نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د مارکس کوم اندګورونه سم وو او کوم یې ناسم ؟؟؟
اور- بل
07.04.2008
.............................د مارکس سم اندګورونه کوم دي او کوم یې ناسم دي؟؟؟
درنو لوستونکو!
د مارکس تاییدونکي هم ډیر او ردونکی یې هم ډیر دي . حال داچې ډیرو لوستونکو ته یې نه سم او نه ناسم نۍیات مالوم نه دي .
نو هغه اندګورونه یې چې تاسوته سم او اړین بریښي که هغه دلته دنورو له پاره وړاندې کړئ ، بده به نه وي.
همدارنګه که هغه اندګورونه چې تاسو ته سم او دقیق نه بریښي اوګران لوستونکي ترې خبر کړئ مهرباني به مو وي .
په درنښت .
كومونيزم
chenar
08.04.2008
ډيره درنده پتمنه أو قدرمنه خور غوټي
سلامونه أو نيكې هيلې
محترمې خورې دا ډير دفخر ځاې دې چې ستاسو غوندې بيدارې ,پوهې أو باسوادې خويندې, په أفغاني ټولنه كې لرو.
أو خداې سته زما خو دخپلو خويندو مينه درباندې ماتيږي, په پښتنه إجتماع كې ستا سو غوندې باسواده ډيرې كمې ليدل كيږي, خو بيا هم زيرې دركوم چې الحمدلله زمونږ په خاندان كې هم ټولې نجونې دولسم پاسې دې أو هيڅ ښځه هم داسې نه لرو چې لوست أو ليك يې نه وي زده، ټولې با پرده أو په إسلامي پوهې مزينې دي.
پتمنې أو قدرمنې أوربل صاحبې نن سبا ټول أفغان كې دملحدانو أود دوي د مخالفينو تر منځ فضا ډيره خړه ده، ډيرې سپكې تورې ويل كيږي.
ستاسو نه مې يوه هيله دا وه چې دغه بحث نارينؤو ته نور پريږدي هغوي به سره ډزوي, پر تاسو خو مې دا هم والله كه ولوريږي چې يو ويښته مو هم كوږ شي, هسې نه چې كوم يو دنورو په جرم أو غصه كولو په حاطر بې ځايه تاسو ته سپكې ووايې , بيا به له ځانه دفع څه فايده ولري,أو وطنمل صاحب خو ديو ملحد سپكولو په جرم خلك له خپله كوره شړي، أو د إسلام أو دپيغمبر صلى الله عليه وسلم سپك ويونكو ته ټنډه هم نه تروشوي ، أو ليا ننګه يې كوي چې ګوندې چا ته يې شخصي أو مخامخ سپكې ندي ويلي, مونږ ته خو پيغمبر(ص) أو إسلام له خپل ځانو أو هر څه څخه زيات نژدې أو ګران دي, مونږ ته دي سپوغې ستورې ووايې خو نه خداې أو رسول ته.
وطنمل صاحب مخكې له دې چې د يو چا أكاونټ بند كړې بايد ورته إخطار وركړې, په دې سره به يې غوصه كيني أو خپلې غلطي ته به يې پام شي، د تكرار مخه به يي ونيول شي، د معلم أو أستاذ خو دا كار وي چې خپل شاګردان په حوصله سره وروزوي.
د غمي د أكاونټ بيرته خلاصولو په هيله.
په درناوي
چنار
ډوکتر څپاند
09.04.2008
محترمی غوټی،
دمارکسيزم په هکله په زرګونو کتابونه او اثار شته،ځينی دوستان به يو کتاب راخلاص او څه به را نقل کړی٠
خو زما په اند،دفلسفی لحاظه مارکسيزم د مذهب متضاد نظريات لری چه دمذهب
پېروانو ته د منلو ندی٠
په اقتصادی لحاظ مارکسېزم د خپلی زمانې تر ټولو مترقی عقايد لری،مګر اوس
نړی تغير کړی او سرمايداری نظام هم د ماکسېزم نه په استفاده خپله تګلاړه داسی
غوره کړی چه دډیو مشکلاتو سره نه مخامخ کيږی٠
په سياسې ډکر کي مارکسيزم بيا هم ډير ستر رول لوبوی٠دچين نه نيولی بيا تر لاتينی
امريکی پوری ډير پياوړي سياسی جنبشونه وجود لری چه سرمايداری نظام ور
نه په ايره کی دی او هميش تلاش کوی چه په يوه يا بل ډول د هغو د پر مختګ مخنيوی وکړي٠
متاسفانه سره ددی چه د مارکس عقايد(غير له فلسفی عقايدونه)په تیوريک ډول
دزحمتکشانو او غريبو خلکو په ګټه بريښی،مګر په عملې ډګر کی دچين او شوروی
په شمول،په ټولو هغه هيوادو کی چه" کمونستان"قدرت ته رسیدلې،هله بيا واک
لرونکی ګوند په حاکمه طبقه تبديله او نور بيچاګان ئی اثتثمار کړی دې٠