام لري،ابراهيم د الله خليل ؤ او د نبي خليل بيا الله دی
يعني رب العزت ابراهيم خپل خليل و ګرځاوه ، او سردار عالم رسول الله "صی الله وعلیه وسلم" بيا خپل رب العزت ځانته خليل وګرځاوه
په درنښت
شاکری
19.04.2008
درنو لوستوونکو ! اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاه
gino پوښتنه دی له دوه حالات خالی نده .
يا دا چه دجهل اوج ته رسيدلی يی
اويا داچه دسپکاوی اومسخرو په موخه دی دا سوال مطرح کړی
دغه محمد ص په خپله سني وو ، که شعيه ، که وهابی او يا که مسلمان ؟؟
اول خو داچه سنی ،شعيه او وهابيان ټول مسلمان دی .
دوهم داچه دا سنی شعيه يا وهابيان د مسلمانانو ډلی دی چه په اصلی توحيد او دين کی سره يوشان دی او په فقه يا ځنی نورو فرعاتو کی څه فرق لری .
سنی ډله د څلورګونو مذاهبو پيروان دی .
شعيه په مانا د ډلی چه له څلورو مذاهبو وتلی بله اسلامی ډله ده .
وهابيان بيا بله اسلامی ډله ده .
دغه ټولی ډلی د محمد رسول ص د وفات څخه ورسته مينځ ته راغلی دی .
نوپوښتنه دی ځکه د جهل يا سپکاوی ډکه بولم
چه ولی دی ليکلی سنی ،شعيه يا مسلمان پدی هم نه پوهيږی چه سنی ،شعيه يا وهبيان آيا مسلمان ندی ؟
دوهم داچه زه باور لرم چه پدی به پوهيږی چه دغه ټولی اسلامی ډلی دی ولی تمسخوراْ دا پوښتنه مطرح کړی .
اوخدای ج دی ستا په حال رحم وکړی .
انجنير حمدالله شاکری
مازدیګر
19.04.2008
سلام علیکم
انجنئر صاحب کور مو ودان
بالکل مو دنښی منځ ویشتی ده
وروره ګومان نه کوم چې په دی دور کی دی څوک داسی مطلق جاهل هم وی
چې له یوی خوا له کمپیوټر او نیټ سره بلد وی او له بلی خوا داسی پوښتنی
کوی چې له عادی څه چې په نومی انسان نه یی هم توقع نه کیږی
د ا سړی فقط له هغه ډلی انسانانو نه ده چې په یوه نه یوه بهانه صرف او صرف
دا غواړی چې دمسلمانانو احساساتو باندی زخمونه جوړ کړی او په دی توګه
دخپلو نارامه ارواحو دپاره ارام تر لاسه کړی
او ددوی دا ارمان به کله هم پوره نشی
خو کاش دا ستاسو ځواب د علیمی صیب له خوا ورکړل شوای وای
او دغه خبره په دغه ځای کی غوڅه شوی وای
په هر حال له تاسو نه یوار بیا یو جهان مننه
gino
19.04.2008
زه نپوهېږم چې تاسي پارانويا پېژنئ او کنه ، خو زما په ګمان تاسي په همدې ناروغتيا اخته ييئ. ما يواځې يوه پوښتنه مخته کړې او تاسي راباندې د جاهل ټاپه وهۍ. د دې نه ښکاري چې د اسلام په هکله که هر ډول پوښتنه مخته شي ، نو تاسي فکر کوئ چې دا سړی يا مسخرې کوي او يا جاهل دی .
نو که دغه عقيدوي پارانويا نده نو څه ده ؟؟
ښاکری صيب ليکلي چې:
[quote:2344ee6e6e]اول خو داچه سنی ،شعيه او وهابيان ټول مسلمان دی .[/quote:2344ee6e6e]
تر هغه ځايه چې ما اورېدلي ، شعيه مذهبي په دې باور دي چې د سني مذهبو په وژلو دوۍ جنت ته ځي او دوۍ وايي چې د پيغمبري حق اصلاً د علي وو نه د محمد .
نو که يو سړی دغسې اعتقادات ولري ، هغوۍ هم مسلمان شول ؟؟
او دا بيا څه ډول دين دی چې هلته معتقدين د يو بل په وژلو جنت ته ځي ؟؟
او بل شاکری صيب ، ستاسي دا ليکنه ډيره بازاري بڼه لري . کله چې يو سړی يوه پوښته مخته کوي ، ضرور نده چې هغه ته سړی يا د جاهل خطاب وکړي او يا يې د يو دين په سپکولو تورن کړي .
ما کومه ديني مدرسه نده لوستې او طالب او چلي هم نيم . نو زما د پاره دغه پوښتنه پيدا شوه چې دغه محمد ص په خپله د کوم مذهب خاوند وو ؟؟
او دا چې د محمد نه وروسته هر چا د خپل ځان دپاره يوه فرقه جوړه کړې ، ايا دا سم کار دی او که د محمد په دين کې انشعاب راوستل دی ؟؟
مازديګر صيب ، زما خو زړه د باندې درد کوي چې ته لا تر اوسه پورې هم د يو شخصي فکر خاوند نشوې . کله د يوه او کله د بل خبرې تاييد او تصديقوې.
لږ غوندې جرعت وکړه او په خپله دې هم کله کله خپل نظر څرګند کړه .
مازدیګر
19.04.2008
gino صیبه ښی چاری
کورمو ودان چې داسی مو زړه راباندی سوزی او رشتیا په دی زیری مو
خوشحاله شوم چې شکر دی زړه هم لرۍ
زما په هکله مطمين اوسۍ داسی اوبو نه یم راوړی چې د هرکس او ناکس
اپلتي به تائدووم ګوره که نه جاردی شم که داسی وای نو ستاسو نظر به می هم
تائد کړی وای نو تائد خو پريږده چې ستاسو پوښتنه خو زما په اند اډو په څواب هم نه ارزی
ستاسو له ۶ لیکنو نه ما ته ستاسود څرمني اصل بوی راغی ځکه خو زه مستقیما له
تاسی سره نه بلکه له انجنئر شاکری صیب سره غږیدم
او له حلیمی صیب نه می ګیله وکړه چې داسی سوالونه د ځوابولو نه وی
او نه د سوال کونکی مقصد د ځواب غوښتنه وی بلکه دا یوه زړه
out of date لوبه ده چې اوس ډیره بیخونده شوی ده
خو زموږ ځینی وطنداران نوی نوی دی لوبی ته ورګډ شوی دی نو دوی کله ناکله
داسی سهوبلکه(خرپ) وکړی چې له فورا نه مخکی ګیر شی
بیا نو دوۍ دنورو بوجیو خولی خلاصی کړی نوری ببو لالی شروع کړي
خو خیر تاسی خفه کیږی مه دوخت په تیریدو به ډیر څه زده کړۍ
اوس خو مو ۶ لیکنی کړی ۱۰۰۰ لا پاتی دی لا به ډیر ګلان وشیندۍ
تر بیا............