نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د صليبي يرغلچي د کوټکيو ننداره
pattang
10.04.2008
د صليبي يرغلچي د کوټکيو ننداره
جورج بوش له اتو افغان واليانو سره وکتل
تيره ورځ دامريکي ولسمشر جورج ډبليو بوش د افغانستان د اتو ولايتونو له واليانو سره په واشنگټن کې له نژدې خبري وکړي .ښاغلي بوش وويل چې له افغان واليانو سره ېې د هغوی په ولايتونو کې د مخدره موادو په کښت او ورته نورو موجودو ستونزو خبري وکړي او د هغو په لري کولو کې ېې ورسره د مرستو ژمني وکړي .د سپيني ماڼي له خوا په يو خپاره شوی بيان کې راغلي چې افغان واليانو له ولسمشر بوش سره د ليدو پر مهال د امريکې له مرستو مننه وکړه خو په وار وار ېې د وزگارتيا د لري کيدو او اقتصادي ودي په برخه کې له امريکې څخه د زياتو مرستو غوښتنه کوله .جمهور رئيس بوش په دې ليدو کتو کې هيله څرگنده کړه چې هيواد به ېې په ملياردونو نور ډالر هم له افغانستان سره مرسته کړي ځکه د افغانستان ځوانه ولسواکي ډيرو خواريو او پيسو ته اړتيا لري .
[img:15d45d21ab]http://benawa.com/images/uploads/20080408-4_d-0441-515h.jpg[/img:15d45d21ab]