اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
وهابیت یعني څه؟ او وهابیان څوک دي؟
..Ahmadzai
12.04.2008
ګرانو ټولو محترمو وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
څرنګه چې زه دغه مشکل سره مخ یم اوتراوسه پورې پوه نه سوم چې زمونږ بعضې افغانان وهابیان چا ته وایې، او په کوم منطق او دلیل، له کومو کړو څخه دوي کولې سي چې یو سړی وپیژني چې دا وهابي ده.
سره له دې چې افغانستان کې ډیرې ډلې او طایفې شتون لري ، بیا هم وهابیان ډیر مختورن ورته ښکاري، وهابیانو افغانستان کې کوم ناوړه کارونه کړی ؟، که چا ته معلومات وي مهرباني د وکړي مونږته یې په ګوته کړي .
ما هېڅ کله هم ځان وهابي نده ګڼلې ، خو بیا هم راباندې د وهابیت ټاپه څو ځلې لږیدلې، همدارنګه په نورو وروڼو هم دا شان ټاپې لګول کیږي .
ایا اِخوانیان وهابیان وو؟ ایا سلفیان وهابیان دي؟ ایا صوفیان وهابیان دي؟
اخر دغه وهابیان څوک دي چې دومره ډیر یادیږي، او که هسې د تور یوه ټاپه ده.؟
زمونږ په هیواد کې خو ډیرې زیاتې بدعتي ډلې هم شتون لري چې هیڅ د صحیح اِسلام سره ډډه نه لږوي .
د بیلګۍ په ډول د صوفیانو روحانیانو ټګمارې څیرې لکه مجددیان ، آو یا هم قادریان ( ګیلانیان) چې ډیر جاهل او ساده لوحي پښتانّه یې ځانو تّه غلامان کړي او لکه خره داسې یې چلوي ، سره له دې چې ددغو ټګمارو نه اصل او نه فصل معلوم دې
او خدای خبر چې څرنګه افغانستان ته راغله او چا راولیږل او د څه هدف لپاره. عجیبه خو لا داده چې دغه ټګماري په پښتو هم سم نه پوهیږي، او مریدان یې ټول پښتانه جاهل او بې سواده وګړي دي. . آیا زمونږ د باسوادو دا مسولیت او وجیبه نده چې خپل بې سواده وروڼه مو له دغو پردیو ټګمارو څخه ازاد کړو.
او دغو پردیو ته دا موقعه ورنکړو چې زمونږ سیاست او د هیواد حیاتي مسایلو کې ګوتې ووهي . دوي سره د پښتو او پښتنو څه غم دې اوایا زمونږ په سر دسودا کولوڅخه به دریغه وکړي ؟
خبره بلې خوا لاړه بښنه غواړم خپلې موضوع ته به راوګرځو، نو محترمو وروڼو هیله ده چې که چا ته د وهابیت باره کې پوره معلومات وي مونږ سره دې شریک کړي ، او بحث به پرې وکړو، تر څو پوه سوچې ایا مونږ رښتیا وهابیان یو او که نه؟ او که وهابیان یو نه بیا دغه وهابیان څرنګه خلګ دي؟
په درناوي
جلال احمدزی
mehman
12.04.2008
وهابیت دیدگاه جدیدی در مذهب سنی حنبلی است که بنیانگذار آن شیخ محمد عبدالوهاب (۱۰۸۲-۱۱۷۰ ه.خ، ۱۱۱۵-۱۲۰۶ ه.ق، ۱۷۰۳-۱۷۹۱ میلادی) از علمای بزرگ سنی عربستان بنیان نهاد. وی خود پیرو شیخ الاسلام ابن تیمیه بود و با ایدئولوژیهای شیعه و تصوف و... آن زمان به مخالفت برخاست. شیخ محمد عبدالوهاب تنها به حدیث و قرآن اعتقاد داشت و واسطه کردن شخص و بندگان خدا را کفر به خدا و شرک مطلق میدانست.
شیخ محمد بن عبدالوهاب در سال ۱۰۸۲ ه.خ (۱۱۱۵ ه.ق) در عونیه نجد متولد شد و در دمشق بتحصیل پرداخت و از علماء حنبلی اراء ابن تیمیه متوفی در سال۷۰۶ ه.خ (۷۲۸ ه.ق) و ابن قیم الجوزیه شاگرد او متوفی در سال۷۲۸ ه.خ(۷۵۱ ه.ق) را آموخت. ابن عبدالوهاب به بغداد و بصره مسافرت کرد و مذهب حنبلی را تکمیل کرد و در بازگشت، محمد بن سعود را که بر قبائل عتوب و عنزه امارت داشت به وهابیت دعوت کرد. و او نیز این عقیده را پذیرفت و افکار شیخ محمد بن عبدالوهاب را شعار حکومت خود کرد و برای نشر آن با شهرهای مجاور خود پیکارها کرد و مرکز حکومت خود را درعیه قرار داد، در آنزمان ریاضیها از دعوت او سرپیچیدند و دهام بن دواس امیر ریاض با ابن سعود سالها پیکار کرد تا عاقبت مغلوب شد و حکومت ریاض به ابن سعود رسید. پس از ابن سعود، پسرش عبدالعزیز بن سعود به امارت رسید. او نیز برای نشر آئین وهابیت کوششها و جنگها کرد. در سال۱۱۷۹ ه.خ (۱۲۱۵ ه.ق) پانزده هزار تن از وهابیون برای پاک کردن شهر کربلا از آنچه «نمادهای شرک» مینامیدند به شهر کربلا حمله کرده و خزینه و حرم حسین پسر علی را بکلی تخریب کردند. [نیازمند منبع] چون این خبر منتشر شد فتحعلیشاه قاجار، پادشاه وقت ایران، صد هزار لشگر فراهم کرد و سلیمان پاشا والی بغداد نیز لشگری جدا برانگیخت که با لشکر وهابیون در صحرای نجد رزم کنند لکن در ایران جنگ روسیه پیش آمد و در عراق جنگ کردها برای برپایی کشور مستقل خودشان برپا شد و بدین صورت تفکر وهابیت به شکلی قدرتمند ظهور کرد.
بنابر روایات شیعیان، افکار شیخ محمد بن عبدالوهاب منجر به نزاعهای خونینی در عراق و کشته شدن هزاران نفر از شیعیان در شهرهای شیعه نشین عراق و طائف و همچنین در میان مناطق صوفیه کردستان عراق و ترکیه شد.
[color=yellow:75660ac70b]وهابیت در ۵۰ سال گذشته مذهب درباری سعودی بودهاست، اما گروهی تندرو از این میان بنام القاعده و سلفیهای تکفیری (سلفی جهادی) ظهور نموده و باعث انشعاب در مکتب وهابیت شدهاند.[/color:75660ac70b] [نیازمند منبع]
علمای بزرگ وهابی مانند ابن جبرین شیعیان را رافضی مینامند و قتل آنان را مباح میدانند. تشیع را به مراتب بد تر از سایر ادیان میدانند و مال و جان آنان را حلال میدانند. این فتواها باعث کشته شدن هزاران زن و مرد و حتی کودک شیعه مذهب در کشورهای عراق و افغانستان شد.
http://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D9%87%D8%A7%D8%A8%DB%8C%D8%AA
[color=blue:75660ac70b]والله اعلم بالصواب[/color:75660ac70b]
و.افغان
12.04.2008
ټولو ګډونوالو ته نیکې هیلی او سلامونه وړاندې کوم،
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو:
سره له دې چې دغه پورتنۍ لیکنه یوه شیعه لیکوال کړی ده، د ډیرو درغلیو تر څنګ يي ځیني حقیقتونو هم په کې بیان کړي، چې هغو ته به زه اشاره وکړم، او دوخت له کمۍ وجهی نشم کولاي، چې موضوع کې تفصیلې بحث وکړم، خو دوهابیانو او وهابیت په اړه به تاسو ته دډیرو تفصیلاتو ډک لینکونه کیږدم
[quote:a0a7919478]وهابیت دیدگاه جدیدی در مذهب سنی حنبلی است که بنیانگذار آن شیخ محمد عبدالوهاب (۱۰۸۲-۱۱۷۰ ه.خ، ۱۱۱۵-۱۲۰۶ ه.ق، ۱۷۰۳-۱۷۹۱ میلادی) از علمای بزرگ سنی عربستان بنیان نهاد. وی خود پیرو شیخ الاسلام ابن تیمیه بود[/quote:a0a7919478]
دغه خبره سراسر غلطه ده، ځکه چې محمد بن عبد الوهاب نوې مذهب منځ ته نه دې راوړې، او نه يي کوم نوم ورکړې، او نه به څوک دهغه کتابونو یا دهغه دشاګردانو په کتابونو کې دهغه دنوې مذهب باره کې څه نوم یا دكوم مذهب يادونه پیدا کړې، حقیقت دا وو چې هغه تقلید رد کړ، او هغه يي داسلامي نړۍ دتخلف او وروستوالې سبب وباله،
تر آخره هغه ځانته حنبلي مذهبه وایه، خو مقلد نه وو، هغه ټول مسلمانان دې ته رابلل
چې قرآن او حدیث چې داسلام همیشني او صفا مصادر دي, هغو ته رجوع وکړي، او دقبرپرستۍ، او دپیرانو دعبادت څخه لاس واخلي، او یواځې دخداي جل جلاله عبادت وکړي، همدغه سبب وو، چې ډیر هغه زیارتونه يي وران کړل، دکومو چې به عبادت کیده، طواف به ترې کیده، او خلک به ورته راتلل او هغه څیزونه به يي ترې غوښتل، کوم څیزونه چې یواځې دپاک خداي جل جلاله څخه غوښتل کیږي، او یواځې پاک خداي جل جلاله پرې قادر دی، او همدغه عقیده دصحابه کرامو، دتابعینو، دتبعه تابعینو، او څلورو امامانو عقیده وه ... دلته نور ډیر تفصیلات دي چې په دې لیکنه کې يي نشم رانغاړلې، البته اوس يي کولې هم نشم، ځکه چې وخت مې کم دی،
لنډه دا چې دوهابیت نوم دانګریزانو له خوا مروج شو، او په اسلامي نړۍ کې خور شو، دمحمد بن عبد الوهاب شاګردانو تر ډیر بریده کوښښ وکړ، چې دجزیرة العرب څخه دانګریزانو نفوذ کم یا ختم کړي، او څو څو ځايه دانګریزانو سره په جګړه شوې هم دي، بله دا چې هغه دانګریزانو او فرنسویانو باره کې دجهاد فتوا ورکړه، او دا يي هم و ویل، هر هغه څوک چې دخپل مسلمان ورور په ضد له انګریز یا افرنج (فرانسویانو) سره دریږي، نو هغه په دې سره داسلام له حدودو وځي.
[quote:a0a7919478]و با ایدئولوژیهای شیعه و تصوف و... آن زمان به مخالفت برخاست. [/quote:a0a7919478]
دا خبره بیخي صحي ده، همدغه افراطي تصوف وو چې هر رنګه شرکیات او بدعیات يي منځ ته راوړل، او همدغه افراطي تصوف وو چې مخکې په مسیحیانو کې وو، او هغوي يي تقدم او پرمختګ ته نه پریښودل، ځکه افراطي تصوف داجتهاد او آزاد فکرۍ دښمن دی،
دعثمانیانو دخلافت دسقوط دلویو اسبابو څخه یو سبب په تصوف کې ډیر افراط وو، چې تر اوسه يي ډیر زیات تاریخي محللین دغه سبب دعثماني امپراطورۍ دړنګیدو په اسبابو کې یادوي.
[color=white:a0a7919478]البته هغه تصوف چې مراد ترې په دی دنیا کې زهد وي، تقوی وي، پرهیزګارې وي،
عبادت وي، او ذکر وي، نو دغه حقه تصوف دې، چې مونږ ټول ورته اړتیا لرو، او دا هغه تصوف دې چې ددنیايي پرمختګ مخه نه نیسې، ځکه چې دا تصوف په هغه شرعي هدایاتو ولاړ دې چې وايي:
ددنیا لپاره دې داسې کار کوه لکه چې همیشه او تر ابده اوسیږي، او دآخرت لپاره دې داسې عمل کوه ، لکه چې صبا مړ کیږی.[/color:a0a7919478]
پاته شیعه ګانو خو داسې یو اسلام منځ ته راوړ، چې تأسیس يي دعبد الله بن سبأ الیهودي په لاس شوې وه، قرآن يي محرف بللو، حدیثي کتابونه يي دروغ بلل، خپلوامامانو ته يي دپیغمبرانو څخه لوړ مقام ورکړ، حتی یوه ډله چې غرابیه نومیږي تر دي يي وویل، چې جبریل غلط شوې، دوحي مستحق او مقرر شوې سړې علي رضي الله عنه وو، ځینو يي په علې رضي الله عنه کې دومره غلو و کړه، چې ويي ویل، خداي په هغه کې حلول کړې، لکه څنګه چې عیسویان دعیسی علیه السلام په اړه دحلول او اتحاد عقیده لري...
او ددې ټولو خبرو لپاره زه ډیرې حوالې لرم، چې هغوي دغه خبرې په خپلو کتابونو کې کړې دي، اواسلام ته يي منسوب کړي دي، او هرکله چې مې وخت پیدا کړ، او له خپلې اکاډیمي مشغولتیا فارغ شوم، نو په دې به لازمي رڼا اچوم.
نو لازمه وه چې محمد بن عبد الوهاب په خپل تجديدي دعوت دهغوي سره هم په ټکر کې واقع شي.
[quote:a0a7919478]شیخ محمد عبدالوهاب تنها به حدیث و قرآن اعتقاد داشت[/quote:a0a7919478]
دغه پورتنۍ خبره صحي ده، خو دوه ټکې په کې کم دي، چې هغه اجماع او قیاس دی، هغه په شرعي قیاس هم عقیده درلوده، او هغه يي داستدلال یوه لاره بلله، همدارنګه دمسلمانانو داجماع اتباع يي هم لازمي بلله ، او قرآن او حديث يي په خپل فهم نه ، ، بلکه دصحابه کرامو دتابعینو او دڅلورو امامانو په فهم اخیسته، چې دغه فهم تر ټولو اعلی ، صحیح، واجب، او لازم دی.
[quote:a0a7919478]و واسطه کردن شخص و بندگان خدا را کفر به خدا و شرک مطلق میدانست.[/quote:a0a7919478]
په دې مسئله کې هغه تفصیل کړې، چې په لنډ ډول ورته اشاره کوم، دې مسئلې ته توسل ویل کیږي، هغه دا عقیده لرله چې توسل په لنډ ډول په دوه قسمه دی:
لومړۍ: توسل شرعي، چې دا توسل په درې ډوله دی:
لومړۍ ډول: دخداي جل جلاله په اسماء الحسنی باندې توسل، چې دا شرعي، جائز او مستحب توسل دې، بلکه واجب دې، الله جل جلاله فرمايي: ولله الأسماء الحسنی فادعوه بها.
دوهم ډول: دانسان په خپلو ښو اعمالو توسل، چې خداي ته سوال وکړي، چې یا الله:
زما ددی لمانځه ، روژې، او ...عبادت په سبب وبخښې، دا هم جائز او روا توسل دی،
دریم ډول: چې انسان یو بل صالح او عابده انسان ته ورشي، او ورته ووایي، چې دالله جل جلاله څخه زما لپاره عفوه اومغفرت وغواړه، دا هم جائز توسل دی.
کوم چې توسل بدعي دی، چې دغه اقتباس کې ورته اشاره شوې، نو ده ته هغه توسل بدعي ویلي دي، البته شرک او کفر يي ورته نه دی ویلې، دمحمد عبد الوهاب په لسګونه کتابونه چاپ شوې دي، تاسو کولاي شۍ هغه ته مراجعه وکړۍ.
[quote:a0a7919478]
شیخ محمد بن عبدالوهاب در سال ۱۰۸۲ ه.خ (۱۱۱۵ ه.ق) در عونیه نجد متولد شد و در دمشق بتحصیل پرداخت و از علماء حنبلی اراء ابن تیمیه متوفی در سال۷۰۶ ه.خ (۷۲۸ ه.ق) و ابن قیم الجوزیه شاگرد او متوفی در سال۷۲۸ ه.خ(۷۵۱ ه.ق) را آموخت. ابن عبدالوهاب به بغداد و بصره مسافرت کرد و مذهب حنبلی را تکمیل کرد [/quote:a0a7919478]
دا خبرې صحي دي، خو البته هغه د امام ابن تیمیة رحمه الله ، او دامام ابن القیم رحمه الله مقلد نه وو، البته ددغو دوه لویو جلیل القدرو علماوو کتابونه يي لوستلي دي، او تر اوسه دهغه کتابونه تدریسیږي، شیعه ګان دغه دوه شخصیتونه ځکه ډیر یادوي، په دې خاطر چې دغه دوه شخصیتونه دشیعه ګانو دعقیدي په ښکاره کولو کې، او خلکوته بیانولو کې ډیره ونډه لرلې ده،
دشیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله یو کتاب چې منهاج السنة النبویة نومیږي، چې په کې يي په شیعه ګانو رد کړې دی، تر اوسه پورې یو شیعي بامبړ په دې نه د ې بریالې شوې، چې دهغه کتاب رد ولیکې، او دهغه خبرې په منطقي ډول رد کړي، ځینو يي هڅه وکړه، چې خپله بیا سنې مذهب ته راواوښتل.
[quote:a0a7919478]
در سال۱۱۷۹ ه.خ (۱۲۱۵ ه.ق) پانزده هزار تن از وهابیون برای پاک کردن شهر کربلا از آنچه «نمادهای شرک» مینامیدند به شهر کربلا حمله کرده و خزینه و حرم حسین پسر علی را بکلی تخریب کردند.[/quote:a0a7919478]
ددې خبره په اړه معلومات نه لرم، او که دا کار يي کړې وي، نو دآل سعود کورنۍ دمحمد بن عبدالوهاب په توجیهاتو په مدینه منوره کې دبقیع الغرقد ټولې ګنبذې ورانې کړلې، په کومو کې چې شرکیات کیدل، او داسلامي شرع مخالف کارونه کیدل، او خپله دغه ګنبذ جوړول هم دشرعې مخالف کار وو،
نو دغه کار خو يي ډیر صحي، او په اسلامي اصولو برابر کار کړې دی.
[quote:a0a7919478]بنابر روایات شیعیان، افکار شیخ محمد بن عبدالوهاب منجر به نزاعهای خونینی در عراق و کشته شدن هزاران نفر از شیعیان در شهرهای شیعه نشین عراق و طائف و همچنین در میان مناطق صوفیه کردستان عراق و ترکیه شد.[/quote:a0a7919478]
دغه خبرې ټول دروغ دي، هیڅ حقیقت نه لري.
[quote:a0a7919478][color=yellow:a0a7919478]وهابیت در ۵۰ سال گذشته مذهب درباری سعودی بودهاست، اما گروهی تندرو از این میان بنام القاعده و سلفیهای تکفیری (سلفی جهادی) ظهور نموده و باعث انشعاب در مکتب وهابیت شدهاند.[/color:a0a7919478] [نیازمند منبع][/quote:a0a7919478]
دا خبرې صحي نه دې، القاعده دمصري اخوانیانو په لاس منځ ته راغلې، او تکفیرې افکار دمصر دمحکومو زندانیانو رد فعل یا عکس العمل وو چې اسلام پورې هیڅ تړاو نه لري، او نه اسلامي افکار بلل کیداي شي، هغه وخت چې په دغو بندیانوباندې دمصري حکومت له خوا قسماقسم عذابونه رانازل شول، نو دغه شکنجو دا رانګه متطرف او افراطي افکار وځیږول، چې داسلامي وسط صحي فکر سره هیڅ تړاو نه لري.
[quote:a0a7919478]علمای بزرگ وهابی مانند ابن جبرین شیعیان را رافضی مینامند و قتل آنان را مباح میدانند. تشیع را به مراتب بد تر از سایر ادیان میدانند و مال و جان آنان را حلال میدانند. این فتواها باعث کشته شدن هزاران زن و مرد و حتی کودک شیعه مذهب در کشورهای عراق و افغانستان شد.[/quote:a0a7919478]
که شیعه ګانو ته رافضي وايي، نو دا خبره صحي ده، اما دا خبره چې دهغوي قتل مباحوي، هیڅ حقیقت نه لري، ابن جبرین تر اوسه ژوندې دي, کتابونه لري، هغه هیڅکله نه دا فتوا ورکړې، او نه يي دا عقیده ده.
برعکس دا داوسنیو ډیرو شیعه ګانو عقیده ده چې سونیان کافر بولې، او و ینه يي حلاله بولې، او دعراق اوسنۍ پیښې، او دافغانستان مخکنۍ پیښې ځما ددې خبرې لپاره ښه شاهد دی، البته ور سره ورسره زه ډیرې زیاتې حوالې لرم، په کومو کې چې شیعه ګانو خپله په دغې عقیدې اقرار او ټینګار کوي.
په هر حال، نور وخت نه لرم چې څه ولیکم،
خو دوهابیانو او دوهابیت باره کې تاسو کولاي شۍ، چې دتفصیلاتو ډک لاندېنی لینکونه وګورۍ:
http://www.wahabih.com/
http://forum.islamacademy.net/showthread.php?t=39877&highlight=%C7%E1%E6%E5%C7%C8%ED%C9
http://forum.islamacademy.net/showthread.php?t=26466&highlight=%C7%E1%E6%E5%C7%C8%ED%C9
http://forum.islamacademy.net/showthread.php?t=37489&highlight=%C7%E1%E6%E5%C7%C8%ED%C9
وهابيت
..Ahmadzai
17.04.2008
ټولو وروڼو
السلام علیکم
ښاغلې وهاج صاحب ستا له زیار څخه یو جهان مننه
رښتیا هم چې په ډیر ښه ډول دې د وهابیت تعریف او پیژندنه کړې او ډیر ګټور او معتبرلینکونه دې پدې اړه وړاندې کړي، او که وهابیت چې افغانان ترې خبرې کوي او په یو بل باندې د تور په حیث دا ټاپه وهي په دا شان وي لکه څرنګه یې چې تا تعریف کړی ، نو زما په
اند داد یوه اِنسان د عقیدې په باره کې یوه تزکیه بریښي، او ددغه کس د عقیدې د پاکوالي او ټینګوالي په اړه شهادت ورکوي.
زما او ستا نظرو کې خو زه څه توپیر نه وینم ځکه چې زه کوم مذهب د وهابیت په نامه
نه پیژنم، د اهل السنه مذهبونه خو معلوم دي چې څلورو اِمامانو جوړ کړي، البته دا هم فقهي مذاهب دي، خو د محمد بن عبدالوهاب خوځښت او زیار خو د خلکو د عقیدې د اِصلاح لپاره وو، چې اکثر مبحث یې د توحید او شرک باره کې دې، زما په اند ده ډیر لوی خدمت اِسلامي نړۍ او مسلمانانو ته کړی.
خو بیا هم زما موخه ددې بحث څخه دا وه چې پدې پوه سم چې هغه افغانان چې وهابیت ته د شک په سترګه ګوري او یا هم یې یو بې لارې ګمراه مذهب یې بولي، هغوۍ یو څه معلومات راکړي،چې دغه وهابیت دوي څرنګه تعریفولی سي، او د وهابیانو هغه کړه چې دوۍ یې بد او د اِسلام خلاف ګڼي او افغانستان کې دغې ډلې کړی وي، هغه راته په ګوته کړي، چې کېدای سي کومې نورې ډلې د وهابیت په نامه خپل ناوړه منحرفه افکار افغانستان کې خوروي.
نو محترمو هیوادوالو
ایا څوک سته چې د وهابیت هغه کړه او یا بې لارۍ چې دغې ډلې افغانستان کې کړي
وي یا دي راته په ګوته کړي.
مهرباني به وي
په درنښت
جلال احمدزی
gino
17.04.2008
سلامونه
وهابيت د انګرېزانو له خوا د عثماني امپراتورۍ د لمنځه وړلو د پاره منځته راغلی او عبارت دی له هغه اسلامه چې په وروسته پاتې والي کې د مسلمانانو د ساتلو په زريه د انګرېز او د ال صعود د کورنۍ سياسي او اقتصادي ګتې په سيمه کې تظمينوي . د صعودي وهابي کورنۍ اړيکې د امرکې سره هم د هماغه د انګرېز او وهابيانو د اړيکو دوام دی .
د وهابيت د پيدايښت اساسي موخه په اسلام کې انشعاب وو .
که چېرې تاسي د صعودي او د طثماني امپراتورۍ تاريخ ولولئ ، نو پورتنۍ ادعا به تاسي ته په اثبات ورسېږي .