نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خبرتیا
ډاکتر وطنمل
05.04.2008
درنو او محترمو لوستونکو ته ښې هیلې او سلامونه !
دوه تنه ، چې د نومونو له رسوا کولو څخه یې تیریږو ، د ناوړو وییزونو د کارولو او سپکاوي په پړه (جرم) له ټول افغان څخه ویستل شوي دي . د لیکنو له ډګر څخه د اړوندو تورمخو د ورکیدو په پایله کې به یې ګران لوستونکي پخپله وپیژني چې اخراج شوي پړۀ تني (مجرمان) څوک وو.
په درنښت
رښتینی
05.04.2008
ښاغلي وطنمل صيب سلام او نيکي هيلي !
ما مخکي په ټول افغان کي ښي ډيري ليکني کولي خو دا ډيره موده په مياشت کي
کله دا پاڼه پرانزم او چي کله دځيني يارانو له ښکنځلو ډکي ليکني ووينم نو سمدستي
پاڼه وتړم نو دا څه موده خو ليکني څه کوي چي بيخي مي د بحث فورم کتل ترک کړي
دي او خداي شته ستاسو په نه توجه به مي لا زړه شين شو
دا چي اوس مو د ځيني ښکنځلمارو نومونه تور ليست ته غور څولي دا ډير مناسب کار ده
خو که ستاسو توجه او پاملرنه وه نو دا ويب سايټ به نور هم له داسي خلکو پاک شي او هغه
يو ځاي پتوال صيب هم ډيره ښه مهرباني کړي د هغه خبري هم له پامه مه غورځوي
ستاسو د لا بريا په هيله