نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ابداليانو حاكمه طبقه ولې پاړسيوانان سول
..Ahmadzai
02.04.2008
ګرانو ورڼو أو خويندو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترمو د ټول أفغان په فورمونو كي د مضامينو أو ليكنو په لوستلو لګيا ووم، وخت مي درلوده، نو غوښتل مې چې دغه وخت د خپلو خوږو هيوادوالو أو همژبو د زړه بړاس، أواز أو خاطرو سره شريك كړم، أؤ أحوال ئې واخلم.
توجوه مې دديني متنو أو نصوصو ژباړې ته واوښته، غوښتل مي دغه باره كي يو ګټور نظر وړاندې كړم، د ژباړې په أړه مي يوڅه ليكل شروع كړه، د ليكلو په جريان كي مي تاريخي پړاو دشاهد په حيث راواخست، تر څو موضوع ښه روښانه شي،
خو كله چې د أبدالي سلطنت دوران ته چې تاداو ئي د أحمدشاه بابا له خوا كيښودل شوي راورسيدم نور نو ژباړه لاړه په خپله مخه، أو غرق په سوچو كي سوم،أو له بابا څخه وروسته تر ظاهر بابا پورې دغه ټول له پيغور أو شرمه ډك دوران مې ذهن كي وګرځيده، ډير پريشانه سوم ، زړه مي دغه دجهل تيارو أو له ملت سره د بې وفائۍ أو جفائۍ پېر ودرداوو، هك پك ورته حيران دريان شوم.
له نورو ټولو بدو أو ناخواليو ئې تېر شوم، أو ددوي دغې كم أصلۍ أو نمك حرامۍ ته مې پام سو، چې سره له دغه واك،إختيار أو عزت سره سره ولې له خپلې ژبې وواښتل خپل أصل، ملت، قوم أو كورته ئې شا كړه.
پښتنو خو دوي ته دغه د عزت لوړ مقام دإعتبار له مخې وركړې وو، أو په بابا أو ځامنو ئې دا إعتبار وو چې د أفغانانو دسر لوړي أو عزت ساتلو لپاره به له بل هر چا څخه دوي مناسب وي، له عهد أو پيمان څخه ئې وروسته د دوي په إشاره هرې قرباني ته تيار شول، دوي دهمدغو پښتنو د سرښندنې أو دمټو د زور له بركته د پاچاهۍ په ګدۍ ناست وو.
بابا د پاچاهۍ ټينګولو په خاطر ښه برار إقدامات أو كارونه وكړل، د پښتنو نوم ئې أوچت كړو، أو أفغانستان د نړۍ په نقشه كې د دولت په حيث وپېژندل سو, ښه خدمت ئې وكړو، خو هير مو نه وي چې بابا په خپله هم دځوانۍ ډيرې شرينې ورځې د همدغو پاړسيوانانو په خدمت كې تېرې كړي ، أو په ډير إخلاص سره، أو د غلجيو پښتنو د دولت د عروج أو سقوط شاهد وو، خو هيڅ كله ئې خپلو بچيانو ته دا نصيحت ونه كړ چې ګوري ځامنو تاسې پښتانه يۍ أو پښتو ټينګه كړي.
بيا هم بابا باندې به زما نيوكې بې ځايه وي، خو دغه ناهله خلف يې ولې له خپل ځانه څخه بيګانه شول ، أو خپل ځانونه أو قوم ورته ولې دومره سپك ښكاره شو چې په ژبه يې شرميدل، أو ژبني أړيكې يې ورسره وشكولې، د پرديو كلتور أو ژبه يې خپله كړه أو د يوه أقليت په غيږ كې يې ځانونه ورواچول، هغوي يې له مونږ أو خپلو ځانو څخه هم بهتر او اوچت وګڼل، هغوي يې ځانو ته أو ځانونه يې هغو ته ورنژدې كړل أو مونږ ته يې شا كړه.
د هغوي د ښيګړې أو د ژبې ودې لپاره يې تر وسه كار وكړ، پښتانه يې صرف د مزدورو جنګياليو په حيث د خپلو شومو أهدافو، كينو، شخړو أو سياليو لپاره إستعمال كړ.
پښتانه د دوۍ واكۍ أو سلطنت ته په پوره إطاعت قايل وو، د دوۍ سلطني دوران كې يوه پښتون هم سرغړونه يا بغاوت ونه كړ، ټول بغاوتونه أو جنګونه ددغو ناأهلو أو كم ذاتو خلفو وروڼو تر منځ وو دپښتنو ځامن پكې بې ځايه أو نا حقه وژل كيدل.
خو كله چې دور هغه أقليت ته ورسيده چې دوۍ پرې نازيدل، نو د دوۍ دبيخ ويستلو پسې يې راواخسته، كركې أو نفرت سر راوويست، له هيڅ ناوړه كار څخه يې دريغ ونه كړ، د پښتنو قتل عام يې شروع كړو، هيڅ صرفه يې پرې ونه كړه، أو دبادشاهي سپكې كورنۍ سره يې كركه أو دوښمنۍ أوج ته ورسيده أو وې رسوله، بالكل خالص پښتون ضد مفكوره يې رامنځ ته كړه أو نور أقليتونه يې هم ورته رادعوت كړل، أو دتوكمي سلطنت په فكر كې شول، شاهي ذليلې أو كم ذاتې كورنۍ ته له خپلې ژبې تيريدل أو د پاړسيوانو كلتور خپلول أو هغوۍ نازول هيڅ شفاعت ونه كړو، بلكې دغه أقليت ته يې دا جرأت وركړ چې دپاچاهۍ خوب وويني، أو د پښتنو وينې توې كړي.
بيا هم د همدغو باتورو أو مېړونو پښتنو غيرت أو زړورتيا وه چې باغيان يې د خپلو كړو په سزا ورسول أو دغه ذليل يې بيرته بيا حاكمان كړل، نو دغو إحسان منكرو خلكو بيا پښتنو ته څه إنعام وركړ، أو له خپلې غلطۍ څخه يې څه درس زده كړه، په عربي كې يو متل ده وايې [color=green:379ed1c508]عادت حليمة إلى عادتهاالقديمة [/color:379ed1c508]أو همداسې وشول.
وروڼو ساحه به نوره تاسو ته پريږدم................!!!!!!!!!!!!!!!!
كه څوك ددغه مرض أسباب أو علتونه په ګوته كولې شي مهرباني د وكړي، مونږ ته دې لږ وضاحت وكړي، چې [color=darkred:379ed1c508]ولې د بابا ځامن پاړسيوانان شول.[/color:379ed1c508]
په درنښت
أحمدزې
تېر پسې
..Ahmadzai
06.04.2008
[color=olive:38b8fd5135]تېر پسې[/color:38b8fd5135]
سلامونه أو نيكې هيلې
زما په أند ددغې ناروغي يو څو لاملونه په لاندې توګه په مختصر ډول وړاندې كولې شو، كه نور ورونه نور معلومات يا هم بيل نظر لري مهرباني د وكړي وړاندې دې كړي.
1- د أحمد خان (أحمدشاه بابا) ښې أړيكې أو ملګرتيا د إيران د دولت( دنادرشاه دولت بقاياوې) دجګپوړو مامورينو، أفسرانو أو واكدارانو سره،چې په تنكۍ ځواني كې يې دى ډير نازولې وو، نو ده څه خاص حساسيت ورسره نه درلود، أو متقابل إحترام منځ ته راغلی وو، أو أكثرو مناسباتو كې أړيكې دوستانه وې، برعكس د هوتكو غلجيو خوځښت چې د إيراني پارسي ظلم د رفع كولو په خاطر منځ ته راغلی وو،أوڅه كم يا زيات دوه مليونو أيرانيانو پكې ككرۍ خوړلي، أو د پښتنو تر مستقيم ښكيلاك لاندې راغلي.
2- له يوې قزلباشې پاړسيوانې سره د تيمورشاه واده كول وو( له ټولو مهمترين لامل) چې دغه ښكلې ناوې ډيره نازولې أو مقدمه وه.
سره لدې چې تيمورشاه نورې ښځې هم لرلې (زمبنه برابرول)
دغه كار سره لاره دې ته هواره سوه چې ددغې ښځې وروڼه لاره دربار ته پېدا كړي أو بالأخره د پاچا د دربار واكۍ په لاس كې واخلي، أو د همدغې نازولې ځامن د خپلو ماماګانو أو مور تر أثر لاندې لوې سي أو د دوي ژبه پرې غالبه سي، چې وروسته د وراثت له مخې حاكمان سي (پوره أوښتل)
3- په إداري أمورو كې د إيراني پاړسيوانو مامورينو إستخدام أو مقررول تر څو چې دولتي إداره پر مخ بوزي، لكه غيرت صاحب چې ورته إشاره كړې.
4-د حاكمې طبقې د أولادو تعليم أو روزنه په پاړسي ژبه وو.
5- د دولت رسمي ليكونه، پيغامونه، فرمانونه........ أو نور ټول په پاړسي وو.
6- پښتنو څخه ويره أو له ځانه أو ښار څخه ليرې ساتل، أو ښار ته د نورو أقليتونو ترغيبول.
7- عيش, نوش أو عشرت (عياشي) چې دغه كار په پښتنه ټولنه كې نا ممكن أو ناشوني وو، نو كابل ته د پلازمينې ليږدول ددې لپاره چې له نورو لږكيو څخه پدې غرض إستفاده وكړي، ځكه چې په كندهار كې د ډمګيرت، فحشا كول أو خورل نا ممكن وو.
نو دربار نور د علم ، پوهې أو سړيتوب په ځای د ډمګيرت، نڅا أو دفحش په مجلسونو، محفلونو بدل سو.
8- د پښتنو چوپه پاتې كيدل( دا خپل لاملونه لري).
أو نور بيا...................................................!
له هغو ښاغلو وروړنو څخه چې هسې مرغۍ ألوزوي أو موضوع ګډه وډه كوي جدي هيله كوم چې حوصلې څخه كار واخلي، أو يا هم په موضوع كې يې ګډون په مثبت لور روان سي.
په درنښت
أحمدزی
8-
د ابدالیانو حاکمه طبقه ولې پاړسیوانان سول
..Ahmadzai
20.04.2008
تیر پسې
وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
مخکې مې د یو څو عواملو او اسبابو یادونه وکړه، چې د ابدالیانو (دورانیو او محمدزیو) د پښتو څخه پاړسي ته د اوښتلو لامل ګرځیدلي.
له دغه جملې څخه یو هم د تیمورشاه واده د یوې قزلباشې پاړسیوانې سره وو، چې غواړم دې باره کې نن یو څه ورزیات کړم........................
تیمورشاه پخبله په اِیران کې د مازندران یا هم مشهد ښار کې ځیږیدلی، او په وړوکونوالي کې پلار سره افغانستان ته او بیا د هغه په یرغلونو کې یې ګډون کړی او هند ته ورسره تللی.
ده په پنځلس کلنۍ کې دوهم واده د ګوهر نسابیګم سره کړی، چې د عزیزالدین مغل پاچا لور وه، او چون مغلو په هند کې پاړسي کاروله، نو دا به دده دوهمه پآړسیوانه ښځه وي، چې احمشاه بابا ددغه واده بدل کې د ډیلي تخت بیرته عزیزالدین مغل ته پریښې.
وروسته چې کله تیمور خپل ورور سلیمان له تخته کوز کړ او پاچاهۍ ته ورسیده، نور یې نو په هغو پښتنوچې د هغوۍ په میړانه یې د ډیلۍ پاچا لور هم په نصیب شوې وه اِعتماد اوتکیه بلکل ختمه شوه، او زر تر زره یې پلارمینه کابل ته ولیږدوله، او قندهار چې د پښتنو د اِفتحاراتو کور وو د تل لپاره یې پریښود، کابل ته له راتګ سره تیمور شاه ته د عیش عشرت او شراب کباب فضا ازاده شوه، او بې له ویرې او ډار څخه یې خپلې عیاشۍ ته دوام ورکړ.
دې سره یې هم زړه یخ نشو او په ډیره بیړه یې د حکومت لوې پوستونه او چوکۍ غیر پښتنو ته ورکړې، او خپل شاهۍ ګارډ یې د یو څو اِسحاکزیو او دولس زره(12000) قزلباشو پاړسیوانو څخه جوړ کړ، د خپل ځان ساتنه یې په قزلباشو کوله او د دربار چارې یې هم قزلباشو او غیر پښتنو پرمخ بیولې، د پښتنو ولسي او بې قاعدې لښکر یې ړنګ کړ او په ځای یې یو تنخوا خور لښکر جوړ کړ، نو د پردیو په ملګرتیا یې د خپل قام، مشرانو، سردارانو سره اړیکې وشکولې، به عوض یې له نورو لږکیو سره اړیکې ټینګې کړې، او که کومو پښتنو ورسره اړیکې ساتلې هغوي هم په دې مجبوریدل چې د ده په شان پردي سی او پردۍ زبه خپله کړي ، چې د محمدزیو سرداران یې ښه مثال ده.
دې کارو سره تیمور شاه پښتنو ته خپله شا ورواړوله، او له خپل قام اصل،فصل او ژبې څخه بیګانه سو او پوره په پردي کلچر کې ډوب سو، داسې هم ویل کیږي چې تیمور شاه په پښتو ډیر کم غږیده، او پښتنو سره به یې هم پاړسو کاروله، او خپل کور کې او بچو سره په پاړسي ګړیده.
لنډه دا چې د ده ځامنو ته محیط او ماحول بلکل پاړسي وو، نو ځکه نه په پښتو پوهیدل او نه ورته په ارزښت قایل وول، هسې خو هم دوه رګۍ وول، او سوچه پښتانه نه وول.
له تیمور څخه وروسته چې څه پیښ شول د هغه علت همدغه د پردیو نژادو سره د ده ودونه وو، چې د همدغو بیګانه وو میندو ځامن له خپل پلارني قوم څخه لیرې او د پردیو په غیږ لوې شوي او د نورو په دسیسو او مشورو سره یې خيل قوم او هیواد تباه او برباد کړ، او د خپل نیکه په اِفتخاراتو یې خاورې واړولې، او افغانان یې بد مرغیو سره مخ کړ.
زه نه پوهیږم چې ولې احمدشاه بابا سره له دغې پوهې، حکمت، همت او عزم سره سره دې ته فکر ونه کړ چې د خپل نسل د دوام لپاره ښې چارې او لارې ولتوي، او خپل ځامن دې ته وهڅوي چې د خپلو نطفو لپاره اصیل او پرتمین ځای ولټوي تر څو راتلونکې نسل یې کمذاتی، کم اصله او دوه رګی نشي.
ځکه چۍ کمذاتي سړي سره به د خيل قوم ټبر او پلارګنۍ څه غم او فکر وي، او همدارنګه وشول او ومو لیدل چې بیا دغو کمذاتو او ناهله خلفو د افغانانو په سر کومې سوداوې او لوبې ونه کړې، او له څه څخه یې دریغه وکړه، ایا نیم افغانستان یې د خپل ځان او خواهشاتو لپاره قرباني نه کړ؟ او پر انګریزانو یې خرڅ نکړ؟ ایا خپل قوم ته یې شا نکړه او خپله پلارنۍ ژبه یې پرینښوده او پاړسیوانان نه شول.
لنډه دا چې دغو کمصلو او کمذاتو د افغانستان، افغانانو و بالخاصه پښتنو سره تر خپل وسه خیانت کړی، او په هیڅ یې دریغه نده کړې.
په اصل کې دغه خلګ خپل پلار پسې ندي تللي بلکې مورنۍ اړیکې یې ټینګې کړي او ماما یې تر کاکا څخه سل وارې بهتر او نیژدې ګڼلی ده، او افغانستان یې د پایڅې قرباني کړی، هغه هم پردۍ او د کلتور په لحاظ زمونږ تاریخي او ازلي دوښمن پورې اړه لري.
نور بیا
په درنښت
جلال احمدزی
..Ahmadzai
31.05.2008
محترم او دروند پتنګ صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
قدرمنه ژوندى او سرلوړى اوسې
[quote:6d9931f0f0]انډيواله جلال احمدزي خو تاريخي واقعيت ليکلی دی[/quote:6d9931f0f0]
محترمه واقعيت ډيرې نورې ترخې خبرې هم سته, چې د بيلګۍ په توګه لاندي مثال راوړم هيله ده چې بعضې وروڼه له زغم څخه كار واخلي.
وروه كله چې ميرويس بابا قندهار له مردارو شيعګانو پاړسيوانو څخه ازاد كړ او منحوس ګرګين يې وواژه د پارس پاچا د افغانانو زپلو لپاره يو لوې لسكر د خسروخان په مشرۍ راوليږې, دغه خسرو د ګرګين وراره وو ,او دخپل اكا د إنتقام لپاره دې كار ته تيار سو , د سياسي فتنې لپاره يېې ځان سره زمان خان ابدالى هم ملګرى كړ, زمان خان د دولت خان زوى او درستم خان ورور وو د نوموړي پلار او دوه وروڼه (رستم او نظر محمد) ګرګين وژلي وو او دى يې كرمان ته تبعيد كړى وو, خسرو زمانخان ته د يو څه سياسي إمتيازوركولو په وعده باندې دې ته قانع كړ چې عبدالله خان ابدالي سره يو ځاى ابداليان دخسرو په ګټه راټول كړي , كله چې ميرويس بابا په دې خيانت خبر سو نو د ي پښتنو نورو قومي مشرانو سره ابداليانو ته ورغى او ډير كوشش وكړ چې عبدالله خان او زمان خان د خسروخان له ملا تړ واړوي او ډيرې ورځې يې ورسره جرګې غونډې وكړې خو نتيجې ته ونه رسيدل او دې وخت كې خسروخان كندهار ته رسيدلى وو هغه يې محاصرې لاندې راوستى وو, بابا نااميده راوګرځيده او غلجې كاكړ هزاره او بلوچ او ترينو ورسره ملګرتيا وكړه چې بالاخيره پاړسيوانو او ابداليانو ماته وخوړه او د خسروخان 31200 عسكرو څخه يوازې ې600 ژوندي وتښتيدل خسرو هم خپل سر وبايلود, او ابداليان خپلو قلمرو او هيرات ته وتښتيدل, او د افغانانو ازادۍ خوندي سوه.
خسرو خان د خپل اكا إنتقام لپاره ګرجستان نه راغلى وو او زمان په تسو وعدو د پلار او وروڼو له غچ څخه تير سو بلكې ملي خيانت ته هم تيار سو
او د خپل پلار قاتلانو سره مل سو.
زمان خان د احمدشاه بابا معزز پلار وو.
مأخذ
د خپلواکۍ د لمر څرك
ليكونكې : امان الله خان هوتك
نور نو محترمو وروڼو تاسو پرې تبصره وكړۍ.
په درنښت
احمدزى
larghonay1
05.06.2008
لكه چې خبره له موضوع ډېره ليرې تللې ده خو زه به يې بېرته لږ ورنژدې كړم.
يوه ورځ مې په پښتو ويكيپيډيا كې د احمدشاه ابدالي په اړه لوستل چې څه عجيبه غوندې وو تاسو دې لاندې جملې ته ښه ځير شئ؟
[color=red:d5afc6d7ea](....هغه و چې د صابر شاه ملنګ انتخاب د ټولو قبيلو مشرانو ومانه او په تېره بيا چې د حاجي جمال خان له خوا هم تاييد شو. او په دې توګه احمد خان « احمد شاه » شو ، او د (160 هـ ق ) کال د شوال او د (1747 م) کال د اکتوبر په مياشت د کندهار په ښار کې په پنځه ويشت کلنۍ د پښتنو د پاچهي پر تخت کښېنوست او د افغانستان د پاچا په حيث اعلان او وپېژندل شو.)[/color:d5afc6d7ea]
دغه پورتنۍ نيټه د ۱۱۲۶لمريز كال تله يا ميزان راځي چې د مني مياشت ده او غنم په كندهار كې په پسرلي كې وږى كوي او په اوړي كې لو كېږي نو په مني كې د غنم وږى له كومه شو چې صابر شاه راوشكولو او د احمد خان په پګړۍ كې يې كېښود؟
دا خبره ما مخكې هم اورېدلې وه چې يو څه پرې شكمن ووم خو اوس يې ستاسو حضور ته وړاندې كوم راځئ د احمدزي او فريدي قوم يا اشخاصو د غندلو يا ستايلو نه كه په دې بحث وكړو نو د خپل دې رياليستيكي تاريخ نه به څه ناڅه خبر شو.
..Ahmadzai
12.07.2008
محترمو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم قدرمن وطنمل صاحب څخه يو جهان مننه چې زما هيله يي تر سره كړه.
تير پسې
مخكې مې په تيمور شاه څه نيوكې او انتقادونه كړي وو, اوس به د تاكيد او
ا ثبات په خاطر د همغې زمانې د يو داسې شخصيت انتقاد هم وګورو چې ډير منلې او قدر سړی وو او د دولت يو ركن شمارل كيده.
سردار جهان خان پوپلزی حربي اتل او سر لښكر چې د احمدشاه بابا د پوځ سر لښكر او بيا وروسته د تيمورشاه د پاچهۍ په دوران كې هم سر لښكر پاتې سوی
حربي اتل سر لښكر سردار جهان خان له تيمور شاه څخه حوابدی ؤ.
سردار جهان خان خپل انتقلدونه په يو ليك كې د عليحضرت تيمور شاه په نامه څرګند كړل. وروسته دغه ډول انتقاد وزير محمد ګل خان مومند د ظاهرشاه د عصر پر حكومتو هم درلود.
په ملي تاريخ كښې دا خبره د دقت دړ ده چې غير پښتون افغانانو ته دې صلاحيت د دوي د لياقت په اندازه وركړل سي, كه لياقت او مهارت او صداقت مطرح وي څه عيب نه لري ښه هم ده او كه چيرې بادشاه يا دولتي مشرانو ته د غوړه مالۍ, استراحت, عياشي او تشريفاتو برابرول د خپل ګټو دپاره كوي دا بيله خبره.
رابه سو د سردار جهان خان ليك ته.
حربي اتل سردار جهان خان تيمورشاه ته داسې ليكيلي :
( وروسته له القابو :
هغه كسان چې نا مهذب مذهب لري (مطلب كشميريان, قزلباشان او نور.......)
په زړه كښې غله, د شيطان خوۍ او د انسان مخونه يي دي, كلونه كلونه د خدعې
او خيانت او درز اچولو له لارې نا پاكه ګوله ډوډۍ ترلاسه كوي.
د غللام او مينځې, دايه او دايه او داده په نامه دربارته ننوتلي, اوس ئې د غلمۍ
شاطرۍ او چترۍ اخستلو ورځې تيرې شوي, غواړي چې د سلطنت اخوان او اعيان اووسي او هغه احسانونه هير وي چې ستاسو لوې پلار او مونږه تاسو د دوۍ په برخه كښې كړي دي.
او پادشاه له خپلو دوستانو خوابدی كوي, لكه پليد قاضي القضات شيطان خوۍ او څو نور ملعون قزلباش او كشميري, مونږ او پادشاه د كندهار په خاوره او اوبو روزول شوي يو, عمر مو تير كړی, هډ مو يو دی, هيڅكله به مونږ په هيڅ خدمت كښې بيرته رانه شو, ذي القعده (1189ه) .)
دغه ليك په كابل كښې د تيمورشاه دراني كتاب كښې خپور شوی ده.
حربي اتل سردار جهان خان په څرګند ډول پادشاه (تيمورشاه) هغو ټكو ته متوجه كوي چې وروسته د هيواد د بربادۍ سبب كيږي.
مأخذ
د أفغان ملي تاريخ
ليكونكی
قدرت الله حداد
نور بيا
په درنښت
احمدزی[/u]
..Ahmadzai
12.07.2008
محترمو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم قدرمن وطنمل صاحب څخه يو جهان مننه چې زما هيله يي تر سره كړه.
تير پسې
مخكې مې په تيمور شاه څه نيوكې او انتقا دونه كړي وو, اوس به د تاكيد او
ا ثبات په خاطر د همغې زمانې د يو داسې شخصيت انتقاد هم وګورو چې ډير منلې او د قدر سړی وو او د دولت يو ركن شمارل كيده.
سردار جهان خان پوپلزی حربي اتل او سر لښكر چې د احمدشاه بابا د پوځ سر لښكر او بيا وروسته د تيمورشاه د پاچاهۍ په دوران كې هم سر لښكر پاتې سوی
حربي اتل سر لښكر سردار جهان خان له تيمور شاه څخه خوابدی ؤ.
سردار جهان خان خپل انتقاد ونه په يو ليك كې د عليحضرت تيمور شاه په نامه څرګند كړل. وروسته دغه ډول انتقاد وزير محمد ګل خان مومند د ظاهرشاه د عصر پر حكومتو هم درلود.
په ملي تاريخ كښې دا خبره د دقت وړ ده چې غير پښتون افغانانو ته دې صلاحيت د دوي د لياقت په اندازه وركړل سي, كه لياقت او مهارت او صداقت مطرح وي څه عيب نه لري ښه هم ده او كه چيرې بادشاه يا دولتي مشرانو ته د غوړه مالۍ, استراحت, عياشي او تشريفاتو برابرول د خپل ګټو دپاره كوي دا بيله خبره.
رابه سو د سردار جهان خان ليك ته.
حربي اتل سردار جهان خان تيمورشاه ته داسې ليكيلي :
[ ]( وروسته له القابو :
[color=darkred:e9fb7def43]هغه كسان چې نا مهذب مذهب لري (مطلب كشميريان, قزلباشان او نور.......)
په زړه كښې غله, د شيطان خوۍ او د انسان مخونه يي دي, كلونه كلونه د خدعې
او خيانت او درز اچولو له لارې نا پاكه ګوله ډوډۍ ترلاسه كوي.
د غلام او مينځې, دايه او داده په نامه دربارته ننوتلي, اوس ئې د غلامۍ
شاطرۍ او چترۍ اخستلو ورځې تيرې شوي, غواړي چې د سلطنت اخوان او اعيان اووسي او هغه احسانونه هير وي چې ستاسو لوې پلار او مونږه تاسو د دوۍ په برخه كښې كړي دي.
او پادشاه له خپلو دوستانو خوابدی كوي, لكه پليد قاضي القضات شيطان خوۍ او څو نور ملعون قزلباش او كشميري, مونږ او پادشاه د كندهار په خاوره او اوبو روزول شوي يو, عمر مو تير كړی, هډ مو يو دی, هيڅكله به مونږ په هيڅ خدمت كښې بيرته رانه شو, ذي القعده (1189ه) .)
[/color:e9fb7def43]
دغه ليك په كابل كښې د تيمورشاه دراني كتاب كښې خپور شوی ده.
حربي اتل سردار جهان خان په څرګند ډول پادشاه (تيمورشاه) هغو ټكو ته متوجه كوي چې وروسته د هيواد د بربادۍ سبب كيږي.
مأخذ
د أفغان ملي تاريخ
ليكونكی
قدرت الله حداد
نور بيا
په درنښت
احمدزی
_________________
د بل چا تورې ټوپک ویشتلی نه یم
که ویشتلی یم زه بیا په خپل ټوپک یم