نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اټومی مردارئ
ډاکتر څپاند
02.04.2008
اټومی مردارئ
[color=black:4ae868437b][quote:4ae868437b]ک شوني دلته ښخ کړي
افغان وزير فاروق وردگ ادعا کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې پاکستان خپل اتمي پاتې شوني د افغانستان ابل : پاکستان اتمي پاتېپه خاوره کې ښخ کړي دي
د افغانستان د پارلماني او د اداري چارو وزير ډاکټر فاروق وردگ بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دوى داسې شواهد لري چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې خپل اتمي پاتې شوني د کندهار او هلمند په ولايتونو کې ښخ کړي دي .
ښاغلي وردگ دا ونه ويل چې څومره اتومي پاتې شوني په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوي او يا دا چې تر کله پورې دغه بهير روان و.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ځواب کې ويلي چې تر هغو پر دې مسالې څه نه شي ويلى چې د افغانستان له لورې په دې برخه کې رسمي بيان خپور نه شي .
دا خبره په داسې وخت کې شوې چې د دوشنبې په ورځ ( د وري ١٢ د مارچ ٣١ ) افغان کابينې په خپله غونډه کې د اتمي انرژۍ د عالي کمېسيون د جوړېدا پرېکړه وکړه .
د دغه کمېسيون مشري به افغان ساينس پوه پوهاند عبدالحى نظيفي په غاړه لري .
د افغانستان د وزيرانو شورا پرېکړه کړې چې دغه عالي کمېسيون به په افغانستان کې د يورانيمو د استخراج له هڅو سره څنگته دا گوري چې د دوى په وينا د گاونډي هېواد له خوا په افغانستان کې د اتمي پاتې شونو د ښخولو مساله پسې وڅېړي .
پاکستان د ١٩٩٠ مو کلونو په وروستيو کې خپله اتمي ازموينه د بلوچستان په ايالت کې وکړه چې د افغانستان د کندهار او هلمند ولايتونو سره پوله لري .
په هغو کلونو کې د ملا عمر په مشرۍ کې طالب غورځنگ د کندهار او هلمند په گډون د افغانستان په ډېرو برخو واکمن و .
د افغان چارواکو په وينا به د اتمي انرژۍ په عالي کمېسيون کې شاوخوا ١٥٠ ساينس پوهان او د پوهنتونونو استادان شامل وي .
د افغانستان د اتمي انرژۍ عالي کمېسيون به د دغه هېواد د چاپېريال د ادارې تر سيورې لاندې کار کوي .
[/quote:4ae868437b][/color:4ae868437b]
پدی خو هر څوک خبر دی چه په افغانستان کر اوتومې کثافات او مرداری د روسانو
په لاس سرته شوی وه،مګر اوس مسلمانان په ملامتوې٠ امريکې هم ځان ورته غلې کړی ځکه چه روسان خو هم صليبيان دي٠
دروسانو اهداف دافغنستان دمسقيمې اداري نه داوه چه خپل اتومې مرداری دلته
خښ کړی،او هم داسلامی قوتونو نه په بيره کی وه چه که چيري افغانستان په يوه
اسلامی دولت تبديل شې نو روسان به خپل مسلمان اسيایی جمهوريتونه له لاسه
ورکړې٠ داخوب خو يي رښتنی شو او اوس د چچنيا او تاتارستان د اسلامی هيوادنو
وخت هم رارسيدلې د ی٠
په درنښت
څپاند سافی
Nawabi
02.04.2008
سافي جانه
د وزيرانو شورا د دارالانشا عمومي رياست د بی بی سی راډيو او ويب پاڼي هغه خبر له واقيعت څخه لري وبلل چې ويل ېې وو ، پاکستان خپل اتومي پاتي شوني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په هلمند او کندهار ولايتونو کې خښ کړي دي .وړمه ورځ بی بی سی د چارو د ادارې د رئيس فاروق وردگ څخه په حواله دا خبر خپور کړی وو .د ادارې د يو بيان په خپرولو نن د بی بی سی دا رپوټ له واقيعت څخه لري او له غلط پوهاوي څخه زيږنده وبلل .