د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دسجده سهو په اړه

مازدیګر
12.04.2008

سوال: یو سړی دماخوستن دلمانځه ددویم رکعت له التحیات نه وروسته
درود شریف شروع کوی بیا وریادیږې چې دا دویم رکعت ده اخری نه ده
ایا په دغه سړی سجده سهو لازمه شوه؟

۲م سوال :د جمعی دلمانځه نیت په پښتو څنګه ویل کیږی؟

په احترام


اور- بل
12.04.2008

وروره له سلام وروسته به زه خپل مالومات درته ولیکم :
د سهوې سجده د تیروتنې له مخې واجبو په پریښودلو او له خپل ځای څخه دفرضو
په وروسته کولو( او ځینوونورو حالتونو کې) واجبیږي . تاسو ښودلی حالت د واجبو پریښودل په ګوته کوي. ځکه لومړۍ قاعده واجب ده، نو د تیروتنې له سجدې وروسته په حنفي مذهب قاعده له اتحیات لــلله څخه پیل کيږي او له درود اودعا وروسته سلام ګرځول کیږي ! په دې ډل نه یواځې د سهوې سجده تر سره کیږي بلکې هیره شوې او پاتې شوې قاعده هم په دغه شکل تلافي کیږي . په نورو مذهبونوکې له قاعدې پرته یواځې د سهوې سجده تر سره کیږي او سلام ګرځوي ! خو د حنفي مذهب خدایږو دلته هم زما په اند پوخ اوپبیګیر بریښي . والله اعلم
هو: سجده سهوه دوه ډوله ده خو دا به د ټول افغان ملا یان او مولویان تشریح کړي !
د جمعې د لمانځه نیت :
لومړی خوپه هره نیت تړنه کې الفاظ، جملې او کوم عبارت نه لوستل کیږي بلکې په خیال یا نیت کې داسې تیروي چې :
[color=white:e7bf8f4e21]نیت مې کړی د زړه له اخلاصه اوس د جمعې دوه رکعته فرض لمونځ د حاضر امام پسې ادا کوم ، مخ مې د کعبې شریفې په لوري ، الله اکبر ![/color:e7bf8f4e21]


مازدیګر
13.04.2008

خورکۍ خیر یوسی
ډیره مننه الله دی اجر درکړی
او دا چې دجمعی دلمانځه اسان پښتو نیت مو رازده کړ
دانو والله دلچسپه هم ده چې له څلویښتو نه زیاتو نارینه
لوستونکو نه یوي میرمن وکړای شو چې دا پوښتنه ځواب کړي
دا خدای مکړه په دا نه وایم چې ګواکی زه د میرمنو له دینی پوهی نه منکر یم
بلکه د مشاهدی خبره ده چې زموږ په ټولنه کي میرمني دجمعی له لمانځه
نه بی برخی وی نو ددوی به دی هکله معلومات هم کم وی
له تاسو نه یوار بیا ډیره مننه
جزاک الله خیر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more