د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاکستان د امریکا یو ښه دوست تر کومه؟

Baz
28.03.2008

پاکستان د امریکا یو ښه دوست تر کومه؟

پخوا جنګ د انسانانو په ذهن کې یوا ځې او یواځې یو تصویر لرلو او هغه د وینې بهول او انسان وژل وو خو اوسني عصر د جنګ نور مخونه او څیرې هم دنیا ته وروپیژندلې چې هغه د مټ دزور سره سره د ذهن قوت او طاقت ته هم ضرورت لري د هغې د جملې نه ذهنې جنګ اقتصادې جنګ سیاسې جنګ مذهبې جنګ سوړ جنګ تود جنګ او.............
دا چې سوړجنګ یا (cool war) ورته ویل کیږې هغه جنګ دې چې هم مذهبې اړخ لرې هم ساسې هم ذهنې او هم اقتصادې په دې جنګ کې ښکیلې ډلې د سپر پاور یا د تر ټولو پیاوړي طاقت جوړیدو یا په بله اصطلاح په دنیا باندې د حکومت کولو لپاره خپل هر څه په کار اچوې هم د انسانانو دښکیل کولو په مسابقه کې یو د بل نه مخکې کیږې اوهم د ځمکو په لاندې کولو کې د ځوانانو د جلبولو کوښښ هم کوې او د زړو هم د مذهب نه هم کار اخلې او د سیاست او زور نه هم په خپل مخ کې د هر خنډ د لیرې کولو لپاره د هیڅ قسمه حربې او وسیلې د استعمال نه دریغ نه کوې که هغه د ملکونو په ورانولو تمامیږي او که د انسانانو په له منځه تللو.
دا چې یو څو لسیزې مخکې پخواني شوروي اتحاد یا اوسنۍ روسیې دا نوم ګټلې وو نو د هغې د ماتې لپاره امریکا چې ځان یې تر شوروي کم نه ګاڼه ټول هغه څه چې په وس کې یې وو په کار اچولې وو روسیې هم د سیاسې جنګ پر ځای فوځې جنګ غوره ګڼلې وو او داسې فکر یې کاوه چې په مخ کې کوم خنډ نه لرې او نه داسې څوک شته چې مخه یې ډب کړې خپل شا او خوا ریاستونه یې د خپلې ولکې لاندې راوستل د منځنۍ اسیا ډیری هیوادونه یې په فوځې زور د خپل ځان تابع کړل وروستې هغه یې افغانستان وو چې وروسانو ورباندې نیغ په نیغه فوځې حمله وکړه دا د وروسانو لپاره په یوه غټه ماتې تمامه شوه چې په نتیجه کې یې شوروې ټوټه ټوټه شو او هغه ټولو ملکونو او ریاستونو استقلال تر لاسه او خپلې ازادۍ یې په رسمې توګه اعلان کړې .
پر افغانستان باندې د حملې کولو او دهغه د نیولو ځینې د وروسانو یواځینۍ موخه تودو ابو ته ځان رسول وو چې ددې مقصد د حاصلولو په نتیجه کې شوروې کولای شول عربې نړۍ خپله او د هغې د شتمنۍ نه ځان برخمن کړې او دا هم ښکاره خبره ده چې د افغانستان د نیولو نه وروسته د پاکستان چې د افغانستان سره تر ټولو لوی سرحد لري بقاء په خطر کې وه او غیر د پاکستان د حصول نه تودو اوبو ته د رسیدلو د روسیې خوب بې تعبیره پاتې کیده بل پلو ته د روسیې او د هند هم روابط ښه او پیاوړې وو چې د ضرورت په وخت کې هند هم د شوروې اتحاد پوره ملګرتیا کولای شوه .
دا چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان او په دین مین دې او د تاریخ پاڼې په دې ډکې دې چې افغانانو کله هم د اسلام یا د خپلې خاورې نه خپل سرونه نه دې سپمولې او اسلام پالنه او وطن پرستې یې په خټه کې اغږلې ده ، دې کې شک نشته چې په همدې جذبه او جوش د روسانو مخ ته هم ودریدل او په پوره زړورتیا او شهامت یې د وطن د مور او د خپل مذهب ساتنه او پالنه وکړه خو دا د سکّې یو مخ دې .
د سکّې بل مخ هم په سیمه کې د امریکا ګټې له منځه تلل او نفوز یې ختمیدل دې د روس سیاسې او فوځې زور زیاتیدلو او د هغې دغې پلانونو امریکا ته درد سر پیدا کړې وو د امریکا حوکومت ددې مقابلې لپاره یو داسې ملګري ته ضرورت لرلو چې هغه ورته هر قسمه قربانۍ ته تیار وې او هغه یواځې او یواځې پاکستان وو او د پاکستان لپاره هم دا یو ستر چانس وو چی پاکستان د امریکا نا ډیر په اسانۍ هر قسمه ګټه پورته کولای شوه ( او همداسې یې و هم کړل چې دا دلمر په څیر واضح او ښکاره دې )، که څه هم د پاکستان په سیاست کې د امریکا ونډه او لاس وهنه د پاکستان د جوړېدو سره سم پیل کیږې چې په هغې کې د لیاقت علې خان د وژلو سبب وخت پر وخت د سیاسې بدلونونو راوستل سیاسې مشران د امریکا په ډاډ راپورته کیدل او بیرته د امریکا په اشاره له زور او اقتدار نه لویدل د یو سره مرسته کول او د بل پرې را پرزول د فوځې جنرال ضیاء الحق واک ته رسول او د هغه په لاس د ذلفقار علې بهټو اعدام بیا مختلف جمهورې حکومتونه راتلل د یو بل فوځې جنرال پرویز مشرف واک ته رسول او په دې وروستیو کې د بینظیر بهټو وژل او داسې نور دې او دا ټول امریکا ددې لپاره کړې تر څو خپل اهداف په اسانۍ سره لاس ته راوړې .
په ۱۹۵۱ کې د پاکستان د لمړي وزیر د وژنې پړه هم د ځینو په اند پر امریکا اچول کیږې ځکه هغه د مریکا دا غوښتنه چې د شوروې پر ځای امریکا ته سفر وکړې نه وه منلې هغه ویل چې پاکستان یو خود مختاره ملک دې او چې څه غواړي همغه به کوي همدا رنګه په کال ۱۹۷۹ کې د فوځې جنرال ضیا‌ء الحق قدرت ته رسول او د هغه په لاس د بهټو وژل او د پردې تر شا جنګ پیلول هم په سیمه کې د امریکا د زیاتې دلچسپۍ ښکارندوی دې او د شلمې پیړۍ په اخر کې د جنرال مشرف واک ته رسول هم د امریکا یو جوړ شوې پلان وو چې یواځې د همدې لارې یې کولای شول افغانستان ته داخله شې او هغه څه چې وروسانو په زور ونه شول کړلای دوی یې په سیاست او د ذهن په قوت وکړې او اوس امریکا په سیمه کې وروس ته مشکلات پیدا او دهغوې ګټې په خطر کې واچوې که څه هم پاکستان دا هر څه د خپلې بقاء په خاطر کړي خو دا هم معلومه ده چې غیر د پکستان نه امریکا د بل هیڅ هیواد خاوره دومره په پراخه پیمانه نه شوه استعمالولای او نه یې ورڅخه دومره ګټه پورته کولای شوه لکه د پاکستان د خاورې او حکومت نه یې چې تر لاسه کړه .
هغه څه چې امریکا غوښتل وشول وروس مات شو په سیمه کې یې زور کم شو اقتصاد ته یې زیان ورسید ازادې غوښتونکې خوزښتونه ورکې پیدا سیاسې اثر یې کم او ډیر څه یې د لاسه ورکړل امریکا د اسیا زړه ته راورسیده او نور هم پر مختګ کول غواړې خو دا ځل امریکا یو نه بلکه څو دښمنان لرې چې د هغې د جملې نه ایران ، چین ، د اقتصاد او بازار له پلوه جاپان په عربې نړۍ کې تر یو حده لیبیا او شام (سوریه) د هند وروس ته د امریکا په نسبت نژدېوالې نورې اسلامې ډلې لکه افغانې او پاکستانې طالبان په عراق کې د القاعده نظامې ګروپونه او نورې اسلامې ډلې په فلسطین کې حماس په لبنان کې حزب الله او ددې نه علاوه نور ټول هغه ملکونه چې ورکې اسلامې خوزښتونه شروع دې د امریکا مخالف دي .
صرف یو هیواد چې په ښکاره خپلواکه خو په حقیقت کې یې د حکومت واګې د امریکا په لاس کې دې پاکستان دې د وروس په ټکولو کې یې هم د پاکستان څخه کار اخیستې او په اوسنۍ حمله کې یې هم پاکستان یو کلک دوست او اتحادې وو ، که ژور نظر واچول شې نو دا جوتیږې چې امریکا په پاکستان کې د فوځې حکومتونو په واسطه ډیر څه لاس ته راوړي دې هم د جنرال ضیا‌ءالحق په پیر کې او هم د جنرال پرویز مشرف خو اوس داسې ښکارې چې په دې وروستیو کې د پاکستان د ملت په سترګو کې د پاکستانې فوځ اصلې څیره بده او خرابه شوې او دا هغه څه دې چې امریکا یې هم احساس کړې دې او دلته د خپل استحکام لپاره نوې پلانونه او نوې نقسې جوړوې نوې وسیلې په کار اچوې او نوې بدلونونو ته یې پخه اراده کړې اوس سوال دادې چې دا نوې بدلونونه او پلانونه به څه او د کامیابیدو چانس یې څومره دې ؟
د ځینې مبصیرینو په نظر امریکا پاکستان لمړې د صحنې نه ایستل د هغه کردار ختمول او بیا یې یا ختمول او یا هم تجزیه کول غواړې او ددې وجه یواځې او یواځې دا نه چې امریکا نور بل یار او دوست ته په سیمه کې ضرورت نه لرې بلکه دا ده چې پاکستان یو اټمې طاقت لرونکې اسلامې بل دا چې پاکستان په دې کوښښ کې دې چې یو اسلامې پلاک را منځ ته او مشرې یې د ددوی په لاس کې وې او یواځې ددې لپاره نه چې غواړي داسلام مرسته وکړي بلکه ددې تر شا سیاسي اقتصاي دفاعي او نورې ګټې هم لرې دا او داسې نور لاملونه شته چې امریکا یې په تشویش کې کړې ده .
له بل پلوه که دا هم ویل کیږي چې د پاکستان اټم بم د امریکا په لاس کې دې او پاکستان د هغې د استعمال پوره واک نه لرې خو بل خوا په پاکستان کې داسې خوزښتونو سر را پورته کړې چې امریکا دا ویره لرې چې دا ذروې وسله دهغوې په اصطلاح د تروریستانو لاس ته پری نه وځې ځینې دې اندیښنې ته د حقیقت په نظر ګورې او نور یې د پاکستان وهلو ته یوه بهانه بولې لکه څرنګه چې دا د امریکا د هیوادونو په نیولو کې یو خاص پیژندل شوي تکتیک هم دې چې افغانستان ته یې اسامه عراق ته یې ذروې وسلې ایران ته جوهرې توانایې او........... بهانه کړل نو غواړې چې پاکستان ته د راتګ لپاره دا یوه بهانه او د زینې لومړې اړکې جوړ او پاکستان ختم کړې .
په سیاسې حلقو کې دا خبره هم توده ده چې امریکا د اسیا یا په خاص طور د افغانستان پاکستان منځنۍ اسیا او داسې نورو هیوادونو نوې نقشې جوړې کړې او غواړې هیوادونو ته نوي سرحدات جوړ او ډیر هیوادونه تجزیه کړې د هغې د جملې څخه پاکستان او افغانستان هم دې ، ویل کیږې چې امریکا غواړې دا سیمه ددوی پر اند پخوانې حالت ته ورنژدې کړې په دې معنی چې پاکستان نیم د هند سره څه حصه یې د پښتونخوا سره څه د بلوچستان په نوم یو نوې هیواد رامنځ ته او د چترال او د هغې سره نښتې داسې حصې یې اغاخان ته ورکړې او د یو نوې ریاست د اغاخانیانو په نوم اعلان کړې لکه څرنګه چې برطانویانو د اسرایلو دولت یو خالص مذهبي دولت د عربې اسلامې ملکونو په منځ کې منځ ته راوست همدا رنګه به د اغا خان او اسماعیلیانو دولت په منځنۍ اسیا کې یو غیر اسلامې هیواد وې چې د غیر اسلامې هیوادونو پوره حمایت به ورته حاصل وي او داسې به پاکستان ختم او له منځه لاړ شې ، نور بیا دا سې فکر کوې چې د پاکستان په نوم به هم یو کوچنې ریاست موجود وې چې د پاکستان اوسنۍ صوبه سند او څه نورې علاقې به ورکې شاملې وې .
د افغانستان د تجزیې لپاره داسې نقشه په ذهن کې لرې چې ډیره حصه به یې د پښتونخوا سره څه د تاجکستان سره همدا رانګه د ایران ازبکستان ترکمنستان او د بامیانو په شا او خواکې هغه برخې چې د چترال سره اړخ لرې د اغا خان په ریاست کې شاملې شې .
پوښتنه دا راولاړیږې چې ایا دا هر څه هسې یوه اوازه ده او که نه حقیقت هم لرې ؟ ډیر پوهان په دې اند دي چې دا حقیقت نه لرې او داسې نقشی یواځې امریکا نه بلکه هر هیواد یې په خپلو پټو او حساسو ادارو کې لرې او ددې معنی دا نه وې چې ګوندې هغه هیواد د ددنیا نقشه بدلول غواړې دا دهغې ادارې خپل رموز او اسرار دې چې صرف وجود یې د عوامو منځ ته راوتلې او دا نورې د مبصرینو اراء او وړاندوینې دې ، خو ډیری په دې اند دي چې دا هغه څه دي چې ورتهLong Term policy یا د اوږوې مودې پالیسې ویل کیږې او دا امریکا اوس نه بلکه کلونه کلونه وړاندې جوړې کړې چې اوس یې د عملې کولو لپاره میدان ته رادانګلې .
دا دوه احتماله لرې لمړې دا چې د وضعې نه داسې ښکارې چې تر هغې چې امریکا په افغانستان کې خپلې پښې کلکې نه کړې نه شې کولاې دې پلان ته عملې شکل ورکړې بل خوا د روانې وضعې نه داسې ښکارې چې د اوږدې مودې لپاره د امریکا پاتې کیدل په افغانستان کې د فوځې لارې نا شونې دې ځکه امریکا په عراق او افغانستان دواړو کې د مشکلاتو سره مخ ده نو ددومره مشکلاتو سره نه شې کولای نورو هیوادونو لکه شام ایران او پاکستان ته لاس واچوې او یا هم د تجزیې او نویو ملکونو په جوړولو عجله وکړي نو ښکاره خبره ده چې امریکا به داسې یو حکمت عملې خپلوې چې د امریکا په تګ سره هم خپل نفوذ د لاسه ورنه کړې لکه څرنګه چې برطانیې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ مسآله نا حل شوې پریښوه او بیا یې د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر لانجه ددې لپاره حل نه کړه چې کله هم وغواړې نو په دې بهانه کولای شې هم د هند نه کار واخلې او هم پاکستان د دباو لاندې راولې .
که دې هر څه ته د عملې جامې وراغوستلو لپاره امریکا پخه اراده کړې وې نو بیا په زغرده ویلای شو چې مخکې له هر څه به په سیمه کې امریکا د ځان لپاره د پاکستان بدیل پیدا کوې ځکه که امریکا د پاکستان په څیر یو دوست ونه لرې نو نه شې کولای چې خپلو اهدافو ته ورسیږې ځکه په دې سیمه کې بلکه په ټوله اسیا کې د ددوستانو په نسبت د امریکا دښمنان زیات دې پوښتنه دا ده چې داسې دوست او ملګرې د امریکا لپاره څوک کیدلای شې ؟
که په دې خطَه نظر واچول شې او بیا ددې پلانونو د عملې کیدلو نه وروسته په حالت او منظر سوچ وشې دې پایلې ته رسیږو چې ددې هر څه د وقوع نه وروسته صرف یو او یواځینې لوبغاړی په میدان کې پاتې کیږې چې هغه پښتون دې ځکه هر کله چې نړۍ پښتانه د پښتونستان یا هم پښتونخوا په نوم وپیژ نې او د یو نوې او خپلواکه ریاست په شکل را څرګند شې نو په اسیا کې ټوله هغه ستراتیژیکه او مهمه منطقه به ددوې د ولکې لاندې راشې کومه چې د لویو زبرځواکونو هدف او موخه ده د کومې د نیولو نه غیر چې په اسیا باندې حکومت کول ناممکن دې کومه منطقه چې په بیلابیلو پیرونو کې د تجارتې کاروانونو معبر پاتې شوې او اوس د امریکا ددې نوې حملې یا لوبې پیل هم یو تجارتې اړخ لرې.
ددې لپاره به امریکا سر له اوس نه په دې فکر کې وې چې څرنګه دا منطقه د خپل اثر لاندې راولې د پیسو په زور د وعدو په زور د مشرانو د اخستو په زور او که کوم بل سیاست به خپلوې.
د نوې بدلون د پیل نقطه د پاکستان او د امریکا د دوستۍ د پای نقطه ده د کومې نه وروسته به چې امریکا نور پاکستان ته ضرورت نه لري بلکه د دوې دوستې به په دښمنۍ بدله شې او امریکا به د پاکستان د ختمولو لپاره هر قسم بهانې ګورې او د ضرورت په وخت کې به ځان ته یو کوچنې مجوز پیدا او پر پاکستان به د تقسیم مزي کیږدې .
پاکستان به له منځه لاړ شې خو دا به د پښتنو لپاره یو ښه زیرې نه وې ځکه هغه د پښتنو ازادي او خپلواکي به سلب په ښکاره به ازاد او خپلواکه وې خو په معنی کې به یې مشران لاسپوڅې او حکومتونه به یې د بل په خوښه جوړیږې ددې لپاره پښتنو ته ویښ اوسیدل پکار دې او په خپله ازادۍ باندې ورته سودا نه دې کول پکار دا به د پښتون کامیابې نه بلکه ناکامې وې ، د پښتنو په سیمو کې دا ګډوډي شاید هم د پښتون د پښو لاسونو تړلو لپاره یوه دسیسه وې او ممکن د پښتانه او ددې سیمې د اتل لاسونه په یو نرې مزې وروتړي ، دا چې بیا هلته متوجه کیږي باید اوس متوجه شې او دا هر څه کیدلو ته پری نه ږدې باید خپلې موخې پخپله او پخپل پلان لاس ته راوړې نه د نورو په ذهن او د هغوې په فکر د عبرت لپاره پښتانه ته پکار دي چې د هغې وخت مثال اوس په خپل مخ کې کیږدې لکه څرنګه چې پاکستان هغوې جوړ کړې او اوس یې د ورانولو فیصلې کوې نو بیا به د هغوې په لاس د جوړ شوې پښتونستان یا پښتونخوا د ورانولو فیصلې هم کوې پښتانه باید د غوږ دګټلو لپاره سر ونه بایلې چې د افغانستان په تجزیه رضا ځکه جې پښتونستان لاس ته راوړي .

د باز لیکنه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more