د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

إن بعض الظن إثم

و.افغان
04.04.2008

دټول افغان درنې او وزینې پاڼې درنو لیکوالانو!
سلامونه ، نیکې هیلې، او ښکلې پیرزونې می ومنۍ
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښاغلو: په یوه څیز باندې دصحيح حکم لپاره دمنطق په علم کې دصغری او کبرې قاعده په کار وړل کیږي که چیرې په صغری او کبری کې لږ خلل رامنځ ته شي، نو نتیجه خود بخوده غلطه راووځي، نو ددې په خاطر په صغری او کبری کې یقیني قواعد په کار وړل کېږي، تر څو سالمه نتیجه منځ ته راشي.

ګرانو وروڼو: په دې ورستیو ورځو کې ددې فوروم ځینو ښاغلیو غړو په ما باندې
کله دیوه کس او کله دبل کس ګمان کوي، مجرد ګمان کوي،[color=blue:06de9e4391] پرته له دې چې دخپلې
خبرې لپاره کوم دلایل وړاندې کړي، ځینې نا لایقه الفاظ هم کاروي، [/color:06de9e4391]

څو ورځې مخکې په ما باندې[color=white:06de9e4391] ښاغلې کوشان دښاغلې غمي، انجینر شاکري ، او ښاغلې وطنزار ګمان کړې وو، تر هاغه د مخه په ما باندې ښاغلې دیارلسم میلمه د ښاغلیو هر یو محبوب، طالب جان، طالب خان، څاروان او ځینو نورو ګمان کړې وو، تر هغه وړاندې یو کرت را باندې ښاغلې خیشکې دمحترم پتنګ صاحب ګمان کړی وو.
اوس دادې په مکرر ډول سره ښاغلې جاکړ په ما باندې دښاغلیو هر یو جلال احمدزي ، جهان خان، غمي، وطنزار ، کابلي، چنار، او افغان پښتون ګمان کوي ،
او پرته له د ې چې کوم دلیل ولري ، او یا څه ثبوت وړاندې کړي کاږي: [/color:06de9e4391]

[quote:06de9e4391]اگر اینهاایمان و وجدان دارند، باید برای صفائی خود به ذات الهی الله (ج )قسم یاد کنند که : [/quote:06de9e4391]

تاسې ووایۍ: وروڼو: چې تر دې بل غټه شکنځل شته ده، چې دیوه مسلمان ایمان له
پوښتنې لاندې راولي، کوم چې همیشه ځانته مسلمان ویلي دي، او داسلام لپاره خپل
زیار او کوښښ کوي، او دغه لیکونکۍ بیا دهغه په ایماني مصداقیت کې شک کوي،
بیا دیوه مسلمان ورور وجدان تر پوشتنې لاندې راولې، چې هغه وجدان لري، او که نه؟
او بیا ځانته دا حق هم ورکوي چې نورو ته په خداي قسم ورکړي، چې ددې کار په وجه
هغه نورو ته فرصت ورکوي چې دهغه ښاغلې مقابل کې په ورته څیزونو او نورو قضیو کې قسم ورکړي.
زه له ښاغلې جاکړ څخه دا پوښتنه نه کوم، چې ته څوک يي، او نه حق لرم چې پوښتنه ترې وکړم، او نه دا ورته وایم چې ته به هم فلانې او فلانې اوسې، ځکه چې دغړیتوب او لیکنو دې لا دومره وخت نه کیږي، ټول ټال مو دولس لیکنې کړي، او دومره په تیزۍ
مو دا خلک ټول وپیژندل، او بیا مو په ما راوتپل،
نه دا حق زه نه لرم، ځکه چې زه په بحث کې خپل اصول لرم،
زه په لیکنه رد کوم، نه په لیکوال، او که کله په خپله لیکنه تیز الفاظ هم استعمال کړم، نو هغه په تیوریکي لحاظ استعمالوم، خو دیوه لیکوال شخص ته مې سپکاوۍ
هیڅکله هم مقصد نه وي، دکومو ښاغلیو په لیکنو چې ما ردونه کړي، یو يي هم نه پیژنم، او ټول په خپل اقرار سره په مستعار نوم لیکل کوي، نو دهغوي شخص ته ځما ښکنځلو څه معنا؟؟ هغه هم که ښکنځل چیرې یو مثبت او ایجابي کار وي.

او بل تاسو هم له ځانه سره لږ فکر وکړۍ، چې زه څنګه کولاي شم چې په دغو دولس دیارلس نومونو لیکل وکړم،
زه دومره وزګار نه یم، دخپل خوب لپاره پوره وخت نه لرم، دسهار له خوا خپله اکاډیمیکي مشغولتیا لرم، دغه مرحله می هم په ختمیدو ده، کار راته لا ډیر دې، پس له وخته تدریس لرم، دهمدې په خاطر مې ځان له ټول افغان څخه چوټي کړ، چې خپل کار په معین وخت کې سر ته ورسوم.
هیڅ زړه مې نه وه، چې دښاغلې جاکړ دلیکنې غوندې لیکنو ته ځواب ولیکم، او نه مې شخصیت
دومره کمزورې دې، چې دښاغلې جاکړ دلیکنې غوندې لیکنه مې ځواب ته وهڅوي، یواځې ددې فوروم دمحترمو لوستونکو او لیکوالانو لپاره مې دا څو کرښې ولیکلې، ددې په خاطر که دځینو زړونو کې کې ددې خبره په اړه څه شک او تردید منځ ته راغلې وي، له منځه لاړ شي.
زه پوهیږم چې ددغه پورته ذکر شوو غړو څخه ځینې غړي، په خپلو لیکنو کې په شعوري ډول یا غیر شعوري ډول هغه اصطلاحات کاروي، کوم چې زه په خپلو لیکنو کې کاروم، او کیداي شي چې ددغه سبب له وجهی ځیني چپیانو پر هغوي باندې ځما ګمان کړې وي، نو چپیان غړي دې دې ټکې متوجه اوسي، او بیځایه تهمتونه دې راباندې نه لګوي.

په دې فوروم کې دې ښاغلې چپیان غړي دا هم نه هیروي چې دافغانستان وګړي نهه نوي سلنه مسلمانان دي ، چې وهاج ساپی يي یو فرد دی، نو که په ټول افغان کې یوه اسلامي لیکنه کیږي، نو ضرور نه ده چې وهاج ساپی کړي وي، او یا که په چپیانو باندې څه رد کیږي، ضرور نه ده چې وهاج ساپی کړی وي، او یا که دملحدینو دسپکاویو او ښکنځلو په وړاندې ځیني غړي دهغوي ځواب هم په سپکو او ښکنځلو ورکوي، نو ضرور نه ده، چې دغه ښکنځلې وهاج ساپي کړي وي، ډاکټر وطنمل صاحب ښه پوهیږي، چې دغه لیکنې څوک کوي، اداره دهغه لاس کې ده، هر څه کولاي شي،

دټول افغان وزینه ورځپاڼه په درې وزینو بنیادونو ولاړه ده، چې هغه بنیادونه، اسلام پالنه، ملت پالنه، او ولسواکي ده، ټول لیکوالان باید دغه څیزونه په پام کې ونیسې، او خپلې ټولې لیکنې ددغو بنیادونو سره برابرې کړي،

[color=white:06de9e4391]که چیرې ځما خبرې ډاکټر وطنمل صاحب ومني، نو زه ترې خواهش کوم، چې هر هغه څوک چې ددغو درې بنیادونو څخه پښې اوکاږي، او دغه درې لویو بنیادونوته، او یا ددغو دریو بنیادونو څخه یو بنیاد ته په شعوري ډول سپکاوۍ کوي، نو باید دهغه دکمپیوټر آي پي تورلیسته کړي، او غړیتوب يي ور ختم کړي، او که وهاج ساپی هم ددغو اصولو درناوۍ ونه کړي، او یا يي نه وي کړۍ، دټول افغان اداره کاملا حق لري چې دهغه غړیتوب ورختم کړي، هیڅ نوعه خفګان به ونه کړم، او ښه په ورین تندي به دا پاڼه تاسوښاغلیو ته پریږدم.[/color:06de9e4391]

زه ددې پلوي هم یم، که چیرې کیداي شي، چې له یوه کمپیوټر څخه یواځې دیوه غړیتوب اجازه ورکړل شي، نو دا به هم ډیر ښه نتایج ولري، بحثونه به ټول علمي شي، سپکې سپورې به ورسره ورکي شي.

په آخر کې له دغو ښاغلو څخه هیله کوم، چې ځما نوم دی نور په دارنګه لیکنو کې نه یادوي، او پوره اطمئنان ورکوم، چې زه په خپل نوم لیکل کوم، او دوخت دکمۍ له وجهې به اوږده موده په بحثونو ونډه هم وانخلم، البته که چیرې پرې د چا له خوا تیرۍ کیږي، نو دلته دټول افغان ادراه موجوده ده، خپل شکایت او ګیله دې اداری ته وړاندې کړې، او په اداره لازمه ده که چیرې په نوموړې ظلم شوې وي، چې انصاف ورسره وکړي، او خپل حق ورکړي، له دې پرته دا رنګه لیکنې او تهمتونه لګول دوخت ضایع کول دي، او هیڅ ګټه نه لري.

په درنښـــت


pattang
04.04.2008

ساپی صيب سلامونه !
افسوس ستا د وخت ضايع کول دي ، داخو هغه مردار خواره دي چې په افغانستان
کې يې دوه مليونه انسانان له تيغه تير کړي دي او په اخر کې غربي مملکتونوته چې دوی به ورته امپر ياليستان او استعمارګر وېلې را وتښتېدل او سترګې يې اوس
مړې نيولې دي٠ اوس دوی کوشش کوي چې په قسم د اقسامودغه غربي ناولی رژيم
په افغانستان کې خپور کړي ٠ دا ناولي هيڅوک هم نه پېژني ، نه خد ای ، نه رسول
نه ، مشر نه کشر او نه غيرت نه پښتو٠ خپل طبيعت دې مه خرابه وه ، د افغانستان مسلمانان اوس لکه وږي زمريان له هرې خوا له غرو او رغوراکښته کيږي او حملې پرې کوي ، انشاالله ژربه د غربيانو ګوډاګی اود صليبيانو مزدور دولت نسکور کړي
، دوی دې هر څه ليکي او هر څه دې وايې زه دوی ډېر شه پېژنم :
( په پښتو کې يومتل دی وايې : دوی د هيچا زامن هم ندي ).
له تهمته به يې نه ډارېږ ې ، دا خلک هم داسې لوی شوي دي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more