نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانستان کې به د امريکې په سياست کې څه بدلون راځي؟
13م ميلمه
31.03.2008

دا چې په امريکا کې دروان کال د نوامبرمېاشتې ولسمشرئ ټولټاکنو کې به جمهوري پالو او که د ډموکراټانو استازی برېالی شي لا مالومه نده، خو په دغه هېواد کې د جورج ډبلېو بوش دوه ځليزې ادارې پاۍ ته رسېدو په درشل کې د متحده اېالاتو بهرني سياست په عمده مسئلې، ېانې دنړېوال ټرورېزم پر خلاف د جګړې په اړوند ناکامئ ورځ په ورځ رابرسېره کيږي. په عراق کې جګړه په ټول شدت ددغه هېواد ټوله خاوره کې خپره شوې، دامريکائي سرتېرو د تلفاتو ګراف مخ په جګېدودی . اوس عراقېان، نړېوال او په خپله ا مريکائېان(عام وګړي - په امريکا کې taxpayers=مالېه ورکونکي) له دغه هېواده دامريکائي سرتېرو د دچټک وتلو غوښتنې کوي.
په افغانستان کې هم، کال په کال د امنېت او ثبات کچه په ټيټېدو راغلې او هلته د جګړې ابعاد دبهرنېو ښکېلاکګروپه وړاندې د"ولسي مقاومت "دجګړې رنګ خپلوي . بنېادګرو، سياسي اسلامپالواواورپکو ته په عامو وګړو کې دتبليغ او ژورې اېډېولوژيکي ريښه ځغلونې ډګر پرته له هېڅ ډول ستونځې ورخوشې کيږي، چې پايله ئې په افغانستان کې،په تېره بېا د هېواد په سهيلي او ختيځوپښتون مېشتو سيمو کې دټرورېزم لپاره دېوۀ اوږدمهال پالنګ دخورېدوزمينې لا هم پېاوړې کيږي. پښتانه، په هېواد او سيمه کې داسلام دين نه د وهابېانو(اهل حديث - سلفېه او داسې نورو) اورپکه اوجګړه ماره انګېرنو او اخيستنو په لوموکې برمته کيږي. دوی ته د اسامه، الظواهري اودهغوځائي استازولکه سمېع الحق ، قاضي حسين احمد ،فضل رحمان، حقاني او........دخو نړېو تجربود نانزکې رول لوبولو لپاره چارې برابريږي.
ددې وضعې دپراختېاد لاملونو په کتار کې ېو هم د کرزي د ادارې بې کفايتي اوپه چارو کې پاتې راتلل دي چې دافغاني او بهرنېو رسنېو په شننو او رپوټونو کې پدې وروستېو کې ورته پام را اړول کيږي. په خليلزاد او جلالي باندې د نوموړي احتمالي بدلونې ګنګوسې، دغه راز خپله افغان حکومت او پارلمان کې ځينې خوځښتونه او اشارې،لکه په کابل کې دناټو اوامريکائي ځواکونو پرګرځېدو را ګرځېدودبنديځ غوښتنه او ېا خوطالبانوسره دمؤثرې اوخپلواکې جګړه کولو په موخه دافغان پوځ د لا پېاوړي کېدو لپاره افغاني سرتېرو او افسرانو ته مثلا د ١٠٠٠ډالرونه پېل د معاش ورکولو په هکله دښوونې اوروزنې وزير اتمر څرګندونې ،کولای شي د امريکې په سېاست کې د نوېو الټرناټيفونو او بدلونونو لپاره (لږترلږه په ټولټاکنوکې دډيموکراټانوداحتمالي بري په حالت کې )کرا کراد زمينې برابرولو پېلامه وګرځي.
په تېرو شپږو کالو کې په هېواد کې دننه د بهرنېو پوځېانوشتون نه ېواځې دا چې د طالبي ځواک دپشپړورکېدو سبب نشو، بلکه دخپلواکۍ غوښتنې په پارددغه ځواک په خوا د عامو وګړو دخواخوږۍ او پېوستون راپارولو سبب هم ګرځېدلی. دغه شان ارزونې اوس د امريکا په اړونده "اند زېرمو" - think tanks - کې هم کيږي او دې پايلې ته د رسېدو اشارې ورکوي چې د افغان پوځ د پېاوړي کېدوپه کار کې دجدي او بنسټيز بدلون راوستلو په صورت کې به دبهرني پوځېانو د وتلو لاره هواره شي،اوپه هېواد کې به د بنسټپالنې او نړېوال ترورېزم جړرې له وګړنيزملاتړه بې برخې او وچې کړای شي.
افغانستان کې به د امريکې په سياست کې څه بدلون راځي؟
13م ميلمه
31.03.2008
[color=red:1c2831617c]افغانستان کې به د امريکې په سياست کې څه بدلون راځي؟[/color:1c2831617c]
دا چې په امريکا کې دروان کال د نوامبرمېاشتې ولسمشرئ ټولټاکنو کې به جمهوري پالو او که د ډموکراټانو استازی برېالی شي لا مالومه نده، خو په دغه هېواد کې د جورج ډبلېو بوش دوه ځليزې ادارې پاۍ ته رسېدو په درشل کې د متحده اېالاتو بهرني سياست په عمده مسئلې، ېانې دنړېوال ټرورېزم پر خلاف د جګړې په اړوند ناکامئ ورځ په ورځ رابرسېره کيږي. په عراق کې جګړه په ټول شدت ددغه هېواد ټوله خاوره کې خپره شوې، دامريکائي سرتېرو د تلفاتو ګراف مخ په جګېدودی . اوس عراقېان، نړېوال او په خپله ا مريکائېان(عام وګړي - په امريکا کې taxpayers=مالېه ورکونکي) له دغه هېواده دامريکائي سرتېرو د دچټک وتلو غوښتنې کوي.
په افغانستان کې هم، کال په کال د امنېت او ثبات کچه په ټيټېدو راغلې او هلته د جګړې ابعاد دبهرنېو ښکېلاکګروپه وړاندې د"ولسي مقاومت "دجګړې رنګ خپلوي . بنېادګرو، سياسي اسلامپالواواورپکو ته په عامو وګړو کې دتبليغ او ژورې اېډېولوژيکي ريښه ځغلونې ډګر پرته له هېڅ ډول ستونځې ورخوشې کيږي، چې پايله ئې په افغانستان کې،په تېره بېا د هېواد په سهيلي او ختيځوپښتون مېشتو سيمو کې دټرورېزم لپاره دېوۀ اوږدمهال پالنګ دخورېدوزمينې لا هم پېاوړې کيږي. پښتانه، په هېواد او سيمه کې داسلام دين نه د وهابېانو(اهل حديث - سلفېه او داسې نورو) اورپکه اوجګړه ماره انګېرنو او اخيستنو په لوموکې برمته کيږي. دوی ته د اسامه، الظواهري اودهغوځائي استازولکه سمېع الحق ، قاضي حسين احمد ،فضل رحمان، حقاني او........دخو نړېو تجربود نانزکې رول لوبولو لپاره چارې برابريږي.
ددې وضعې دپراختېاد لاملونو په کتار کې ېو هم د کرزي د ادارې بې کفايتي اوپه چارو کې پاتې راتلل دي چې دافغاني او بهرنېو رسنېو په شننو او رپوټونو کې پدې وروستېو کې ورته پام را اړول کيږي. په خليلزاد او جلالي باندې د نوموړي احتمالي بدلونې ګنګوسې، دغه راز خپله افغان حکومت او پارلمان کې ځينې خوځښتونه او اشارې،لکه په کابل کې دناټو اوامريکائي ځواکونو پرګرځېدو را ګرځېدودبنديځ غوښتنه او ېا خوطالبانوسره دمؤثرې اوخپلواکې جګړه کولو په موخه دافغان پوځ د لا پېاوړي کېدو لپاره افغاني سرتېرو او افسرانو ته مثلا د ١٠٠٠ډالرونه پېل د معاش ورکولو په هکله دښوونې اوروزنې وزير اتمر څرګندونې ،کولای شي د امريکې په سېاست کې د نوېو الټرناټيفونو او بدلونونو لپاره (لږترلږه په ټولټاکنوکې دډيموکراټانوداحتمالي بري په حالت کې - دواړو کانديدانو،کلينټون او اوباما پر عراق او افغانستان کې روانې جګړې نيوکې کړي او خپل دبري په صورت کې ئې له دغه هېوادونودامريکائي سرتېرو د وېستلوژمنې کړي )کرا کراد زمينې برابرولو پېلامه وګرځي.
په تېرو شپږو کالو کې په هېواد کې دننه د بهرنېو پوځېانوشتون نه ېواځې دا چې د طالبي ځواک دپشپړورکېدو سبب نشو، بلکه دخپلواکۍ غوښتنې په پارددغه ځواک په خوا د عامو وګړو دخواخوږۍ او پېوستون راپارولو سبب هم ګرځېدلی. دغه شان ارزونې اوس د امريکا په اړونده "اند زېرمو" - think tanks - کې هم کيږي او دې پايلې ته د رسېدو اشارې ورکوي چې د افغان پوځ د پېاوړي کېدوپه کار کې دجدي او بنسټيز بدلون راوستلو په صورت کې به دبهرني پوځېانو د وتلو لاره هواره شي،اوپه هېواد کې به د بنسټپالنې او نړېوال ترورېزم جړرې له وګړنيزملاتړه بې برخې او وچې کړای شي.
Re: افغانستان کې به د امريکې په سياست کې څه بدلون راځي؟
pattang
01.04.2008
انډيواله له وار خطامالوميږ ې !!
دافغان اولس اشغالول خوشې وحشي او بې قانونه دزور کار دی ، اولس حق لري
چې د صليبي شکيلاک په مقابل کې پورته شي ٠ دتروريزم تيوري داسې يوپوچ او
وحشي دروغ دي لکه د صدم د زروي او کميا وي اصلحو دروغ ٠
دعراق اشغال د مسلمانانو مخ په درنده څاپېړه وهل اوپه ډېره سپکه سترګه ورته
کتل دي .داداسې يوه څاپېړه (چاپېړه) ده لکه چې نږدې زيات 500 کاله پخواصليبيانود هيسپانيې مسلمانانوته ورکړې وه٠ خودهغه وخت د عثماني ترکانو ( دوهم محمد ) په برکت په قستنتينوپل کې دغه درنده چاپېړه صليبيانو
ته په عين زمان کې بېرته ورغبرکه کړه ٠
کوم طالب کوم افغان تروريست تير شوی ? څوک څه سبوت پرې لري ?
دالقاعدې او بن لاډن خبرې ټولې پلمې او دروغ دي ?
زه به له تا او له نورو څخه يو سوال وکړم :
دابن لاډن چېرې دی ? افغانستان کې خو نشته څکه چې افغانستان خوټول
د اشغالګرو په لاس کې دی او که وي نو اشغالګر به يې ساتي .
پاتې شو پاکستان ،نو پاکستان خو دامريکې داسې دوست دی چې په ملياردودالرو
امريکا ور سره مرسته کوي او حتی دوستي يې داسې پخه ده چې دپاکستان اتومي
اصلحې امريکايان ساتي او له بلې خوا cia او isi يو ځای کار او همکاري سره کوي
نو سوال دادی چې پاکستان دا دې درې زرو امريکايانوقاتل بن لادن ولې امريکاته
نه ورکوي ? کولی شي کوم نر چې منطقي ځواب يې راکړي ?
هر څومره چې امريکايان په افغانستان کې پاته کيږي په هغه اندازه د جنګي جنايتکارانو جيبونه نور هم په دالرو پړسيږي خو داولس کلتور او معنوياتو ته لوی
زيان رسيږي٠ امريکا لرې اقتصادي هدفونه لري اومخ ته بي يې ٠
دطالب مسئله د افغانانو کورنۍ مسئله ده ، خارجيان حق نلري چې په اولس خپل
اجنټ او ګوډاګی دولت قبول کړي ( ګوړې ورکوي ، هدف مخ ته بيا يې ) .
چې خارجيان ورک شي اولس به خپل تصميم نيسي چې طالبان غواړي او که نه ?
څه شرائط به منځ ته راځي ? داولس زور نه طالب لري اونه چړي ٠
[quote:1912dadb64="13م ميلمه"][color=red:1912dadb64]افغانستان کې به د امريکې په سياست کې څه بدلون راځي؟[/color:1912dadb64]
دا چې په امريکا کې دروان کال د نوامبرمېاشتې ولسمشرئ ټولټاکنو کې به جمهوري پالو او که د ډموکراټانو استازی برېالی شي لا مالومه نده، خو په دغه هېواد کې د جورج ډبلېو بوش دوه ځليزې ادارې پاۍ ته رسېدو په درشل کې د متحده اېالاتو بهرني سياست په عمده مسئلې، ېانې دنړېوال ټرورېزم پر خلاف د جګړې په اړوند ناکامئ ورځ په ورځ رابرسېره کيږي. په عراق کې جګړه په ټول شدت ددغه هېواد ټوله خاوره کې خپره شوې، دامريکائي سرتېرو د تلفاتو ګراف مخ په جګېدودی . اوس عراقېان، نړېوال او په خپله ا مريکائېان(عام وګړي - په امريکا کې taxpayers=مالېه ورکونکي) له دغه هېواده دامريکائي سرتېرو د دچټک وتلو غوښتنې کوي.
په افغانستان کې هم، کال په کال د امنېت او ثبات کچه په ټيټېدو راغلې او هلته د جګړې ابعاد دبهرنېو ښکېلاکګروپه وړاندې د"ولسي مقاومت "دجګړې رنګ خپلوي . بنېادګرو، سياسي اسلامپالواواورپکو ته په عامو وګړو کې دتبليغ او ژورې اېډېولوژيکي ريښه ځغلونې ډګر پرته له هېڅ ډول ستونځې ورخوشې کيږي، چې پايله ئې په افغانستان کې،په تېره بېا د هېواد په سهيلي او ختيځوپښتون مېشتو سيمو کې دټرورېزم لپاره دېوۀ اوږدمهال پالنګ دخورېدوزمينې لا هم پېاوړې کيږي. پښتانه، په هېواد او سيمه کې داسلام دين نه د وهابېانو(اهل حديث - سلفېه او داسې نورو) اورپکه اوجګړه ماره انګېرنو او اخيستنو په لوموکې برمته کيږي. دوی ته د اسامه، الظواهري اودهغوځائي استازولکه سمېع الحق ، قاضي حسين احمد ،فضل رحمان، حقاني او........دخو نړېو تجربود نانزکې رول لوبولو لپاره چارې برابريږي.
ددې وضعې دپراختېاد لاملونو په کتار کې ېو هم د کرزي د ادارې بې کفايتي اوپه چارو کې پاتې راتلل دي چې دافغاني او بهرنېو رسنېو په شننو او رپوټونو کې پدې وروستېو کې ورته پام را اړول کيږي. په خليلزاد او جلالي باندې د نوموړي احتمالي بدلونې ګنګوسې، دغه راز خپله افغان حکومت او پارلمان کې ځينې خوځښتونه او اشارې،لکه په کابل کې دناټو اوامريکائي ځواکونو پرګرځېدو را ګرځېدودبنديځ غوښتنه او ېا خوطالبانوسره دمؤثرې اوخپلواکې جګړه کولو په موخه دافغان پوځ د لا پېاوړي کېدو لپاره افغاني سرتېرو او افسرانو ته مثلا د ١٠٠٠ډالرونه پېل د معاش ورکولو په هکله دښوونې اوروزنې وزير اتمر څرګندونې ،کولای شي د امريکې په سېاست کې د نوېو الټرناټيفونو او بدلونونو لپاره (لږترلږه په ټولټاکنوکې دډيموکراټانوداحتمالي بري په حالت کې - دواړو کانديدانو،کلينټون او اوباما پر عراق او افغانستان کې روانې جګړې نيوکې کړي او خپل دبري په صورت کې ئې له دغه هېوادونودامريکائي سرتېرو د وېستلوژمنې کړي )کرا کراد زمينې برابرولو پېلامه وګرځي.
په تېرو شپږو کالو کې په هېواد کې دننه د بهرنېو پوځېانوشتون نه ېواځې دا چې د طالبي ځواک دپشپړورکېدو سبب نشو، بلکه دخپلواکۍ غوښتنې په پارددغه ځواک په خوا د عامو وګړو دخواخوږۍ او پېوستون راپارولو سبب هم ګرځېدلی. دغه شان ارزونې اوس د امريکا په اړونده "اند زېرمو" - think tanks - کې هم کيږي او دې پايلې ته د رسېدو اشارې ورکوي چې د افغان پوځ د پېاوړي کېدوپه کار کې دجدي او بنسټيز بدلون راوستلو په صورت کې به دبهرني پوځېانو د وتلو لاره هواره شي،اوپه هېواد کې به د بنسټپالنې او نړېوال ترورېزم جړرې له وګړنيزملاتړه بې برخې او وچې کړای شي.[/quote:1912dadb64]