نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
هرهغه ليکوال ته چي ځان مسلمان بولي
رښتینی
13.04.2008
دټول افغان ټولو ليکوالانو اوګډونوالو سلامونه او نيکي هيلي !
وروڼو او خويندو يوه مهم ټکي ته مو بيا توجه را اړوم او هغه له پوچو خبرو اوسپکو
سپورو نه دځان ژغورنه ده ورورڼو دقران کريم يوي واضحي اوډيري مهمي څرګندوني
ته که ځير شو نو وبه کولي شو چي دهغه په رهنمايي کي له بيځايه سپکوخبرونه لاس په
سر شو
موسي او هارون عليهما السلام ته لوي څښتن امر وکړ چي سرکشه فرعون ته زما پيغام ورسوي
(اذهبا الي فرعون انه طغي ) او تاسو دواړه هغه ته پسته او خوږه خبره ومړي (فقولا له [color=darkred:a08e35cb46]قولا لين[/color:a08e35cb46]کيدي شي هغه څه پند او نصيحت ترلاسه کړي
دفرعون دکفر او سرکشي له پاره دده دخدايي دعوه (فقال انا ربکم الاعلي) کافي ده خو دي
سرکش طاغوت ته دخپلو استازيو د ورليږلو په مهال لوي څښتن هغوي ته دقول لين او
پستوخبرو امر کوي :
[color=green:a08e35cb46]اذهبا الي فرعون انه طغي فقولا له قولا لين لعله يتذکر او يخشي [/color:a08e35cb46]
دقران دا ښکلي توصيه او دسترو اخلاقو لارښونه هيڅ ډول تفصيل ته اړتيا نلري هرڅه په
روښانه توګه بيان شوي دي بس کوم شي ته چي اړتيا ليدل کيږي هغه له دي نه په واقعي توګه
پند او عبرت اخيستل دي اواو هسي دشيطاني دلايلو په اساس پوچوخبروته له پلمو لټولو
ځان ژغورل دي
وروڼو دبحث او مباحثو موخه دا نه وي چي فلاني پړ او خړ شي او له ميدانه وشړل شي نو
مقابل لوري ګواکي بريالي شو له د ي بحثونو نه خو موخه مقابلي او ډغري نه دي دلته دي
خبري ته بايد اهميت ورکړل شي چي له زيار او هڅونه مو څوک ګټه پورته کړي اوداسي څۀ
وليکل شي چي د دين او هيواد په ګټه وي
زه خو وايم چي هغه څوک چي داسلام داعي ځان ته وايي هغه بايد له سياسي اړخونو
نه هم فاصله ونيسي ځکه ولا نن سبا زموږ ډير عملونه د اسلام دبدنامي لامل شوي دي
او ددي کمزورو پوينټونو له کبله ډيرځايه يو داعي سرټيټي کيږي او دا زموږ د ناوړه
اعمالو له کبله اسلام له داسي څيزونونه پاک ړي
په ټول افغان کي روان ناوړه حالات مي يوڅه څارلي دي خو الحمد لله برخه مي نه ده په
کي اخيستي او باور وکړي چي دي ټولو پيښو ډير زورولې او کړولي يم خصوصا دځيني
هغو ليکوالانو ليکنو چي په اصطلاح له يوه حده هم اندي هم ورته ويلي شم
دوي که د (وجزاء سيـــئة سيـــــئة ) په اساس دخپلو زړونو بړاس ايستلي خو ددعوت اوبلني
او نيکي موعظي مهم ټکي يي له پښو لاندي کړي دي او په عفوه او تسامح باندي داسلام
ټينګاريي له پامه غورځولي دي
ايا دخداي پيغمبر په جګړو او جهادونو کي چيرته پوچي او فحش خبري کړي دي ؟؟
او له خپلوسرسختو ميرڅمنو سره يي دين ته درابلني په لاره کي کله هم داسي خبره
کړي چي هغه بده يا بيکاره وبلل شي ؟؟
تاسو ته ډير ځايه مقابل لوري ليکلي چي ستاسو داډول ليکني داسلام داخلاقو نمايندګي کوي
دهغوي په دي خبرو کي ځيني حقآئق وو چي له بده مرغه موږ بايد هغه ومنو نو دلته موږ په خپله
نمايندګي کولو کي غداري ونکړه ؟؟
نوري هم ډيري خبري شته خو کيدي شي بل وخت يي را واخلو
په مينه
Ghairat
13.04.2008
مخکې له دې چې د یوې ترخې خبرې ځواب ووایې ، لږ تأمل او صبر وکړه :
اول داسې خیال و کړه چې دا ترخه خبره ورته تا کړې، نو ځان وپوښته چې ته اوس هغه ته د څومره تریخ ځواب حق ورکوې چې تاته یې درکړي ؟ په هره اندازه تریخ ځواب چې دې دځان په وړاندې لازم وباله نو که ترې چور تیریدای نشې باید تر هغه تریخ ځواب ورته ونه وایې !
دا مه وایه چې تیری هغه وکړ نو زه باید اوس له تیري نه هم تیری وکړم او د هغه له بدې څخه بدتره ورته وکړم ! البته ښه خبره داده چې له انتقام اخیستنې (ریوانشیزم) څخه چور تیر شې نو دیني او دنبوي برخه به دې درنده شي . الله (ج ) فرمایي چې زما بهترین بندګان : [color=yellow:afee01bc1a]والکاظمین الغیظ والعافین عن الناس [/color:afee01bc1a]دي ، او که نه ، نو په متعادل انتقام باید بسنه وکړې ، نه تیری !