د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د سپین غر ټو لنیزي ټولني اعلاميه

Helmand.M
10.04.2008

د سپین غر ټو لنیزي ټولني اعلاميه
دلوی ځيښتن په نامه چی انسان ئی د څمکې خليفه وټاکه

نيټه١٣٨٧ حمل ٩

پدی ورستويو کی د افغانستان د پوځ یو و تلی او مخکښ استاد ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی په اټکلی ډول دکاندیداتوری اعلام د ټولو هیوادوالو د غوږوه شویدی٠ او ډلیزو رسنیو هم دغه اعلام په ځو ځلی خپورکړی دی، نو له دی امله د سپین غر ټو لنیزئ ټولنی د دغه خبر په اوریدو سره د یو ټول پوښتنی کمپاین ئی په خپله کچه ددغه زيرې په هکله تر سره کړ ،چی په نتیجه کی هغه زړه سوانده،ملی، سياسی او داندخاوند افغانان چی د دغی ټولنی سره اړیکی لری ارزونه وکړه چی دغه سیاسی,ملی,پوځی او علمی شخصیت ( پروفيسور علی احمد جلالی)د اوسنی ترينګلو حالاتو لپاره ښه انترناتيف دی٠ ځکه چی نوموړی د هيواد د هغو نامتو صالحو سیاستوالو ځخه دی، چی افغانی او نړیواله ټولنه ورنه ديو اکدميک او پوه سياستوال په حيث درناوی کوي٠ او زمونږ په اند په اوسنيو ترينګلو حالاتو کی پرته د ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی ځخه بل داسی لوړ ملی،سياسی او په وطن مين شخصيت دهيواد په سياسی ډګر کی نه ده سترګو کيږی چی زمونږ هيواد او ټول هيوادوال له دغی بدمرغی ځخه وژغوري٠ نو سره لدي چی د سپین غر ټو لنیزئ ټولنی خپل پوره،پوره ملاتړ اعلانه وي بلکه ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی ته دا وړانديز کووه چی په خپل کانديدديدو سره دافغانانو دقيادت دغه تشه ډکه کړې او دغه تاريخی مسوليت وه منی٠
پدی ښه پوهيږو چی دافغانستان قيادت کوم امتياز نه البته يو لوي مسوليت دی، خو ددغه مسوليت اخستونکۍ شخص بايد لازم کفايت،زرفيت او د اهليت لرونکې وي، تر ځو وشی کولای زمونږ د هيواد دټولو وګړوه( پښتون،تاجک،ازبک،هزاره او نورو درنو اقوامو) دکونډو، رنډو، يتيمان او بی وزلو هيوادوالو په زخمونو د مرحم پټي کيږدي، او زمونږ د پت او عزت شمله بيا په نړيواله کچه راوچته کړی٠
له هغه ځائي چی مونږ دښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی سره له پخوا اړيکی لرو ( ښاغلی پروفيسور علی احمد جلالی زمونږ حرب تاريخ استاد وه په ح-پ کی) نو زمونږ دغه پورتنی ارمانونه ده دغسي يو ملی لارښود په درلودو سره انشاالله د عمل جامه اغوستی شې٠

وسلام
په هيوادنی مينه او درناوي

دسپین غر ټو لنیزئ ټولنی د ټولو غړو او مشرتابه په استازيتوب

الحاج ډګروال جانداد شينواری

ډګروال قوماندان غلام سخی شينواری جنرال محمد محسن هلالی

جنرال محمد حسن همت

انجينر عبدالمجيد بارکزې

محمد صديق جبارخيل

ډګروال عبدالقيوم جمالي صافي

سمونيار شاه ولی فقيری

انجينر محمد نادر صافي


Helmand.M
10.04.2008

په افغانستان کښی د افغان ځوانانو د پيوستون ټولنې بيړنۍ غونډه او پرېكړه ليك!

لكه څرنګه چې خبرياست څو ورځې وړاندې مو له ډله ييزو رسنيو واورېده چې د هېواد وتلى سياستوال او د امن او امنيت نوښتګر كارپوه نوميالی پروفيسور ښاغلى علي احمد جلالي په اټكلي ډول د راتلونكو ټولټاكنو نوماند ( كانديد ) دى خو ښاغلي جلالي خپله نوماندي نه تاييد كړې او نه يې رد كړې ده.
ددې خبر په اورېدو سره په افغانستان کښی د افغان ځوانانو د پيوستون ټولنې ځوانانو د پيوستون ټولنې يوه بيړنۍ غونډه وكړه او يو پرېكړه ليك يې خپور كړ چې منځپانګه يې پدې ډول ده:
د ګران افغانستان د اوسني سياسي بحران د پايته رسولو لپاره د يوې سالمې او كارنده ادارې جوړېدا ډېره اړينه ده او په اوسني بحرانی حالت كې ښاغلى پروفيسور علي احمد جلالي يو لوړ شخص او د ګران هېواد له بحرانونو هغه خبر او اګاه سياستوال دى چې، په دغه لاره كې نه ستړې كېدونكې خدمتونه كوي. په افغانستان کښی د افغان ځوانانو د پيوستون ټولنه نه يواځې دا چې له نوموړي څخه خپل ټينګ او هر اړخيزه ملاتړ اعلان وي ، بلكې هيله ترې كوي چې د يوې سالمې او ملي ادارې د جوړېدا لپاره اړينه ده چې نوموړى ( ښاغلى جلالي ) په راروانو ټولټاكنو كې ګډون وكړي ځكه چې دا د هېواد حق او د افغØ
�نانو غوښتنه ده.
اوسمهال ټولو افغانانو دا درك كړې ده چې څوك د څه شي وړتيا لري، يانې افغانان له ښاغلي پروفيسور علي احمد جلالي نه كلك ملاتړ كوي.
د افغان ځوانانو د پيوستون ټولنه يوه ملي، خپلواكه، سياسي، كلتوري او افغاني ټولنه ده چې د هېواد په كچه د نظر د خاوندانو او بااحساسه ځوانانو په مرسته د هېواد د مادي او معنوي رغونې لپاره نه ستړې كېدونكې، اسلامي او افغاني هڅې كوي. دغه ټولنه په پلازمېنه كابل كې څوارلس سيمه ييز دفترونه او هم دولس ولايتي نمايندګۍ لري، همدارنګه د ټول هيواد هېوادپال ځوانان(ښځينه او نارينه) ورسره ملګري دي.
په ټوله هېوادنۍ مينه او درنښت
د افغان ځوانانو د پيوستون ټولنې د اړيكو د سمون کميټه


pattang
10.04.2008

اول خو علي احمد جلالي فرور فيسور ندی ، بيا دخدای پاک ددې ځوانانو کور کډ
کړي چې د cia دوهم لمبر اجنټ داولسمشر په توګه وړاندې کوي او ملا تړ ترې
کوي ٠ زه په دې عقيده چې په افغانستان کې د cia کېښودل شويو هګيو چورګړي وئيسل او دا دغه ځوانان دي چې عياشي او دالرو ړانده کړي دي٠
جلالي که د افغان اولس په حال خوږېدۍ نو له خپلې استعفا وروسته به يې اولس
ته څرګنده د استعفا علتونه ويلي وی ، د جلالي اسعفا هم cia تعينه کړې وه اوس
يې هم موقعت cia تعينه وي او دهغې په لاس کې دی ٠

مرګ په اشغالګرو او لاسپوڅو٠


Ghulam Karokhel
10.04.2008

[quote:31346951a1="pattang"]اول خو علي احمد جلالي فرور فيسور ندی ، بيا دخدای پاک ددې ځوانانو کور کډ
کړي چې د cia دوهم لمبر اجنټ داولسمشر په توګه وړاندې کوي او ملا تړ ترې
کوي ٠ زه په دې عقيده چې په افغانستان کې د cia کېښودل شويو هګيو چورګړي وئيسل او دا دغه ځوانان دي چې عياشي او دالرو ړانده کړي دي٠
جلالي که د افغان اولس په حال خوږېدۍ نو له خپلې استعفا وروسته به يې اولس
ته څرګنده د استعفا علتونه ويلي وی ، د جلالي اسعفا هم cia تعينه کړې وه اوس
يې هم موقعت cia تعينه وي او دهغې په لاس کې دی ٠

مرګ په اشغالګرو او لاسپوڅو٠[/quote:31346951a1]

زه په بشپړه توګه د پتنګ ورور خبره تايدوم ، او دا بايد هم ووايم چې علي احمد جلالي ريښتيا چې يو پوه سړی دی خو د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کرزي نه هم کمزوری دی او ډارن دی .
ده خپل د ماموريت په وخت کې ډېر ثبوتونه افشاه نکړل او نه ېې هم داسې کومې هڅې وکړې تر څو د نړېوالو غلط جنګ او غلطه تګلاره ورپه ګوته کړي .
جلالي صاحب به ډېر علم لري خو تر څو چې د افغانانو د ملي اشخاصو ، احترام او په ملي تګلارې ولاړ نه وي او علني په ټلويزيون کې دغو ټولو اهمو کارونو ته وفاداري ونه ښيي او قسم ونه خوري هېڅ افغان به پرې ونه غولېږي او اوس ټول په سپين او تور پوهېږي ، نور نو ستاسو ټولنه نه پوهېږم چې د ناروې والا ده که د افغانستان که معلومات راکړۍ ښه به وي .
او دا سوال لرم که زاته ځواب وواياست چې ستاسوټولنه د علي احمد جلالي سره څه اړيکې لري؟
په درناوي
غ.کړوخېل


ډوکتر څپاند
10.04.2008

درنو ارانو!
دالاندی مطلب په همدی سايټ کی په 11/11/2007کی په ليکه وی وه:

[color=darkred:3122c54aa1]محترمو دوستانو
هيله ده چه دښاغلي علي احمد جلالي ژوند ليک په لنډ ډول په ليکه شی٠
زما په يادښت نوموړی دحفيظ الله امين په دوران کی ددفاع په وزارت کي د
ستر درستیز د دفتر ريس او د قدرت لرونکی خلقی افسر وه٠
دوهم ځل می واوريده چه دی دامريکي غږ راديو ريس ا په دريم خيز کي دداخلي
وزیر شو.نو هيله ده چه نور دوستان د هغه داکادميک او سياسی ژوند په هکله
رڼاواچوی٠ [/color:3122c54aa1]
په درناوی
_________________


shokoor
11.04.2008

د پښتنو مخالفینو ګرانو دوستانو السلام علیکم
ما هم اوریدلی دي چې ښاغلئ علی احمد جلالی پښتون دﺉ نو په کار ده چې پرېنږدﺉ چې هغه ښاغلئ سر پورته کړي .
لکه چې مو په دې فوروم کې په یو ډول نه یو ډول لوستي دي، چې احمد شاه بابا ایرانی قزلباشان یې د خپل په دربار کې استخدام کړل او ټول کتابت یې په پاړسی چالان او په دې توګه پښتو ته یې جفا وکړه.
د احمد شاه بابا زامن او دا نوریې ټول پر خپلمنځي جنګونو لګیا وو او په دې توګه دوی هم دومره ښه خلک نه وو.
د عبدالرحمن خان د ډیورندکرښې کارنامه به زموږ په یاد وي، ښه به دا وي چې دغه سړﺉ ډېر ژر هیر کړوو.
د آل یحیی کورنۍ مو هم خوښه نه ښوه ځکه دوی په پښتو نه غږیدل .
پر ترکي، امین او نجیب الله خو اصلاْ نه غږېږوو، ځکه خلک وایي دوی کمونستان وو.
ملاعمر خو چا ندﺉ لیدلئ، څوک نه پوهېږي چې هغه شته دﺉ که نه، نو هغه به هم هېر کړوو. له دې لیونیو څخه چې د خپلو کونو کې پټاقۍ تړي، ځانونه او نور وژني هم دومره هیله نه کېږي .
پتنګ صیب بغارې وهي چې ولسمشر کرزﺉ او حکومت یې د سی آی اې استازﺉ دي او اوس ادعا کوي چې جلالی هم همغسې یو سړﺉ دﺉ.

له دې څخه دا نتیجه اخیستئ شوچې تر اوسه پښتانه دمونږ د خوښې واکمنان نه درلودل :shock: نو څه باید وشي؟
بې صدا صاحب د جلالی بیوګرافی پسې څه ګرځئ ، راځئ چې پټنګ صیب له دې جنجالونو نه خلاص کړوو او هغه ته وړاندیز وکړوو چې ځان د جمهوری ریاست لپاره کاندید کړي ! ځکه هسې چې دﺉ له لرې جرمنی نه ځان ترسیموي بل څوک په پښتنو کې نلروو .
http://en.wikipedia.org/wiki/Ali_Ahmad_Jalali

په درنښت


shokoor
11.04.2008

د پښتنو مخالفینو ګرانو دوستانو السلام علیکم
ما هم اوریدلی دي چې ښاغلئ علی احمد جلالی پښتون دﺉ نو په کار ده چې پرېنږدﺉ چې هغه ښاغلئ سر پورته کړي .
لکه چې مو په دې فوروم کې په یو ډول نه یو ډول لوستي دي، چې احمد شاه بابا ایرانی قزلباشان یې د خپل په دربار کې استخدام کړل او ټول کتابت یې په پاړسی چالان او په دې توګه پښتو ته یې جفا وکړه.
د احمد شاه بابا زامن او دا نوریې ټول پر خپلمنځي جنګونو لګیا وو او په دې توګه دوی هم دومره ښه خلک نه وو.
د عبدالرحمن خان د ډیورندکرښې کارنامه به زموږ په یاد وي، ښه به دا وي چې دغه سړﺉ ډېر ژر هیر کړوو.
د آل یحیی کورنۍ مو هم خوښه نه ښوه ځکه دوی په پښتو نه غږیدل .
پر ترکي، امین او نجیب الله خو اصلاْ نه غږېږوو، ځکه خلک وایي دوی کمونستان وو.
ملاعمر خو چا ندﺉ لیدلئ، څوک نه پوهېږي چې هغه شته دﺉ که نه، نو هغه به هم هېر کړوو. له دې لیونیو څخه چې د خپلو کونو کې پټاقۍ تړي، ځانونه او نور وژني هم دومره هیله نه کېږي .
پتنګ صیب بغارې وهي چې ولسمشر کرزﺉ او حکومت یې د سی آی اې استازﺉ دي او اوس ادعا کوي چې جلالی هم همغسې یو سړﺉ دﺉ.

له دې څخه دا نتیجه اخیستئ شوچې تر اوسه پښتانه دمونږ د خوښې واکمنان نه درلودل :shock: نو څه باید وشي؟
بې صدا صاحب د جلالی بیوګرافی پسې څه ګرځئ ، راځئ چې پټنګ صیب له دې جنجالونو نه خلاص کړوو او هغه ته وړاندیز وکړوو چې ځان د جمهوری ریاست لپاره کاندید کړي ! ځکه هسې چې دﺉ له لرې جرمنی نه ځان ترسیموي بل څوک په پښتنو کې نلروو .
http://en.wikipedia.org/wiki/Ali_Ahmad_Jalali

د ارواښاد ملنګ جان شعر

نفسونه شول غالب
نفسونه شول غالب ددې غمه ژړيږم
بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو
پښتون غريب برباد شو
نسونه مخالف شول خيالونه مختلف شول
د کور بغض او حسد مونږ لره نه دی مناسب
نفسونه شول غالب
هر څوک ګټه د ځان کړي، وطن به څوک اباد کړي
د قوم مينه د زړونو نه بهر شوه ښه پوهېږم
ددې غمه ژړېږم
ملک صاحب دې جوړوي، په ګېډه دې دی موړ وي
د خوار او د غريب پوښتنه نشته څه فساد شو
پښتون غريب برباد شو
سيد پخپل سيادت، د ځان غواړي عزت
قسم دې ما ونه ليد د وطن د خير طالب
نفسونه شول غالب
څوک ميا او څوک ملا شول، د کسب نه ټپرا شول
وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېږم
له دې غمه ژړېږم
نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت
نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو
پښتون غريب برباد شو
ګوندي او عداوت، په مونږ کې شو عادت
دوستي او شفقت په پښتو کې شو غايب
نفسونه شول غالب
څوک وايي چې زه خان يم، معروف په کل جهان يم
هستي دولت مې ډير دی په خدمت باندې شرميږم
له دې غمه ژړيږم
دا خان نه دی خاين دی، پخپل ځان چې مين دی
هيڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو
پښتون غريب برباد شو
که حق وايم ويريږم، که نه وايم پړسيږم
د ځينو کارکنانو کار وي وړ د تعجب
نفسونه شول غالب
په ځای د عدالت ، ما وه ليد تجارت
له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبريږم
له دې غمه ژړيږم
خاونده مونږ اصلا کړې، دنيا کې سربالا کړې
ډير غله د خپل کاله دي هر سړی مل د فساد شو
پښتون غريب برباد شو
پښتونه وروره واوره، نيکونو نه دا خاوره
ده مونږ ته سپارل شوې يې غافل په څه سبب
نفسونه شول غالب
دد خاورې خدمت، کوی په صداقت
د کور په ځانځانۍ له باندنو خلکو شرميږم
له دې غمه ژړيږم
رښتيا رښتيا به وايم، چې څو په دې دنيا يم
مجبور دی "ملنګ جان" له ډيره غمه په فرياد شو
پښتون غريب برباد شو

په درنښت


ډوکتر څپاند
11.04.2008

Jalali, an ethnic Pashtun, was born in Afghanistan in 1940. He has been involved in politics and media for most of his life. He previously served with the Voice of America for over 20 years covering Afghanistan, South and Central Asia, and the Middle East, including assignments as Director of the Afghan Radio Network Project and chief of the Pashto, Dari, and Persian services.

[edit] Military career and politics
He is a former colonel in the Afghan National Army and was a top military planner with the Afghan resistance following the Soviet invasion of Afghanistan. He attended higher command and staff colleges in Afghanistan, the United States, Britain, and Russia, and has lectured widely.

A U.S. citizen since 1987, Jalali left his job as a broadcaster for VOA to become the Interior Minister of Afghanistan. Jalali replaced Taj Mohammad Wardak in January 2003.[1] Prior to joining the Afghan government, Jalali lived with his family in suburban Maryland. His family remains there. He has a son, 36, and a daughter, 31.

He has written extensively about the military of Afghanistan for scholarly journals and the mass media, in addition to reporting on Afghanistan and Central Asia for VOA for almost two decades.

Jalali is the author of several books, including a three-volume military history of Afghanistan. His most recent book, The Other Side of the Mountain (2002), co-authored with Lester Grau, is an analytical review of the Mujahedin war with the Soviet forces in Afghanistan from 1979 to 1989.

Jalali wrote an influential critique in the spring of 2002 of the U.S. military role in Afghanistan, arguing that the way the United States used local chieftains in the War on Terrorism "enhanced the power of the warlords and encouraged them to defy the central authorities." He later softened his criticism but pointed out that local militias still play a significant role in working with the U.S. military.

[edit] References
^ "Afghanistan: Top Security Official Resigns Amid Controversy", Radio Free Europe, Wednesday, September 28, 2005. Retrieved on February 27.

[edit] External links
:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:

مګر د دحفيظ الله امين د حکومت سره دده اړکې؟؟؟؟

احمدشاه مسعود بيا را ژوندی وی،دروس او امريکی غبرګونی جاسوس!
تر ده خو لاخليلزاد ښه دی،اقلا په واضح ډول امريکنی دی!


Anonymous
11.04.2008

[quote:19525f1cdb="shokoor"]راځئ چې پټنګ صیب له دې جنجالونو نه خلاص کړوو او هغه ته وړاندیز وکړوو چې ځان د جمهوری ریاست لپاره کاندید کړي ! ځکه هسې چې دﺉ له لرې جرمنی نه ځان ترسیموي بل څوک په پښتنو کې نلروو .
په درنښت[/quote:19525f1cdb]
شاغلي شکور خبره زه هم تاييدوم. شاغلي پتنګ صېب څخه هيله لرم چې نور د افغانستان ولسمشر شي. يا به په د يو کال دننه ټول افغانستان ته اور ورته کړي او يا به يې په پاکستان خرڅ کړي. خداى دې پتنګ صېب ته وس ورکړي چې داسې وکړي چې نور د دې جنجال نه خلاص شو.


Helmand.M
11.04.2008

وټولويارانوته سلامونه اوښې چاري.
ښاغلی کړوخيل!
ستاسو ددي پوښتني په ځواب کښي چي:
[quote:7044f2bc03][color=blue:7044f2bc03]او دا سوال لرم که زاته ځواب وواياست چې ستاسوټولنه د علي احمد جلالي سره څه اړيکې لري؟[/color:7044f2bc03][/quote:7044f2bc03]
بايد عرض کړم چي زما دمعلوماتو پربنسټ ښاغلی پوهاند جلالي يووخت په حربي پوهنتون کښي دسپين غرټولني ديوشمير پوځي غړو ,استاد وو.
خپله زه ددي ټولني غړيتوب نه لرم.
په درناوي.


pattang
11.04.2008

له ټوکواومسخروبه تير شو اول به  صليبي اشغالګرله ملکه باسو، لاسپوڅي
به محاکمه کيږي ، دمزار ،دښتې ليلې قاتلان به خپله جزا ويني ، داولسمشر
لپاره به بيا له اولسه پوښتنه کوو چې دوی څوک غواړي ٠
دپاکستان تړل په پتنګ پورې ستا سوپخوانی اخلا قي ضعف دی او پردې
نارو،بل څه نغواړۍ،يواځېنی هدف مو ،cia ته چوپړ او داولس په سترګوکې
خاورې اچول دي٠ 

مرګ په لاسپوڅيو مذدورانو
ژوندۍ دې وي دپښتنو خپلواکي٠

[quote:d1dbb60c7f="khan jan"][quote:d1dbb60c7f="shokoor"]راځئ چې پټنګ صیب له دې جنجالونو نه خلاص کړوو او هغه ته وړاندیز وکړوو چې ځان د جمهوری ریاست لپاره کاندید کړي ! ځکه هسې چې دﺉ له لرې جرمنی نه ځان ترسیموي بل څوک په پښتنو کې نلروو .
په درنښت[/quote:d1dbb60c7f]
شاغلي شکور خبره زه هم تاييدوم. شاغلي پتنګ صېب څخه هيله لرم چې نور د افغانستان ولسمشر شي. يا به په د يو کال دننه ټول افغانستان ته اور ورته کړي او يا به يې په پاکستان خرڅ کړي. خداى دې پتنګ صېب ته وس ورکړي چې داسې وکړي چې نور د دې جنجال نه خلاص شو.[/quote:d1dbb60c7f]


chenar
12.04.2008

[color=yellow:554a126f47]Helmand.M لیکلي :
[quبايد عرض کړم چي زما دمعلوماتو پربنسټ ښاغلی پوهاند جلالي يووخت په حربي پوهنتون کښي دسپين غرټولني ديوشمير پوځي غړو ,استاد وو.
ote][/color:554a126f47]
خو زما د معلومات پر بنسټ ښاغلې جلالي اوس مهال د صلیبي یرغلګرو ښه رزول شوې اجنټ ده، او په دغه مورد کې ډیر مخلص ښکاري، خو بیا هم د کرزي مقام ته نشي رسیدلې، او زه فکر نه کوم چې دغو یرغلګرو ته دې له ګوډاګي کرزي څخه زیات په ګټه تمام شي.
پاته شوه مونږ خو کومه د خیر تمه نه ترې لرو، ده سره یې خپل سکني وروڼّه هم هم اندي ندي.
په درناوی
چنار[/quote]


Helmand.M
15.04.2008

فراخوان 32 حزب سياسي از آقاي جلالي براي نامزدي رياست جمهوري

روزنامه چراغ

25 حمل: كابل- سهيلا وداع خموش

حزب "حفاظت از حقوق بشر و انكشاف افغانستان" روز يك شنبه(25 حمل_13 اپريل) اعلام كرد كه آنان به نماينده گي 31 حزب سياسي و 26شوراي قومي از علي احمد جلالي، وزير سابق داخله مي خواهند تا به منظور شرکت در رقابتهاي انتخاباتي رياست جمهوري به كشور برگردد.

بريالي نصرتي رهبر اين حزب دليل حمايت خويشرا از علي احمد جلالي، توانايي وي در رفع بحران موجود کشور خواند. آقاي نصرتي گفت كه آنان اين فراخوان را بعد از يك نظر سنجي ميان مردم افغانستان و نشست با رهبران احزاب متعدد به آقاي جلالي پيشكش كرده اند.

از حدود يکسال قبل نامزدي علي احمد جلالي براي احراز کرسي رياست جمهوري آينده کشور مطرح بود، اما وي تااکنون نامزدي اش را به شكل واضح رد و يا تائيد نكرده است.

تا اكنون كه بيش از يك سال به انتخابات رياست جمهوري افغانستان باقي مانده است، حامد كرزي رئيس جمهور،داكتر رمضان بشر دوست عضو شوراي ملي افغانستان نامزدي شانرا در اين انتخابات اعلام كرده اند.

در هماين حال در چند روز گذشته امكان نامزدي زلمي خليل زاد سفير ايالات متحده امريكا در سازمان ملل متحد بعد از آنكه وي كناره گيري اش را از اين سمت اعلام كرد در ميان افغانها تقويت يافته است./


ډوکتر څپاند
15.04.2008

اوازه های سر چوک

راوړی ئی دی چه امير عبدالرحمن خان به دخپل سفر نه وړاندی خپل جواسيس سر چوک ته ليږل او جواسيسو به واپس امير ته احوال ورکاوه چه په سر چوک کی د امير
دراتلونکې سفر په هکله څه اوازې دې.
اوس چه د سر چوک د اوازو په عوض په سلګونو ټلويزيونی،راديوئې،اخبار،انټرنټ
او نور او نور وسيايل کار کوی،نوواضحا ددی نشراتو رول به د غرب د راتلونکی
ګوډاګې (دافغانستان جمهور ريس)په تقرر کی قاطع نقش ولری٠
نتيجه داچه هر څوک چه غربيانو خوښ کړ ،نو هغه به مقرر کړی٠په اسطلاح انتخابات
هسی دخلکو په سترګو کې خاوري اچول دې او بس٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more